Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي

Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي دنده :ننګرهـــــــار حوزوي روغـــــــــــــتون عمومي جراحي څانګه

د مري سرطان لاملونه او د خطر عوامل۱. سګریټ او نسوار • د مري د سرطان تر ټولو مهم خطري عامل • اوږدمهاله استعمال خطر څو چند...
21/02/2026

د مري سرطان لاملونه او د خطر عوامل

۱. سګریټ او نسوار
• د مري د سرطان تر ټولو مهم خطري عامل
• اوږدمهاله استعمال خطر څو چنده زیاتوي

۲. الکول
• په ځانګړي ډول د سګریټ سره یو ځای استعمال خطر ډېر لوړوي

۳. ډېر ګرم چای او ګرم مشروبات
• ډېرګرم مشروبات د مري داخلي پوښ ته زیان رسوي
• زموږ په وطن کې عام دود دی

۴. ناسمه تغذیه
• د تازه مېوو او سبزیو کم استعمال

۵. چاغوالی (Obesity)
• (Adenocarcinoma) سره زیات تړاو لري

۶. اوږدمهاله تیزابیت (GERD)
• که دوام وکړي، د مري حجرې بدلوي
• سبب کېدای شي د Barrett’s esophagus شي

۷. کورنۍ سابقه
• که په کورنۍ کې سابقه وي، خطر لوړیږي

۸. کیمیاوي موادو خوړل
• لکه تېزاب یا سوځوونکي مواد (په ماشومتوب کې)

که دا علایم موجود وي، ژر ډاکټر ته مراجعه وکړئ:
• د خوړو تېرولو ستونزه (Dysphagia)
• وزن کمېدل بې له سببه
• د سینې درد
• وینه لرونکی استفراق
• دوامداره ټوخی یا غږ بدلېدل

څنګه ځان وساتو؟

سګریټ او نسوار پرېږدئ
ډېر ګرم چای مه څښئ
سالمه غذا وخورئ (مېوه، سبزي)
چاغوالی کنټرول کړئ
که تیزابیت لرئ، درملنه یې وکړئ
که د تېرولو ستونزه وي، ژر اندوسکوپي وکړئ

که د تریخي (Gallbladder) تیږې عملیات ونشي، نو دا ستونزې رامنځته کېدای شي۱) تکراري شدید درد (Biliary colic) • د ښي اړخ د ...
10/02/2026

که د تریخي (Gallbladder) تیږې عملیات ونشي، نو دا ستونزې رامنځته کېدای شي

۱) تکراري شدید درد (Biliary colic)
• د ښي اړخ د پاسنيګیډي درد، اکثره د غوړو خوړو وروسته
• درد به بیا بیا راځي اوشدید کیږي

۲) د تریخي التهاب (Cholecystitis)
• دوامدار درد، تبه، کانګې
• که تداوي ونشي، تریخی کېدای شي چرک وکړي یا سوری شي

۳) ژیړ والي (Jaundice)
• که تیږه د صفرا نل بند کړي
• سترګې او پوست ژیړ کېږي، ادرار تور کېږي

۴) د صفرا نل التهاب (Cholangitis)
• تبه، درد،ژیړوالي
• بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري

۵) د پانقراس التهاب (Pancreatitis)
• کله چې تیږه د پانقراس نل بند کړي
• شدید درد، کانګې، حتی د ژوند خطر

۶) د تریخي سرطان (نادر خو ممکن)
• په اوږدمهاله، بې‌درملنې حالتونو کې خطر زیاتېږي

️ د تریخي درد کېدای شي تیږه یا التهاب وي!ایا د غوړو خوړو وروسته د ښي پاسنۍ ګیډي درد لرېدا درد ساده نه دی، کېدای شي د تری...
09/02/2026

️ د تریخي درد کېدای شي تیږه یا التهاب وي!

ایا د غوړو خوړو وروسته د ښي پاسنۍ ګیډي درد لرې
دا درد ساده نه دی، کېدای شي د تریخي تیږه یا د تریخي التهاب موجود وي.

