Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي

Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي دنده :ننګرهـــــــار حوزوي روغـــــــــــــتون عمومي جراحي څانګه

د ايګزيټ ازموينې پايلې!https://nexa.gov.af/fa/result/111/searchد ايګزيټ ازموينې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکای...
22/04/2026

د ايګزيټ ازموينې پايلې!

https://nexa.gov.af/fa/result/111/search

د ايګزيټ ازموينې ګډونوال، که د ازموینې پايلو په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر يکشنبې ورځې (غويي/ثور ۶ مې)نېټې پورې د مل لینک له طریقه ازموینو عمومي ادارې ته ثبت کړي.
https://forms.gle/fcfTBS3nxZeijqMt6..........
نتايج امتحان ايگزيت!

https://nexa.gov.af/fa/result/111/search

اشتراک‌کنندگان امتحان ايگزيت که در رابطه به نتايج امتحان شکایت داشته باشند، می توانند شکایت خویش را از طریق لینک ضمیمه الی روز يکشنبه، تاریخ (۶ ثور) به اداره عمومي امتحانات ثبت نماید.
https://forms.gle/fcfTBS3nxZeijqMt6

د ازموینې پر مهال له وارخطایۍ ډډه وکړئ او په آرام ذهن باور او تمرکز سره سوالونه حل کړئ ځکه دا کار ستاسو د بریا چانس لوړو...
06/04/2026

د ازموینې پر مهال له وارخطایۍ ډډه وکړئ او په آرام ذهن باور او تمرکز سره سوالونه حل کړئ ځکه دا کار ستاسو د بریا چانس لوړوي ټولو درنو ډاکټرصاحبانو ته د معالجوي طب د ایګزیټ ازموینې په دې مهم پړاو کې د بریا او کامیابۍ هیله لرم.
حتمن به د خپلو خواریو نتیجه ترلاسه کړئ .

ایا بواسیر درملنه لري ؟•بواسیر د مقعد شاوخوا رګونو پراخیدل او پړسیدل دي، چې دخارښت، درد او ویني لامل کېږي.•ډېری خلک فکر ...
06/04/2026

ایا بواسیر درملنه لري ؟

•بواسیر د مقعد شاوخوا رګونو پراخیدل او پړسیدل دي، چې دخارښت، درد او ویني لامل کېږي.
•ډېری خلک فکر کوي عملیات یی ناکام دي او بیا پیدا کیږي.

•خوکه د عملیات نه وروسته سالم ژوند او مناسبه غذا (فایبرلرونکي )وساتل شي، بیا پیدا کېدل يی ډېر کم دي.

د تاریخ تېرو درملو استعمال سره څه پېښیدای شي؟ممکن زیانونه•دوا اثر له لاسه ورکوي — چي ورسره ناروغ نه ښه کېږي•ناروغي لا پس...
06/04/2026

د تاریخ تېرو درملو استعمال سره څه پېښیدای شي؟

ممکن زیانونه
•دوا اثر له لاسه ورکوي — چي ورسره ناروغ نه ښه کېږي

•ناروغي لا پسي زیاتیږي — ځکه مؤثره اندازه نه لري

•ناڅاپي عوارض — لکه کانګې، نس ناستی، سر ګرځېدل او نور پیداکيږي
•مسمومیت (toxicity) — ځینې درمل د وخت په تېرېدو زیانمن کېږي او زهریله خاصیت اختیاروي

•د سترګو درمل — سوروالی، خارښت، درد او انتان رامنځته کوي

ننګرهار میشتو درنو ولسونو!که مو امبولانس ته اړتیا پیښه شوه نو د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د بیړنیو پیښو امبولانسونو سره ...
03/04/2026

ننګرهار میشتو درنو ولسونو!
که مو امبولانس ته اړتیا پیښه شوه نو د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د بیړنیو پیښو امبولانسونو سره په لاندې شمیرو اړیکه ونیسئ.
+93 77 775 4654
+93 78 287 8155

03/04/2026

که قلب ودرېږي مه تم کېږئ، سینه فشار کړئ او ژوند وژغورئ!

