Dr.Adill Shinwari

Dr.Adill Shinwari لدی صفحی څخه به تاسی ته طبي معلومات او طبي لارښوونې وړاندی کیږی او هم تاسی کولای شی چی له مونږ سره خپلی صحی ستونزې او طبی پوښتنی شریکې کړي.

  M(Monkey)poxڅه ډول ناروغي ده او څنګه خپرېږيد بيزوګي چيچک د عادي چيچک ناروغۍ په کورنۍ پورې اړوند ویروس له کبله خپرېږي.د...
16/08/2024

M(Monkey)poxڅه ډول ناروغي ده او څنګه خپرېږي
د بيزوګي چيچک د عادي چيچک ناروغۍ په کورنۍ پورې اړوند ویروس له کبله خپرېږي.

دې ويروس ته منکي پاکس ځکه وايي چې لومړی ځل په بيزوګانو یا شادیانو کې موندل شوی و.
په اصل کې د حیواناتو تر منځ وه او یو بل ته انتقالېده خو اوس د انسانانو تر منځ هم له یوه بل ته ورځي.
#کلینیک
تبه، سره لري ، سردردي، د بدن ځينو غړو پړسوب، د څټ شاوخوا دردونه ، د ملا او جوړونو دردونه یې لومړنۍ نښې دي چې ستړیا هم ورسره مل وي او انسان ځان بې سېکه احساسوي.

کله چې تبه وشکېږي نو د دانو راختل او ډېرېدل پيلېږي. نور بدن ته تر خپرېږدو مخکې لومړی پر مخ را خېژي چې ډېر کله د لاسونو پر ورغوو او د پښو پر تلو را برسېره کېږي دا تڼاکې وزمه دانې سخت خارښ او درد کوي او تر څو پړاوونو وروسته پر زخم یا ټپ بدلېږي، وخت نیسي، وچېږي او رژېږي او ښايي ژور داغ پرېږدي.

دا حساسیت له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په موده کې په خپله له منځه ځي او انسان ترې رغېږي.

خو پر ځينو کسانو سختېدلی او ان تر مرګه یې رسولی شي، په ځانګړي ډول ماشومان او ورته نور هغه کسان چې په اسانه له ناروغیو زیانمنېږي.

د دې ناروغۍ په شدید حالت کې ښايي دانې د ناروغ ټول بدن ونیسي، په تېره بیا خوله، سترګې او تناسلي اله
د بيزوګي چيچک څنګه خپرېږي؟
اېم‌پاکس ناروغي پر دې ویروس له ککړ کس سره له جنسي اړیکې نیولو، د هغه له پوستکي سره د پوستکی تماس، تر څنګ یې نږدې کېناستو، ورسره خبرو کولو او ساه اخیستلو روغ کس ته لېږدېدلی شي.

دا ويروس له پرې شوي یا ژوبل پوستکي، د تنفس، سترګو، پوزې او یا خولې له لارې د روغ کس بدن ته ننوتلی شي.

د هغو توکو له لمس کولو سره هم انتقالېدلی شي چې پر دې ويروس ککړ شوي وي، لکه د خوب بستره یا کټ، کالي او لاس‌پاک یا ځان‌پاک.

پر دې ویروس د ککړېدو یو بل لامل هم پر دې ناروغۍ د اخته بيزو، موږک او یا ځينو نورو حيواناتو لمس کول دي.

په ۲۰۲۲ کې تر ډېره د جنسي اړیکو له کبله خلک پر دې ویروس ککړ شوي وو.

په کانګو ډيموکراتيک کې اوسنی اعلان شوی بېړنی روغتیايي وضعیت هم د جنسي اړیکو او هم د ځينو نورو تماسونو له کبله رامنځته شوی دی.

دا ناروغي په ځينو نورو وګړو او ټولنو کې هم شته.

څوک ډېر له خطر سره مخامخ دي؟
هغه کس ته دا ويروس ورتلای شي چې پرې اخته کس سره له نږدې په تماس کې شي؛ په دوی کې روغتیاي کارکوونکي او د کورنۍ نږدې غړي هم راځي.

کارپوهان پر دې د پوهېدو په هڅه کې دي چې د دې ناروغۍ له کبله څوک ډېر له خطر سره مخامخ کېږي.