د تریخي تیږه څه شي ده؟
• په تریخي کې د صفرا کلکې دانې جوړېږي
• ډېر وخت بې نښو وي

خو کله ناکله دا نښې لري
• د ښي پاسني ګیډي درد
• درد اوږې یا شا ته ځي
• زړه بدوالی او کانګې
• درد د غوړو خوړو وروسته زیاتېږي

د تریخي التهاب څه شی دی؟

• د تریخي پړسوب او التهاب
• زیاتره وخت د تیږې له امله رامنځته کېږي
• نښې یې جدي دي:
• دوامداره شدید درد
• تبه
• کانګې
• د خېټې حساسیت

درملنه وي
• که درد یا التهاب وي درمل ورته کارول کیږي
• که چیرته تیږه جوړه شوي وی د تریخي عملیات (Cholecystectomy) يي دایمي حل دی

کله ژر ډاکټر ته لاړ شو؟
• شدید او نه درېدوونکی درد
• تبه او کانګې
• د سترګو یا پوستکي ژیړوالی

ډاکټر عبدالبصیر فضلي - ننګرهار حوزوي روغتون جراحي څانګه

02/02/2026

ایا هره مقعدي وینه بهیدنه او درد د بواسرو معنا لري؟
نه، هره مقعدي وینه بهیدنه او درد حتمي د بواسرو معنا نه لري بلکي ډیر عامي ناروغۍ شتون لري چي پکی دمقعد څخه وینه بهیدنه او درد موجودوي چي ورڅخه دلته په لنډ ډول یادونه کوو.

1.مقعدي چاک (A**l fissure)

ډېره تېز درد + روښانه سره وینه، اکثر د سخت حاجت څخه وروسته موجوده وي

2.مقعدي انتان یا التهاب

درد، خارښت، کله ناکله وینه.

3.رېکټال پولیپونه

اکثره بې‌درده وي، خو وینه بهیدنه کوي.

4.د کولمو التهابي ناروغۍ (IBD)

لکه Ulcerative colitis، له نس ناستې سره وینه.

5. رېکټال یا کولون سرطان

په ځانګړي ډول که وینه دوامداره وي، وزن کمیږي، یا د حاجت عادت بدل شي.
6.د بواسرو ډولونه

– داخلي بواسیر: اکثر بې‌درده، خو وینه کوي
– خارجي بواسیر: دردناک وي، کله ناکله وینه

کله باید جدي ونیول شي؟
•که وینه بهیدنه تکراري یا زیاته وي
•که ورسره شدید درد، وزن کمېدل، کم‌خوني وي
•که عمر له ۴۰ کلونو پورته وي
•که کورنۍ کې د کولمو سرطان سابقه وي

ډاکټر عبدالبصیر فضلي - ننګرهار حوزوي روغتون عمومي جراحي څانګه

Alhamdulillah, another successful operation has been completed successfully
28/01/2026

Alhamdulillah, another successful operation has been completed successfully

هغه حالاتونه او کارونه چي د چوري دپیدا کیدو سبب کیږي؟ ۱-درانه شیان پورته کول • ناڅاپي زور وهل • ناسمه طریقه (بې له کمر ب...
22/01/2026

هغه حالاتونه او کارونه چي د چوري دپیدا کیدو سبب کیږي؟

۱-درانه شیان پورته کول
• ناڅاپي زور وهل
• ناسمه طریقه (بې له کمر بند او ناسم posture)

۲-اوږدمهاله ټوخی
• سګرټ څکول
•د سږو مزمني ناروغۍ (COPD)

۳-قبض (Constipation)
• د تشناب پر وخت زور وهل
• د فایبر کم استعمال

۴-د مثانې ستونزې
• د ادرار پر مهال زور وهل
• د پروسټات غټوالی (په نارینه وو کې)

۵-چاغوالی (Obesity)
• د نس دننه فشار زیاتوي
• د عضلاتو کمزوري

۶-حمل او زیات ولادتونه
• د نس دیوال غځېدل
• په ښځو کې Umbilical hernia زیات لیدل کېږي

