24/05/2026
Diabetic Retinopathy
هغه ناروغي ده چې د شکرې (Diabetes) له امله د سترګې شبکيه زیانمنوي. که پر وخت يې تشخیص او درملنه و نشي نو د سترګو د دایمي د نظر کمښت رامنځته کيږي.
نښې:
1- د سترګو د نظر خرابېدل (Blurred vision)
د سترکو ديد روښانه نه وي او ورو ورو خرابېږي
2- د سترګو د نظر بدلون
کله ښه وي او کله خراب (Fluctuating vision)
3- توري نقطې یا تارونه (Floaters)
د سترګو مخې ته لکه دوړې یا تارونه معلوميږي.
4- د شپې د سترګو خراب لید
په تیاره کې د سترګو لید کمزوری وي.
5- د رنګونو کمزوری تشخیص
په سترګو رنګونه سم نه ښکاري.
6- د سترګو د نظر ناڅاپي له لاسه ورکول
يادونه:
په لومړیو مرحلو کې هیڅ نښه نه لري!
نو هغه کسان چې د شکر ناروغي لري باید هر کال د سترګو معاینه وکړي.
د مخنیوي لارې:
1- د وینې شکر کنټرول کړئ.
2- د وینې فشار او کولېسټرول تنظیم کړئ.
3- منظمه د سترګو معاینه وکړئ.