دا ویروس یو څه غټ ماشومان ډېر اغېزمنولی شي ځکه چې د هغوی د بدن مدافع سیسټم د پياوړتیا په حال کې وي. په سیمه کې ناوړه تغذیې له دې ناروغۍ سره مبارزه ګرانه کړې ده.

ځينې هغه کسان هم پر دې ویروس د ککړېدو له لوړ خطر سره مخ دي چې د بدن مدافع سیسټم یې کمزوری وي، په ځانګړي ډول میندواره ښځې.

منکي پاکس په کومو هېوادونو کې په خپرېدو دی؟
د بیزوګي چيچک یا منکي پاکس د لویديځې او منځنۍ افریقا اړوند د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت په هغو لرو پرتو کلیو کې ډېره عامه ناروغي ده چې ډېر ځنګلونه او ورښتونه لري او دا ویروس له کلونو راهیسې هلته شته.

په دې سيمه کې هر کال د دې ناروغۍ زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي، سلګونه کسان ترې مري او تر ډېره تر ۱۵ کلنۍ کم عمره ماشومان ځپي.

اېم‌پاکس یا منکي پاکس دوه ډوله دی چې یوه ته یې (اېم‌پاکس کلېډ-۱) وايي او بل یې (کلېډ-۲) نومېږي. خو لومړنی هغه یې تر دې دویم ډېر خطرناک دی.

#سپارښتنه دا کېږي چې که پر اېم‌پاکس اخته کس سره نږدې کېږئ او یا مو په چاپېریال کې دا ویروس وي، نو خپل لاسونه په صابون پرې مینځئ.
هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وي، باید ځانونه تر هغه کرنتين کړي چې پر بدن یې ټولې دانې ورکې شوې نه وي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تر رغېدو وروسته باید تر ۱۲ اوونیو د جنسي اړیکې ټينګولو پر مهال کانډوم یا د کوروالي کولو ځانګړې پوکڼۍ وکارول شي.

د بیزوګي چيچک واکسین شته
خو یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پر دې ویروس د اخته کېدو له خطر سره مخ دي او یا د بیزوګي چيچک ناروغي لرونکي کس سره له نږدې په تماس کې دي.

یوه وېره دا ده چې ټولو اړمنو کسانو ته د دغه واکسین رسولو مالي امکانات په لاس کې نه شته.

تازه د روغتیا نړیوال سازمان پر درمل جوړووونکو غږ کړی چې که په رسمي ډول تایید شوي هم نه وي، د اېم‌پاکس واکسين دې د بېړنۍ کارېدنې لپاره راوړاندې کړي.

په داسې حال کې چې له همدې امله د افریقا د ناروغیو د کنټرول د روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی، تمه کېږي چې دولتونه به په خپلو هېوادونو کې اغېزمنو سیمو ته د طبي مرستو رسولو بهیر چټک کړي.

د دغه ویروس د کنټرول لپاره که په نړیواله کچه عمل ونه شي نو سخته اندېښنه شته چې دا به د نړۍ په لا ډېرو سیمو او هېوادونو کې خپور شي.
کاپی له بی بی سی څخه

فیکټیشیس ډس آرډر  (Factitious disorder)دا یوه نفسیاتی بیماری ده چې پدې بیمارئ اخته کسان په ځان کښې داسې بیماری پیدا کئ چ...
30/07/2023

فیکټیشیس ډس آرډر (Factitious disorder)

دا یوه نفسیاتی بیماری ده چې پدې بیمارئ اخته کسان په ځان کښې داسې بیماری پیدا کئ چې په حقیقت کښې هغه بیماری نه وی خو د کور د خلکو د همدردئ د حاصلولو دپاره داسې چل کئ.
دا بیماری په ښځو کښې په خاصه توګه په پیغلو جینکو او واده شوو ښځو کښې چې د کور ماحول ئې سم نه وی، ډیره زیاته عامه ده .
دا بیماری په هغه ماشومانو کښې هم ډیره زیاته عامه ده کوم چې په کور کښې ، په مدرسه کښې او په سکول کښې د تشدد سره مخ وی نو ماشوم ځان داسې ظاهرئ چې ګوندې ډیر زیات ناجوړه دې، یا ئې په خيټه درد دې او یا د نورو بیماریانو نه شکایت کئ ، خو په حقیقت کښې ماشوم سم دم وی او د کور د خلکو همدردی حاصلول غواړی.

