Shams Heart Care Center

Shams Heart Care Center خپل صحي مشکل مونږ سره شريک کړۍ.

څېړنه: ''پراستامول د ملا او مفاصلو درد ته ګټور نه دی:د استرلیا ساینسپوهان وايي، د درملو مشهور ډول پراستامول د ملا او مفص...
03/06/2018

څېړنه: ''پراستامول د ملا او مفاصلو درد ته ګټور نه دی:
د استرلیا ساینسپوهان وايي، د درملو مشهور ډول پراستامول د ملا او مفصلونو درد ته ګټه نه لري.
د بریتانیا په یوې طبي مجلې کې خپره شوې دغه څېړنه ښيي دغه درمل د درد په کمښت کې هېڅ ګټه نه لري.
ساینسپوهان خبردار ورکوي چې دغه درمل د ځیګر د خرابېدو لامل کېدای شي.
د بریتانیا د روغتیا اداره له دغې څېړنې وروسته به په خپلو لارښونو کې بدلون راولي، دغې ادارې تر دې دمه ناروغانو ته د پراستامول د کارولو لارښوونه کوله.
همدارنګه کار پوهان وايي، ناروغان مخکې له دې چې پخپلو درملو کې بدلون راولي، باید یوځل له ډاکټر سره مشوره وکړي.
د ملا درد د معذوري لوی لامل دی، چې د یوې شمېرې له مخې هر کال یوازې په بریتانیا کې تر دوه نیم میلیون ډېر کسان د ملا د درد له کبله اغېزمنېږي.
د سيډني پوهنتون یوې ډلې ساینسپوهانو په ۱۳ ډولو درملو څېړنې وکړې چې په کې له ۵۰۰۰ ډېرو ناروغانو برخه اخیستې وه.
له دې څېړنې وروسته هغوی دې پایلې ته ورسېدل چې پراستامول د ملا او مفاصلو پر درد ''اغېز'' نه کوي.
یوه ساینسپوه ګستاو مخادو ویلي: ''پراستامول د مفاصلو د درد لپاره ډېر کارېږي، نو ځکه اړینه ده چې طبي لارښونې د څېړنې او تحقیق په رڼا کې تر سره شي. زموږ څېړنې دا اوښوده چې پراستامول د ملا او مفاصلو د درد لپاره کارول ځیګر خرابوي''.

د درملو مشهور ډول پراستامول د ملا او مفصلونو درد ته ګټه نه لري
د ځیګر خرابېدل د پراستامول د استعمالولو له کبله څلور برابره زیات ښودل شوی.
ورزش
د بریتانیا کیل پوهنتون ډاکټر کرسټین میلین وايي، د دغو ناروغیو لپاره د درملو پر ځای بله لاره د ورزش په مټ هم اعلاج بې ګټې نه دی.
نوموړي زیاته کړه ''د مفاصلو د درد لپاره سپورت غوره لاره ده، خو موږ پوهېږو خلکو ته معمولي ورزش کول ورته سخت ښکاري''.
''موږ په دې پوهېدو چې پراستامول د مفاصلو سخت درد لپاره د هر ناروغ لپاره کافي نه وي، خو په ځینو کسانو باندې اغېز کوي او په دې کې دوی ته د سپورت په پرتله اسانتیا وي''.
نوموړی وایي، د درد پر وړاندې د شته درملو په پرتله ورزش ډېر ګټور تمامېږي.
(BBC)

ډاکټر اکمل شمس چه يو بااستعداده او نوى کدر دى، په داخله او ايکو کى تخصص لرى،چه دزړه،معده،شګر،تورزيړى او زيړزيړى او د ځيګ...
03/06/2018

ډاکټر اکمل شمس چه يو بااستعداده او نوى کدر دى، په داخله او ايکو کى تخصص لرى،چه دزړه،معده،شګر،تورزيړى او زيړزيړى او د ځيګر د ناروغيو په علاج ښه پوهه او ماهر دىـ
چه د سحر د 6:00 نه تر 8:00 پورى په پله سر کي وحدت درملتون کي8:00 تر 1:30 پوري د غني خيلوپه شفاخانه کي او د 3:00 نه تر ماښام پوري په جلال اباد کى کار کوى

