18/10/2025
انا لله و انا الیه راجعون
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شـ.هادت خبر راته خورا دردوونکی و، چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول.
دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی.
زه د دغو معصومو لوبغاړو کورنیو، خپلو دوستانو او د پکتیکا خلکو ته د زړه له کومي تسلیت وایم.
الله (ج) دې ټولو شـ.هیدانو ته فردوس جنتونه، او ټپیانو ته عاجله شفا ورپه برخه کړي.
موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.