06/05/2026
د اسلام او ایمان په اړه علمي سمینار ترسره شو!
د امام غزالي د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې د اسلام او ایمان په اړه یو ګټور او ارزښتناک علمي سمینار ترسره شو، چې د قدرمن استاد مولوي عبدالحلیم عادل له لوري وړاندې شو.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د انسټیټیوټ علمي او تدریسي معاون د ګډونوالو هرکلی وکړ او د علم د ارزښت او د دیني پوهې پر اهمیت یې خبرې وکړې.
په دې سمینار کې د اسلام بنسټیز اصول، د ایمان ارکان، او د مسلمان د عملي ژوند اړخونه په مفصل او علمي ډول تشریح شول، چې د محصلینو له لوري یې تود هرکلی وشو.
په پای کې د پوښتنو او ځوابونو ځانګړې برخه ترسره شوه او ګډونوالو خپل علمي پوښتنې مطرح کړې.
په درنښت
معیاري زده کړې د مسلکي توب ضامن
پته: جلالآباد ښار، دریمه ناحیه، د تجربوي عالي لیسې ترڅنګ