Dr fauzullah kakar

Dr fauzullah kakar د عمومی داخله
روانی او جنسی ناروغۍ ماهر
زه به تاسې ته هر رقم روغیتایی معلومات ستاسی په ژبه بیدون له کوم مادې تمی څخه وړاندې کوم
مننه
Dr fauzullah kakar

28/03/2026

جالب خبر!!
د ښځې بدن په ټول ژوند کې د ۳۰ ماشومانو د زیږون وړتیا لري.
ماشومان را وړل نه پالنه یې وکړئ.

ددغو شیانو استفاده کول مو جلد او مخ ځوان ساتي..
28/03/2026

ددغو شیانو استفاده کول مو جلد او مخ ځوان ساتي..

لمونځ... .
27/03/2026

لمونځ...
.

27/03/2026

📌 اغېزمن عادتونه:
• په نرمه لهجه خبرې وکړئ
• ژوره ساه واخلئ
• پاک او منظم لباس واغوندئ
• په صبر کار وکړئ
• په ادب او درناوي چلند وکړئ
• تل سپما وکړئ
• په عقل سره خواړه وخورئ
• کافي خوب وکړئ
• په زړورتیا عمل وکړئ
• په خلاقیت فکر وکړئ
• په رښتینولۍ مینه وکړئ
• په هوښیارۍ لګښت وکړئ

27/03/2026

ويل کيږي د امام ابن الجوزي رحمه الله
پر لاس باندې تر شلو زرو زیات کسان مسلمانان سوي دي، او د هغه له سببه سل زره انسانانو توبه ایستلې ده، او په سلهاوو کتابونه یې لیکلي دي.

خو هغه به خپلو شاګردانو ته بيا هم ویل:
که تاسو جنت ته داخل سوئ او زه مو هلته پیدا نه کړم، نو پوښتنه وکړئ، او ووایاست:
يا ربه! ستا فلاني بنده، به ته مونږ ته را یادولې، او
بيا به په ژړا سو، رحمه الله..!

راسه مونږ ته !😢

25/03/2026

په پښتني ټولنه کې ځینې داسې دودونه شته چې له دین او انساني مسوولیت سره سمون نه خوري. له دغو ناسم رواجونو څخه یو دا دی چې ځینې زامن د خپلې مور د خدمت مسوولیت پر خپلې مېرمنې ور واچوي، حال دا چې دا کار نه یوازې ناعادلانه دی، بلکې د اسلامي ارزښتونو خلاف هم دی.
مور هغه څوک ده چې د خپل اولاد لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي؛ له حمل نه نیولې تر روزنې او پالنې پورې، هره شېبه یې د اولاد د آرام او سوکالۍ لپاره تېره کړې ده. نو د داسې انسان خدمت کول لومړی د زوی شخصي او اخلاقي مسوولیت دی، نه دا چې دا دروند بار پر بل چا واچول شي.
ښځه که څه هم د کور مهمه برخه ده او د خپل مېړه له کورنۍ سره ښه چلند کول یو ښه اخلاق دی، خو دا هېڅکله د هغې وجیبه نه ده چې د مېړه د مور بشپړ خدمت دې پر خپله غاړه واخلي. دا کار باید د مینې، تفاهم او رضایت له مخې وي، نه د جبر او دود له مخې.
هغه زوی چې خپله مور پرېږدي او د هغې خدمت پر خپلې ښځې تپي، په حقیقت کې نه یوازې له خپلې مور سره بې انصافي کوي، بلکې د خپلې مېرمنې پر حق هم تېری کوي. سالمه کورنۍ هغه ده چې هر څوک خپل مسوولیت په خپله ومني، د یو بل درناوی وکړي او د عدالت اصول مراعت کړي.
نو اړینه ده چې موږ خپل فکرونه اصلاح کړو، د دین او عقل پر بنسټ ژوند وکړو، او دا درک کړو چې د مور خدمت د زوی فرض دی

د خپل ماشومانو خيال وساتي په ځانګړي ډول د نوي ټيکنالوژۍ په دور کي د موبايل، ټابليټ، لېپټاپ او ټلويزيون وختي پېژندګلوي د ...
24/03/2026

د خپل ماشومانو خيال وساتي په ځانګړي ډول د نوي ټيکنالوژۍ په دور کي

د موبايل، ټابليټ، لېپټاپ او ټلويزيون وختي پېژندګلوي د ماشومانو د سکرين وخت زياتوي.

د ماشومانو د روغتيا امريکايي اکاډمۍ سپارښتنه کوي چې تر ۳ کلنۍ لاندې ماشومانو ته هېڅ سکرين وخت ورنکړل شي.

د ۳ تر ۷ کلونو عمر لرونکو ماشومانو لپاره ۴۵ دقيقې سکرين وخت جواز لري، چې بايد په ورځ کې په دوو برخو وويشل شي.

د سکرين د زيات وخت اړخيزې اغېزې په ماشومانو کې:

۱. تېز خوي او توند مزاج ۲. د مزاج بدلونونه ۳. د اشتها کمښت ۴. زيات خوراک او چاغوالی ۵. د تومور خطر ۶. خراب خوب ۷. د تمرکز د مودې کمښت ۸. په ښوونځي کې خراب کارکردګي ۹. له وخت نه مخکې نامناسبو موادو ته لاسرسی ۱۰. د سترګو د ليد خرابوالی

خپل ماشومان خوندي وساتئ او خپل د ناستې خونې (living room) له موبايل څخه پاکه وساتئ.

24/03/2026

یوې څېړنې ښوولې چې د انسان فکر د هغه په هرې حجرې اثر پرېباسي. که خپه یا منفي فکرونه دې کول د بدن هره حجره دې مړاوې کېږي چې ورسره د بدن مقاومت کمزوری کېږي، انسان ناروغېږي او ان ژر زړېږي. که خندانه وې او مثبت فکر دې کاوه ټولې حجرې دې غوړېږي. ځکه خو ځینې وایي د درواغو خندا هم روغتیا ته ګټوره وي.
پوهېږم اوس به وایاست په څه خوښ شو، همدا منفي فکر مه کوئ راځئ سره ووایو شکر ژوندي یوو، روغ یوو، انرژي لرو او که وغواړو فعالېدای شو. سخته ده؟

  کله چې ماشوم له خپل پلار او مور څخه وډار شي، هغه سم کار نه زده کوي، بلکې دا زده کوي چې څنګه ځان پټ کړي.هغه نه ډېر پوه ...
24/03/2026


کله چې ماشوم له خپل پلار او مور څخه وډار شي، هغه سم کار نه زده کوي، بلکې دا زده کوي چې څنګه ځان پټ کړي.
هغه نه ډېر پوه او باادبه کېږي، بلکې ډېر تابع او بې ارادې کېږي، او د هغه د شخصیت څرکونه ورو ورو مړېږي.

چغې او لوړ غږ نظم نه زېږوي، بلکې تشویش او ویره زېږوي.
سخته نیوکه عقل نه پخوي، بلکې احساسات ګډوډوي.
سخت سزا ماشوم ته ارزښتونه نه ورزده کوي، بلکې دروغ ویل، تېښته او ځان پټول ورزده کوي.

ماشوم دې ته اړتیا لري چې له ميني او امن(پلار او مور اړخه) څخه ډاډمن شي، نه له وېرې.
هغه باید داسې احساس وکړي چې کور یې د آرام ځای دی، نه د جګړې ډګر چې هلته د "تربیت" نه وي او جګړې ډيرې وي.

چپ پاتې کېدل ماشوم ته پیاوړی شخصیت نه ورکوي، بلکې یو داسې ماشوم جوړوي چې خبرې په ځان کې ټومبلي، له څرګندولو څخه وېرېږي، او خپل درد تر هغه پټوي چې وروسته د یو ذهني اختلال، یوازیتوب یا بغاوت په بڼه وچوي.
دا شیان لامل شي چې هغه هم غټ هن شي نو یو تکړه او په خپل ځان باوري شخصیت نه لویږي.

اصلي او سمه روزنه د سختۍ څخه نه، بلکې د مینې، په مینه کې له پخلا کولو او له غوږ نیولو څخه رامنځته کېږي، نه یوازې د امر او زور څخه.
باید مور او پلار ماشوم سره د خبرو اترو کولو هنر زده کړي؛ ځکه همدې لیارې ماشوم هم د خبرو اترو کولو وړتیا پیدا کوي، بیا کولی شي هر چاسره ستونزې د خبرو لیارې حل کړي.

تل په یاد ولرئ🔻
ماشوم داسې پلار یا مور ته اړتیا نه لري چې له هغه ووېرېږي، بلکې داسې پلار یا مور ته اړتیا لري چې هغه ته غوږ ونیسي، هغه پوه کړي، او په مینه سره یې رهبري وکړي.

24/03/2026

په رحم (uterus) یا د ښځې د تناسلي سیستم په نورو برخو کې ساده سیست (Simple cyst)

داکتر فوزالله کاکړ

عموماً د هورموني تغیراتو، فیزیولوژیکو حالاتو یا ځینو بنسټیزو ناروغیو له امله منځته راځي. تر ټولو عام ډول یې د رحمي تخمدان (ovarian cyst) دی، نه د رحم د بدن په داخل کې. خو که مو هدف د رحم د داخل ساده سیست وي، لاندې عوامل یې سبب کېدای شي:

۱. هورموني اختلالات

د استروجن او پروجسترون عدم توازن د سیستونو د جوړیدو سبب ګرځي، مثلاً د تخمدان په سیسټونو کې.

۲. نابلوغه فولیكلونه (Follicular cysts)

دا هغه سیستونه دي چې کله فولیكل (د هګۍ بوجی) ونه چاودي، نو مایع پکې پاتې شي او سیست جوړ شي.

۳. لوتیین سیسټونه (Corpus luteum cysts)

کله چې د تخم ایښودو وروسته کورپس لوتیوم له منځه ولاړ نه شي، نو مایع یا وینه پکې جمع شي او سیست جوړ کړي.

۴. اندومتریال سیسټونه (Endometrial cysts)

دا سیستونه اکثر د اندومتریوزس له امله رامنځته کېږي، چیرې چې د رحم داخلي غشاء نسج د رحم نه بهر وده کوي.

۵. نیبویان سیسټونه (Nabothian cysts)

په رحم کې د غاړې (cervix) په برخه کې رامنځته کېږي، کله چې د غدې خولې بندې شي.

۶. نورو اختلالاتو ته غبرګون

لکه التهاب، عفونت یا د رحم زخمونه چې د سیستونو سبب شي.

آیا دا سیست خطرناک دی؟

اکثر وختونه ساده سیستونه بې‌ضرره وي او پخپله له منځه ځي، خو که لوی شي، درد ورکړي، یا دوامدار شي، باید طبي معاینه وشي.

24/03/2026

که یو پلار پخپله په ژوند کې ناکام وي یا له ژور خپګان، اضطراب یا حسد سره مخ وي، هغه دا منفي احساسات په خپلو اولادونو راخالي کوي او خپل اولادونه سره ضد او حسد کوی او د خپلو اولادونو پرمختګ او خه ژوند زغملی نشی

په نوزاد ماشومانو کې د اوښکو د لارې بندښت(Nasolacrimal Duct Obstruction)په نورمال ډول اوښکې په سترګو کې د اوښکو غدواتو پ...
24/03/2026

په نوزاد ماشومانو کې د اوښکو د لارې بندښت
(Nasolacrimal Duct Obstruction)
په نورمال ډول اوښکې په سترګو کې د اوښکو غدواتو په واسطه تولیدیږی او د NLD یا ټیوب له لارې پوزې ته راځی او د ستونی له لاری تیریږی.
کله کله د افرازاتو د غلظت یا نورو علتونو له وجې نوموړی ټیوب tear duct بندیږی او اوښکې د سترګو له پاسه راځی.
🔍 نښې نښانې:
د سترګې دوامداره اوښکې راتلل 💧
د سترګې کونج کې چټل یا ژېړ مواد
د خوب نه وروسته سترګه چسپ کېدل
کله کله د سترګې سوروالی
په ډېرو ماشومانو کې د اوښکو د لارې پای کې یو نری غشاء وي چې نه خلاصیږي، نو لاره بنده پاتې کېږي.

تقریباً ۹۰٪ ماشومان تر ۶–۱۲ میاشتو پورې خپله ښه کېږي.
🩺 د درملنې لارې:
1️⃣ مساج (Crigler massage) – تر ټولو مهمه لاره
د سترګې داخلي کونج (د پزې خواته) نرم فشار ورکړئ
هره ورځ 4–5 ځله
هر ځل 5–10 ځله فشار ورکړئ
دا کار د لارې د خلاصېدو کې ډېره مرسته کوي
2️⃣ حفظ الصحه
سترګه د پاکې اوبو یا saline سره پاکه کړئ
له چټل ټوکر څخه ډډه وکړئ
3️⃣ دوا (که اړتیا وي)
که چرک زیات وي، ډاکټر ممکن antibiotic eye drops ورکړي
4️⃣ پروبنګ (Probing)
که تر ۶–۱۲ میاشتو پورې ښه نه شي
یو ساده پروسیجر دی چې لاره خلاصوي
⚠️ کله ډاکټر ته مراجعه وکړئ؟
که سترګه ډېره سره او پړسېدلې وي
تبه موجوده وي
شدید چرک وي
دا د جدي عفونت (Dacryocystitis) نښه کېدای شي

بې ضرورته antibiotic مه کاروئ
✅ مساج تر ټولو اغېزمن او لومړنی علاج دی

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

074775695

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr fauzullah kakar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share