
02/06/2025
روغتیــــایي پیغـــام !
کانګو یوه ویروسي ناروغي ده، چی د کنو له چیچلو نورو څارویو ته لېږدول کیږي، په شخوند وهوونکیو څارویو(غواګانو، وزو او پسونو) کې د ټیټې یا خفیفه تبې لامل ګرځي. دا ناروغي انسانانوته هم انتقالیږي او لوړه یا شدیده وینه بهیدونکې تبه را منځته کوي.
:
۱. کله چی د ناروغۍ پر ویروس اخته کنه انسان یا حیوان وچیچي.
۲. د حلالولو په وخت کې یا له حلالې وروسته د اخته څاروي وینه، مایعات او یا د بدن د نورو غړیولمسول.
۳. پر ناروغۍ د اخته کس د وینې او مایعاتو لمسول.
۴. په لوڅو لاسونو د کنو لرې کول او وژل.
#کوم کسان ډېر پر ناروغۍ د اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي؟
۱. قصابان او هغه کسان چی څاروي حلالوي.
۲. د انسانانو او څارویو روغتیایي ډاکتران او کارکوونکي.
۳. هغه کسان چې کرنه او مالداري یې دنده ده.
۴. هغه کسان چی د څارویو له غوښو سره سر و کار لري.
۵. جلابان یا هغه کسان چی په مارکیټ کې د څارویو پر پېر او پلور اخته دي.
۶. پرکانګو ناروغۍ د اخته کس د کورنۍ غړي او پالوونکي.
۷. شپانه یا هغه کسان چی له څارویو سره په اړیکه کې دي.
:
د کانګو ناروغۍ پټه دوره په منځنۍ کچه ۴-۱۳ ورځو پورې ده،چې په څارویو کی تر ډېره ټیټه یا خفیفه کلینیکي نښه لري او ډېره کمه په ساحه کې تشخیصیږي. خو په انسانانو کې شدیدې کلینیکي نښې ښکاره کوي، چې په دې صورت کې لوړه تبه، تنبلي، د خېټې دردونه، د سترګو مخاطي غشا ټپونه، سرخوږی، د سړو احساس، د پزې، معدې، کولمو، رحم او تر پوستکي لاندې وینه بهیدنه او پر پوستکي دانې رامنځته کوي. د ناروغ مړینه د وینې بهیدنې، شاک، په رګونو کې د وینې غوټه کیدو او نورو اختلالاتو له کبله پیداکیږي، چې په انسانانو کې یې د مړینې کچه تر ۳۰ سلنه پورې رسیږي.
:
۱. د څارويو د حلالولو په وخت کې له دستکشو او چپنو څخه،چې اوږده لستوڼي او لمن ولري، ګته واخستل شي.
۲. د څاروي حلالولو او پوستکي ایستلو په وخت کې بایددحلالې چاړه په خوله کې ونه نیول شي.
۳. د کنو د له منځه وړلو لپاره باید څاروي او غوجله د وترنر ډاکتر په مشوره دوا پاشي شي.
۴. روغتیایي کارکوونکي، د ناروغ خپلوان یا هغه کسان چې د ناروغ پالنه کوي باید پر محافظتي وسایلو لکه ماسک، خولۍ، پیش بند، دستکش او موزو سمبال وي.
۵. په لاسونوکې د ټپ د شتون په صورت کې باید د څارویو له حلالولو او غوښې ټوټه کولو څخه ډډه وشي.
۶. نیمه پخه شوې غوښه، یینه یا ځیګر او د څارویو نور محصولات ونه خوړل شي.
۷. پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو تر پالنې وروسته باید لاسونه پر صابون او پاکو اوبو ومینځل شي.
۸. هیڅکله پر لوڅو لاسونو له څاروي څخه کنې مه لرې کوئ او مه یې وژنئ.
۹. خپل لاسونه مو له څارویو سره تر اړیکې او غوجلې پاکولو وروسته پر پاکو اوبو او صابون ومینځئ.
۱۰. د ناروغۍ د خپرېدو راپور د څارویو نږدې روغتیایی کلینک ته باید ورکړ شی.