Ghazi Amanullah Khan Institute Of Health Sciences

Ghazi Amanullah Khan Institute Of Health Sciences زموږ ژمنتيا د غوره او باکېفيته زده کړو لپاره ده.

د غازي امان الله خان  روغتیایی علومو انستیتیوت  #بارانی موسم ښلاګاني
30/03/2026

د غازي امان الله خان روغتیایی علومو انستیتیوت
#بارانی موسم ښلاګاني

د غازي امان الله خان د روغتیایی علومو انستیتیوت  ریس په مشری د اداري او تدریسي پرسونل ترمنځ  مجلس  ترسره شو. دا مجلس د ا...
28/03/2026

د غازي امان الله خان د روغتیایی علومو انستیتیوت ریس په مشری د اداري او تدریسي پرسونل ترمنځ مجلس ترسره شو. دا مجلس د ادارې د چارو د ښه والي، د تدریسي بهیر د لا پیاوړتیا، او د راتلونکو فعالیتونو د همغږۍ په موخه جوړ شوی و.
په پیل کې، د انستیتیوت محترم رئیس ښاغلی اسرار احمد (احمدي)د مجلس ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د داسې ناستو پر اهمیت یې ټینګار وکړ، څو د کارونو بهیر منظم، شفاف او اغېزمن پرمخ ولاړ شي. وروسته، د مجلس اجنډا د ګډونوالو سره شریکه شوه او هره موضوع په جلا ډول وڅېړل شوه.
د مجلس مهم ټکي په لاندې ډول وو:
د تدریسي بهیر ارزونه:
د استادانو څخه غوښتنه وشوه چې خپل تدریسي فعالیتونه په پوره مسؤلیت، منظم پلان او مسلکي طریقې سره پرمخ یوسي. ټینګار وشو چې ټول استادان باید په ټاکلي وخت ټولګیو ته حاضر شي، درسي مواد په واضح ډول وړاندې کړي، او د محصلینو پوښتنو ته په حوصله مند ډول ځواب ووایي.
د حاضری او نظم موضوع:
ټولو اداري او تدریسي پرسونل ته هدایت وشو چې د حاضرۍ ته جدي پاملرنه وکړي. ناوخته راتګ او بې نظمي د کار پر کیفیت منفي اغېز لري، نو هر څوک مکلف دی چې خپل وخت په ښه ډول مدیریت کړي.
د محصلینو سره چلند:
ټینګار وشو چې له محصلینو سره باید په درناوي، حوصله او مثبت چلند رفتار وشي. استادان او اداري کارکوونکي باید د محصلینو ستونزې واوري او د حل لپاره یې لازمې هڅې وکړي.
د کریکولم تطبیق:
ټولو استادانو ته سپارښتنه وشوه چې تدریس د منظور شوي کریکولم مطابق ترسره کړي، او له غیر ضروري بدلونونو څخه ډډه وکړي. همدارنګه د درسي پلانونو ترتیب او عملي کول اړین وبلل شول.
د راپور ورکولو سیستم:
پرېکړه وشوه چې ټول اداري او تدریسي غړي به خپل ورځني، هفتوار او میاشتني راپورونه په منظم ډول د ریاست مقام سره شریکوي، څو د فعالیتونو ارزونه په اسانه ډول ترسره شي.
د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا:
ټینګار وشو چې د ادارې د پرمختګ لپاره ګډ کار، همغږي او مثبت تعامل ډېر مهم دی. ټول پرسونل باید یو بل سره همکاري وکړي او د ګډو موخو لپاره کار وکړي.
د مجلس په پای کې، د ادارې مشرتابه له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې یادې سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي او د خپل مسلکي مسؤلیت احساس لا پیاوړی کړي. همدارنګه څرګنده شوه چې د داسې مجلسونو لړۍ به دوام ولري، څو د ادارې چارې لا ښې او منظمې شي.
په درنښت