په ښځو کښې اکثره وخت داسې کیسونه د بې هوشئ په شکل منځ ته راځی خو په حقیقت کښې بې هوشی نه وی او په معاینه کښی مریض په هوش کښې معلومیږی.

په سړو کښې هم داسې کیسونه شته خو ډیر زیات کم دی .
یو کیس ما پخپله ليدلې وو چې سړی په کور کښې د ورور سره جنګ کړې وو او بیا ئې په خپله سینه درد راوستې او د کور ټول خلک ئې د غټې پریشانئ سره مخ کړی ، خو چې کله ئې ټیسټونه وشو نو ټول رپورټ ئې صفا وو او ډاکټرانو د factitious disorder په نوم لیبل کړو.

Pushto text copied

22/05/2023
 #هایپوټنشن:د وینې ټیټ فشار هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د وینې فشار د نورمال څخه ډیر ټیټ وي. دا پدې مانا ده چې زړه، دما...
15/05/2023

#هایپوټنشن:
د وینې ټیټ فشار هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د وینې فشار د نورمال څخه ډیر ټیټ وي. دا پدې مانا ده چې زړه، دماغ او د بدن نورو برخو ته په کافي اندازه وینه نه رسیږي. د وینې نورمال فشار اکثرا د 100/60 mmHg او 120/80 mmHg ترمنځ وي.
Dr.Adill Shinwari
MBBS MD RMP and ultrasound specialist
Lecturer and general physician
Email:. dradillshinwari.com@gmail.com
Ph. 0794030426
0783581549
لاملونه
د وینې فشار له یو کس څخه بل ته توپیر لري. د 20 mmHg په اندازه د فشار کمښت، د ځینو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کولی شي. د وینې د ټیټ فشار مختلف ډولونه او لاملونه شتون لري.

شدید هایپوټینشن د وینې د ناڅاپي ضایع (شاک)، شدید انفیکشن، د زړه حملي، یا د شدید الرجیک عکس العمل (انافیلیکسس) له امله رامینځته کیږي.

اورتوسټیک هایپوټینشن د بدن موقعیت کې د ناڅاپي بدلون له امله رامینځته کیږي. دا ډیری هغه وخت پیښیږي کله چې تاسو له څملاستو او یا ناستي څخه یو دم ودریږئ. دا ډول ټیټ فشار معمولا یوازې څو ثانیې یا دقیقې دوام کوي. که چیرې دا ډول ټیټ فشار د خواړو وروسته رامینځته شي ، نو دا د پوسټپرانډیل اورتوسټیک هایپوټینشن په نوم یادیږي. دا ډول اکثرا په زاړو لویانو اغیزه کوي، خصوصاً په هغه کسانو کی چې د وینی لوړ فشار لري، او هغه خلک چې د پارکینسن ناروغۍ لري.

عصبي منځګړیتوب شوی هایپوټینشن ) Neurally mediated hypotensio (NMH) اکثرا په ځوانو لویانو او ماشومانو اغیزه کوي. دا ډول هغه وخت واقع کیږي کله چې یو څوک د اوږدې مودې لپاره ولاړ وي.په ماشومانو کې معمولا دا ډول هایپوټینشن وده کوي.

ځینې ​​درمل او مواد کولی شي د وینې ټیټ فشار لامل شي، په شمول:

*الکول
*د اضطراب ضد درمل
*د فشار ضد درمل
Diuretics*
*د زړه درمل، پشمول هغه درمل چې د وینې لوړ فشار او د زړه د ناروغۍ درملنې لپاره کارول کیږي
*د جراحي لپاره کارول شوي درمل
*د درد دواګاني

نور لاملونه عبارت دي له:

*د شکرې ناروغۍ څخه عصبي زیان
*د زړه په ریتم بدلون (arrhythmias)
*په کافي اندازه مایعات نه څښل (ډیهایډریشن)
*د زړه ناکامي(Heart failure


د وینې د ټیټ فشار نښې نښانې کېدای شي پدې کې شامل وي:

