Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home

Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home لوی سید جمال الدین افغان د روغتیائي علومو انستيتیوت د عامې روغتیا وزارت سره په ۵۸ ګڼه ثبت او رجستر دی

د دولتی ازموینی(Exit Exam) خبرتیا!
04/01/2026

د دولتی ازموینی(Exit Exam) خبرتیا!

سی وی لیکنې او کاري مرکې مهارتونهوړاندی کوونکی:انجینر انعام الله تمیم
23/12/2025

سی وی لیکنې او کاري مرکې مهارتونه
وړاندی کوونکی:انجینر انعام الله تمیم

د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت ټولو محترمو فارغ التحصیل محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې دولتي ازموینه (Exi...
17/12/2025

د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت ټولو محترمو فارغ التحصیل محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې دولتي ازموینه (Exit Exam)به د ازموینو ملي ادارې له لوري په نږدې وخت کې واخیستل شي.
له همدې امله، له ټولو هغو فارغ التحصیل محصلینو څخه چې د یادې ازموینې لپاره یی نوملیکنه نه وی کړی احتراماً هيله كيزي چى د ايګزيت ازموينې د نوملیکنې لپاره دی د محصلانو چارو مدیریت ته مراجعه وكړي ترڅود ازمويني څخه پاتى نشئ.

د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت د علمي او مسلکي پروګرامونو په لړ کې، د فارمکولوژی نوی دوه میاشتنی  پروګر...
15/12/2025

د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت د علمي او مسلکي پروګرامونو په لړ کې، د فارمکولوژی نوی دوه میاشتنی پروګرام پیل کېږي.
یاد پروګرام د طبي علومو محصلینو لپاره طرحه شوی، تر څو د درملو علم په معیاري او عملي بڼه زده کړي.
د اړیکې شمیرې:0777775250/0780749288

د ټولګيو نماينده ګانو سره ناسته ترسره شوه !۱۴۰۴/۹/۲۲دغه ناسته چی د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت د علمی ...
13/12/2025

د ټولګيو نماينده ګانو سره ناسته ترسره شوه !
۱۴۰۴/۹/۲۲
دغه ناسته چی د لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت د علمی مرستیال داکتر نعمان رحیمی په مشرۍ او د محصلانو چارو مدیر داکتر فرمان الله محمدی په ملتیا ترسره شوه. چی په کی د بېلابېلو صنفونو نماینده‌ګانو ګډون درلود. په دې ناسته کې د درسي بهیر کیفیت، د استادانو او محصلینو ترمنځ همغږي، د حاضري او نظم موضوعات، او همدارنګه د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه وڅېړل شول. د هر صنف نماینده خپل نظرونه او غوښتنې شریکې کړې او د علمی مرستیال داکتر نعمان رحیمی له لوري ورته لازم وضاحتونه او حل‌لارې وړاندې شوې. ناسته په مثبت فضا کې ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې دا ډول ناستې به دوامداره وي تر څو د تعلیمي چارو کیفیت لا لوړ شي.

د لوی سید جمال الدین افغان د طبي علومو انستیتوت او ایکسل تعلیمی سازمان ترمنځ د همکاری هوکړه‌لیک لاسلیک شو.د دې هوکړې له ...
06/12/2025

د لوی سید جمال الدین افغان د طبي علومو انستیتوت او ایکسل تعلیمی سازمان ترمنځ د همکاری هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې دلوی سيدجمال الدين افغان د طبی علومو انستيتوت محصلین کولای شي چې په ایکسل تعلیمي سازمان کې انګلیسي ، کمپیوټر، جرمني او فرانسوي ژبو کورسونه په ۵۰٪ تخفیف سره زده کړي.
دغه هوکړه د دواړو لوریو د همکارۍ، علمي اړیکو پیاوړتیا او د ځوان نسل د مسلکي زده کړو د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده.

