Dr.Fawad Ahmadzai-ډاکټرفـــواد احمدزی

Dr.Fawad Ahmadzai-ډاکټرفـــواد احمدزی طبي زده کړې طبي لارښوونې طبي چوپړتياوې

10/09/2024

ډایبېټیک فوټ السر د پوټکي زخم دی چې د شکرې ناروغانو په پښو کې د ټپونو له امله موندل کیږي چې د پښو ناسمې پاملرنې او ناسمې ساتنې له امله پیښیږي.

مونږ تاسو ته د غوره طبي زده کړو فرصت برابر کړی!
24/02/2024

مونږ تاسو ته د غوره طبي زده کړو فرصت برابر کړی!

#خبرتيا !📯
#زموږ نوى ټولګى !📚
#ګريس اناټومي !
#د منيب ميډيکل اکاډمي غواړي چې د ميډيکل محصلينو لپاره د ګريس اناټومي ټولګى پېل کړي ، قدرمن ډاکتر صاحبان کولاى شي چې له يادې موثرې برنامې سره يوځاى شي !💪
#استاذ: دوکتور فواد "احمدزى"
#د پېل نېټه: 1402/12/7
#وخت:
07:00am-08:00am
08:00am-09:00am
#نوم لېکنه جريان لري
#واټساپ:0784747878☎
#ادرس: جلال اباد ښار ، دريمه ناحيه د پوهنتون روغتون ترڅنګ.

د لږې وينې يا کمخونۍ نښېکه دا نښې لرئ. نو د وينې له کمښت سره مخ ياست
09/08/2023

د لږې وينې يا کمخونۍ نښې
که دا نښې لرئ. نو د وينې له کمښت سره مخ ياست

هغوي چې د پښتورګو تيږې لري، له دغو خوړو دې ګټه واخلي.
06/08/2023

هغوي چې د پښتورګو تيږې لري، له دغو خوړو دې ګټه واخلي.

»جل وهل يا لمر وهنه!د لمر له نيغو وړانګو سره د زيات وخت لپاره د بدن مخامخ کيدل دي. چې له کبله يې د بدن تودوخه °۴۰ درجو ت...
04/08/2023

»جل وهل يا لمر وهنه!
د لمر له نيغو وړانګو سره د زيات وخت لپاره د بدن مخامخ کيدل دي. چې له کبله يې د بدن تودوخه °۴۰ درجو ته پورته کيږي. لدې سره بدن د تودوخې په راکمولو کې پاتې راځي. او په انسان کې لاندې نښې نښانې پيدا کيږي:
•د بدن تودوخه زیاتېدل
•سردرد
•سربدالي
•بدحالي او بې اشتهايي
•سخته تنده
•د زړه لړزان
•چټکه سا اخیستنه
•سخته خوله
•د پوټکي رنګ تښتېدل
•د عضلو سخت ګورنجېدل
»که څه هم نښې یې په ټولو کې یو ډول دي خو ماشومان، زاړه، میندوارې مېرمنې او هغه خلک چې جدي ناروغۍ لري ډېر زیان منونکي دي.

»که څوک جل وواهه:
•یخ ځای ته یې ولېږدوئ
•اضافي کالي ترې وباسئ
•ډېرې اوبه ور کړئ
•په سپنج یا سپري سره یې پر بدن نرمې اوبه واچوئ
•له جل وهلي سره پاتې شئ چې وضعیت یې ښه شي
•هر څو دقیقې وروسته يې یو ځل وګورئ چې د زړه ټکان یا ساه اېستلو چټکتیا یې زیاته که کمه شوې ده
•عموماً تر نیم ساعت پورې د جل وهلي وضعیت ښه کيږي.

»څنګه د جل وهلو مخه ونیسو:
•یخې اوبه ډېرې وڅښئ په تېره چې ګرمي کې ورزش کوئ
•په ډېرو ګرمو ورځو کې که شونې وي د ورځې له ۱۱ بجو تر دریو بجو بهر مه ځئ
•تر وسې د لمر نېغو وړانګو لاندې مه پاتې کيږئ
•پرلپسې د بدن پوټکی په اوبو یخ کړئ
•په یخو اوبو ولامبئ
•ازاد او د روښان رنګ کالي واغوندئ
•ډېر ورزش مه کوئ
• الکول مه څښئ

»ګرمه هوا کې دغو توکو ته اړتیا ده:
•د څښلو او پوټکي یخولو لپاره ډېرې اوبه لرل
•مناسب کالي: د روښان رنګ پراخه کالي او ژبوره(پیکداره) خولۍ پر سرول
•د لمر ضد کریمونه چې د آلټرا وايلټ له دواړو وړانګو اې او بي ساتنه وکړی شي.
•مناسبې لمرینې سترګۍ (عينکې) چې د سترګو غاړې وساتي د آلټرا وايلټ وړانګو مقابل کې سل په سله ساتندویه وي.
په درنښت!
ډاکټر فواد احمدزی
زما ليکنې زما خپلې دي له کاپي کولو او نوم لرې کولو څخه يې ډډه وکړئ. نورو ته د رسولو لپاره يې شير کړئ.

