
02/05/2025
دلته د معدې او مری د سرطان (کینسر) د وقایې لپاره یو ساده او لنډ معلومات درته وړاندې کوم:
مری کینسر: کلني پېښې: شاوخوا 600,000 نوې پېښې هر کال.
د معدی کینسر:- شاوخوا 1 میلیون نوې پېښې هر کال۔
د معدې او مری د سرطان څخه د ځان ساتنې آسانې لارې
1. سالم خوراک وکړئ
تازه میوه او سبزي وخورئ
پروسس شوي، مالګین او اچاري خواړه کم کړئ
2. سګرټ مه څکوئ
سګرټ، نصوار، شیشه او نور نشهيي مواد پرېږدئ
3. الکول مه کاروئ
الکولي مشروبات د سرطان خطر زیاتوي
4. د معدې باکتریا (H. pylori) درملنه وکړئ
که دوامدار معدې درد لرئ، ډاکټر ته لاړ شئ
5. خپل وزن کنټرول کړئ
چاغوالی د سرطان خطر لوړوي
6. د سینې سوزش یا تیزابیت درملنه وکړئ
د GERD ناروغي باید له پامه و نه غورځول شي
7. خواړه ورو، په ارامي او ښه ژوئ
خواړه تېز مه خورئ، ښه یې وژوئ
8. منظم صحي معاینات وکړئ.
که په کورنۍ کې د سرطان سابقه وي، وخت پر وخت معاینه ضرور ده.
پوهنمل دوکتور زلمی صاحبزاده