*د لیدلو ګډوډي(blurred vision)
*سرچرخی(vertigo)
*بې هوښه کیدل (سینکوپ)
*ګنګسیت(dizziness)
*زړه بدوالی او کانګې
*خوب
*کمزوری

د فشار لږ ټیټوالی په ځوانانو کی د تشویش وړ ندی
البته که ناروغ شدید د فشار کمښت ولری نو
د رګ له لاری ورته مايعات ورکول کیږی
هغه دواګاني چی د فشار په جیګیدو کی مرسته کوی ( sachet. Segar sari, ویټامین سي او نوري ټونیک دواګاني) ورته توصیه کیږي
مریض ته باید په کافي اندازه مايعات او مالګي ورکړل شي

د اورتوسټیټیک هاپیوټنشن مریض باید په قراره خپل وضعيت له څملاستو څخه کښیناستلو او بیا ولاړی ته تغیر کړی
د زیات وخت لپاره باید له ودریدلو څخه ډډه وشي او که زیات ودریدو نو باید مریض ته الاسټیک سټوک توصیه شی.
هغه مریضان چی پورته ذکر شوی درمل استعمالوي او یا پورته ذکر شوی کومه ناروغي لري، له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي ، تر څو درمل یی تبدیل او یا نوری لاری چاری وسنجوی او اړوند ناروغي یی تداوي کړي.






د لا زياتو صحي او طبي معلوماتو لپاره درسره زمونږ صفحه لایک او شیر کړئ
مننه .

په عکس کلیک وکړئ او جالبه معلومات تر لاسه کړئ.
10/05/2023

په عکس کلیک وکړئ او جالبه معلومات تر لاسه کړئ.

خوب sleepدا چې انسان څو ساعته خوب ته اړتیا لري په دې هکله ډېرې څېړنې شوې دي. په ۲۰۲۲م کال کې په امریکا کې د زړه ناروغیو ...
05/05/2023

خوب sleep
دا چې انسان څو ساعته خوب ته اړتیا لري په دې هکله ډېرې څېړنې شوې دي. په ۲۰۲۲م کال کې په امریکا کې د زړه ناروغیو ټولنې د یوې څېړنې په ترڅ کې ډاکترانو ته سپارښتنه وکړه چې هرومرو دې د ناروغانو د ویده کیدو د وختونو پوښتنه کوي.


# 0794030426 ,0783581549.
په خوب کې اخلال څومره خطرناک دی؟

اوس څرګنده شوې ده چې د انسان په بدن کې یو خاص نظام موجود دی چې د یوه ساعت په څیر کار کوي. دغه نظام انسان د شپې له خوا ویده کیدو ته مجبوروي.

فرانس هالبرګ لومړی ډاکتر وو چې په ۲۴ ساعتونو کې یې په انسانانو کې پخپله تنظیمیدونکی سیستم په ګوته کړ. په ۱۹۵۹م کال کې هغه واضح کړې وه چې انساني مغز یا دماغ او حجرې تر ستړیا وروسته د څومره ویده کیدو غوښتنه کوي.

په ۲۰۱۷م کال کې درو سائنس پوهانو ثابته کړه چې د انسان په بدن کې داسې جینونه او پروتینونه موجود دي چې د وخت محاسبه کوي، کوم چې د کار او آرام کولو ترمنځ د یوه تعادل په پیدا کولو کې مرسته کوي. د دې څېړنې له امله دغو درو پوهانو ته د نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

منظم خوب
هغه کسان چې د خوب یا ویده کیدو منظم سیستم لري صحتمند ژوند کوي، خو په ځینو خلکو کې د وخت حساب ساتونکی نظام ګډوډ کیږي چې په پایله کې یې بې وخته خوب ورځي او کله چې غواړي ویده شي، خوب یې تښتي.

که په خوب کې د خلل موضوع ځنډنې یا دوامداره شي، نو دا خطرناک ثابتیدلی شي. په داسې صورت کې باید په عاجل ډول معالج ډاکتر ته مراجعه وشي. په اوږد مهال ډول د خوب نه پوره کیدو له امله د انسان د بدن غړي کمزوری کیږي.

