03/01/2026
🌸 PCOS او د مخ وېښتان
(تشخیص، خوراک، ژوند طرز او عصري حل لارې)
پېژندنه
نن غواړو د یوې مهمې روغتیایي موضوع په اړه خبرې وکړو چې ډېرې ښځې ورسره مخ دي، خو لا هم پرې پوره پوهاوی نشته. دا موضوع ده: PCOS او د مخ زیات وېښتان
⚠️ دا شرم نه دی — دا یوه ناروغي ده او حل لري.
🔍 PCOS څه شی دی؟
PCOS (Polycystic O***y Syndrome) د ښځو یو هورموني مشکل دی. کله چې دا ستونزه موجوده وي، د ښځې په بدن کې د نارینه هورمونونه (Androgens) زیاتېږي.
د دې پایلې: - د میاشتني نظم ګډوډي - وزن ژر زیاتېدل - جواني (Acne) - په ځانګړي ډول د مخ او بدن وېښتان زیاتېدل
🌿 د مخ وېښتان ولې راځي؟ (Hirsutism) - کله چې نارینه هورمونونه زیات شي: نري وېښتان غټ او تور کېږي - وېښتان ژر وده کوي
په هغو ځایونو کې راځي چې عموماً په نارینهوو کې وي (مخ، زنې، غاړه)
👉 دې حالت ته Hirsutism ویل کېږي.
🩺 تشخیص څنګه کېږي؟
د اټکل پر ځای باید حتمي تشخیص وشي:
✔ Ultrasound (تلویزوني معاینه) – د تخمدان حالت ښکاره کوي او PCOS واضح کوي ✔ د وینې ټېسټونه – د هورمونونو اندازه معلوموي
⚠️ د مخ د سپینوالي غیر معیاري کریمونه او د وېښتانو ستونزه
ډېری ښځې د مخ د سپینوالي لپاره بېنومه او ارزانه کریمونه کاروي چې ډاکټر نه وي سپارلي.
دا کریمونه معمولاً څه لري؟
⚠️ Steroid (سټیرویډ) ⚠️ Mercury (پارَه) ⚠️ Hydroquinone
دا مواد څه زیان لري؟
پوستکی نری کوي - رګونه ښکاره کوي - هورمونونه ګډوډوي - د مخ وېښتان زیاتوي
ولې وېښتان زیاتوي؟
کله چې سټیرویډ کریمونه اوږده موده استعمال شي:
پوستکی کمزوری کېږي - د وېښتانو ریښې تحریکېږي - نري وېښتان غټ او تور کېږي
👉 دې حالت ته Steroid-induced Hirsutism ویل کېږي ⚠️ په PCOS لرونکو ښځو کې دا خطر لا زیات وي.
🚫 څه باید ونه کړو؟
❌ چټک سپین کوونکي کریمونه مه لګوئ ❌ د نورو په مشوره کریم مه استعمالوئ ❌ اوږده موده سټیرویډ کریم مه کاروئ
💡 هر سپین والی روغتیا نه ده 💡 چټکه نتیجه = اوږدمهاله زیان
🍽️ خوراک – د درملنې بنسټ
په PCOS کې تر ټولو مهم درمل صحتمند خوراک دی. که خوراک سم شي:
هورمونونه توازن ته راځي - وزن کنټرول کېږي - د مخ وېښتانو وده ورو کېږي
🥜 1️⃣ مغز لرونکي توکي (Dry Fruits & Nuts)
چارمغز / اخروټ – هورمون توازن، د التهاب مخنیوی - بادام – د شکر کنټرول، د وزن کمول - پسته – د انسولین مقاومت کموي
کاجو – یوازې په لږ مقدار
2️⃣ مرخړی (Mushroom) - د نارینه هورمون اغېز کموي - کالوري کم لري - وزن نه زیاتوي
✔ ډولونه: سپین، براون، Oyster mushroom ✔ استعمال: د سبزي، سوپ یا د هګۍ سره
🥬 3️⃣ سبزيجات (Vegetables)
پالک، بروکلي، کاهو - بادرنګ، بانجان، ګازر -پیاز، هوږه
✔ هورمون پاکوي ✔ وزن کموي ✔ د مخ وېښتانو وده ورو کوي
⚠️ کچالو په کم مقدار وخورئ
🍓 4️⃣ مېوې (په اندازه)
مڼه، ناک، توتان (Strawberry, Blueberry) - انار، کیوي
📌 اندازه: په ورځ کې ۱–۲ مېوې
❌ ډېرې خوږې مېوې کمې کړئ: کیله، انگور، آم
🍳 5️⃣ پروټین (Protein)
هګۍ - چرګ (بې غوړه) – ماهي - لوبیا، نخود، دال - مستې (بې بوره)
✔ شکر کنټرولوي ✔ وزن کموي ✔ هورمون متوازن ساتي
🥛 6️⃣ شيدې او لبنیات
✔ مستې (بې بوره) ✔ شيدې (کم غوړ)
❌ خوږې او فلاورد شيدې مه کاروئ
🌾 7️⃣ صحي کاربوهایډریټ
❌ سپینه ډوډۍ او سپین وریجې – کم یا نه
✅ تور ډوډۍ ✅ جو (Oats) ✅ براون رایس (په لږ مقدار)
🚫 د PCOS دښمن خوراکونه
❌ بوره ❌ سوډا ❌ فاسټ فوډ ❌ پیزا، برګر ❌ بسکټ، کیک ❌ مصنوعي جوس
💧 مایعات ۸–۱۰ ګیلاسه اوبه هره ورځ
شنه چای - دارچینی چای (په لږ مقدار)
🏃♀️ فزیکي فعالیت (Exercise)
حرکت د PCOS تر ټولو قوي درمل دی:
هره ورځ ۳۰ دقیقې چټک قدم وهل - سپک ورزش یا یوګا
👉 وزن کنټرول = هورمون کنټرول
😴 خوب – خاموش درمل - ۷–۸ ساعته منظم خوب
ناوخته ویده کېدل هورمون خرابوي - وختي خوب د PCOS نښې کموي
📱 ځیرک تلیفون او PCOS
❌ موبایل PCOS نه جوړوي ✔ خو زیات استعمال یې ستونزې زیاتوي:
خوب خرابوي - حرکت کموي - ذهني فشار زیاتوي
حل: د خوب نه ۱ ساعت مخکې موبایل بند - Digital Break - فعاله ورځ
✨ د مخ وېښتانو عصري حل ✔ Laser Hair Removal
وېښتان کموي - وده ورو کوي - تر ټولو خوندي عصري لاره ده
⚠️ یاد ولرئ: Laser یوازې کافی نه دی خوراک، ورزش او ښه خوب ورسره ضروري دي
👉 سم خوراک 👉 منظم حرکت 👉 ښه خوب 👉 Ultrasound تشخیص 👉 Laser د مخ وېښتانو لپاره
🌷 د پوهاوي خپرول = د ښځو ملاتړ
د اضافی ويښتانو او PCOS تداوی لپاره زمونږ روغتون ته مراجعه وکړی
دوکتورس عایشه ولی
📞 د اړیکې شمېره: 0783333330
📍 ځای: ملالی روغتون او زیږنتون، ننګرهار