نن ورځ يعنې د اګسټ لومړۍ نيټه، ماشوم ته د مور شيدو نړيواله ورځ ده. نو اړينه ده چې په ګټو يې وپوهيږو.که څه هم د مور د شيد...
01/08/2023

نن ورځ يعنې د اګسټ لومړۍ نيټه، ماشوم ته د مور شيدو نړيواله ورځ ده. نو اړينه ده چې په ګټو يې وپوهيږو.
که څه هم د مور د شيدو ګټې هر چاته ښکاره دي، مګر بیا هم باید پر ځينو اړینو موضوعاتو پوه شئ. ماشوم ته له زېږېدنې وروسته چې کوم لومړني خواړه ورکول کېږي، هغه شیدې دي، نو ځکه خو یې پر ارزښت او اړتیا ډېرې خبرې کېدای شي.
د روغتيا نړېوال سازمان د توصيې پر اساس ماشوم ته باید لومړی شپږ مياشتې یوازې د مور شيدې ورکړل شي او وروسته له یادې مودې کولای شئ نور خواړه هم ورکړئ.
د مور د شیدو ارزښت دومره ډېر دی، چې پاپلې یې له ماشومتوبه نيولې بیا تر زړښته څرګندېږي. هغوی چې د مور شیدې يې په بشپړه توګه څښلي وي، نسبت هغوی ته چې د مور شيدې ورته په بشړ ډول نه وي رسېدلي ډېر صحتمند او له ښې روغتيا برخمن وي.

د مور د شيدو ګټې
ـ په شيدو کې شته معدني مواد د ماشوم بدن پياوړی کوي او د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن دفاعي ځواک ښه کوی. په دې توګه هغه ماشومان چې پوره شيدې ورته رسېږي د ناروغيو پر وړاندې ډېر قوي وي. همدارنګه هغه پروټينونه چې د مور په شيدو کې وي، له هغو پروټينونو ژر هضمېږي، چې د غوا په شيدو کې وي.

ـ پوډري شيدې د یو خوند لرونکی وي، مګر د مور په شيدو کې بيلابيل خوندونه وي. پر دې اساس وروسته له شپږو مياشتو ماشوم ته د جامدو خوړو د پيلېدو لاره هواره شوې وي.

ـ د مور شیدې د شحمي، ويټاميني، پروټيني، قندي او منرالي موادو یوه بډايه سرچينه ده. که ماشوم په کافي اندازه شيدې څښي، په دې معنا چې د بدن د اړتيا وړ توکي یې ترلاسه کړي او داسې ماشومان ډېر ژر وده کوي.

ـ وړاندې له دې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه سریښناکه ماده تولیدوي چې د سروزرو اوبو په څير ارزښتناکه ده. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ پروټين، کلسیم، پوتاشیم، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د همدې مايع څو کاشوغو ته ضرورت لري تر څو صحتمند پاتې شي.

ـ شیدې ماشوم ته انرژي ورکوي، تر څو د بدن د میتابولېزم پروسه پيل شي او د ماشوم اندامونه خپله وده پيل کړي.

ـ څېړنو ښودلې ده، هغه ماشومان چې په کافي اندازه شيدې يې څښلي دي، نسبت هغوی ته چې کافي شيدې ورته نه وي رسېدلي، ډېر ذهين وي. دوی ژر زده کړې کوي او په فکري لحاظ سالم ماشومان وي.

خو دا هم باید هېر نه کړئ، چې د مور له خوا ماشوم ته شيدې ورکول یوازې ماشوم ته ګټه نه رسوې. بلکې د ماشوم مور ته هم ډېرې روغتيايي ګټې لري، چې په راتلونکي کې به پرې بحث وکړو.
په درنښت!
ډاکټر فواد احمدزی
پوسټ درسره شير کړئ.

پوسټ درسره شير کړئ
19/07/2023

پوسټ درسره شير کړئ

له ملاريا ناروغۍ څخه مو ځان او کورنۍ خوندي وساتئ.
16/07/2023

له ملاريا ناروغۍ څخه مو ځان او کورنۍ خوندي وساتئ.

د ډي ویټامین له ګټو خبر شئ!
11/07/2023

د ډي ویټامین له ګټو خبر شئ!

د تشناب څخه‌ له راوتلو وروسته مو لاسونه خامخا په لاندې ډول پرېمينځئ.
09/07/2023

د تشناب څخه‌ له راوتلو وروسته مو لاسونه خامخا په لاندې ډول پرېمينځئ.

Address

Jalalabad
FWD143

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Fawad Ahmadzai-ډاکټرفـــواد احمدزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category