بسم الله الرحمن الرحيم.غازي امان الله خان د روغتیايي علومو انستیتوت مشرتابه، رهبرۍ بورډ، درانه استادان او اداري کارکوونک...
18/03/2026

بسم الله الرحمن الرحيم.
غازي امان الله خان د روغتیايي علومو انستیتوت مشرتابه، رهبرۍ بورډ، درانه استادان او اداري کارکوونکي ټولو هیواوالو ته د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت د زړه له تله مبارکي وایي.
اختر د سوکالۍ، یووالي، او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا ورځ ده. موږ باید یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو، د یتیمانو، بې‌وزلو او اړمنو لاسنیوی وکړو، او د خپلو دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو درناوی وکړو.
موږ ددغه اختر په ویاړ تاسو ټولو ته د زړه له تله د اخلاص، میني، برکت او سوکالۍ دعاوي کوو. الله ج دي وکړي چي دا اختر زموږ په هېواد کي د تلپاتي امن ، پیاوړي تعلیم، او ملي یووالي پیغام راوړي.
اختر مو مبارک شه!
درنښت

🩺💊🦷🔬

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت د رئیس اسرار احمد (احمدي)په نوښت د روژې مبارکې میاشتې په دې مبارکو شپو و...
10/03/2026

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت د رئیس اسرار احمد (احمدي)په نوښت د روژې مبارکې میاشتې په دې مبارکو شپو ورځو کې د اداري او تدریسي پرسونل ترمنځ د (۲۱) می روژی ګډ روژه ماتی ترسره شو.
یاد روژه ماتی د مینې، یووالي او ورورولۍ په فضا کې ترسره شو، چې پکې د انستیتیوت اداري او تدریسي پرسونل ګډون کړی و. دا ډول پروګرامونه د ادارې د همغږۍ، متقابل درناوي او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري او د کارکوونکو ترمنځ د لا زیات تفاهم او نږدېوالي سبب ګرځي.
په پای کې د الله تعالی له دربارڅخه دعا وغوښتل شوه چې د روژې مبارکې میاشتې ټول عبادتونه قبول او زموږ ترمنځ د یووالي، اخوت او همکارۍ فضا لا پیاوړې کړي.

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت اداره غواړي د تکنالوژۍ څانګې لپاره یو تن مسلکي او با تجربه استاد په دنده...
03/03/2026

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت اداره غواړي د تکنالوژۍ څانګې لپاره یو تن مسلکي او با تجربه استاد په دنده وګماري.
اړین شرایط:
لږ تر لږه لیسانس سند په مربوطه څانګه کی ولری
دوه کلنه تدریسي تجربه په مربوطه څانګه کی ولری
د کمپیوټر او عصري تدریسي میتودونو سره بلدتیا ولری
ښه اخلاقي سلوک او مسلکي ژمنتیا ولری
اړین اسناد:
تحصیلي اسنادو کاپي
تذکره کاپی
دوه قطعې عکسونه
مینوال کولای شي خپل اسناد د اعلان له نېټې څخه تر (17\12\1404) نېټې پورې د انستیتیوت اداري ته وسپاري.
د اړیکې شمېره: (0781266612)
په درنښت
اداره

نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت،  غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت د ریس په نوښت او ځانګړی لورینی پ...
02/03/2026

نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت،
غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت د ریس په نوښت او ځانګړی لورینی په اساس، د قدر وړ اداري، تدریسي او خدماتي پرسونل ته د اختریزو ډالیو د وېش پروسه ترسره شوه.
دغه ډالۍ د انستیتیوت رئیس ښاغلي اسرار احمد (احمدی ) له لوري، د کارکوونکو د سترو خدمتونو، ژمنتیا، اخلاص او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ په موخه ورکړل شوې. د انستیتیوت ریس ښاغلی احمدي ټینګار وکړ چې د انستیتیوت هره لاسته راوړنه د همدې هڅاند او مسلکي ټیم د ګډ کار او همغږۍ پایله ده.
نوموړي زیاته کړه چې اداره به تل د خپلو کارکوونکو د ملاتړ، هڅونې او درناوي لپاره ژمنه پاتې شي.
چې دا ډول معنوي او مادي هڅونې به د کارکوونکو ترمنځ د لا زیاتې مینې، یووالي او کاري انګېزې سبب وګرځي او راتلونکی کال به د لا ډېرو بریاوو، پرمختګونو او علمي لاسته راوړنو کال وي.
درنښت
د نشراتو څانګه