که د یو چا قلب ودرېږي نو!
•ځواب او تنفس وګورئ
•عاجل مرستې ته زنګ ووهئ
•سمدستي د سینې فشارونه شروع کړئ
•دمرستي تررسیدو پورې دوام ورکړئ

که په تریخي (Gallbladder) کې تیږي وي او عملیات ونه شي کومي ستونزې رامنځته کېدای شي؟1.شدید درد (Biliary colic)تیږه د صفرا...
02/04/2026

که په تریخي (Gallbladder) کې تیږي وي او عملیات ونه شي کومي ستونزې رامنځته کېدای شي؟

1.شدید درد (Biliary colic)
تیږه د صفرا لاره بندوي او ناڅاپي شدید درد پیداکوي (د ګیډي په ښي پورتني برخه کي )
2.د تریخي التهاب (Cholecystitis)

3.د صفرا عمومي لاره بندېدل (Obstructive jaundice)
•د سترګو ژېړوالی
•تیاره ادرار
•سپین غایطه مواد

4.د پانقراس التهاب (Pancreatitis)
5.چرک جوړېدل (Empyema of gallbladder)
تریخی چي له چرک ډک وي عاجل عملیات ته اړتیا لري
6.د تریخي سوری کېدل (Perforation)
که التهاب زیات شي ممکن تریخي سوري شي او د نس دننه انتان (peritonitis) رامنځته کړي
7.مزمن التهاب (Chronic cholecystitis)

کله عملیات ضرور دی؟
• تکراري دردونه
• تبه + درد
• ژېړوالی
• پانکریټایټس

د رحم یا د ښځو د تناسلي سیستم انتان وپېژنئ، او پر وخت یې درملنه وکړئد ښځو د تناسلي غړو انتان چې د رحم د نلونه او تخمدانو...
02/04/2026

د رحم یا د ښځو د تناسلي سیستم انتان وپېژنئ، او پر وخت یې درملنه وکړئ

د ښځو د تناسلي غړو انتان چې د رحم د نلونه او تخمدانونه اخته کوي که پر وخت درملنه یی ونه شي د بې اولادۍ سبب کېدای شي.

عام لاملونه

•جنسي لاري لېږدېدونکي مکروبونه(STD)
•د رحم دننه اله (IUCD)
•د غیر مصؤن سقط وروسته انتان
•د زیږون وروسته مکروبي کېدل
•د اندام غیر ضروري داخلي مینځل

عامې نښې

•د ګېډې لاندې درد
•بدبوی لرونکی افرازات یا اوبه
•تبه او ستړیا
•د ج**ع پر وخت درد
•نامنظم حیض

که درملنه ونه شي څه پېښېږي؟

بې اولادي
د رحم نه بهر حمل (Ectopic pregnancy)
مزمن د ګېډې دردونه
د نلونو بندېدل

مخنیوی څنګه وکړو؟

•د انتان نښو سره ژر ډاکټر ته مراجعه
•غیر ضروري داخلي مینځل مه کوئ
•د خوندي جنسي اړیکو مراعات
•د زیږون یا سقط وروسته معاینه
•د دواړو (ښځه او مېړه) درملنه که اړتیا وي

داکټر عبدالبصیر فضلي
ننګرهار حوزوي روغتون جراحي څانګه

د نارینه د هګیو میکروبي کیدل  (Acute Orchitis) څه شی دی؟ولي د نارینه هګۍ درد کوي؟حاد اورکایټس د خصیې ناڅاپي پړسوب او الت...
01/04/2026

د نارینه د هګیو میکروبي کیدل (Acute Orchitis) څه شی دی؟
ولي د نارینه هګۍ درد کوي؟
حاد اورکایټس د خصیې ناڅاپي پړسوب او التهاب دی چې اکثره د میکروب یا ویروس له امله رامنځته کېږي.

