11/02/2026
ټابليت کا(Tablet- K)
ټابليټ K په خراب ډول جوړ شوي ټابليتونه دي چې په بيلا بيلو رنګونو او شکلونو جوړ شوي او ډيری وختونه ورباندې مختلف انځورونه شتون لري چې په ظاهري بڼه کې د "Ecstasy" يا M**A له ټابليټونو سره ورته والی لري.. د نوموړو ګوليو کارول د ۲۰۱۶ کال راهيسې په پرله پسې توګه د ځوانانو په منځ کې مخ په زياتيدو دي او يواځې د ټابليټ کا تر نامه لاندې پلورل کيږي. سره له دې، تر اوسه پورې، د دې ګوليو د څرنګوالي د موندلو لپاره لږې هڅې شوې دي. د ځينو څيړنو پر بنياد منځپانګه کښې يې عموماً درې ډوله نشه يي توکي شتون لري. (1,2 )
په ټابليټ کا کښې درې عمده نشه يي توکي پيژندل شوي چې له ميت امفيټامين ، ايکسټاسي يا ميتايلين ډي اوکسای ميت امفيټامين (M**A) او هيروين څخه عبارت دي.
د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC ) د 2020 او 2021 په اوږدو کې د 536 ګوليو عدلي تحليل خپور کړ. په نوموړي تحليل کښې دا جوته شوه چې د ازمويل شويو ګوليو څخه، په سلو کې 42 په عمده توګه ميت امفيټامين، 23 سلنه په عمده توګه ايکسټاسي يا M**A، او 32 سلنه د ميتامفيتامين او اوپيويډونو مخلوط لري. په دې ګوليو کې موندل شوي اوپيويډونه ډيری وختونه هيروين وه، مګر ځينې وخت ټراماډول هم شتون درلود.
په ورته ټابليټ کې د هڅوونکو او سستونکو درملو ګډول هغه څه دي چې د هيروينو کارونکي يي له لسيزو راهيسې د speedball په څير کاروي ( کله چې له کوکاينو سره يوځای هيروين په يو وخت کې دواړه پيچکاري او يا سوڼ شي د سپيډ بال پنامه ياديږي .
که څه هم دواړه نشه يي توکي د يو بل مخالفې اغيزې لري، مطالعې ښودلې چې د speedball اخيستل کولی شي د دواړو درملو نورمالې اغيزې پياوړې کړي ترڅو ډيره زياته نشه رامينځته شي خو ځينې روږدي کسان چې له ميت امفيټامين سره يو ځای يا ورپسې سملاسي هيروين کاروي وايي چې يو د بل د اغيزو د اوږدوالي لامل کيږي.
ټابليټ کا د افغانستان په ښاري او کليوالي سيمو کې موندل کيږي، او له ګاونډيو هيوادونو څخه افغانستان ته راوړل کيږي .(1,4,6,9)
د 'ټابليټ K' د نمونو توپير:
د 'ټابليټ K' د ډولونو او اصل په اړه معلومات کم دي او په عمده توګه د رسنيو د راپورونو پربنسټ دي.
په ځينو راپورونو کې د ټابليټ K ډولونه او د "ټابليټ K" محصولات چې له ګاونډيو هيوادونو څخه افغانستان ته قاچاق شوي، ډير ګران او د کيفيت له پلوه توپير لري .
د 'ټابليټ K' د نمونو د لابراتواري تحليل څخه تر لاسه شوي شواهد دا په ګوته کوي چې په ټوليز ډول، په لابراتواري تحليل کې 26 مختلف توکي پيژندل شوي کوم چې په ټابليټ کا کښې ګډيږي ، په شمول د ډيری درملو، لکه carisoprodol (د عضلاتو نرموونکي يا سستونکي )، کلورفينيرامين او ډيفن هايدرامين (د حساسيت ضد درمل)، ډيکسټروميتورفان (د ټوخي ضد درمل)، پروپرانولول (بيټا بلاکر)، ډيازيپام ، سلډينافيل (Saldenafil )، پاراسيتامول ( د درد اراموونکي او د تبې ضد)، ټراماډول (د درد اراموونکي اوپويډ)، کلوروکين (د ملاريا ضد درمل)، او ټينيډازول (د پروټوزوا ضد درمل).