تر ۵ ساعته لږ خوب په ناروغيو د اخته کيدو ګواښ ډېروي
په نورمال ډول یو شخص باید د اوه څخه تر اته ساعته باید په څلورویشت ساعتو کی خوب وکړی.

د ځینو څېړنو له مخې د بې خوبې په ناروغۍ اخته اشخاصو کې د طلاق کچه لوړه ده او ډیر ټکرونه هم کوي.

کله چې انسان ویده کیږي، نو د خوب له مختلفو پړاونو څخه تیریږي، یعنې خوب هم په یو خاص ترتیب سره ورځي. په اساسي ډول دا په دوه ډوله وي چې یو ته یي رپيډ آئې موومنټ REM ویل کیږي، په کوم کې چې د خوب په حالت کې سترګې په تیزې سره حرکت کوي. په دې وخت کې د مغزو د فعالیت له کبله د زړه حرکت تیزیږي او د وينې فشار لوړیږي.

دویم ډول بیا نان رپيډ آئې موومنټ خوب دی، په کوم کې چې د انسان ټولې عضلې د معمول مطابق حرکت کوي. کارپوهان وایي چې ډیري وختونه په REM ډول خوب کې خوبونه لیدل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خوب پر مهال ماغزه ویښ وي او د بدن غړي څاري او د کوم جسمي تکلیف یا بهرني بیړني حالت په صورت کې په عاجل ډول انسان ويښوي.

کله چې په خوب کې خلل رامنځته شي نو ډېر جسماني مشکلات زیږوي، د بیلګې په توګه په نړیواله کچه یو میلیارد انسانان د خوب پر مهال په سا اخیستلو یا تنفس کولو کې ستونزه احساسوي. دغه ناروغي دوه ډولونه لري.

د آبسټریکټیو سلیپ اپنیا OSA په نوم ډول کې د تنفس په لارو (پزه او خوله) کې د خنډ له امله سا اخیستل ستونزمن کیږي. له دې څخه د سږو او زړه ناروغي رامنځته کیدای شي.

د دې ناروغۍ یو بل ډول ته سنټرل سلیپ آپنیا (CSA) ویل کیږي، په کوم کې چې مغز په سمه توګه کار نه کوي او سا بندیږي. دا ډیره خطرناکه ناروغي بلل کیږي. سربیره پر دې پکې د خوب نه راتلو ناروغي (آنسومنا)، تر اندازې ډیر خوب راتلل (هاپیرسومنیا) او موومنټ ډس آرډر یا حرکتي اخلال هم شامل دي.

سپارښتنه
د ښه خوب له پاره لارښوونه کیږي چې بستر یا د خوب ځای ته د تللو له پاره باید یو خاص وخت وټاکل شي. سربیره پر دې د قدم وهلو له پاره هم باید یو ځانګړی وخت ولرئ. داسې باید ونه شي چې د ورزش کولو وختونه په دوامداره توګه بدل را بدل کړای شي. له خوب څخه مخکې له ډیر خوړلو او کیفین او الکولي مشروباتو له څښلو څخه باید ډډه وشي.

په امریکا کې د باسټن پوهنتون څیړونکو د 2300 بالغو کسانو د څیړنی وروسته وموندله چی په اونۍ کی لږ تر لږه 5 هګۍ خوړل د وینې...
06/03/2023

په امریکا کې د باسټن پوهنتون څیړونکو د 2300 بالغو کسانو د څیړنی وروسته وموندله چی په اونۍ کی لږ تر لږه 5 هګۍ خوړل د وینې فشار ټیټ ساتي، په وینه کی د شکر اندازه کنټرولوي او د شکرې د دوهمې نوعي(type 2 DM ) باندی د اخته کیدو چانس کموي،
دغه ریسرچ یا څیړنه وړاندیز کوي چی د هګۍ خوړل اصل کی د زړه روغتيا پیاوړی او تقویه کوی.

دا لاندې تصوير د پښتورګو د کلسيم اکزلات  تيږو له سطحې څخه د الکترون مايکروسکوپ په وسيله اخيستل شوی دی . Copied from Dr. ...
21/02/2023

دا لاندې تصوير د پښتورګو د کلسيم اکزلات تيږو له سطحې څخه د الکترون مايکروسکوپ په وسيله اخيستل شوی دی .
Copied from Dr. Tahir amarkhil wall

I have reached 3K followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
08/01/2023

I have reached 3K followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

   (DENG-gey) تبه د غوماشي لخوا رامینځته شوې ناروغي ده چې د نړۍ په استوایی او نیمه استوایی سیمو کې پیښیږي. خفيفه ډینګي ت...
22/10/2022

(DENG-gey) تبه د غوماشي لخوا رامینځته شوې ناروغي ده چې د نړۍ په استوایی او نیمه استوایی سیمو کې پیښیږي.
خفيفه ډینګي تبه د لوړې تبې او ذکام په څیر نښې رامینځته کوي. د ډینګي تبې سخته بڼه چې د Dengue Hemorrhagic Fever (ډینګي هیمرجیک تبه) په نوم هم یادیږي، کولی شي serious hemorrhage (جدي خونریزي) Sudden drop in BP(وینې فشار ناڅاپي کمښت) یا شاک او مړینې لامل شي.
Dr. Adill Shinwari, 0794030426, 0783581549
هر کال په ټوله نړۍ کې د ډینګي ناروغۍ میلیونونه پیښې رامنځته کیږي. د ډینګي تبه په سویل ختیځ آسیا، لویدیځ آرام سمندر ټاپوګانو، لاتینې امریکا او افریقا کې خورا عامه ده، مګر اوس دا ناروغي نوي سیمو ته خپره شوې.

#لاملونه
ډینګي تبه د ډینګي ویروس له څلورو ډولونو څخه د هر یو له امله رامینځته کیدایشي. د. یو اخته کس څخه بل کس ته ډینګي نه انتقالیږی. تر څو چی غوماشې نه وی يعنې ډینګي فیور یوازی د غوماشې د خوړلو (چيچلو) له لاری انتقالیږي.

(اعراض/علایم)
ډیری خلک د ډینګي انفیکشن نښې یا نښې نه تجربه کوي( ډینګي فیور پکی asymptomatic وی)
خو کله چې نښې څرګندې شي ، نو ممکن د نورو ناروغیو - لکه زکام سره کیدایشي غلطي شی، او معمولا د یو اخته غوماشې د خوړلو وروسته له څلورو څخه تر 10 ورځو پورې پیل شي.

ډینګي تبه د لوړې تبې لامل کیږی 104 فارنهايت (40C) او د لاندې نښو او نښو لرونکې وی:

_د سر درد
_د عضلاتو، هډوکو او بندونو درد
_زړه بډوالي او کانګي
_د سترګو تر شا درد
_د غدواتو پړسوب
_او د پوستکي رش

ډیرئ خلک د یوې اونۍ په اوږدو کې ښه کیږي.خو په ځینو مواردو کې، نښې نښانې خرابیږي او کیدای شي Life-threatening (د ژوند ګواښونکي) شي. چی دې حالت ته Sever dengue(شدید ډینګي)، ډینګي هیمرجیک تبه(Dengue Hemorrhagic Fever) یا د ډینګي شاک سنډروم ویل کیږي.

شدید ډینګي هغه وخت پیښیږي کله چېblood vessels damage د وینې رګونه زیانمن او leak (لیک) شي. او د وینې جریان کې د علقی جوړونکو حجرو (Platelets) شمیر کم شي، دا کولی شي شاک، Internal Hemorrhage(داخلي خونریزي)،Organ failure (د غړو ناکامۍ)او حتی د مړینې لامل شي.

د Sever Dengue fever (شدید ډینګي تبې) warning signs(د خبرتیا نښې)کوم چې Life-threatening emergency (د ژوند ګواښونکي اضطراري) حالت دی ، په چټکۍ سره وده کولی شي. د خبرتیا نښې معمولا په لومړۍ یا دوه ورځو کې د تبه له لرې کیدو وروسته پیل کیږي، او کیدای شي پدې کې شامل وي:

_د معدې سخت درد(Sever Stomach pain)
_دوامداره کانګې(Persistent Vomiting)
_ د پوزې یا وریو څخه وینه راتلل (Bleeding from nose or gums)
_ په ادرار، غایطه موادو یا کانګو کې وینه(blood in urine,stool or vomit)
_د پوستکي لاندې وینه بهیدل، کوم چې کیدای شي د زخم په څیر ښکاري
_ګړندی یا سخت تنفس(Difficult or rapid breathing)
_ستړیا (Fatigue )
_خپګان او بې آرامي (irritability and restlessness)

