
23/06/2024
د لمر وهل:
زموږ او ستاسو وجود په کېمياوي تعاملونو ولاړ ده چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې صورت نېسي. که واوره وي او که د اوړي سور لمر خو د انسان بدن کوښښ کوي چې د وجود داخلي د حرارت درجه ۳۷ و ساتي. هر هغه وخت چې د انسان بدن ډير ګرم شي وجود د حرارت د درجې د را کښته کولو په موخه دوه کاره کوي. لومړی پوستکې ته نېږدې واړه رګونه خلاصوي او بيا مالګه او اوبه د خولو په څير خوشي کوي. لدغې لاري وجود د حرارت درجه تر ډیره حده را کښته کولای شي. خو د وړو رګونو خلاصول د ويني فشار راکښته کوي او د زياتو اوبو او مالګي له لاسه ورکول په بدن کې د مهمو اجزاوو انډول خرابوي. که دغه حالت دوام وکړي انسان ته لاندې اعراض پيدا کيږي.
- سر چرخي او د ستوماني احساس
- کانګي يا د خوا ګرزيدل
- د بدن درد
- تبه
- تنده
- د سر درد
- شديده خوله
- مغشوش کېدل يا ګډي وډي خبري کول
که د پورته حالت درملنه په بېړه و نشي کېدی شي د انسان وجود د حرارت د درجې د کنترول کولو توان له لاسه ورکړي چې په نتيجه کې کېمياوي تعاملونه يو په بل پسي دريږي او کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.
درملنه:
- ناروغ سوړ ځای ته يوسئ
- له پريوتو سره سم يې پښې لږ له ځمکې پورته کړئ
- اوبه ورکړئ
- پکه ورته چالانده کړئ او په جلد يې په يو کمه اندازه اوبه ور وشېندئ
مخنېوی:
- هغه کوټې چې لمر ته برابري وي په کړکيو يې پردې ځوړندي کړئ
- په کافي اندازه اوبه وڅښئ
- د غرمې د يولسو او ماپښين درو بجو په منځ کې لمر ته مه ګرزئ
- کوښښ وکړئ لوبي او ورزش سهار وختي او يا مازدېګر ناوخته وکړئ.
C.dr A shams.