
14/02/2024
موږ :
معتاد ته ښځه کوو چې له نېشو بچ شي.
لوفر او لنډغر ته ښځه ددې لپاره کوو چې اصلاح شي.
بې مسولیته زوی ته ددې لپاره واده کوو چې د کورنۍ مسولیت ته غاړه کېږدي.
لیوني ته ددې لپاره ښځه کوو چې ګوندې ښه شي.
سپین ږیري ته ځوانه انجلۍ ودوو چې مال یې میراث نه شي.
د خلکو لوڼه ددې لپاره زیږول شوي چې زموږ لیونیان، لوفران، بې مسولیته، او بوډاګان خوندي کړي.
ای د وطن ښځو ستاسو په تور بخت مې زړه درد کوي.