Health Tips

Health Tips Hospital � care & cure

24/06/2024
بريا څه ده؟يو عالم وايي: که رښتیا غواړئ چې بريالي شي،د هغو چارو ترسره کولو سره ځان عادت کړئ چې بايلونکي د هغو ترسره کولو...
10/10/2023

بريا څه ده؟
يو عالم وايي: که رښتیا غواړئ چې بريالي شي،د هغو چارو ترسره کولو سره ځان عادت کړئ چې بايلونکي د هغو ترسره کولو ته ليوالتيا نه لري.
برياليتوب تعريف:- برياليتوب د پرله پسې ارزښمنو اهدافو درک دی. «ارنل نايټينکل»

ستونزې : تاريخ ثابته کړې بريالي او پيژندل شوي کسان وړاندې له دې چې برياليتوب ته ورسيږي، له ناهيلي کوونکو خنډونو سره مخ شوي دي.
دوي بريالي شول، ځکه له ماتو وروسته ناهيليو ته يي ارزښت ور نه کړ. «فوربس»

د برياليتوب پر وړاندې ځينې خنډونه:
له ماتې ويره ، پروګرام نشتون ، ټاکلو اهدافو نشتون ، لټي ، کورنۍ مسؤليتونه ، تمرکز نشتون ، بيلابيلو کارونو تر سره کول ، ډيره ژمنتيا ، د ژمنتيا نشتون ، زده کړې نشتون ، لومړيتوب نشتون .
Copy from Book

په مغزو زیات بوج  راوستل  سوچ فکر  د وجود  دغه عضو ته نقصان رسوی
10/08/2023

په مغزو زیات بوج راوستل سوچ فکر د وجود دغه عضو ته نقصان رسوی

اپنډېکس د لاس د ګوتې په اندازه يو کوچنی د کولمې جوړښت ده چې له غټو کولمو سره لګېدلی ده. د دې جوړښت پاړسوب ته په طب کې اپ...
16/04/2022

اپنډېکس د لاس د ګوتې په اندازه يو کوچنی د کولمې جوړښت ده چې له غټو کولمو سره لګېدلی ده. د دې جوړښت پاړسوب ته په طب کې اپنډېسايټِس وايي. که څه هم تر اوسه موږ ته د اپنډېکس وظيفه په صحي شکل نه ده معلومه خو موږ پدې پوهيږو چې لېري کول يې ناروغانو ته زيان نه رسوي. هر هغه وخت چې اپنډېکس وپړسيږي بايد د جراحي عملياتو له لاري قطع او لېري کړل شي که نه نو د چودلو خطر لري چې کېدی شي انسان ډير زيات ناجوړه او حتا مړ کړي.

د اپنډېکس د پاړسوب يا اپنډېساټس نښې نښاني:
⬅️ د نس په منځنۍ برخه کې شديد درد چې پس له يو څو ساعتونو د نس کښتنۍ برخې ښۍ خواته چېرته چې اپنډېکس موقيعت لري ځي او همدلته ځای پر ځای کيږي.
⬅️ که د نس د کښتنۍ برخې ښۍ خوا باندې د لاس په واسطه زور راوړل شي او يا ناروغ و ټوخيږي او يا ولاړ شي حرکت وکړي درد نور هم سختيږي.
⬅️ د ناروغ اشتها له منځه ځي او کېدی شي ناروغ ته قبض يا اسهال پيدا شي.
که چاته پورته علامې پيداشي په بېړه يې تر روغتونه و رسوئ.

 #زخېپر بدن بدشکله او کلکلې غوټې، چې د جوارو د دانې په اندازه وی او سرونه یې کله زیږه او کله نرم او ښوی وي پیدا کیږي کوم...
10/04/2022

#زخې

پر بدن بدشکله او کلکلې غوټې، چې د جوارو د دانې په اندازه وی او سرونه یې کله زیږه او کله نرم او ښوی وي پیدا کیږي کوم زیان نه لري خو انسان ورسره بد ښکاري په لاس مخ او پوزې باندې ډیره راخیژي
کله کله چې په دې انسان بې احتیاطی وکړی انسان ته ستونزې هم پیدا کولی سي

یو لرګي یا ډکې په ذریعه کار بالیک اسید ولګوي او بیا په ډیر احتیاط سره پرې نایتریک اسید پورې کړې دې سره به کمبود وکړی
سلي سیلک اسیډ او لکتیک اسیډ ۱۰ فیصده واسلین سره ګډ کړی هغه پرې کېږدئ ډیره ګټه کوي نن سبا ددې ناروغۍ لپاره یو دول حاص درمل دی په بازار کې موجود دی هغه ورته سل په سلو کې ګټه کوي د نوموړي درمل نوم
Sol. Douofilm
دی څو ورځې پرله پسي په زخم ولګوي که زخی هر څومره زیاته وي پرې ولګوي ټوله به ورکئ سي
پام مو وی د جلد په روغه برخه درڅخه ونه لګیږي کنه نو پوستکی ته زیان رسوي ځکه تیزابي ماده ده او پوستکی تحریبوي

او درمل يې په لاندې ډول جوړېږي:
وچ اوړه، لیمو، هګۍ او ژيړ کورکمان يو ځای سره ګډوډ کړئ. په دومره کچه درمل جوړ کړئ، چې ستاسو د زخو لپاره بسنه وکړي. له ويده کېدلو وړاندې يې په زخو کېږدئ، پلاسټر ترې تاو کړئ، یا يې وتړۍ، ان شاء الله په څو ورځو کې به مو زخې له منځه ولاړ سي.

د هوګې په وسيله درملنه
يو پلی هوګه ميده کړئ (وټکوئ)، د زخې شاوخوا جلد د ناريال تيلو يا بادام تيلو په وسيله غوړ کړئ داسې چې په خپله زخه غوړه نه سي. بيا ميده سوې هوګه پر زخه کيږدئ، په ململ ټوټه يا پلسټر يې وتړئ. پرله پسې څو شپې دا کار ترسره کړئ. ان شاالله په يوه اونۍ کې به مو زخې ورکې سي.
دويم: د کيلې پوستکي په وسيله درملنه
د کيلې تازه پوستکی راواخلئ، په چاقو يې کابو درې سانتي متره ټوټه کړئ، بيا يې نرم مخ د شپې لخوا پر زخه کيږدئ، په ململ ټوټه يا بل پاک ټوکر يې وتړئ. سهار يې پرېمنځئ، څو شپې پرله پسې ورته کار ترسره کړئ. ان شاالله په يوه اونۍ کې به مو زخې ورکې سي.

د يادونې وړ ده، هغه کسان چې پرلپسې پڼي، موچڼي په پښو کوي، په پښو يې زخې نه پیدا کېږي.
درسره شیر یی کړی
C

Address

Jalalabad

Telephone

+33753693625

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Health Tips posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Health Tips:

Share