Nangarhar Public Health Directorate

Nangarhar Public Health Directorate This page officially represents the Nangarhar Public Health Directorate.
(1)

ننګرهار حوزوي روغتون کې د کونړ پیښې د ټپیانو د وضعیت پوښتنه وشوه.یکشنبه ۱۴۰۵/۰۱/۰۹د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي...
29/03/2026

ننګرهار حوزوي روغتون کې د کونړ پیښې د ټپیانو د وضعیت پوښتنه وشوه.
یکشنبه ۱۴۰۵/۰۱/۰۹

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف په لارښوونه د لومړنیو روغتیایي څارنو امر ډاکټر واقف نیازي په ننګرهار حوزوي روغتون کې د کونړ مرکز اسعد اباد څخه راوړل شوو ټپیانو چې د پاکستاني رژیم ړوندو مرمیو سخت ټپیان کړي و، د وضعیت پوښتنه وکړه.
نوموړي روغتیاپالانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو درملنې لپاره ټول امکانات او هڅې په کار واچوي او کورنۍ ته یې په دې برخه کې ډاډ ورکړ.

د یادې پیښې څخه دوه ټپیان حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې د یوې کورنۍ غړي دي.

داخلي بې ځایه شوو ته د روغتیایي خدمتونو چمتوکولو په موخه ناسته ترسره شوه.چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۱/۰۵د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ا...
25/03/2026

داخلي بې ځایه شوو ته د روغتیایي خدمتونو چمتوکولو په موخه ناسته ترسره شوه.
چهارشنبه ۱۴۰۵/۰۱/۰۵

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف په مشرۍ چې پرمهال یې د لومړنیو روغتیایي څارنو امر ډاکټر واقف نیازی هم موجود و، د ولسوالیو د روغتیا مسؤلینو او یو شمیر مؤسسو استازو سره داخلي بې ځایه شوو هیوادوالو ته د روغتیایي خدمتونو په چمتووالي د
همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د عامې روغتیا رئیس د فرضي کرښې تر څیرمه روغتیایي مرکزونو ته د درملو او نورو مهم موادو د اکمال لارښوونه وکړه او د صحت مسولینو ته یې په خپل منځ کې د ښې همغږۍ او ګډې همکارۍ سپارښتنې هم وکړې

دغه راز د یادې ناستې پرمهال یو شمیر ادارو په خپلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ ویې ویل د نورو برخو ترڅنګ به د روغتیا برخه په ځانګړې ډول درملو او عاجلو کیټونو مرستې وکړي

۳/۱۰/۱۴۴۷ شنبهد اختر ورځو د خدماتو څخه د څارنې په ترڅ کې د روداتو، هسکې مینې، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو د روغتیایي مرک...
21/03/2026

۳/۱۰/۱۴۴۷ شنبه
د اختر ورځو د خدماتو څخه د څارنې په ترڅ کې د روداتو، هسکې مینې، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو څخه څارنه وشوه.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالواقف نيازي د اختر ورځو د څارنې پلان مطابق د روداتو، هسکې مینې، پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له روغتيایي مرکزونو څخه څارنه وکړه.

نوموړي په يادو مرکزونو کې روغتيايي خدمات و ارزول او د ناروغانو د وضعيت پوښتنه يې وکړه.

هغه دغه راز روغتياپالو ته سپارښتنه وکړه چې د اختر په شپو او ورځو کې روغتيايي خدمات دوامداره وساتي.
د عامې روغتيا مسئولينو د اختر له لومړۍ ورځې د روغتيايي خدماتو دوامداره او باکيفيته ساتلو په موخه خپلو هڅو ته د تېر په څېر په ښه ډول دوام ورکړی.

۳/۱۰/۱۴۴۷ شنبهننګرهار کې له يو شمېر روغتيايي مرکزونو څخه څارنه وشوه.د ننګرهار عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالواقف ...
21/03/2026

۳/۱۰/۱۴۴۷ شنبه
ننګرهار کې له يو شمېر روغتيايي مرکزونو څخه څارنه وشوه.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالواقف نيازي په اچين، سپين غر، کوټ، بټي کوټ، مومندرې او شينوارو ولسواليو کې له روغتيا مرکزونو څخه څارنه وکړه.
نوموړي په يادو مرکزونو کې روغتيايي خدمات و ارزول او د ناروغانو د وضعيت پوښتنه يې وکړه.

هغه دغه راز روغتياپالو ته سپارښتنه وکړه چې د اختر په شپو او ورځو کې روغتيايي خدمات دوامداره وساتي.
د عامې روغتيا مسئولينو د اختر له لومړۍ ورځې د روغتيايي خدماتو دوامداره او باکيفيته ساتلو په موخه خپلو هڅو ته د تېر په څېر په ښه ډول دوام ورکړی.