02/06/2018

شاک/ shock
د طبي کتابونو له نظره شاک يو فزیولوژيک لفظ دی، د هغه حالت لپاره استعمالیږي چې پکې انساجو ته په بشپړ ډول د وينې د رسېدو ناتوانۍ شتون ولري، په پایله کې يې د حیاتي غړو د دندو خرابوالی منځ ته راشې
په ټولیز ډول دا حالت (شاک) په لاندې څلور و ډولونو ویشل شوی چې هر ډول يې ژوند ګواښونکی او ژر تر ژره اړوندي درملنې ته اړتیا لري
۱ـ Cordiogenic shock
۲ـ Hypovolumic shock
۳ـ Distrubtive shock
۴ـ Obstructive shock
اول : کارډيوجینیک شاک (Cordiogenic shock (
په دې ډول شاک کې زړه نشې کولای چې په بشپړ ډول سره وینه بدن ته پمپ کړې يا هومره وينه چې په کار ده بدن ته يې ورسوي نه لري ، امکان لري د يو لاندې ناروغيو له عمله دا ناتواني منځ ته راغلې وي
د زړه احتقاني عدم کفایه
قلبي احتشا
د زړه بې نظمي
په کارډيوجینیک شاک کې به په کلینیکې ازموینو کې لاندي حالتونه تر سترګو شې :
ـ یخ او لوند ته ورته پوستکی
ـ د وينې ښکته فشار
ـ تیز نبض او ورو ریتم
ـ کېدای شې محیطي سیانوز هم شتون ولري
ـ کېدای شې د زړه ریټ لوړ وي ( ټکي کارډیا موجوده اوسې.
ـ د سینې په معاینه کولو سره به دواړو طرفونو ته Craft موجود وي
پلټڼي يا Investicagition:
که چېرته په هماغه ګړۍ د زړه ګراف یا ACG واخستله شې د زړه د اسکیمیک ناروغیو نښې به په ګوته کړي د بیلګي په ډول د ST Segment بدلونونه یا Elevation, Depression او د T_ wave inversion به شتون ولري
همدارنګه د زړه بې نظمي هم کېدای شې شتون ولري چې دا هم د زړه د برقي ګراف په واسطه په ګوته کېږي
اداره کول يا Management :
ناروغ باید په کټ کې واچول شې او د دې لپاره پښې پرې څه اندازه جګې شې چې د زړه طرف ته د وينې جریان زیاتوالی ومومي
د هوايې لارو د پاکوالي او خلاصوالي په پار پلټنه باید وشې او که امکان وي او یا هم اړتیا وي باید ناروغ Intubate شې
د vasodilators په شان عمل کونکې درمل ( Ventolin nebulization ) چې د قلبي دهانې د زیاتوالي توانايې لري وکارول شې
د ماسک يا Nasal catheter په واسطه باید ناروغ ته اکسیجن د ۶ـ ۴ لیترو په اندازه په یوه دقیقه کې ورکړل شې
په دې ناروغانو کې د وريدي انفیوژن بشپړ اندازه تطبیق د دوی له ژوند سره نیغه اړيکه لري
لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه چې په دي ناروغانو کې به د وینې ښکته فشار شتون ولري د جګېدو لپاره يې Inj : Dopamine 400 mg له Inj: dobutamin 250 mg سره يو ځای په پنځه سوه سي سي Dextrose کې د وريد له لاري په اهسته ډول په له اتو تر لسو څاڅکو/ دقیقه کې ورکړل شې