دطبي شورا دفعاليت د جواز په ازموينه (NMLE)یا (Exit Exam) كی د لوى سيدجمال الدين افغان روغتيايي علومو انستيتيوت پياوري او...
24/11/2025

دطبي شورا دفعاليت د جواز په ازموينه (NMLE)یا (Exit Exam) كی د لوى سيدجمال الدين افغان روغتيايي علومو انستيتيوت پياوري او تكړه استادان هر یو داكتر نسیم الله دوست،داکتر عنایت الله احمدی،داکتر نذیر پاچا او داکتر جاوید معنوی ته په لوړو نمرو د بريالي كیدلو مباركي وايوو.
په درنښت
لوى سيد جمال الدين افغان دروغتيايي علومو انستيتيوت

نیټه: 1404/08/17 د ۱۴۰۴ کال د خزانی سمستر ٪۲۰ (شل فیصده) ازموینې پیل شوې! د لوی سیدجمال الدین افغان روغتیايي علومو انستی...
09/11/2025

نیټه: 1404/08/17

د ۱۴۰۴ کال د خزانی سمستر ٪۲۰ (شل فیصده) ازموینې پیل شوې!
د لوی سیدجمال الدین افغان روغتیايي علومو انستیتیوت د خزانی سمستر شل فیصده ازموینې د انستیتیوت د محترم رئیس دوکتور میرویس رحیمی،علمی معاون داکتر نعمان رحیمی ،دنظم او ډسپلين کمېټې، ازموینې کمېټې او د مالي کمېټې په حضورکې پیل شوې.
پيل د کلام الله په څو مبارکو ایاتونو سره وشو،ورپسې د لوی سیدجمال الدین افغان روغتیايي علومو انستیتیوت بنسټګر او رئیس دوکتور میرویس رحیمې خبرې وکړې او خوښي یې وښوده، چې محصلین یو قدم نور هم خپلو هیلو ته نېږدې کیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ازموینو د ښه ترسراوي په موخه بشپړ چمتوالی نېول شوی او د مهالویش مطابق به ازموینې واخېستل شي، ښاغلي رحیمي پوره ډاډ څرګند کړ،چې حق به حقدار ته سپارل کیږي.
د نظم او ازموینې کمېټې مسؤل ماسټر غفران الله منصوري له ټولو محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې،په خپل وخت خپلې صحنې ته ځان حاضر کړي،چپن او کارت یې د ازموینې لپاره اړین وبلل او سپارښتنه یې وکړه چې پرته له چپن او کارته هیڅ محصل ته په ازموینه کې د شمولیت اجازه نه ورکول کیږي،همدارنګه نوموړي محصلينو ته د ازموينو د شفافيت په اړه پوره ډاډ ورکړ.
ورپسې د مالي کمېټې غړی داکتر مرتضی پکتیاوال خبرې وکړې او محصلينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړی

په درنښت
د نشراتو مدیریت

دولتی ازموینې (Exit Exam) خبرتیا!د لوی سید جمال‌الدین افغان طبي علومو انستیتوت  ټولو هغو محصلینو ته چې د یاد انستیتوت څخ...
19/10/2025

دولتی ازموینې (Exit Exam) خبرتیا!
د لوی سید جمال‌الدین افغان طبي علومو انستیتوت ټولو هغو محصلینو ته چې د یاد انستیتوت څخه فارغ شوی دي، خبر ورکول کېږي چې د اګزیت ازموینې نوم‌لېکنه پیل شوې ده.
هغه محصلین چی یاده ازموینه یی نه وی ورکړی د نوم لیکنې لپاره دی اداری ته مراجعه وکړی ترڅو د ۱۴۰۴ کال د دولتی ازموینی(اګزیت) څخه بی برخی نشی.
د اړیکو شمیری:0780749288/0777775250

📢 د اختصاصي کانکور ازموینې خبرتیا        لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت په درنښت سره ټولو د نیمه طبی زده ...
18/09/2025