عام لاملونه
• د Mumps ویروس (په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږي)
• د ادرار د لارې میکروبونه
• جنسي لېږدېدونکي ناروغۍ لکه Chlamydia trachomatis infection او Gonorrhea
• د پروستات یا ادراري لارې پروسیجر وروسته

نښې نښانې
• د یوې خصیې ناڅاپي درد
• د خصیې پړسوب او حساسیت
• د هګیو د پوښ سوروالی او ګرموالي
• تبه او دبدن درد
• د ادرار پر وخت سوزش
• کله ناکله د مایع خارج کېدل

که درملنه ونه شي، ممکن عوارض
• د خصیې کوچنی کېدل
• د چرک جوړېدل
• د اولاد ستونزه (نادر خو ممکن)

مخنیوي
• شخصي حفظ الصحه مراعتول
• کافي اوبه څښل (د ادرار لارې پاک ساتي)
• ادرار مه ځنډوئ
• د ادرار سوزش یا انتان ژر درملنه
• د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو څخه ځان ساتنه
• د پروستات یا ادراري ستونزو پر وخت ډاکټر ته مراجعه
• د Mumps واکسین کول (په ماشومانو کې مهم دي)
ډاکټر عبدالبصیر فضلي
ننګرهار حوزوي روغتون عمومي جراحي څانګه

دګیډي درد د کومو ناروغیو له امله رامنځته کیږي؟د ګیډې درد یو عام شکایت دی، خو ځینې وختونه د خطرناکو ناروغیو نښه هم کېدای ...
30/03/2026

دګیډي درد د کومو ناروغیو له امله رامنځته کیږي؟
د ګیډې درد یو عام شکایت دی، خو ځینې وختونه د خطرناکو ناروغیو نښه هم کېدای شي.

د ګیډې درد عام لاملونه
• د معدې التهاب
• د معدې زخم
• بد هضمي
• قبض یا نس ناستی
• د خوړو مسمومیت

جدي ناروغۍ چې د ګیډې درد سبب کېږي
• اپنډیسایټس
• د صفرا کڅوړې التهاب
• د کولمو بندښت
• د پانقراس التهاب
• د پښتورګو تیږي
• د ادرار میکروبي کیدل
•اختلاتي چوره

خطرناکې نښې
• شدید او دوامدار درد
• تبه
• کانګې یا دوامداره زړه بدوالی
• ګیډه کلکه یا سخته شي
• د غایطه موادو یا کانګو سره وینه
• د ګاز او ډکو بولو نه تیریدل

که د ګیډي درد لري څه باید وکړئ؟
• سپک خواړه وخورئ
• کافي اوبه وڅښئ
• استراحت وکړئ
• که درد دوام وکړي یا زیات شي — ډاکټر ته مراجعه وکړئ

انټي‌بیوتیک په خپل سر مه خورئ — خطر یې تر فکر ډېر دی!انټي‌بیوتیک هغه درمل دي چې یوازې د بکتریاوو پر ضد کار کوي. که بې له...
27/03/2026

انټي‌بیوتیک په خپل سر مه خورئ — خطر یې تر فکر ډېر دی!

انټي‌بیوتیک هغه درمل دي چې یوازې د بکتریاوو پر ضد کار کوي. که بې له ډاکټر څخه په خپل سر وکارول شي، جدي ستونزې رامنځته کولاي شي.

•د درملو مقاومت (Antibiotic resistance)
میکروبونه قوي کېږي او بیا عادي درمل پرې اثر نه کوي.

•ناروغي نه ښه کېږي
که ناروغي ویروسي وي (لکه زکام، فلو)، انټي‌بیوتیک هېڅ ګټه نه لري.

•جانبي عوارض
نس ناستی، کانګې، حساسیت، د پوستکي دانې او حتی خطرناک عکس‌العملونه.

•د بدن ښه بکتریاو ته زیان
انټي‌بیوتیک د بدن ګټورې بکتریاوې هم له منځه وړي.

•راتلونکې درملنه ستونزمنه کېږي
کله چې رښتیا اړتیا وي، درمل اغېز نه کوي.

•څه باید وکړو؟
• انټي‌بیوتیک یوازې د ډاکټر په مشوره واخلئ
• د نورو کسانو پاتې درمل مه کاروئ
• دوز او موده بشپړه کړئ
• د زکام او فلو لپاره انټي‌بیوتیک مه کاروئ
ډاکټر عبدالبصیر فضلي - ننګرهار حوزوي روغتون جراحي څانګه

Address

Ankara

Telephone

+93765771674

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Basir fazly ډاکټر بصیر فضلي:

Share

Category