Dr Shakir Medical post

Dr Shakir  Medical post My goal is that only to serve humanity.
زمونږ مقصد صرف انسانيت ته خدمات دا.🤲❤️
WhatsApp Number .
0093731605951

د شکر ناروغانو لپاره د ژوند طرز بدلول د دې ناروغۍ په مدیریت کې خورا مهم دی. دلته د پرهیز، فزیکي فعالیت او نورو تدابیرو پ...
12/02/2025

د شکر ناروغانو لپاره د ژوند طرز بدلول د دې ناروغۍ په مدیریت کې خورا مهم دی. دلته د پرهیز، فزیکي فعالیت او نورو تدابیرو په اړه مشورې وړاندې کېږي:

۱. د پرهیز لارښوونې

د شکر ناروغانو لپاره د خوړو په اړه ځانګړي احتیاط اړین دي:
• کاربوهایدریټونه: په خپلو خوړو کې ساده شکر (سپین بوره، خوږې مشروبات) کم کړئ. پر ځای یې سالمې سرچینې لکه بشپړ غلې دانې، نسواري وریجې، او جوار وکاروئ.
• سبزیجات او مېوې: د ډېرو فایبر لرونکو سبزیجاتو لکه پالک، بروکلي، او مرچ زیات استعمال وکړئ. خوږې مېوې په لږ مقدار کې وخورئ (لکه مڼې، نارنج، او کیوي).
• پروټین: د سالم پروټین سرچینې لکه چرګ، کب، دالونه، او مغزیات (په کم مقدار کې) غوره کړئ.
• شحمي مواد: د غوړو پر ځای د صحي غوړو لکه زیتون غوړي یا بادام غوړي استعمال وکړئ.
• نمک او پروسس شوې غذاګانې: د مالګې او پروسس شویو خوړو لکه چپس او کنسروي غذاګانو څخه ډډه وکړئ.
• اوبه: ورځني ډېره اوبه وڅښئ او له مشروباتو چې شکر لري ډډه وکړئ.

۲. فزیکي فعالیت

منظم فزیکي فعالیت د شکر په کنټرول کې ډېره مرسته کوي:
• هفتني پلان: په اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې معتدل ورزش وکړئ، لکه چټک قدم وهل، سائکل چلول، یا لامبو وهل.
• پیل کول: که ورزش ته نوې یاست، په ورو پیل وکړئ او وخت په وخت یې زیات کړئ.
• قوتي ورزش: د وزن پورته کولو یا د بدن ځواک زیاتولو ورزش د انسولین حساسیت ښه کوي.
• ساده تمرینات: ورځنۍ کوچنۍ فعالیتونه لکه د زینو کارول یا پلې تګ هم ګټور دي.

۳. نور تدابیر
• دوامداره نظارت: د وینې د شکر اندازه په منظم ډول وګورئ او د خپل ډاکټر لارښوونو سره سم عمل وکړئ.
• منظم خوب: شپې لخوا ۷-۸ ساعته آرام خوب وکړئ، ځکه بې خوبۍ د شکر په کنټرول اغېز کوي.
• سترېس کم کړئ: د ذهن آرام ساتلو لپاره یوګا، مراقبه یا تنفسي تمرینات وکړئ.
• منظم طبي معاینه: له خپل ډاکټر سره وخت په وخت مشوره وکړئ او د درملو استعمال په دقیقه توګه ترسره کړئ.

یادونه:

هر ناروغ ځانګړې اړتیاوې لري. نو د پورته مشورو تر څنګ، د خپل ډاکټر او تغذیه متخصص سره مشوره وکړئ ترڅو د خپلې ځانګړې اړتیا لپاره مناسب پلان جوړ کړئ.

12/02/2025

زه ولې بدرنګه یم؟

تاسو هم کله داسې احساس کړی چې ولې بدرنګه یاست؟ یا مو شاوخوا کورنۍ او ملګرو کې درته شکایت کړئ ،چې بدرنګه دي او له دې اړخه ځوریږي؟

زه ولې بدرنګه یم یا زه ولې ښکلې/ ښکلی نه یم احساس ډېر ځورونکی، دروند او دردونکی دی. دغه ډول احساسات کولی، شي زموږ باور او خوشالۍ ته زیان ورسوي.

الله (ج) هېڅ انسان بدرنګ نه دی پیدا کړی او هېڅ انسان بدرنګه نه دی.

د ښکلا تعریف یوازې د ظاهري بڼې پورې محدود نه دی، بلکه هغه ټول خصوصیات او ځانګړتیاوې چې موږ یې په ځان کې لرو، د هغه یوه پراخه او ژوره انځور جوړوي.

