27/06/2022
طبي کرښي.
سوزاک يا (Gonorrhea) څه ډول ناروغي ده؟
لاملونه اودرملنه یې.
سوزاک چې په انګلېسي کې ورته Gonorrhea يا Gonorrhoea وايي ، د تناسلې سېستم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده . چې علمي نوم يې
(sexually transmitted infection (STI
دی .
د سوزاک ناورغي د تناسلي سېستم یوه ناروغي ده چي د
Neisseria gonorrhoeae
په نوم د یوی بکتريا له امله منځ ته راځي.
د سوزاک ناروغۍ نښې نښانې :
١۔ نارینه نښې۔۔۔٢ښځینه نښې.
نارينه :
د ادرار ( تشو متيازو ) په وخت کې د تناسلي آلې سوځېدنه .
د تناسلي آلې څخه د سپين ، زيړ او شينې رنګې مايع وتل او بهېدنه .
د مقعد درد، وينې کېدنه او خارښت ؛ په ځانګړې ډول د فضله موادو د اطراح په وخت کې .
د هګو (خصيو) پړسوب .
په سترګو کې درد او د سترګو د نظر حساس کېدل .
د بندونو يا مفصلونو درد .
ښځېنه :
د مياشتني ناروغۍ په منځ کې له تناسلي آلې څخه وينه بهېدنه.
د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس .
له جنسي اړيکو وروسته د تناسلي الې څخه وينه بهېدنه .
استفراق کول او د نس درد .
د مرۍ درد په ځانګړې ډول د خوراک په وخت کې .
په ښځو او نارينه داوړو کې د خاصري لګن درد .
په ښځو او نارينه داوړو کې د ادرار د اطرح زر - زر احساس .
۲- د سوزاک د ناروغۍ لاملونه :
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل د سوزاک ناروغي د
Neisseria gonorrhoeae
په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي .
د سوزاک د ناروغۍ عمده لامل جنسي اړيکې دي ، که چېرې خاوند او يا ښځه يو هم په
Neisseria gonorrhoeae
باندې ککړ وي نو روغ کس ته د جنسي اړيکو له لارې دغه ناروغي په آسانۍ سره لېږدول کيږي .
په لاندې ډول د سوزاک د ناروغۍ يو څو مهم لاملونه په ګوته کوو :
د څېړنو اړوند د سوزاک د ناروغۍ يو لامل جنسي اړيکې دي.
څېړونو ښودلې ده.
چې که چېرې ښځه د سوزاک ناروغي ولري نو نارينه ته يې د لېږد شونتيا يوازې ۲۰ سلنه ده ، خو که چېرې نارينه د سوزاک ناروغي ولري ، نو ښځو ته يې د لېږد شونتيا له ۷۰ څخه بيا تر ۸۰ سلنې پورې ده .
که چېرې حمل لرونکي مور يا اميدواره ښځه د سوزاک ناروغي ولري.
نو د زېږون په وخت کې ماشوم ته د لېږد احتمال لري .
٣-سوزاک د ناروغۍ مخنېوی :
په يو کس د سوزاک ناروغۍ د شتون په وخت کې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول .
دجنسي اړيکو په وخت کې د کندوم څخه کار اخېستل .
مخکې د ماشوم د زېږدنې څخه د مور د سوزاک د ناروغي درملنه.
د خولې له لارې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول .
٤-د سوزاک ناروغۍ درملنه :
کومې نښې نښانې مو چې وړاندې وښودلې ، د هغې په ښکارېدو سره بايد د ادرار يا تشو متيازو ټېسټ ترسره شي ، چې په تناسلي سېستم کې د
Neisseria gonorrhoeae
بکتريا پر وړاندې درمل توصيه شي او ياده بکتريا له منځه يوړل شي.
تر هغه چې د ډاکټر له لورې توصيه شوي درمل اغېز کوي نو بايد د جنسي اړيکو له تر سره کولو ډډه وشي .
د سوزاک ناروغي نه يوازې په تکثري او تناسلې سېستم باندې اغېز کوي ، بلکې د وجود په نورو برخو لکه مرۍ ، خوله ، بندونه ، نس او خاصرې لکن باندې هم بد اغېز کوي او درد لامل کيږي .
هر کله چې پورته ياد نښې نښانې تر سترګو شي ، نو په بېړه بايد د ادرار ټېسټونه ترسره شي ، ترڅو د Neisseria gonorrhoeae
بکتريا ډېر وړاندې تګ ونه کړي .
مهمه خبره دا ده.
چې هر کله چې ښځه او يا خاوند د سوزاک ناروغي ولري ، نو تر هغه چې په مکمل ډول د سوزاک درملنه نه وي شوي ، بايد جنسي اړيکي ترسره نه شي .
د سوزاک د ناروغۍ په وخت کې د جنسي اړيکو ترسره کولو دوه ستونزې رامنځ ته کوي .
د ناروغ کس څخه په اسانۍ سره روغ کس ته د ناروغۍ لېږد .
د جنسي اړيکو په وسيله د ناروغ کس ناروغي لا نور هم پېچلي او مغلقه کيږي .
په امريکا د څېړونو په پايله کې تر اوسه د سوزاک د ناروغۍ په زرګونه ډولونه پېژندل شوي دي ، چې لوی لامل يې د
Neisseria gonorrhoeae
بکتريا ښودل شوې ده.
تداوي.
Inj ... Ceftriaxone 250 mg im.
Tab ... Ciprofloxacine .
Tab ... Azithromycine .
#دلیدومومننه