لس (۱۰) ډوله هغه نشه يي توکي او درمل چې په ټابليټ کا کښې ډير کارول کيږي په لاندې ډول دي:
ميت امفيټامين ، کافين ، M**A ، کلورفينيرامين، هيروين، Dextromethorphan، ټراماډول، Lidocaine، Sildenafil او ۶ مونو اسيټايل مورفين (6-MAM). (1,6,12)
په يوه ټابليټ کښې کيدی شي له پورته درملو او نشه يي توکو څخه دوه يا درې يې شتون ولري. (1,3,5,8,10,12)
کوم درمل يا نشه يي توکي چې د ټابليټ کا په جوړښت کښې کارول کيږي ممکن موخې يې په لاندې ډول وي:
1. Methamphetamine ( ميت امفيټامين) ، Caffeine (کافين) ، او Methylenedioxymethamphetamine (M**A) درې واړه توکي هڅوونکې اغيزې لري ( د وينې فشار ، تنفس او د زړه درزا ډيروي، خوب تښتوي، اشتها له منځه وړي، د بدن د تودوخۍ د لوړوالي،جټکو او د زړه د ګډوډيو لامل کيږي او شخص کښې موقتي انرژي رامنځ ته کوي چې کيدی شي لومړنۍ منځپانګه يې همدا پورته ياد شوي توکي وي.
2. کافين : کيدای شي د ميت امفيټامين د هڅوونکو اغيزو د لا ځواکمن کيدو لپاره کارول کيږي.
3. هيروين (He**in ) ، ۶ مونو اسيټايل مورفين (6-MAM) ، اسيتايل کوډين او ټراماډول : کيدای شي د پورته هڅوونکو توکو د اغيزو موده اوږده کړي. همدا رنګه د وينې د لوړ فشار او د زړه د ډبيدو د زياتوالي مخه ونيسي او بې خوبي يو څه راکمه کړي.
4. پاراسټامول : څرنګه چې د هڅوونکو نشه يي توکو له کارولو سره د بدن د تودوخۍ درجه لوړيږي نو د پاراسټامول له کارولو سره نوموړې تودوخه يو څه کنترول کيدای شي.
5. پروپرانولول: کيدای شي د وينې لوړ فشار او د زړه د ډبيدو زياتوالی راکم کړي.
6. کاريسوپراډول : دا هم د عضلاتو نرموونکي او سستونکي درمل دي ممکن د وينې لوړ فشار او جټکې کنترول کړی شي.
7. ډيازيپم: د بې خوبۍ په له منځه وړلو کښې رول لري او کيدای شي د جټکو په درملنه کښې هم رول ولوبوي.
8. ډيفن هايدرامين او کلوروفينرامين: کيدای شي د نورو نشه يي توکو څخه د را ولاړيدونکي حساسيت مخنيوی وکړي ، همدا رنګه نوموړي د حساسيت ضد درمل خوب راوړونکې او سستونکې اغيزې هم لري. همدا رنګه کيدای شي د اوپويډونو اغيزې ځواکمنې کړي.
9. ډيکسټروميتورفان : اصلاً د ټوخي ضد درمل دي چې د ټوخي د ځپلو لامل کيږيٍ خو کيدای شي د خوبجن حالت په رامنځ ته کيدو کښې هم رول ولري مګر په ټابليټ کا کښې يې د ګډولو موخه معلومه نده...
10. ليډوکاين:ممکن د زړه د ګډوډيو د تنظيم لپاره کارول کيږي.
11. سيلډينافيل: کيدای شي له دې سره د ټابليټ کا اغيزې ځواکمنې شي.
12. کلورکين: موخه يا ميکانيزم يې معلوم ندی.
13. ټينيډازول: موخه يا ميکانيزم يې معلوم ندی.
د ټابليټ کا د اغيزو ميکانيزم :
څرنګه چې ټابليټ کا په خپله له څو ډوله نشه يي توکو څخه جوړ شوی مرکب دی نو اړخيزې اغيزې يې ډيرې او د ژوند ګواښونکې دي. کله چې نوموړي ټابليتونه وخوړل شي نو ۱۵ دقيقې وخت نيسي تر څو د وينې دوران ته ننوځي او دماغ ته ورسيږي. نوموړي درمل د دريوو نيوروټرانسميټرونو (سيروټونين، ډوپامين او نارايپينيفرين) د فعاليت په زياتولو سره خپلې اغيزې توليدوي.
سيروټونين:
سيروټونين د مزاج، تيري (دښمنانه رويي) جنسي فعاليت، خوب او د درد د احساس په کنترول کي رول لري. اضافه سيروټونين کوم چې د ټابليټ کا پواسطه ازاديږي د مزاج د لوړولو د اغيزو لامل کيږي. هغه خلک چې نوموړي درمل کاروي په لومړيو وختو کې ډير د بيدارۍ احساس کوي د ځينو په حواسو کي بدلون راځي لکه د تماس حس. همدارنګه سيروټونين د يو شمير نورو هرمونونو د افراز لامل کيږي لکه اوکسي ټوسين او وازوپريسين کوم چې د مينې ، جنسي پاريدنې او باور په حس کې مهم رول لوبوي.