۱/۱۰/۱۴۴۷د ننګرهار مرستيال والي په حوزوي روغتون کې د ناروغانو پوښتنه وکړهد ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حيدري،...
19/03/2026

۱/۱۰/۱۴۴۷
د ننګرهار مرستيال والي په حوزوي روغتون کې د ناروغانو پوښتنه وکړه
د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، چې دفتر رئيس مولوي شاهد نوراني، د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف، د ښاري اوبو رسولو شرکت عمومي رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم، د ولايت وياند قاري احسان الله عثماني او يو شمېر نورو مسئولينو يې ملتيا کوله په حوزوي روغتون کې يې د ناروغانو د وضعيت پوښتنه وکړه.
مرستيال والي او ورسره مسئولينو په عمومي ICU اود سرطان پنځوس بستريز روغتون کې ناروغانو سره وليدل او هغوی ته يې د بشپړې روغتيا دعاء وکړه، دغه راز ناروغانو او نوکريوال روغتيايي ټيم سره ولایت مقام له لوري نغدي مرسته هم وشوه.
د ولایت مرستيال ته د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شریف له لوري د اختر په شپو او ورځو کې د روغتيايي خدماتو، امکاناتو، د نوکريوالۍ سيستم او نورو برخو کې معلومات ورکړل شول او په ټولو برخو کې يې له چمتووالي څخه ډاډ ورکړ.
د ولایت مرستيال مولوي غلام الرحمن حيدري په حوزوي روغتون کې په شته امکاناتوا و چمتووالي خوښي وښوده او مسئولينو ته يې لارښوونه وکړه ترڅو د ناروغانو روغتيا ته لا ښه پاملرنه وکړي.

۲۹/۹/۱۴۴۷ چهارشنبهد سپين غر ولسوالۍ د روغتيا مسئول مسئولينو ته ور وپېژندل شو.د ننګرهار عامې روغتيا رياست د لزومديد له مخ...
18/03/2026

۲۹/۹/۱۴۴۷ چهارشنبه
د سپين غر ولسوالۍ د روغتيا مسئول مسئولينو ته ور وپېژندل شو.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست د لزومديد له مخې ډاکتر نصرت شينواری د سپين غر ولسوالۍ د روغتيا مسئول په توګه مسئولينو او ځايي خلکو ته ور وپېژندل شو.

د نوموړي د پېژندنې مکتوب د عامې روغتيا رياست د خصوصي سکتور د څارنې مسؤل ډاکټر اول ګا خادم له لورې چې د شينوارو د روغتيا مسئول ډاکتر زينت الله زيرک او د ولسوالۍ مسؤلینو هم حضور درلود ولوستل شو.
نوي مسئول ته په چارو کې د بريا هيله او د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

دوشنبه ۱۴۰۴/١٢/٢٥(۷۵) کلن ناروغ چې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د نشتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون ته مر...
16/03/2026

دوشنبه ۱۴۰۴/١٢/٢٥
(۷۵) کلن ناروغ چې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د نشتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون ته مراجعه کړې وه. د کلینیکي معایناتو او اړینو ټېسټونو له ترسره کېدو وروسته معلومه شوه چې د نوموړي ناروغ یوه پښتورګه په سرطاني کتلې بدله شوې ده. د ناروغ حالت د ډېر شمېر ډاکترانو له لوري ارزول شوی و او د ژوند د جدي خطر سره مخ و له همدې امله ورته د پښتورګې د لرې کولو عملیات (نفرکټومي) ترسره شول.

د روغتون د یورولوژۍ متخصصینو او د جراحي ژمن ټیم لخوا، وروسته له تشخیصه، د ناروغ عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول. عملیات له ډیر دقت، مهارت او عاجلې طبي پاملرنې سره سرته ورسېدل.

د روغتون مسؤلین وایي چې اوس مهال د ناروغ روغتیایي حالت قناعت‌بښونکی او د ډاډ وړ دی.

۲۷/۹/۱۴۴۷ دوشنبهننګرهار کې د یوې ماشومې د دماغي تومور بريالي عملیات ترسره شولد ننګرهار حوزوي روغتون کې د عصبي جراحي څانګ...
16/03/2026

۲۷/۹/۱۴۴۷ دوشنبه
ننګرهار کې د یوې ماشومې د دماغي تومور بريالي عملیات ترسره شول

د ننګرهار حوزوي روغتون کې د عصبي جراحي څانګې روغتياپالو د یوې ماشومې د دماغي تومور عملیات تر سره کړي چې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.
دغه ماشومه د شدید سردرد، د سترګو لید د کمزورۍ او د میرګي حملو له امله روغتون ته وړل شوې وه.

د طبي معایناتو او تشخیصي ازموینو وروسته د ماشوم په دماغ کې تومور تشخیص شو او د ناروغ د پایواز له رضایت وروسته پرې جراحي عملیات ترسره شول.