۷-پخواني عملیات
• د عملیاتو ځای کمزوری پاتې کېږي
Incisional hernia

۸-عمر زیاتوالی
• د عضلاتو طبیعي کمزوري
• په مشرانو کې خطر زیات وي

هغه درمل چې په حاملګۍ کې منع دي که استعمال شي څه پایلې لري؟حاملګي یو ډېر حساس پړاو دی ځینې درمل که په دې موده کې استعمال...
19/01/2026

هغه درمل چې په حاملګۍ کې منع دي که استعمال شي څه پایلې لري؟

حاملګي یو ډېر حساس پړاو دی ځینې درمل که په دې موده کې استعمال شي، د مور او جنین دواړو لپاره جدي خطرونه جوړولای شي.

که منع شوي درمل وکارول شي، ممکنه پایلې:

د جنین پیدایشي نیمګړتیاوې (Congenital anomalies)

ځینې درمل د جنین د غړو د جوړېدو پر مهال (په ځانګړي ډول د لومړیو ۳ میاشتو کې) د زړه، دماغ، سترګو او لاس/پښو خرابوالی رامنځته کوي.

سقط (Abortion)

ځینې درمل د رحم تقلصات زیاتوي او یا د جنین وده ګډوډوي چې د حمل د ضایع کېدو لامل ګرځي.

د جنین د ودې ځنډ (IUGR)

ماشوم کم وزن، کم قد او کمزوری پیدا کېږي.

ذهني او عصبي ستونزې

ځینې درمل د دماغ پر ودې بد اغېز کوي چې وروسته د زده‌کړې ستونزې او ذهني کمزوري رامنځته کېدای شي.

د امیندوارۍ اختلاطات

لکه: د اوبو کمېدل، د ولادت ستونزې، یا د ماشوم مړ زېږون (Stillbirth)

17/01/2026
یو تن ناروغه چي د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ څخه يي حمزه روښان روغتون ته مراجعه کړې وه. نوموړې ناروغ د شاوخوا پنځو ...
10/01/2026

یو تن ناروغه چي د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ څخه يي حمزه روښان روغتون ته مراجعه کړې وه. نوموړې ناروغ د شاوخوا پنځو کلونو راهیسې د ګېډې د ښکته برخې له دوامدارو دردونو څخه شکایت درلود، چې ورسره یې د میاشتنۍ ناروغۍ نظم هم ګډوډ شوی و.

ناروغې ته لازم کلینیکي او تشخیصي معاینات توصیه شول د معایناتو پایلې وښودله چې د رحم په قدامي دیوال کې د فایبرایډ کتله (د رحم رسولي) موجوده ده.

د تشخیص له تثبیت وروسته ناروغې ته جراحي عملیات ترسره شو د عملیاتو څخه شاوخوا دولس ساعته وروسته، ناروغه په ښه عمومي وضعیت کې، پرته له کومې جراحي ستونزې، کور ته رخصت شوه

عملیاتي ټیم
• ډاکټر محمد عارف مومند
• ډاکټر عبدالبصير فضلي
• ډاکټر زاهدالله صالحي
الحمدالله

کوم درمل په ځګر (کبد) بد اغېز لري؟ځګر زموږ د بدن د زهرجنو موادو د پاکولو فابریکه ده، خو ځینې درمل که بې‌ځایه، ډېر، یا د ...
04/01/2026

کوم درمل په ځګر (کبد) بد اغېز لري؟

ځګر زموږ د بدن د زهرجنو موادو د پاکولو فابریکه ده، خو ځینې درمل که بې‌ځایه، ډېر، یا د ډیر وخت لپاره وکارول شي، ځګر ته جدي زیان رسولای شي.

