23/07/2021
https://www.facebook.com/162728570818408/posts/1210113492746572/
تورې چڼياسې يا Black Fungus
تورې چڼياسې يو ډول ميکروب دی کوم چې د ميوکور مايکوسس کورنې سره تعلق لري، بعضې وخت دې ته زايګومايوکسس هم ويل کيږي. دا يو سپور تولودونکۍ ميکروب دی او همدا يې علت دی چې ډير خطرناکه ناروغي منځ ته راوړي.
تورې چڼياسې مولډ فنګسونه دي کوم چې د پوزې، سيږو، جلد او دماغو خطرناکې ناروغۍ جوړوي.
دوئ ته موقع پرست ميکروبونه هم ويل کيږي یعنې په نورمال حالت کې په چاپيريال کې موندل کيږي خو روغ انسانانو کې ناروغي نشي جوړولی، زموږ د فاعي سسټم پرې زورور دی. خو کوم کسانو دفاعي سسټم چې ضعيف وي، دی د کمزوري سسټم څخه په استفادې په دهغه ډول انسانانو بريد کوي او ناروغه کوي يې.
تورې چڼياسې د پوخوا څخه موجودې دي او دا کومه نوي ناروغي نه ده، ځکه ورته تشويش کول نه دی په کار.
څنګه چې موقع پرست انسان چا ته ضرر نشي رسولی همدارنګه تورې چڼياسې هم خطرناکې نه دي ځکه چې تداوي يې کيږي او مشخص درمل ورته موجود دي.
Types of mucormycosis
د ميوکر مايکوسس ډولونه
د ميوکر مايکوسس پنځه ډولونه موندل کيږي او ددوئ ډلبندي په ساحه کې د ناروغيو جوړولو په اساس شوې ده.
1. رينو سيريبرل مايکوسس، کوم چې د پوزې او خولې له لارې بريد کوي او بيا دماغو ته هم ځان رسوي.
2. د سيږو ميوکرمايکوسس، دا ډول ناروغي د ټولو څخه زياته موندل کيږي او ډيری وخت هغه خلک پرې اخته کيږي د چا چې دفاعي سسټم ډير کمزوری وي لکه د کورونا ناروغان.
3. د هاضمې سسټم ميوکرمايکوسس، دا ډول ناروغي په ماشومانو يا کم عمره خلکو کې ډیر ليدل کيږي.
4. جلدي ميوکرمايکوسس، دا ډول ناروغي په جلد کې د کوم زخم يا غوڅ ځای په مرسته بدن ته ننوځي.
5. ډيسيمينيټډ ميوکرمايکوسس، دا ډول ناروغي هله منځ ته راځي کله چې نوموړی ميکروب د وينې په مرته د بدن نورو ځاينو ته انتقال شي. ډيری وخت دماغو ته انتقاليږي.
د تورې چڼياسو يا Black Fungus نښې
تبه، ټوخۍ، سينې درد، د ساه لنډيدل، د مخ يو خوا پړسيدل، سر درد، د پوزې سوزيدل، پوزې يا خولې کې دننه تور زخمونه، د نس شاه و خواه دردونه، زړه خرابيدل يا قۍ کول، په ډکو متيازو کې وينه تلل او اسهال.
محمد خالد محمدي
ماليکولر ويرولوجسټ