د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د عصبي جراحۍ ټرینر متخصص رنځوریار حامد شیر شینواري په مشرۍ د ډاکټر وحیدالله باور، ډاکټر ښایسته محمد سلیم او ډاکټر احسان الله دولتزي له لوري د روغتون د انستیزي څانګې په همکارۍ ترسره شوي دي.
د روغتون مسئولین وایي چې د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته د ماشوم روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

۲۶/۹/۱۴۴۷ یکشنبهننګرهار کې د روغتيايي خدماتو ښه والي په موخه همغږي وشوه.د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شری...
15/03/2026

۲۶/۹/۱۴۴۷ یکشنبه
ننګرهار کې د روغتيايي خدماتو ښه والي په موخه همغږي وشوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف په مشرۍ د روغتیا ولایتي همغږۍ ناسته (PHCC) د روغتیايي مسولینو سره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دولتي روغتونونو مسؤلینو او هغو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو چې په روغتیايي برخه کې فعالیت کوي.
د ناستې پر مهال د ښار او ولسوالیو د روغتونونو د کارکوونکو د معاشاتو د معیار سره د برابرولو، د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او د پخوانیو مرکزونو د ظرفيت لوړولو په اړه بحث وشو.

همدارنګه د روغتونونو د ترمیم او د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لپاره د لازمو اقداماتو په اړه هم خبرې وشوې.
د عامې روغتیا رئیس د روغتیايي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ګډ کار او همکاري ضروري ده.

مسئولينو د عامې روغتيا رئيس ته په اړونده چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه د طبي شورا لوی ریاست په مشرۍ د یوې کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي...
15/03/2026

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه د طبي شورا لوی ریاست په مشرۍ د یوې کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ترسره شويو نظارتونو او په خصوصي روغتیایي مراکزو کې د بهرنیو روغتیایي کارکوونکو د څرنګوالي په اړه د وزارت رهبرۍ ته د یو مجلس په ترڅ کې معلومات وړاندې شول:

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو، د مقام مشاورینو او یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود؛ په تېر یو کال کې د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ترسره شويو نظارتونو په اړه د طبي شوری لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او همکارانو له لوري معلومات وړاندې شول، چې په کې د هېواد په خصوصي روغتونونو کې د پرمختګونو، ستونزو، ننګونو، فرصتونو، کمزورو او قوي نقاطو، د بهرنیو ډاکټرانو شتون او جوازونو په اړه هر اړخیز معلومات شامل وو.

دغه راز، په یاده ناسته کې د روغتیایي قوانینو پلي کېدو، خدماتو معیاري کېدو او د سرغړونو مخنیوي په موخه د مناسبو (کمپیوټري) نسخو لیکلو اهمیت په اړه هم بحث ترسره شو او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونو مخنیوي په موخه پر لازمو او جدي اقداماتو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د نسخو معیاري کېدو، کیفیت خوندیتوب او نرخونو کنټرول لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ یې یوه ګډه کمېټه د روغتیایي قوانینو پلي کېدو او څار په موخه وټاکله؛ څو روغتیایي قوانین پلي، خدمات معیاري او د خلکو روغتیا خوندي شي.
........

کمیته‌ای به رهبری ریاست عمومی شورای طبی، و هدایت ویژه رهبری وزارت صحت عامه ا.ا.ا، تشکیل گردید تا نتایج نظارت‌های اجرا شده از مراکز صحی خصوصی کشور و وضعیت فعالیت کارکنان صحی خارجی در این مراکز را در نشستی به رهبری این وزارت ارائه نماید.

در نشستی که به همین مناسبت برگزار گردید، محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت عامه، محترم معینان این وزارت، مشاورین مقام و شماری از رئیسان مرکزی اشتراک داشتند.

در این نشست، داکتر فقیر محمد زیار رئیس عمومی شورای طبی، همراه با همکارانش معلومات مفصلی را در مورد نظارت‌های اجرا شده در یک سال گذشته از مراکز صحی خصوصی کشور ارائه نمودند.

در این معلومات، موضوعاتی چون پیشرفت‌ها، مشکلات، چالش‌ها، فرصت‌ها، نقاط ضعف و قوت شفاخانه‌های خصوصی و همچنان حضور و جواز فعالیت داکتران خارجی به‌گونه همه‌جانبه مورد بررسی قرار گرفت.

همچنان در این نشست، تطبیق قوانین صحی، معیاری‌سازی خدمات و جلوگیری از تخلفات نیز مورد بحث قرار گرفت. به‌ویژه بر اهمیت استفاده از نوشتن نسخه‌های مناسب و معیاری (کمپیوتری) تأکید گردید و اشتراک‌کننده گان دیدگاه‌های ارزنده خود را در مورد شریک نمودند.

در ادامه این نشست، محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت عامه، بر اتخاذ اقدامات لازم و جدی برای جلوگیری از تخطی از قوانین صحی تأکید نموده افزود، که تلاش‌ها برای معیاری‌سازی نوشتن نسخه‌ها، تأمین کیفیت خدمات و کنترول نرخ‌ها باید تسریع گردد.

از سوی‌هم، به رهبری محترم مولوی عبدالولی حقانی معین عرضه خدمات صحی، یک کمیته مشترک تعیین گردید، تا در زمینه تطبیق و نظارت از قوانین صحی فعالیت نموده و زمینه تطبیق بهتر قوانین، معیاری‌سازی خدمات و تأمین مصوونیت صحت مردم را فراهم سازد.
.........

A committee led by the General Directorate of the Medical Council, under the directives of the Ministry of Public Health of the IEA, presented a detailed report on the nationwide monitoring of private health centers and the status of foreign health workers working in these facilities.

The report was presented during a meeting attended by the Minister of Public Health, Mawlawi Noor Jalal Jalali, along with the ministry’s deputy ministers, advisors, and several central directors.
The Director General of the Medical Council, Dr. Faqir Mohammad Ziyar, and his team shared key findings from the past year’s monitoring. The report highlighted developments in private hospitals, identified key challenges, and reviewed opportunities, strengths and weaknesses, as well as the presence and licensing of foreign doctors.

Participants also discussed the importance of issuing proper electronic prescriptions to ensure compliance with health laws, standardize medical services, and prevent possible violations, while sharing their views on improving the system.

H.E. Mawlawi Noor Jalal Jalali stressed the need for strict measures to prevent violations of health laws and called for accelerated efforts to standardize prescriptions, ensure service quality and safety, and regulate medical pricing. Furthermore, under the leadership of the Deputy Minister for Health Services, Mawlawi Abdul Wali Haqqani, a joint committee was formed to oversee the implementation of health laws, ensure standardized services, and protect public health.

د ننګرهار عامې روغتیا رئيس د مهمندرې او لعلپورې ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو خدمات وڅارل.چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰د ننګرهار عام...
11/03/2026

د ننګرهار عامې روغتیا رئيس د مهمندرې او لعلپورې ولسوالیو د روغتیایي مرکزونو خدمات وڅارل.
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف چې یو شمیر مسؤلینو یې ملتیا کوله، د مهمندرې او لعلپورې بشپړو او د ګردي غوث اساسي روغتیایي مرکزونو خدمات وڅارل.

نوموړي د روغتیایي مرکزونو ځینې برخې له نژدې ولیدې د ښو کړنو ستاینه یې وکړه، د ستونزو د حل، اړتیاوو او واندیزونو د مشخصولو په موخه یې روغتیايي کارکوونکو سره مجلس وکړ چې د ټولو اړتیاوو او وړاندیزونو د حل ډاد یې ورکړ.

په یاده لیدنه کې نوموړي سره ختیځ کې د روغتیا برخې کارکوونکي ډاکټر مصطفی کاظم، د ملاریا حوزوي کواردیناتور ډاکټر سید عبدالله بریالی او د سرویلانس مسول ډاکټر اجرالرحمن الکوزي او تورخم کې د صحي کمېټې مسول مولوي سید محمد شاهد ملتیا کوله.

د ننګرهار حوزوي روغتون یو تن ټرینر متخصص د افغانستان په کچه ازموینه کې لومړی مقام خپل کړ.دوشنبه ۱۴۴۷ رمضان ۲۰مهد ننګرهار...
09/03/2026

د ننګرهار حوزوي روغتون یو تن ټرینر متخصص د افغانستان په کچه ازموینه کې لومړی مقام خپل کړ.
دوشنبه ۱۴۴۷ رمضان ۲۰مه

د ننګرهار حوزوي تخصصي روغتون د داخله څانګې ټرینر متخصص ډاکټر سید راحت الله حیدري د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لورې د هاضمي سیستم، انډوسکوپي او کلونو سکوپي فوق تخصصي ازموینه کې چې څو پړاوونه یې لرل، د افغانستان په کچه لومړی مقام خپل کړ.

دا د نوموړي او د ننګرهار روغتیا برخې لپاره ستره علمي لاسته راوړنه ده چې د عامې روغتیا ریاست ورته د مبارکۍ ترڅنګ راتلونکي کې د لا بریاوو هیله لري.

ښاغلی حیدري چې د حوزوي روغتون په داخله څانګه کې د انډوسکوپي برخې مسؤل هم دی، په هاضمي سیستم او معدې ناروغیو کې زیات شمیر څیړنې ترسره کړي چې وخت ناوخت په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې خپریږي.

Address

Kabul Hada 5th Zone Near Nashtar Kidney Hospital
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nangarhar Public Health Directorate posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share