د رخصتۍ خبرتیا! کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرتیا پر بنسټ، د غازي امان الله خان د روغتیایی علومو انستیتیوت درنو استادان...
14/02/2026

د رخصتۍ خبرتیا!

کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرتیا پر بنسټ، د غازي امان الله خان د روغتیایی علومو انستیتیوت درنو استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې سبا یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د دلوې میاشتې ۲۶مه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې او له ګران هېواد څخه وتلو د ورځې په مناسبت عمومي رخصتي ده.
د دوشنبې په ورځ د انستیتیوت ټولې اداري او تدريسي چارې په عادي ډول پیلېږي.

22/11/1404 چهارشنبه د غازي امان الله خان د روغتیايي علومو انستیتیوټ د ۱٨مې دورې د فراغت غونډهد غازي امان الله خان د روغت...
11/02/2026

22/11/1404 چهارشنبه
د غازي امان الله خان د روغتیايي علومو
انستیتیوټ د ۱٨مې دورې د فراغت غونډه
د غازي امان الله خان د روغتیايي علومو انستیتیوټ د ۱٨مې دورې د بېلابېلو څانګو د فراغت غونډه په شاندارو مراسمو کې ترسره او پای ته ورسېده.
غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. او وروسته د انستیتیوټ د رهبري بورډ غړي مفتي آمان الله خان (امین) د پرانیستی وینا پر مهال ګډونوالو، محصلینو، استادانو او میلمنو ته هرکلی ووایه. نوموړي د زده کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او فارغ محصلینو ته یې په ډاګه کړه چې د ټولنې د خدمت ستر مسؤولیت د دوی پر اوږو پروت دی. هغه زیاته کړه چې روغتیاپالان د ټولنې باوري اشخاص دي او باید د ایماني او انساني ژمنتیا له مخې د خلکو د خدمت لاره خپله کړي.
په غونډه کې ګڼو نورو ویناوالو هم ګډون وکړ او د محصلینو او د هغوی د کورنیو لپاره یې ارزښتمنې خبرې وکړې. د والدینو په استازیتوب، قاضي عبدالرحمن (خیرخوا) د استادانو د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه وکړه او فارغ محصلینو ته یې د اوږد عمر او بریا دعا وکړه.
په دې پرتمینې غونډه کې د د ځوانانو چارو امر زهیر(شیرزاد)، د عامې روغتیا ریاست مالي او اداري عمومي مدیر ډاکتر محمد احسان (شیرزاد)، او مل پلاوي د روغتیايي علومو انستیتیوټ امر ماسټر محمداسحاق(صافی)، او مل پلاوي د حوزوي او فاطمةالزهرا روغتونونو مسؤلينو او د خصوصي روغتيايي علومو انستیتوتونو
مسؤلینو، د امر بالمعروف استازی او دکوچنیو کاروبارونو متخصص استاد امین (ستانکزی) او ګڼ شمېر نورو مېلمنو هم ګډون کړی و.
د غونډې په ځانګړو شیبو کې راغليو مېلمنو ته د اعزاز لونګې ډالې شوې، او یو شمېر استادانو، مېلمنو او اداري کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې مفتي آمان الله خان امین فارغ محصلینو ته د سوګند کلیمې واورولې او هغوی ورسره تکرار کړلې .
ورپسې تصدیق‌لیکونه وویشل شول او غونډه د مفتي آمان الله امین په دعا سره په درناوي پای ته ورسېده
د افغانستان د روغتیايي برخې د لا پرمختګ په هیله
د نشراتو څانګه

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د اتلسمې دورې فارغانو ته خبر ورکول کیږي چې د چپن او بلنلیکونو د ترلاسه ک...
09/02/2026

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د اتلسمې دورې فارغانو ته خبر ورکول کیږي چې د چپن او بلنلیکونو د ترلاسه کولو په موخه سبا ورځ د ماسپښین له دوه بجو وروسته راشي او خپله چپن او بلنلیکونه ترلاسه کړي.
درنښت

غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتوت د فراغت غونډې د ښه تنظیم لپاره اداري ناسته ترسره شوهد غازي امان الله خان د ...
09/02/2026

غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتوت د فراغت غونډې د ښه تنظیم لپاره اداري ناسته ترسره شوه

د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتوت د ۱٨مې دورې د فراغت غونډې د منظم او اغېزمن ترسره کېدو په موخه، مهمه اداري ناسته جوړه شوه.

په دې ناسته کې د انستیتوت ریس ښاغلی اسرار احمد (احمدي)، د تدریسی چارو مدیر ښاغلی صبغت الله (یوسفزی)، د مالي چارو مسوول ښاغلی محمد شفیق (رفیقي)، د علمي شورا غړي، استادان او د ادارې ټولو کارکوونکو ګډون درلود.

غونډه د انستیتوت ریس ښاغلي اسرار احمد (احمدي) په وینا پیل شوه. نوموړي ګډونوالو ته د فراغت غونډې د غوره تنظیم او مؤثرې همغږۍ په اړه مهمې سپارښتنې وړاندې کړې او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې مشورې او نظریات له ادارې سره شریک کړي.

وروسته، ګډونوالو په خپل وار سره خپلې مشورې، وړاندیزونه او تجربې بیان کړې، چې دانستيتوت ریس له خوا یې هر اړخیزه ارزونه او څېړنه وشوه.

غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

د 18می دوری نوښت لرونکی او شانداره فراغت غونډه  #ډیر ژر
08/02/2026

د 18می دوری نوښت لرونکی او شانداره
فراغت غونډه
#ډیر ژر

بسم الله  الرحمن الرحیمد نوی پسرلنی سمستر د پیل په موخه د تدریسي پرسونل سره مجلس ترسره شونن ورځ  شنبه د غازي امان الله خ...
07/02/2026

بسم الله الرحمن الرحیم
د نوی پسرلنی سمستر د پیل په موخه د تدریسي پرسونل سره مجلس ترسره شو
نن ورځ شنبه د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انستیتیوت د ریس اسرار احمد (احمدي) او تدریسي پرسونل ترمنځ د نوی سمستر د شروع په اړه ناسته وشوه چې مجلس د مفتی صاحب امان الله (امین)لخوا په تلاوت کولو پیل شو وروسته بیا د انسټیټیوټ ریس اسرار احمد (احمدي)لخوا استادانو ته سپارښتنې وشوې چې په پوره انرژۍ او معیاري ډول د یاد بنسټ محصلینو ته تدریس وړاندې کړي او همهاله د استاذانو څخه غوښتنه وشوه چې محصلین په اسلامې او هېوادنۍ مينه وروزي
وروسته بیا د لا ښه او معیاري تدریسي سیستم په اړه استادانو خپل نظرونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په ټوله مانا به محصلینو سره خپل کوششونه جاري وساتئ او یاده یې کړه چې دا د ددې هېواد او محصلینو حق دی چې مونږ یې په معیاري ډول وروزو
په پای کې د استاذانو له خدمتونو مننه وشوه او په راتلونکې کې ورته د بریالیتوب دعا وشوه.
غازي امان الله خان د روغتیایی علومو انستیتیوت اداره ژمنه ده چې ستاسې اولادونه په معیاري ډول وروزي.
زمونږ ژمنتیا د غوره او باکیفیته زده کړو لپاره ده

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00

Telephone

+93781266612

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ghazi Amanullah Khan Institute Of Health Sciences posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share