#واکسین
د نړۍ په هغو سیمو کې چې د ډینګي تبه عامه ده، د ډینګي تبې یو واکسین (Dengvaxia) د 9 څخه تر 45 کلونو عمر لرونکو خلکو لپاره تصویب شوی هغه کسان چې لږ تر لږه یو ځل د ډینګي تبه یی تیره کړی وی تطبیق کیږی،او واکسین د 12 میاشتو په موده کې په دریو دوزونو کې ورکول کیږي.
واکسین یوازې د هغو خلکو لپاره تصویب شوی چې د ډینګي تبې مستند تاریخچه لري یا څوک چې د وینې معاینه یې کړې وي چې د ډینګي ویروسونو یو پخوانی انفیکشن ښیي یعني Seropositive وی. په هغو خلکو کې چې په تیرو وختونو کې د ډینګي تبه نه درلوده (seronegative)، د واکسین کول داسې بریښي چې په راتلونکي کې د ډینګي تبې له امله د شدید ډینګي تبې او روغتون کې بستر کیدو خطر ډیر کړي.

#درملنه
د ډینګي تبې لپاره کومه ځانګړې درملنه شتون نلري.

د ډینګي تبې څخه د رغیدو پرمهال ، ډیر مایعات وڅښئ. که تاسو د ډیهایډریشن لاندې نښې او نښې لرئ سمدلاسه خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ:

د ادرار کمیدل
لږ یا هیڅ اوښکې
وچه خوله او شونډې
ستړیا او ګډوډي

یخ او یخ سرونه
دتبي ضد درمل Paracetamol کولی شي د عضلاتو درد او تبه کمولو کې مرسته وکړي. مګر که تاسو د ډینګي تبه لرئ، تاسو باید د OTC درد کمولو نورو درملو څخه ډډه ونه کړئ، په شمول د اسپرین، ایبوپروفین ، او ناپروکسین سوډیم او نور . دا درد کمونکي کولی شي د ډینګي تبې د وینې اختلالاتو خطر زیات کړي.

که تاسو شدید ډینګي تبه لرئ، تاسو ممکن اړتیا ولرئ:

په روغتون کې مرستندویه پاملرنې ته.
د رګونو ( IV fluids an electrolytes) مایع او الکترولیتونو ته
د وینې فشار څارنې (BP control) ته
د ضایع کیدو بدلولو)Blood transfusion ته.
Translated by Dr.Adill Shinwari

په ځينې سيمو کې دا دود دی،کله چې ماشوم پيدا شي ،سر يې ډېر کلک تړي ترڅو ځانګړي شکل غوره کړي. په چپ انځور کې د ماشوم سر ته...
20/08/2022

په ځينې سيمو کې دا دود دی،کله چې ماشوم پيدا شي ،سر يې ډېر کلک تړي ترڅو ځانګړي شکل غوره کړي. په چپ انځور کې د ماشوم سر ته flat head syndrome وايي چې په دوامداره توګه په يو وضعیت کې د ماشوم سر تړلو له امله منځته راځي ،چې دا يو ابنارمل حالت دی، په دې ماشومانو کې ممکن لاندې برخو کې ستونزې پيدا شی👇

● ( fine motor skills)
●( Language development
● (cognitive skills)
● ( emotional intelligence)۔
د سر د منظم کېدو لپاره بايد څه وکړو؟؟
ددې ځواب دادي چې ماشومان په خپل حال پريږدئ. ماشوم په يو اړخ او بل اړخ کړئ د ډیرې مودې لپاره يې په يو وضعیت کې مه اچوي په دې توګه به يې د سر هډوکي فکس نشي او هډوکي به همواره شکل اختيار نه کړي،او خپل اصلي شکل به غوره کړي .
Dr. Azeem rasoli

د ډاکټر صاحبانو لپاره ګټور معلومات!!!
24/06/2022

د ډاکټر صاحبانو لپاره ګټور معلومات!!!

Address

Jalalabad

Telephone

+93794030426

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Adill Shinwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Adill Shinwari:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram