Naeemi medical complex

Naeemi medical complex Just service

30/05/2024

؟

• کوما (coma) هغه حالت ته ویل کېږي چې ناروغ نه راویښېدونکی وي او د بهرنیو تنبیهاتو او د داخلي اړتیاوو پر وړاندې ځواب ونه وایي، سره له دې چې عکسوي او وضعیتي خوځښتونه ممکن شتون ولري.

#سببونه
• د مرکزي عصبي سیسټم د جدي اختلالاتو د اختلاط په توګه
• اختلاجات
• هایپرټرمیا
• مټابولیک اختلالات
• په دماغ کې ساختماني اختلالات چې د دماغ د دواړو نیم کرو یا د reticular activating system د اختلال سبب شوي وي.
• په دماغ کې یو طرفه کتلوي آفات (mass lesions) چې د دماغ ساقه يې تر فشار لاندي نیولي وي.


• په کوما ناروغانو کې تشخیصیه او منجمنټ هم‌مهاله باید سرته ورسول شي. د تنفس او د فشار لپاره تقویتي درملني پیل شي.
• په هایپوټرمیا کې ټولې حیاتي نښې له منځه تللي وي؛ دي حالت کې مخکې له هر ډول ارزونو ناروغ باید لومړی تود کړای شي.
• ناروغ ته په ډډه وضعیت ورکړل شي، داسي چې د ناروغ سر لږڅه بسط حالت کې وي، مصنوعي غاښونه لیري کړای شي او د خولي افرازات د سکشن له لاري پاک کړای شي. د اړتیا په صورت کې airway تطبیق کړای شي.
• د وینې سمپل د ګلوکوز، الکټرولایټونو، کلسیم، شریاني ګازونو، کلیوي او کبدي او ټاکسیکولوژیک معایناتو له پاره واخیستل شي.
• ناروغ ته ډکستروز 50% (25 g)، نالوکسان (0.4-1.2 mg) او ټایمین (100 mg) د ورید له لاري پرته له ځنډه پيل کړای شي.
• د ناروغ له ملګرو څخه د ناروغۍ د سابقي، د کوما د پیل د چاپيریال او تعقیبیه پيښو په هکله معلومات واخیستل شي.
• د کوما بیړنۍ پیل کیدل په تحت عنکبوتیه ویني توییدني، د دماغ د ساقي وینه توییدني یا د دماغ دننه ویني توییدني ښودنه کوي، په داسي حال کې چې د کوما وروورو پيل کیدنه د دماغ په نورو ساختماني اختلالاتو او کتلاتو کې لیدل کېږي.
• د سر بېړنی CT scan له کانټرسټ پرته باید په عاجله شعبه کې سرته ورسول شي، ترڅو دماغي ویني توییدني، دماغي فتقونه یا نور ساختماني ناخوالي تشخیص کړای شي چې شاید غیر جراحي پروسیجرونو ته اړتیا ولري.
• د کوما میټابولیک علتونه که چیرې حاد intoxication یا هیجاني دلیریوم شتون ولري باید په نظر کې وي.
• په فزیکې معایناتو کې د دردلرونکې تنبه په وړاندي د ناروغ ځواب، حدقي او د رڼا په وړاندي یې عکس العمل، د معقمي پختي په واسطه د قرنیي تنبه کولو په وړاندي عکس العمل، د سترګو موقعیت او

29/03/2024

👈🧑🏼‍⚕️😍د ډاکټـر په ژوند کی غوره او خوشحاله کوونکی شېبی!
۱: د یو نوې زیـږېدلی ماشوم ژړا.
۲: د کوما حالت څخه د یو ناروغ راوتل.
۳: د یو ناروغ د زړه ضربان دوبـاره شروع کېدل او نوي ژوند پیل کیدل.
۴: د ناروغ د ښه کېـدو له وجی د مننې الفـاظ اوریدل.
۵: کله چې په عـام محضر کی یو څوک تا وپیژنی او ستا د کورنۍ/اولادونو په وړاندی له تا څخه مننه وکړي.
۶: کله چې د یو غریب ناروغ اعـلاج په وړیـا ډول وکړي، او هغه تاته خـواږه ډالۍ کړی.
۷: کله چې دی زیـات کار له وجي ستړي وی، او څوک ووایی چې بس دی! لـږ دمه وکړئ.
۸: کله چې یو څـوک ووایی " زه غواړم ستا پشـان ډاکټـر شم" ....
ⅅℛ:ℳℍ.

Address

بهسود دامان اول سټاپ ملک فقیرشا کوڅه
Jalalabad
0000

Opening Hours

Monday 14:00 - 22:00
Tuesday 14:00 - 22:00
Wednesday 14:00 - 22:00
Thursday 14:00 - 22:00
Friday 14:00 - 22:00
Saturday 15:00 - 21:00
Sunday 09:00 - 20:00

Telephone

+93782309246

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Naeemi medical complex posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category