ډوپامين:
ډوپامين د حرکت، تشويق، احساساتو او د خوښۍ په کنترول کې مرسته کوي. د ډوپامين زياتوالی په لوړه کچه د خوښۍ د احساس او د انرژۍ د زياتوالي لامل کيږي.
نارايپينيفرين:
د زړه ضربان او د وينې فشار زياتوي او دا د هغو خلکو لپاره خطرناک دی څوک چې د زړه او رګونو ناروغۍ لري.
اړخيزې يا ناوړه اغيزې:
۱- زړه او تنفسي سيستم : ټابليټ کا د زړه د درزا د ډيروالي، د تنفس د چټکوالي ،د وينې د فشار د لوړوالي ، د وينې د رګونو د تنګيدلو ، Pulmonary hypertension يا په سږوکښې د فشارد لوړوالي ، د زړه د بې نظمۍ ،د زړه د دسامي ناروغيو او مايوکارډيال انفارکشن لامل کيږي .
۲- عصبي سيستم : د سترګو د کسو پراخيدل ،د سترګو د ګاټوچټک غير ارادي حرکات ، د سرخوځيدل ،د بدن د تودوخۍ لوړوالی ، د ماغي انفارکشن ،جټکې ، په Synaptic cleft کښې د ډوپامين او 5-HT کموالی د نيورونو د تخريب لامل کيږي او 5-HT ساينډروم منځ ته راځي .په ځانګړي ډول په هغو خلکو کښې چې ټابليټ کا له نورو Serotonergic درملوسره يوځای اخلي .
۳- رواني اغيزې : د دروغجنې خوشحالۍ، د ليدلو د برساماتو ، او د ويرې لامل کيږي او ځنډنۍ کارول يې د سايکوزس يا ليونتوب اعراض منځ ته راوړي .
۴- عضلې او اسکليټ : د غاښونو کريچل ياچېچل ( Bruxism ) ، د ژامې دعضلاتو د سپزم يا شخوالي له کبله د خولې نه خلاصيدل( (Trismus اود عضلا تو د فعاليت د ډيروالي له امله د عضلا تو د دردناکه تقلصاتو او Rhabdomyolysis لامل کيږي .
۵- خوارځواکي، د جنسي ځواک کموالی او فزيکي کمزوري ( د انرژۍ د مصرف ، ډير خولې کيدو او د اشتها د نشتوالي له امله)
۶- د ځيګر او پښتورګو خرابوالی ( د وينې د فشار د لوړوالي او د نشه يي توکو د زهرجنو ميټابوليټونو د مستقيمو اغيزو له امله ).
۷- اقتصادي کمزوري ( د کاري وړتيا د خرابوالي او د نشه يي توکو يا ګوليو د بې ضرورته مصرف له امله ).
۸- د کورنيو اړيکو خرابوالی( د کاري وړتيا ، جنسي ځواک او فزيکي ځواک د خرابوالي له امله ).
۹- د ټولنيزو اړيکو خرابوالی ( د پورته ټولو لاملونو، نوم بدۍ او شرم له امله ).
د ټابليټ کا نورې معمولې اړخيزې اغيزې د بدن د اوبو د ضياع او په وينه کښې د ګلوکوز د کچې د ډيروالي( Hyperglycemia ) څخه عبارت دي .په ځنډنيو کارونکو کښې يې ميتابوليک اسيدوزس ډير رامنځ ته کيږي .
د دوز د لوړوالي اعراض:
د ټابليټ کا د دوز لوړوالی هغه وخت رامنځ ته کيږي کله چې يو څوک په يو وخت کښې ډير ټابليټونه وخوري او يا د ټابليټ کا د منځپانګې اړوند نور نشه يي توکي هم وکاروي. که د اوپويډونو د دوز د لوړوالي اعراض او نښې ولري نو انتخابي درمل يې نالوکسون دي چې د اوپويډونو په برخه کښې ورڅخه يادونه شوې ده. او که د ميت امفيټامين د دوز د لوړوالي اعراضو او نښو په کښې شتون درلود نو د درملنې لپاره د ميت امفيټامين د دوز د لوړوالي د درملنې برخې ته دې مراجعه وشي.
خو بيا يې هم درملنه محافظوي ده . لوړ فشار يې د Nitroprusside يا Phentolamine سره ،د بدن لوړه درجه تودوخه يې د يخو اوبو او پاراسټامول سره او د ويرې او اختلاجاتو درملنه يې له بنزو ډيازيپينونو سره کيږي .
کاپی