25/05/2023
......
يو ډاکټر وروسته لدې چې د یو عاجلې جراحي لپاره غوښتل شوى و په بيړه روغتون ته ننوت. خپل کالي يې بدل کړل او مستقيم د جراحي خونې په لوري روان شو.
په ��تالار کې د ناروغ هلک پلار سره مخ شو.
د ډاکټر په ليدو سره د ناروغ هلک پلار راغبرګه کړه: «ولې تاسو ډير زيات وخت ونيو ترڅو دلته راشۍ؟ تاسو نه پوهېږئ چې زما د زوی ژوند په خطر کې دی؟ آیا تاسو ددې مسووليت احساس نکوئ؟ "
ډاکټر وخندل او وويل: "زه بخښنه غواړم، زه په روغتون کې نه وم، د خبر له ترلاسه کولو وروسته څومره چې مې ژر کولى شول دلته راغلم ...... او اوس، غواړم چې تاسو کرار شئ ترڅو زه خپل کار وکړم"
د ناروغ هلک پلار غصې سره وويل: که ستا زوى اوس همدلته په دې کوټه کې پروت وى او مړ کيدلى، تاسو به کرار وى!؟
ډاکټر بيا وخندل او په ځواب کې وويل: " په مقدس کتاب کې ويل شوي:" له خاورو څخه پيداشوي يو او خاورو ته به ستنېږو، د الله په نامه. " ډاکټران نه شي کولای چې ژوند اوږد کړي. لاړ شه او د خپل زوی لپار دعا وکړه، موږ به هم د خدای په فضل " کوښښ وکړو ترڅو خپله دنده په ښه توګه ترسره کړو.
د ناروغ هلک پلار په ټيټ اواز وويل "کله چې څوک اندېښمن نه وي مشورې ورکول ورته اسان وي"
له څو ساعتونو جراحي وروسته ډاکټر د جراحي له خونې خوښ را بهر شو کړه يې ، "جزاک الله خير !، ستا زوی وژغورل شو!" او پرته له دې چې د ناروغ د پلار غبرګون وويني په ��خپله لاره روان شو او وويل. "که تاسو کومه پوښتنه لرئ، د نرس څخه ��غوښتنه وکړئ !!"
د ناروغ هلک پلار وويل "ولې دا ډاکټر دومره مغرور دى؟ هغه ولې څو دقيقې انتظار نه باسي چې زما د زوی د حالت په اړه پوښتنه ورڅخه وکړم؟ "
د نرس چې اوښکې يې په مخ راروانې وې، په ژړغوني غږ د ناروغ هلک د پلار په جواب کې وويل: " نن سهار د ډاکټر صيب زوی په يوې ترافيکي پيښه کې مړ شوى، هغه د خپل زوى په ��ښخولو وه کله چې موږ د ستا د زوی د جراحۍ خبر ورکړ. او اوس چې هغه ستا د زوی ژوند وژغوره، هغه په ځغاسته د خپل زوی د ښخولو لپاره لاړ "
(هیڅکله هم بايد په چا دومره ژر قضاوت ونکړو ... .. ځکه مونږ نه پوهيږو، چې د هغه ژوند څه ډول دی او په هغه څه تيريږي.
د ثواب په خاطر يي درسره شير کړي مننه
:- که مو تر اخيره لوستلي وي نو مهرباني وکړئ وليکي چې ولوستل شوه مننه