د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه

د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه, Medical and health, Jalalabad.
(1)

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو، درملو او صحي خدماتو د څارنې او پلټنې رسمي پاڼه.
موږ د روغتیا د خوندیتوب، قانوني درملو، معیاري خوړو او باکیفیته صحي خدمتونو د څار، ارزونې او ښه‌ والي لپاره کار کوو.

📢 مهمه خبرتیا 📢قدرمنو هېوادوالو او درنو مراجعينو!په درناوي سره تاسې ته خبر درکوو چې د ننګرهار د خوړو، درملو او صحي خدمات...
14/04/2026

📢 مهمه خبرتیا 📢
قدرمنو هېوادوالو او درنو مراجعينو!
په درناوي سره تاسې ته خبر درکوو چې د ننګرهار د خوړو، درملو او صحي خدماتو د څارنې او پلټنې آمریت پخوانی دفتر، چې د چهل متره په سیمه کې موقعیت درلود، اوس نوي ځای ته انتقال شوی دی.
📍 نوی ادرس:
د کابل هډه – د عامې روغتیا ریاست ودانۍ شاته
د خوړو او درملو د نظارت نوی تعمیر
له ټولو محترمو مراجعينو څخه هیله کېږي چې د خپلو چارو د تعقیب لپاره له دې وروسته نوي ادرس ته مراجعه وکړي.
په درنښت
د خوړو، درملو او صحي خدماتو د څارنې او پلټنې امريت

ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کی درمليزوتاسيساتو څخه نظارت ترسره شو.ننګرهار ولايت عامه روغتيارياست دخوړودرملو اوصحي خدما...
12/04/2026

ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کی درمليزوتاسيساتو څخه نظارت ترسره شو.
ننګرهار ولايت عامه روغتيارياست دخوړودرملو اوصحي خدماتو دڅارني اوپلټنی آمريت نظارتي ټيم نن

📅 یکشنبه – ۱۴۰۵/۱/۲۳ن
د درملو او صحي محصولاتو مدیریت ټیم د بټی کوټ ولسوالۍ په ښار او اړوندو سیمو کې نظارت ترسره کړ. د نظارت په ترڅ کې د درملو د نرخونو کنټرول، نظافت، د معیاري او باکیفیته درملو کارونه، او د مسوول فني شخص (فارمسیست) موجودیت وڅارل شول.
همدارنګه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې او د نیمګړتیاوو د اصلاح په موخه ترې تعهد واخیستل شو، څو خپلې چارې د عامې روغتیا ریاست له اصولو سره سم عیار کړي.
🔸 د نظارت پر مهال ۳۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل راټول او د له منځه وړلو لپاره مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
🔸 یو درملتون د بې‌کیفیته درملو د پلور له امله رسمي مهرلاک
#نظارت #درمل #ننګرهار

په جلال اباد ښار کې يو درملتون په لوړه بيه د درملو پلورلو لامله مُهر او لاک شو.جمعه ۱۴۰۵/۰۱/۲۱د ننګرهار عامې روغتیا ریاس...
10/04/2026

په جلال اباد ښار کې يو درملتون په لوړه بيه د درملو پلورلو لامله مُهر او لاک شو.
جمعه ۱۴۰۵/۰۱/۲۱

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د خصوصي سکتور د څارنې او پلټنې ټیم چې مشري یې ډاکټر اول ګل خادم کوله؛ د يو هيوادوال چې د لغمان ولايت څخه يې ناروغ جلال آباد ښار ته د درملنې په موخه راوستلی و، عامې روغتیا ریاست ته د يو درملتون د قیمت فروشي لامله عارض شوی و.

موضوع وپلټل شوه، په پايله کې څرګنده شوه، چې په درملتون کې د فارمسست په ځای، دوه کسان چې د اقتصاد پوهنځي زده کړيالان و، ناروغانو ته درمل ورکول، او په يوه نخسه درملو کې يې د ناروغ څخه *۴۶۰* افغانۍ او په بله کې ۶۰ افغانۍ د خپل قانوني ګټې څخه پورته اخستې وې، په پاي کې درملتون وتړل شو.

همدارنګه هغه د درملو شرکتونه چې نوموړي درملتونونو ته يې فرمايشي بلونه جوړ کړي و، تعقیب به شي.

يادونه: د عامې روغتيا وزارت لایحې لمخې درملتون تر شل فيصده پورې قانوني ګټه کولی شي، نوموړي درملتون څښتن ۷۰٪ فيصده ګټه کړې وه

د نږدې نهه ملیارده افغانیو بودیجه یې تر لاسه او د ۳۱۸ روغتونو چارې وطن کې پیل شوېد نږدې ۲۰۰ نیمه پاتې پروژو لپاره یې نږد...
05/04/2026

د نږدې نهه ملیارده افغانیو بودیجه یې تر لاسه او د ۳۱۸ روغتونو چارې وطن کې پیل شوې

د نږدې ۲۰۰ نیمه پاتې پروژو لپاره یې نږدې څلور ملیارده افغانیو بویجې منظوري تر لاسه او د ننګرهار ختیځ میډیکل کمپلکس ، د کنړ ولایتي روغتون ، د نیمروز ولایتي روغتون او لسګونه نورو چارې یې عملاً شروع او ځینې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د واکسین لپاره یې بیلا بیلو زونونو کې سړې خونې او د کتلوي معافیت مراکز پرانیستل

د هغه سیمو لپاره چې مهاجرین ورته بیرته هیواد ته را ستنیږي نږدې ۱۷ روغتونونو جوړیدنې چارې یې پیل او ځینې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

لمړی ځل مو هیواد کې د DNa تشخیص خدمات پیل شول

لمړی ځل یې د هڅو په نتیجه کې د سرطان روغتون پرانسته وشوه او د خدماتو پراختیا ته یې کار روان دی

لمړی ځل په نږدې لس دولتي روغتونو کې د سي ټي سکین خدمات فعال شول

ولایتونو او زونونو ته یې د هیموډیالیز خدماتو پراختیا چارې ګړندۍ کړې

د روغتونو د اعتبار ورکوونې مراحل یې وروستیو مراحلو ته رسولي ، نرخنامې یواځې د مشرتابه تاید ته پاتې دي

زونونو کې تشخیصیه لابراتوارونو چارې پیل او ځینې وروستیو مرحلو کې دي

افغان مسلکي ډاکټرانو ته یې دروازه خلاصه کړې چې که هر څوک راځي خدمت زمینه ورته په ښو امتیازاتو برابروو

لمړی ځل دی د اکمال تخصص پروګرام ته له سل پورته ځوانان یې سستم ته د ټرینر په صفت داخل کړل

لسګونه داسې نورې کړنې دي چې دلته یې لیکل به لیکنه اوږده کړي
نو څه وایئ دښمن او مغرضې کړۍ دا هر څه زغملی شي؟
یا د وطن د یو داسې ازمایل شوي بچي د کار پر مهال زړه یې صبریدلای شي؟
د نورو خلکو اعمال د هغوۍ خپلې کړنې دي ، یو مجلس کې یې ویل نه غل یم نه یې مل یم که هر چا د شریعت او د نظام د اصولو خلاف کړنه وکړه په خپله یې اړونده ارګانونو ته ورکوم او له ما دې طمع نه کوي!

باوري یم ، چې د سیستم جوړونې دا هڅې به لا ادامه ومومي او د حاسدینو او سیستم بدناموونکو هیلې به شنډې پاتې شي ان شاءالله

په جلال اباد ښار کي ۷۵ کیلو ګرامه تاریخ‌تېر اوبی کيفيته خوراکي توکي راټول شول .📅 ۱۴۰۵/۰۱/۱۳د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د...
03/04/2026

په جلال اباد ښار کي ۷۵ کیلو ګرامه تاریخ‌تېر اوبی کيفيته خوراکي توکي راټول شول .

📅 ۱۴۰۵/۰۱/۱۳
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د خوړو درملو اوصحي خدماتوڅارني اوپلټنی آمريت غذایي تاسيساتو څار او پلټنې ټیم د ښار د لومړۍ او څلورمې ناحیو په مربوطاتو کې له ۱۱ پرچون پلورنځیو، یو ستر پلورنځي او یو ساتنځای څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال پلورونکو ته د حفظ الصحې، معیاري ساتنې، او د غیر مجاز توکو د نه پلورلو سپارښتنې وشوې.
پایله: شاوخوا ۷۵ کیلو ګرامه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو لپاره انتقال شول.

⚖️ د خلکو د روغتیا ساتنه زموږ لومړیتوب دی.

په بهسودو ولسوالۍ يولسمه وياله کي يو کلینیک دمسلکي پرسونل نه شتون په وجه مهر اؤ وتړل شو.📅 نېټه: ۱۴۰۵/۱/۱۳د ننګرهار عامې ...
03/04/2026

په بهسودو ولسوالۍ يولسمه وياله کي يو کلینیک دمسلکي پرسونل نه شتون په وجه مهر اؤ وتړل شو.

📅 نېټه: ۱۴۰۵/۱/۱۳
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د نظارت او پلټنې آمریت د هدایت په اساس، د نظارت ګډ ټیم د بهسودو ولسوالۍ د صحت مسؤل سره يوځای یادې ولسوالۍ اړوند د ۱۱ ویالې په ساحه کې له باب خصوصي روغتیايي کلینیک څخه څارنه ترسره کړه. د ترسره شوې څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې یاد کلینیک داصولو مطابق فعالیت نه درلود او همدارنګه پکې مسلکي روغتیايي پرسونل شتون نه درلود.
د له همدې امله، یاد کلینیک د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې په رسمي ډول مهرلاک شو.
⚖️ د عامې روغتیا ریاست د خلکو د روغتیا خوندیتوب ته ژمن دی او د ورته سرغړونو پر وړاندې به جدي قانوني اقدامات دوام ولري.

جلال آباد ښار کي يو درملتون درملو لوړ قيمت پلور له امله مهر او وتړل شو.د نظارت او بازرسی آمریت د درملو او صحي محصولاتو م...
01/04/2026

جلال آباد ښار کي يو درملتون درملو لوړ قيمت پلور له امله مهر او وتړل شو.
د نظارت او بازرسی آمریت د درملو او صحي محصولاتو مدیریت له لوري د اولی ناحیې په مربوطاتو کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.
د نظارت په ترڅ کې په یو درملتون کې لاندې جدي سرغړونې وموندل شوې
د درملو لوړفروشی
د بې‌کیفیته او غیر معیاري درملو شتون
د تاریخ تېرو درملو موجودیت
د یادو سرغړونو له امله نوموړی درملتون رسماً مهرلاک شو.
همدارنګه، نورو درملتونونو ته د نرخونو کنټرول، د نسخو ارزونه، د نظافت مراعت او د مسؤل فني شخص د حضور په اړه لازمې لارښوونې وشوې، تر څو خپل فعالیتونه د اصولو سره سم عیار کړي.

18/03/2026
د خوراکي توکو د پلورنځیو او ساتنځایونو څارنه ترسره شوهچهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ – ۱۴۴۷/۹/۲۲د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست...
12/03/2026

د خوراکي توکو د پلورنځیو او ساتنځایونو څارنه ترسره شوه
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ – ۱۴۴۷/۹/۲۲
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څار او پلټنې آمریت د خوراکي تاسیساتو د بررسۍ ټیم له لوري، د نظارتي پلان له مخې د ښار د دوهمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۷ بابه د خوراکي مصالحه‌جاتو عمده او پرچون پلورنځیو او ساتنځایونو څخه د چک‌لېست مطابق څارنه او پلټنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پلورنځیو او ساتنځایونو مسؤلینو ته د مجازو خوراکي توکو پلور، د خوړو د ساتنې معیارونه، د حفظ الصحې مراعات، د لمر له وړانګو څخه د موادو ساتنه، د FIFO/FEFO سیستم تطبیق او نورو اړوندو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې. همدارنګه د غیرمجاز خوراکي توکو لکه کینګ چاکلېټ، غیرمجاز نوشابې او غیرمعیاري مصالحه‌جاتو د نه پلورلو سپارښتنه هم ورکړل شوه.
د یادې څارنې په ترڅ کې شاوخوا ۳۵ کیلوګرامه تاریخ تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي او غیرمجاز لیبلونه راټول او د له منځه وړلو لپاره ضبط شول، او له مسؤلینو څخه د اصلاح په موخه لیکلی تعهد هم واخیستل شو.

د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګرځنده روغتیايي مرکز (MHT) د خدماتو څارنه ترسره شوهنن چهارشنبه د حوت میاشتې ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ نېټه، د ننګ...
12/03/2026

د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګرځنده روغتیايي مرکز (MHT) د خدماتو څارنه ترسره شوه
نن چهارشنبه د حوت میاشتې ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ نېټه، د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست خوړو درملو اوصحي خدماتو دڅارني اوپلټنی آمريت د دولتي سکتور د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت له لوري د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګرځنده روغتیايي مرکز (MHT) څخه د ملي نظارتي چک‌لېست له مخې، د AYSO مؤسسې د کلستر سوپروایزر په ملتیا څارنه او پلټنه ترسره شوه.
د یادې څارنې پر مهال موجودې ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او د عامې روغتیا ریاست اړوند سپارښتنې وړاندې شوې.
همدارنګه، هغه ستونزې چې موجودې وې د حل په موخه به د ریاست محترم مقام سره په لیکلې بڼه شریکې او وړاندې شي.

په جلال‌اباد ښار کې ۷۷۰ کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول شول.شنبه 1404/12/19 – 1447/9/21د ننګرهار ولایت د عامې روغت...
10/03/2026

په جلال‌اباد ښار کې ۷۷۰ کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول شول.

شنبه 1404/12/19 – 1447/9/21
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څار او پلټنې آمریت د خوراکي توکو د څارنې ټیم د نظارتي پلان له مخې د ښار د دويمې او اتمې ناحیو په مربوطاتو کې له ۵ بابه د خوراکي توکو عمده پلورنځیو، ساتنځایونو او نماینده ګیو او ۱ بابه د مصالحه جاتو له تولیدي کارخانې څخه د چک لېست مطابق څارنه ترسره کړه.
د یادې څارنې په ترڅ کې مسؤلینو ته د خوراکي توکو د معیاري ساتنې، حفظ الصحې مراعات، د غیر مجاز خوراکي توکو د نه پلورلو او د FIFO/FEFO میتودونو د تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وشوې. همدارنګه د مصالحه جاتو له تولید څخه د کیفیت معلومولو لپاره نمونې واخیستل شوې.
د څارنې په پایله کې شاوخوا ۷۷۰ کیلوګرامه تاریخ تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه عمومي سټاک ته انتقال شول.

د خوراکي توکو د کیفیت څارنه په جلال اباد ښار کې ترسره شو هد ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څار او پلټنې ټیم د ښار دويمې ا...
10/03/2026

د خوراکي توکو د کیفیت څارنه په جلال اباد ښار کې ترسره شو ه

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څار او پلټنې ټیم د ښار دويمې او نهمې ناحیو کې ۷ خوراکي پلورنځي او ۱ د وچو شیدو پروسس مرکز څارنه وکړه.
مهم اقدامات:
مسؤلینو ته د مجازو خوراکي توکو پلور، حفظ الصحه، او د غير مجاز توکو د نه پلورلو لارښوونې وشوې.
د ساتنځایونو مسؤلینو ته د صحت کارتونو جوړول، معياري زیرمه او اسنادو وړاندې کول یادونه وشوه.
د وچې شیدو مرکز کې د مجازو خامو موادو کارول او نمونه اخيستنه ترسره شوه.
نږدې ۱۲ کيلو ګرامه تاریخ تېره او بی کیفیتي خوراکي توکي راټول او د هدر په موخه سپارل شول.
ټیم د خوراکي توکو د کیفیت د دوامداره څارنې ژمن دی.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د ننګرهار خوړو،درملو او صحي خدماتو څارنه او پلټنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share