📢 د اختصاصي کانکور ازموینې خبرتیا

لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت په درنښت سره ټولو د نیمه طبی زده کړو مینه والو ته خبر ورکوي، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سنبلې پر ۳۱ نېټه د خزانی سمستر لپاره د نویو محصلینو د جذب په موخه اختصاصي کانکور ازموینه اخیستل کېږي.
د یادې ازموینې له لارې به په بېلابېلو تحصیلي پروګرامونو کې وړ محصلین جذب او شامل کړل شي.
✨ که تاسې هم د معیاري تحصیل، مسلکيتوب، او یو روښانه راتلونکي لېوالتیا لرئ، نو دا زرینه موقع له لاسه مه ورکوی!
نوم لیکنه جریان لری
د اړیکو شمیری:
[0780749288/0777775250]

لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتیوت  د يوې سترې پرتمينې غونډې کوربه وه، چې نږدی ۱۲۱ تنه  علمي او مسلکي کادرون...
13/09/2025

لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتیوت د يوې سترې پرتمينې غونډې کوربه وه، چې نږدی ۱۲۱ تنه علمي او مسلکي کادرونه يې په مختلفو رشتو لکه عالی نرسنګ، ، طبی تکنالوژي، دواسازي، غاښونو پروتیز، د هېواد او بشري ټولنې د خدمت په پار ټولنې ته معرفي کړل.
غونډه د قرآن مجيد په څو مبارکو ايتونو د قاری صیب اکرام الله (حقیار) په خوږ او ملکوتی غږ سره پيل شوه او ورپسې د لوي سید جمال الدین افغان طبی علومو انستیتیوت محترم رئیس او بنسټګر دوکتور میرویس (رحیمی ) د غونډې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغو شويو محصلينو ته مبارکي وویل او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې په دې زده کړو بسنه ونه کړي لا هڅه وکړی ترڅو د هیواد کړیدلی ولس د درد درمان وګرځي.
نوموړي وويل، ټول افغانان بايد هڅه وکړي، چې په علمي ډګر کې له نړيوالو څخه پاتې نشي؛ ځکه د هېواد راتلونکی نويو ځوانانو پورې اړه لري او ځوانان بايد دغه رسالت په ښه ډول ترسره کړي د ښاغلي رحیمي صیب څخه وروسته د ننګرهار د عامې روغتیا روغتیایی علومو انستیتیوت آمر متخصص خالد شیرزاد وینا وکړه او محصلین یې نورو زده کړو کولو ته وهڅول همداراز په ترتیب سره د ساینسی طبی علومو انستیتیوت ریس دوکتور شیرمحمد مومند ،ملک زلمی حقیار ،.
همدارنګه دلوی سیدجمال الدین افغان انستیتیتوت اداری او رهبری بورډ له لوری د نوموړي انستیتیوت کادری او ژمن استادان او دمختلفو ادارو مسوولین وستایل شو اوهمدارنګه فارغ محصلینو ته تصدیقونه وویشل شو د پروګرام په آخره دماستر غفران منصوري له لوری دسوګند مراسم ترسره شو غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسیدله.

لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت غواړي د خپلو درسي چارو د پیاوړتیا لپاره دوه نوي استادان وګماري:🔹 ۱. د فارم...
08/09/2025

لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت غواړي د خپلو درسي چارو د پیاوړتیا لپاره دوه نوي استادان وګماري:

🔹 ۱. د فارمیسي څانګې استاد
• لږ تر لږه د فارمیسي په برخه کې د معتبر سند ولری.
• د تدریس تجربه لرونکي کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي

🔹 ۲. د نرسنګ څانګې استاد
• لږ تر لږه د MD وي
• د تدریس تجربه لرونکي کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي

📅 د غوښتنلیک وروستۍ نیټه: (د سنبلی ۲۵)
📍 موقعیت: لوی سید جمال الدین افغان د طبی علومو انستیتوت، (مستوفیت څلور لاری ته څیرمه عبدالوکیل لیسی ته مخامخ)

علاقه‌مندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه او اسناد د ادارې دفتر ته وړاندې کړي.
د نورو معلوماتو لپاره اړیکه: 0777775250/0780749288

Address

Jalalabad
26000

Telephone

0777775250

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Louy Said Jamaludin Afghan Medical Institute & Delivery Home posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram