DR Tilamohamad Sahar

DR Tilamohamad Sahar cosmetic dentistry
Endodontics

تتراسایکلین (Tetracycline) که د حاملګۍ په جریان کې استعمال شي، کولی شي د جنین د غاښونو په جوړښت او رنګ باندې منفي تاثیر ...
29/05/2025

تتراسایکلین (Tetracycline) که د حاملګۍ په جریان کې استعمال شي، کولی شي د جنین د غاښونو په جوړښت او رنګ باندې منفي تاثیر وکړي.

څنګه تتراسایکلین د غاښو رنګ بدلوي؟

تتراسایکلین یو براډ‌-سپیټرم انټي‌بیوټیک دی چې کلسیم سره تړلی شي.

که دا دوا د حاملګۍ دویم یا دریم trimester کې واخیستل شي (او همدارنګه د شیدې ورکولو پر مهال)، دا کولی شي چې د جنین یا نوزاد د غاښونو دنتین (dentin) او اینامل (enamel) ته داخل شي.

دا باعث کیږي چې غاښونه ژېړ، خړ یا نسواري رنګ واخلي، چې دا دایمي وي (د تل لپاره پاتې کیږي).

دا حالت ته تتراسایکلین سټېننګ (Tetracycline staining) یا د غاښونو داخلي رنګ اړونه ویل کیږي.

د دې مخنیوی څنګه کیدای شي؟

تتراسایکلین او ورته درمل (لکه doxycycline) باید:

د حامله ښځو له خوا ونه کارول شي.

د ۸ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته هم نه کول شی.

---

⭕️ د غاښونو په اړه څو د لوستلو خبرې !1 - غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په آسانی سره کور ته د...
08/02/2024

⭕️ د غاښونو په اړه څو د لوستلو خبرې !

1 - غاښونه په خوله کې د دروازې مثال لري که دروازه خرابه وي غل په آسانی سره کور ته داخلیږي . غاښونه د یوه قیمتي غمي مثال لري که چېرته ده غمی مات او یا هم خپل رنګ د لاسه ورکړي نو په شخصیت بده اغیزه کوي . پاکه خوله او پاک غاښونه د ښه صحت ضمانت کوي .

2 - په ښایسته غاښونو باندې شخصیت لوړیږي . غاښونه داسې یو قیمتي څیز دی چې ساتنه یې د یوې خزانې په شان په کار ده . ته د غاښونو ساتنه کوه غاښونه ستا ساتنه کوي . د ګنډیري په ژولو سره مو غاښونه کلکیږي .

3 - د لویانو لپاره د برش اِستعمال ښه دی خو مسواک د برش څخه ډیر ښه دی ځکه چې دغه یو سنت عمل دی او د اوریو ورزش هم ورسره کېږي . د یخو څیزونو څخه وروسته سمدستي ګرم څیز مه استعمالوه او د ګرم څیز وروسته یخ مه استعمالوه ځکه چې دغه عمل غاښو ته زیان رسوي .

4 - د حمل پر وخت یوه مور باید خپلو غاښو ته زیاته توجه وکړي . د غاښونو تر منځ فاصله کې له لرګي وخلو ډډه وکړئ د غاښونو تار څخه استفاده وکړئ . د سګریټ ، نصوارو د استعمال څخه ډډه وکړئ ځکه چې غاښو ته زیان رسوي .

5 - ماشومانو ته چوشک مه ورکوئ ، د غاښو په منځ کې فاصله پیدا کوي . د غاښونو برش مو له ماشونو او خاورو لرې وساتی . د غاښونو د کتنې لپاره په کال کې دوه ځلې هتمن ډاکټر ته مراجعه وکړئ . د مڼې ګازرې او ناک خوړولو سره غاښونه پاکیږي . په خپلو خوراکو کې د سبزۍ استعمال غاښونو ته فایده رسوي . د زیاتې غوښې د خوړلو سره مو غاښونه متاثره کیږي .

Address

Jalal Abad City
Jalalabad

Telephone

+93731528221

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when DR Tilamohamad Sahar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category