1️⃣ د درد او تبې درمل
• Paracetamol (Acetaminophen)
که له ټاکلي مقدار زیات وخوړل شي → د ځګر شدید تخریب
په ځانګړي ډول له الکولو سره ډېر خطرناک

2️⃣ انټي‌بیوټیکونه (ځینې ډولونه)
• Rifampicin
• Isoniazid
• Augmentin
• Erythromycin
کولی شي Drug-induced hepatitis رامنځته کړي

3️⃣ د نري رنځ (TB) درمل
• Isoniazid
• Rifampicin
• Pyrazinamide
د TB د علاج پر مهال باید LFTs منظم وکتل شي

4️⃣ د مرګي (Epilepsy) درمل
• Valproic acid
• Phenytoin
• Carbamazepine
د ځګر انزایمونه لوړوي

5️⃣ د فنګس ضد درمل
• Ketoconazole
• Fluconazole (په اوږد استعمال کې)

6️⃣ هارموني او نور درمل
• Oral contraceptive pills
• Anabolic steroids
د صفرا بندښت او ژیړی رامنځته کولای شي

7️⃣ بوټي او کورني نسخې

ځینې نامعلوم بوټي او حکیمي درمل تر درملو هم زیات خطرناک وي
(ځکه مقدار او ترکیب یې معلوم نه وي)

د ځګر د خرابېدو نښې
• ژیړی (سترګې او پوست ژېړ)
• د ښي پاس ګېډې درد
• زړه بدوالی، کانګې
• تیاره ادرار
• شدید ستړیا

مهمې سپارښتنې

درمل یوازې د ډاکتر په مشوره استعمال کړئ
په یو وخت څو درد کموونکي مه خورئ
که د ځګر ناروغي لرئ، هر درمل مه کاروئ
د اوږده علاج پر مهال LFTs وکړئ

کومي  نښي موږ اپینډیسایټیس ته شکمنوي؟ 1. د ګېډې درد • اکثره له نامه شاوخوا شروع کېږي • وروسته د ګېډې ښي ښکته طرف ته ځي •...
03/01/2026

کومي نښي موږ اپینډیسایټیس ته شکمنوي؟

1. د ګېډې درد
• اکثره له نامه شاوخوا شروع کېږي
• وروسته د ګېډې ښي ښکته طرف ته ځي
• درد په تېرېدو سره زیاتېږي
2. کانګې او زړه بدوالی
3. د اشتها له منځه تلل
• ناروغ خوراک ته زړه نه ښه کوي
4. سپکه تبه
• اکثره له درد وروسته راځي
5. کله ناکله نس ناستی
• په ځانګړي ډول په ماشومانو کې
6. د ګېډې د لمس پر وخت درد خصوصآ ښي طرف ښکتني برخي
7. د حرکت، ټوخې یا پر ښي اړخ پراته کېدو سره د درد زیاتېد

د مقعد خارښت یا  A**l Pruritus مقعد خارښت یوه عامه ستونزه ده چې ډېر خلک ورنه زوریږي ، خو که پر وخت پام ورته ونه شي، ستون...
02/01/2026

د مقعد خارښت یا A**l Pruritus

مقعد خارښت یوه عامه ستونزه ده چې ډېر خلک ورنه زوریږي ، خو که پر وخت پام ورته ونه شي، ستونزه لا پسې زیاتېدای شي.

ولې د مقعد خارښت پیدا کېږي؟

• د مقعد چینجۍ (په ماشومانو کې ډېر عام)
• قبض یا اسهال
• بواسیر یا د مقعد فیشر
• زیاته یا ناسم صفايي (ډېر صابون)
• فنجي یا بکتریايي انتان
• شکره (Diabetes)
• توند او مساله لرونکي خواړه
• حساسیت د صابون، کریم یا جامو له امله

نښې نښانې
• دوامدار خارښت، زیاتره د شپې
• سوځېدل، سرخي یا پړسوب
• کله ناکله درد یا وینه

مخنیوی او پاملرنه

• د تشناب وروسته یوازې پاکې اوبه وکاروئ
• ساحه وچه وساتئ
• له سختو صابونونو او خوشبویو کریمونو ډډه وکړئ
• نرمه، پنبه‌یي جامې واغوندئ
• توند خواړه کم کړئ
• نوکان لنډ وساتئ (په ماشومانو کې مهم)

Address

Ankara

Telephone

+93765771674

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category