که چېرې موږ ځان بدرنګه احساسوو، باید ځان د خپلې کورنۍ د غړو، دوستانو او هر هغه چا له نظره وګورو، چې موږ ورسره په ورځنیو چارو کې سر و کار لرو.

ډېری وخت موږ بدرنګه نه یوو، خو یوازې احساسوو یې چې بدرنګه یوو.

زه یوه نجلۍ پېژنم چې تل له ځان څخه شکایت کوي.

هغه تل وایي، چې زه ښکلې نه یم، بدرنګه یم، یوه بریالۍ مېرمنه نه یم، په ژوند کې هېڅ نه لرم، زه چاغه یم، هېڅوک راسره مینه نه لري او د هېچا نه یم خوښه، ان کله کله وژاړي چې ولې داسې ده، خو په حقیقت کې چې ورته وګورې هم ښکلې ده، هم یې وزن مناسب دی، هم ښه کورنۍ لري، هم ښه دنده لري، هم ښه دوستان لري چې په هر چا ګرانه ده.

خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې دغه نجلۍ او دې ته ورته نور خلک له داسې یو حس سره مخ دي چې ځورونکی دی؟

که تاسو داسې احساسوئ، چې بدرنګه یاست او تل له دې اړخه ځوریږئ، ښایي دا رواني‌ او ذهني عوامل ولري.

دلته یې څو عامو لاملونو ته اشاره کوو:

د ټولنیزو فشارونو اغېزه:

په هره ټولنه کې د ښکلا معیار توپیر لري.

په کوم چاپیریال کې چې موږ ژوند کوو، ښایي ځانګړي د ښکلا او بدن معیارونه په کې موجود وي او کله چې موږ ځان له هغو معیارونو سره پرتله کوو، ګورو چې ترې توپیر لرو ،

د "ښکلا" د یوې ځانګړې بڼې د ترلاسه کولو فشار زموږ په ذهن کې رامنځته کوي او همدا ده، چې ښایي دا احساس وکړئ چې تاسو بدرنګه یاست.

د ځان پرتله کول:

ځیني وختونه له نورو سره د ځآن پرتله کول، په ځانګړې توګه د ټلویزیون خبریالانو، فلمي ستورو، سندرغاړو په ټولنیزو شبکو کې له ځینو خلکو سره د ځان پرتله کول موږ ته داسې احساس راکوي، چې موږ ډېر کمزوري یوو.

دغه پرتله کول باعث د دې کېږي، چې ذهن کې مو منفي فکرونه ځای پیدا کړي او نتیجه یې دا شي، چې موږ داسې احساسوو چې ډېر بدرنګه یوو.

د بدن ډیسمورفي:

بدن ډيسمورفي (body dysmorphia) یو رواني حالت دی، چې انسان د ځان په اړه غلط فکرونه او قضاوتونه کوي او په ځان کې مثبت څه لیدل د ځان په اړه منفي خبرې او فکرونه کوي.

که دا ډول احساسات دوام وکړي، باید رواني مرستې او یا هم مشورې ترلاسه شي.

ځان په اړه ټیټ قضاوت:

کله چې انسان د خپل ځان د ښکلا په معیار کې کم ارزښته ارزوي دا د هغې د ټولنیزو فشارونو یا د تېرو تجربو په بنسټ رامنځته کیږي.

دا ډول باورونه زموږ د ذهن په ځینو برخو کې پاتې کېږي.

څنګه له دې حالت څخه راووځو؟

په ځان مهربانه اوسئ:

هڅه وکړئ چې خپل منفي فکرونه لرې کړئ، له ځان سره په مینه او درنښت خبرې وکړئ.

د ځان ستاینه وکړئ، چې کله کومه لاسته راوړنه لرلې او که ډېره وړه هم وي ځان خپله په یوې ډالۍ ونازوئ، دا ستاسو ذهن ته مثبت پیغام رسوي.

مثبت فکرونه تمرین کړئ:

هره ورځ د ځان په اړه یو مثبت فکر خپل کړئ.

د دې فکرونو تکرار به ستاسو ذهن ته مثبت انځورونه ورکړي.

لکه «زه یوه ځانګړې انسان یم، زه هغه څه یم چې د نړۍ لپاره ځانګړی ارزښت لرم. زه ډېره مهربانه/ مهربان یم، زه ډېره ښکلې یم، نړۍ باید خوشاله وي چې زما په څېر ښکلې/ ښکلی انسان په کې ژوند کوي، زه د هر کار د ترسره کولو ځواک و ړتیا لرم.»

د بدن د تصویر مثبت پوهه:

د بدن شکل یوازې یوه لنډمهاله برخه ده، چې د وخت او عمر له تېرېدو سره بدلېږي.

د بدن د هرې برخې یا شکل سره مینه وکړئ، ځکه چې ستاسو بدن یوازې ستاسو فزیکي اړخ نه دی، بلکې ستاسو ځواک، انرژي او ستاسو د ژوند برخه ده.

د ټولنیزو معیارونو څخه ازادي:

هڅه وکړئ، چې د نورو سره د خپل ځان پرتله کول بند کړئ.

هر انسان خپل ځانګړی شکل، شخصیت، ژوند او ښکلا لري.

ستاسو ښکلا یوازې ستاسو ځانګړتیاوو، شخصیت او د نورو سره د اړیکو له مخې ټاکل کېږي.

د منفي فکرونو مقابلې لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ:

که چیرې دا احساسات دوام وکړي، له یوه مشاور یا روان پوه سره خبرې وکړئ.

د دوی ملاتړ او لارښوونه ستاسو ذهن ته یو نوی لید درکوي او د ځان په اړه منفي افکارو سره مبارزه کې مرسته کوي.

زما په اند هېڅ انسان بدرنګه نه دی او هر انسان ښکلی دی.

د ښکلا مفهوم پراخ دی او یوازې د ظاهري بڼې پورې تړاو نه لري. ستاسو شخصیت، اخلاق، وړتیاوې، او داخلي ښکلا هغه څه دي، چې تاسو ته ځانګړې او مکمله ښکلا درکوي.

له ځان سره مهرباني، د مثبت فکرونو تمرین، او د ټولنیزو فشارونو څخه ازادي ستاسو د داخلي او ظاهري ښکلا پیاوړي کولو کې مرسته کولی شي.

له یاده مه باسه، چې ته ډېره ښکلې/ ډېر ښکلی یې.
کاپی

⭕ *مهبلي اپیزټومي (Episiotomy)**تعریف-* یو جراحي پرېکون دی چې د ماشوم زېږون پر مهال د مهبل او پرینیوم (د مهبل او مقعد تر...
08/02/2025

⭕ *مهبلي اپیزټومي (Episiotomy)*

*تعریف-*
یو جراحي پرېکون دی چې د ماشوم زېږون پر مهال د مهبل او پرینیوم (د مهبل او مقعد ترمنځ برخه) د نسجونو پرې کولو لپاره ترسره کېږي. دا پرېکون د دې لپاره کېږي چې د زېږون په وخت کې د مهبل نسجونه په طبیعي ډول د سخت کش کیدو یا ناانډوله څېرېدو څخه وژغورل شي او د زېږون بهیر اسانه او ګړندی شي.

*د اپیزټومي موخې:*

*۱-* د زېږون اسانه کول

*۲-* د سختو او ناانډوله څېرېدنو مخنیوی.

*۳-* د ځينو پیچلیو زېږونونو په جریان کې د مور او ماشوم د خونديتوب یقیني کول.

⭕ *ډولونه:*

*1. میډلاین اپیزټومي:* عمودي پرېکون چې د پرینیوم په منځ کې کېږي. دا پرېکون ګړندی رغېږي، خو د مقعد څېرېدو خطر لري.

*2. میډیو لیټرال اپیزټومي:* د مهبل له څنډې څخه په اړخ کې مایل پرېکون. دا د مقعد څېرېدو خطر کموي، خو د رغېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري.

⭕ *د اپیزټومي ګټې:*

*۱-* د ماشوم سر په اسانۍ سره راوېستل.

*۲-* د مهبل د سختو او پیچلو څېرېدنو مخنیوی.

*۳-* د زېږون پر مهال د پرینیوم د ټپي کېدو کمول.

⭕ *خطرونه او احتمالي ستونزې:*

*۱-* درد او ناارامي

*۲-* د زخم انتان

*۳-* د ټپ اوږدمهاله رغېدنه

*۴-* په ځينو مواردو کې د جنسي ستونزو احتمال

⭕ *د رغېدنې پاملرنه:*

*۱-* د ټپ پاک ساتل

*۲-* د یخ کمپرس کارول د درد کمولو لپاره

*۳*-د ډاکټر له لارښوونو سره سم درمل کارول

*۴-* د پرهیز او نرم خوړو خوړل ترڅو د قبض مخه ونیول شي

⭕ *یادونه:دا پروسیجر یوازې هغه وخت ترسره کېږي چې ډاکټر یې ضروري وګڼي، او په ډېری مواردو کې د طبیعي زېږون پر مهال اړتیا نه ورته پیدا کېږي.*

03/02/2025

غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا روح تباه کوي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا اراده له منځه وړي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا فکر خرابوي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا تمرکز له منځه وړي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا حقیقت ګډوډوي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا انرژي ختموي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا موخه له منځه وړي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا اړیکې تباه کوي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا باور ختموي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا نارینتوب له منځه وړي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې ستا عزت له مينځه وړي.
غیر اخلاقي ويډيو ګانې له تانه لوده او بېکاره شی جوړوي.

نو یاد ولره: ته له هر ډول عادت څخه پیاوړی یې! خپل ځان ته زیان مه رسوه او د خپل ژوند کنټرول بېرته واخله!

حسن بصري رحمه وايي:ای انسانه ! ولې کبر کوې ؟ خپل پيدائش ته فکر وکړه !!د مردارو اوبو څخه پيدا يې ، آخیري انجام دې خاوره ا...
27/08/2024

حسن بصري رحمه وايي:
ای انسانه !
ولې کبر کوې ؟
خپل پيدائش ته فکر وکړه !!
د مردارو اوبو څخه پيدا يې ، آخیري انجام دې خاوره او چېنجي دي.

دا جينۍ خو سړيكه ده پرهر تا وادۀ شوې دهيو خاوند يى مړ دى اوس لېور تا وادۀ شوې دههغه چې ښۀ ډېر تعليم يى كړى وۀ اوستاده  و...
26/08/2024

دا جينۍ خو سړيكه ده پرهر تا وادۀ شوې ده
يو خاوند يى مړ دى اوس لېور تا وادۀ شوې ده

هغه چې ښۀ ډېر تعليم يى كړى وۀ اوستاده وه
هغه! بې تعليمه شانتې خر تا وادۀ شوې ده

هره دويمه دريمه پښتنه صنمه كونډه ده
لر ته وادۀ شوې او كۀ بر تا وادۀ شوې ده

تاج ولي صنم
Copy.

د هغه ليوني کيسه چې، د وخت پاچا يې بې ځوابه کړ!د هارون الرشيد د خلافت په زمانه کې د بهلول په نامه يو ليوني ژوند کاوه، هغ...
17/08/2024

د هغه ليوني کيسه چې، د وخت پاچا يې بې ځوابه کړ!

د هارون الرشيد د خلافت په زمانه کې د بهلول په نامه يو ليوني ژوند کاوه، هغه له نورو انسانانو څخه متفاوت ژوند درلود، د هغه د ژوند يوه نا اشنا کيسه داسې ده چې، يوه ورځ هارو ن الرشيد وليد چې دی په هديره کې د قبرونو په منځ کې ناست دی، نو هارون الرشيد ورته په ټوکو وويل، ای بهلوله! ته خو ليونی یې، ته به کله هوښيارېږې؟
بهلول پورته شو او يوې ونې ته وخووت او بيا يې په لوړ اواز باندې په هارون الرشيد غږ وکړ، ای هارونه، ای ليونيه! ته به کله هوښيارېږې؟
هارون الرشيد په خپل اس باندې سپور ونې ته راغی او ده ته يې وويل، زه ليونی يم که ته ليونی يې چې ټوله ورځ په هديرو کې ناست يې؟
بهلول وويل: زه ليونی نه مګرهوښيار يم
هارون وويل: هغه څنګه؟
بهلول وويل: زه په دې پوی شوی يم، چې ستا د پاچاهۍ دغه قصر نړېدونکی دی او دا «قبر» باقي پاتې کېدونکی دی، تا خپل قصر اباد کړی مګر خپل قبر دې ويجاړ کړی دی، نو ته دا بده ګڼې چې له ابادۍ څخه ويرانۍ ته ولاړ شې، سره له دې چې ته پوهېږې چې دې ځای ته ستا ورتلل حتمي دي.
اوس ته ووايه چې زه ليونی يم او که ته؟
هارون الرشيد د بهلول خبرو ولړزاوه او دومره يې وژړل چې ږيره يې په اوښکو لمده شوه او ويې ويل چې « والله انک لصادق» په الله قسم ته رښتينی يې.
بيا هارون الرشيد وويل: ای بهلوله! ماته نور نصيحت وکړه.
بهلول وويل: د الله (ج) کتاب درته کفايت کوي همغه ټينګ ونيسه.
هارون: ستا کوم حاجت شته چې زه يې پوره کړم؟
بهلول: هو درې حاجتونه دي که پوره دې کړل؛ نو زه به ستا احسان مند يم.
هارون: مهرباني وکړه.
بهلول: عمر مې زيات کړه.
هارون: داسې خو نه شم کولای.
بهلول: له ملک الموت څخه مې وژغوره.
هارون: دا هم نه شم کولای.
بهلول: جنت ته مې داخل کړه او له جهنم څخه مې وژغوره.
هارون: له دې هم ناتوان يم.
بهلول: پوی شه، نو چې ته غلام يې پاچا نه يې، زه تا ته اړتيا نه لرم.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!کاپی.

يوه ښځه خپل ميړه نه په شکايت رسول الله ﷺ ته راغله چې ميړه مې ډير ميلمه پال دي خلک را دعوت کوي ، د ميلمنو   ډير احترام کو...
30/03/2024

يوه ښځه خپل ميړه نه په شکايت رسول الله ﷺ ته راغله چې ميړه مې ډير ميلمه پال دي خلک را دعوت کوي ، د ميلمنو ډير احترام کوي او د ميلمنو ډيروالي او پخلي په عذاب او ستړې کړې يم .

* رسول الله ﷺ هيڅ جواب ورنه کړو ، ښځه کورته لاړه . څه وخت وروسته ، رسول الله ﷺ ددې ميړه ته جواب وليږه چې زه نن ستاسو ميلمه يم .
په دې خبره سړي ډير خوشحاله شو ، او خپلي ښځي ته يې اويل چې نن شپه ميلمه لرو او هغه هم رسول الله ﷺ دي .

* ښځه هم ډيره خوشحاله شوه ، په ډيرې خوښي سره يې مزيدار خواړه تيار کړل . رسول الله ﷺ کور ته ورغي ، ډوډۍ يې وخوړله ، رسول الله ﷺ د ښځې ميړه ته اوفرمايل :

* کله چې زه ستا له کوره وتلم . ښځه دې پريږده چې هغې دروازي ته وګوري چې زه پرى وځم .

* کله چې رسول الله ﷺ له دروازي څخه وتلو ، ښځي رسول الله ﷺ پسي کتل ، ګوري چې د رسول الله ﷺ وتلو سره سم له دې کور نه ماران ، لړمان او ټول ضرري څيزونه اوتل ، ښځې له ډيرې ويرې او حيرانتيا چغې کړې .

* بيا رسول الله ﷺ ورته اوفرمايل : هر کله چې ستا له کوره ميلمانه ووځي ، دا ډول ټولې بلاګانې ماران لړمان او آفتونه له کور نه وځي ، دا د ميلمه د احترام او عزت حکمت دي .

* کوم کور کې چې ميلمانه ډير وي هغه د الله ﷻ خوښ وي او کوم کور چې وړو او غټو نادارو او مالدارو ټولو ته خلاص وي ، له آسمان نه پرې د الله ﷻ رحمتونه او برکات نازليږي .

* رسول الله ﷺفرمايلي دي : «إذا أراد الله بقوم خيراً أهدى لهم هدية , قالوا : وما تلك الهدية ؟ قال : الضيف ينزل برزقه , ويرتحل بذنوب أهل البيت» .

ژباړه___

* چا ته چې الله ﷻ د خير اراده وکړي ، هغوي ته ډالۍ ورکوي ، پوښتنه تري اوشوه : اي د الله رسوله ! هغه کومه ډالۍ ده ؟

* د الله رسول ﷺ وفرمايل : هغه ميلمه دې چې ځان سره خپل رزق هم راوړي ، او واپس ځان سره د کور والا وو ګناهونه هم اوباسي .

* ميلمه د جنت لپاره دليل دي او رسول الله ﷺ فرمايلي دي :

«وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ» (رواه البخاري ومسلم) .

ژباړه__

او څوک چې په الله ﷻ او په ورځ د آخرت ايمان لري نو د ميلمه احترام دې وکړ .
یادونه البته نیک میلمه
کم مو ليکنه پوره لوستي وي نو په کمنټ کي وليکي چه پوره ولوستل شوه

هيڅ ڪله په خپله ګناه فخر مڪوي.!مُحَمَّد ﷺ❤️
17/03/2024

هيڅ ڪله په خپله ګناه فخر مڪوي.!

مُحَمَّد ﷺ❤️

عقل دی غټ دااو که ميښه؟.🤐😁😁
31/01/2024

عقل دی غټ دا
او که ميښه؟.🤐😁😁

Address

Jalalabad
34

Telephone

+93731605951

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Shakir Medical post posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category