که چېرته د زړه بې نظمي او په وینه کې د خوږې لوړه کچه شتون ولري په بشپړ ډول سره په کار ده چې درملنه يې وشې
Heparin چې انټی ترومبولایټیک درمل دي ناروغانو ته د Thromboembolism د مخ نيوي لپاره له 5000_ 10000IU پوري په لومړيو کې بیا وروسته د 50001U S/C / Hour په کچه باید ورکړل شې
دوهم :هایپووالیومیک شاک Hypovolumic shock :
د وينې د زیاتي د بهېدنې، د وجود دمایعاتو د زیات بایلنې او د رګونو د زیاتي پراخېدنې له امله منځ ته راځي
په دې ډول شاک کې وینه انساجوته په کافي اندازه نه رسېږي ، حجم يې کميږي د رګونو په داخل کې والیم کمېږي او په پایله کې وریدي برکشت هم کمېږي
د دې ډول شاک لاملونه په لاندې ډول دي
د ویني زیاته او دوامداره بهېدنه
په وجود کې د مالګې او اوبو زیات کموالی (د اسهالاتو او کانګو له امله )
زیاته سوځېدنه
اداره کول یا Management :
د Hypovolumic shock منجمنټ په دوه ډوله دی :
۱ـ د شاک عامل یا سبب باید تداوي شې
۲ـ Replacement تيراپی
د مایعاتو ضایع باید د وریدي انفیوژن په واسطه د نیم ساعت په موده کې پوره کړای شې
که چېرته شاک د سوځېدنې له امله منځ ته راغلي وي پلازما دي تطبیق شې
که د وينې د دبهېدني او ضایع کېدنې له امله منځ ته راغلی وي وينه دي ورکړل شې (Blood transfusion )
وريدي مایعاتو ورکړه تر هغه وخته پوري باید دوام ومومي تر څو چې ناروغ له شاک څخه نه وي را وتلی البته د مایعاتو اندازه باید په نظر کې ونیوله شې
۳ـ Distrubtive shock :
په دې ‌ډول شاک کې د وينې کوچني رګونه پراخيږي او ډېرکله يې ناروغ له امله له کم خونۍ سره لاس او ګریوان کېږي
دا شاک په خپل وار په دوو بیلا بیلو ډولونو ویشل شوی دی
اول : Anaphylactic shock ا:
د Distrubtive shock د دې لومړني ډول نښې نښانې ډېر کله د الرژیک موادو د عکسل العمل په پایله کې د ثانیو او دقیقو په موده کې را ښکاره کېږي
کلینيکې نښې يې په لاندې ډول دي :
زړه بدوالی ، د ګېډي دردونه، ویزینګ ،د سینې د بندوالی احساس، او په لیږو پيښو کې کېدای شې د پوستکي رش، دانې ،Andioedema او لړمۍ ولیدلې شې
په ډېرو شدید حالاتو کې کېدای شې د درواني کولپس په شکل هم ښکارندوي وکړې
د دې ډول شاک درملنه او منجمنټ په لاندې ډول دی
د غبرګون یا عکس العمل په بنسټ Inj Adrenalin0,5mg
Inj: penargan 25mg slow iv یا هم Inj: dephinhydramin20mg iv slow
Inj: Hydrocortison200mg iv په پنځلس دقیقو کې باید تطبیق شې
Inj: zantic یا هم Inj: Tegamet iv
همدارنګه مایعات له یوه تر دوو ساعتونو کې ناروغ ته ورکړل شې
دوهم سیپټیک Septic shock :
سيپټیک شاک د Distrubtive shock دوهم ډول دی؛ هغه مهال را منځ ته کېږي چې په زیات شمېر سره ګرام منفي او مثبت بګتریاوي د وينې دوران ته داخلې شې ، تشخیص يې هغه وخت کېدای شې چې له لاندې حالاتو څخه دوه یا له دوه څخه زیات حالتونه شتون ولري
ـ د حرارت درجه له 38c څخه زیاته او یا له 26C څخه کمه وي
ـ ټکي کارډيا شتون ولري
د تنفس تعداد له شلو څخه په دقیقه کې زیات وي
د WBC شمېر له 12000/CCM څخه زیات وي
دا ډول شاک د منځ ته را تلو امکان په هغو وګړو کې زیات وي چې لاندي مساعد کونکې فکتورونه ولري :
د عمز زیاتوالی
سوی تغذي
د معافیتي سیستم ضعیفوالی
یوریمیک او د ځیګر ناروغۍ
سټيرايئډ کارونکې ناروغان
سایټو ټوکسیک تیراپي
کله چې په دې ډول شاک باندي کس مبتلا وي لاندې نښې به پکې لیدلې کېږي
شاید حمله د لړزې په شکل وي
یخ پوستکی به ولري
ناروغ به پريشانه او ځينې وخت کېدای شې د کوما په حالت کې وي
په ځینو پيښو کې امکان لري لوړه درجه تبه شتون ولري خو په ځینو کې کېدای شې تبه نارمل او یا له نارمل کچې څخه ښکته تبه شتون ولري
د وينې فشار به ټيټ وي
او اردار به شتون نه لري
فشار به ښکته وي او والیم به ورو وي
اداره یا Management :
د وينې د بشړ کتنې لپاره د سمپل اخستل اړین دي
هر کله چې د بستر زخم pus یا هم boli شتون ولري د sensitivity لپاره سواب واخستل شې
ناروغ ته ژر تر ژره باید وريدي خلاص او کینولا ورته ولګوله شې
د وینې د ستیستول فشار د درست کولو لپاره اړوند درمل او همدارنګه داو د ادرارو شته والي په غرض باید Dextrose پنځه فیصده باید وکارول شې
که چېرته فشار نارمل ته رانغی په دې صورت کې Dopamine او Dobotamine باید ناروغ ته ورکول شې چې تشریح يې په کارډیوجینیک شاک کې شوې ده
د Stress ulcer د تداوي لپاره PPI درمل د رګ له لاري هر دولس ساعته وروسته ورکول کېږي .
د اړتیا په صورت کې باید له انتی بیوتیکونو څخه هم کار واخستل شې
څلورم Obstructive shock :
په کتلوي ډول سره د سږو امبولیزم او نور ددې ‌ډول شاک مهم لاملونه په ګوته شوې دي او د لاملونو درملنه يې يواځينې غوره لاره ده چې پکې ناروغ ته مایعات او vasoconstrictor ورکول شامل دي هغه چې د زړه دهانه او د وینې فشار نورمال ساتلی شي.

کاپې

13/05/2018

د الله تعالي په فضل او کرم سره SHCC کلنيک خپل مريضانو ته په نړيوالو معيارونه سره درملنه او معاينات اجرا کوي چي ښه ثبوت ستاسو په وړاندي دي.
يو زنانه چي 32 کاله عمر لري په تور زيړي يا HCV باندي اخته وه SHCC کلنيک ته مراجعه وکړه او د شپږ مياشتو مسلسلو درملني نه وروسته الله تعالي ورته شفا ورکړه او PCR ټيسټ منفي شوي. د مهرباني له مخي دا پوسټ شير کړي تر څو زمونږ نور وطن وال هم د معياري درملني او معايناتو څخه برخمن شي.
خپل ورور متخصص صيب اکمل شمس په دعاگانو کي مه هيروي .
پته
مارکو غنى خىل عمومى روډ غني خيلو شفاخانى تر څنګ ميااتحاد کاکا خىل مارکيټ
وحدت شينوارى درملتونــــــــــــــــ
0703279984
0788741621

13/05/2018

د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)
پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د هوا مرطوب او معتدل ساتل دي،نو ځکه په زیاته اندازه د ویني څخه برخمنه ده
پزه دوي حصي لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا ننۍ حصه
د پزي بهرنۍ حصه که په درو تقسیم کړو نو لوړه یوه حصه یي د هډوکي (Bone) او لاندي دوې حصې یي د نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوي ده.
د پزی داخلي حصه د پزي د دیوال (Nasal septum) ،د پزي د خالیګاه (Nasal Cavity) او دداخلي سټرکچړو څخه جوړه شوي ده.
د پزي څخه د ویني راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کي زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کي وینه په خپله بندیږي خو داچي دپزي د ويني رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزي وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي سي
د پزي څخه د ویني راتلوعلتونه:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چي په پزه پوري مربوط دي او بل عمومي علتونه
په پزه پوري مربوط علتونه:
۱- د پزي التهاب (Infection)
۲- د پزي ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل سوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پزي حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کي د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیري عادی رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزی سرطان (Neoplastic)
عمومی علتونه:
۱- د ویني لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (Fever or Influenza)
علاج او بیړني مرسته:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه مختلف دي،نو ژر تر ژره باید و نږدي هسپتال ته ځان ورسول سي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل سي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل سي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزي لاندي حصه کم چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټنګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي د لسو دقیقو لپاره ،یا تر هسپتال پوري تر رسیدو تر وخته په عکسو کي دا ساحه ښودل سوي ده.
۲- سر په ځمکه مه ایږدي، ځکه پدی سره د سر و طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ و طرف ته ګوږ کئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخي اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کئ، ترڅو د مخ په حصه کی د ویني رګونه تنګ او د ویني جریان کم سي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولي د لاري کوئ،کمه وینه چي د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لاري توف کئ.
۵- کله چي وینه ودریږي نو د پزي د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدي سره د ویني د بهیدو جانس زیاتیږي.
۶- نږدي هسپتال ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یي معلوم اودقیق علاج یي وکړل سي.

13/05/2018

Health facility
We bring facility
Take your health

29/04/2018

کولیسترول یاد وینی غوړ څه شی دی؟
تعریف: کولیسترول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چه د ینی (liver)په واسط تولیدیږی، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی
کولیسترول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چه د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو په نوم یادیږی.
د کولیسترول وظیفی:
-• د بدن د حجراتو د باندنی طبقی جوړښت.
-• حجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چه کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنه کړی چه حجری ته داخل شی.
-• د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی.
-•همدارنګه د ادرنال غدی د هومونو(کورټیزول،کورټیکوسټیرون، الدوستیرون او نورو) په تولید کی هم مهم رول لری.
-• د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی.
-• د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی.
-• د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چه په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه:
( (Vitamin A, D, E & K.
-• او همدارنګه د عصبی ریښو پوښل.
د کولیسترول یا لیپوپروټینو ډولونه:----------------
۱ - ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein (LDL)
دا ډول لیپوپروتین یا کولیسترول د بدو يا مضره لیپوپروتینو په نامه هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین، کولیسترول د ینی (liver)څخه حجراتو ته انتقالوی چه په نتیجه کی په حجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډیروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چه په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مشکلاتو سبب کیدای شی.
۲ – لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein (HDL دا ډول لیپوپروتین د ښه يامفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادیږی، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی. چه په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی.
۳ – ترایګلایسرایډ Triglycerides
ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چه په ډیر مقدار غوړ موجود دی، دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی، نوموړی غوړ زموږ د غوړوغذایی موادو څخه کوم چه موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدارنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړیږی کوم چه زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی، نوموړی مواد د بدن په شحمی حجرو کی ذخیره کیږی او د ضرورت په وخت کی په مصرف رسیږی.
د کولیسترولو اندازه:
- مطلوبه اندازه 200mg/dL .
- د اخرین سرحد اندازه 200- 239mg/dL
- لوړ حد 240mg/dL او تر د پورته.
د لوړ کولیسترول خطرونه:
- د وینی د رنګونو د دیوال سختوالی او تنګوالی.
- د زړه د رنګونو ناروغی او تنګوالی چه په نتیجه کی د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن نه ریسیږی.
- کله چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د زړه حملی او حتی د زړه د ودریدو او مرګ سبب کیږی.
- دا چه د زړه عضلی ته په کافی اندازه وینه او اکسجن ونه رسیږی د سینی درد او نارحتی یا خناق صدری را مینځ ته کیږی.
- د وینی د رګونو ناروغی.
- د زړه وړی او غټی حملی چه کیدای شی د زړه د ودریدو او مرګ سبب شی.
د وینی د لوړ کولیسترول نښی:
- خناق صدری یا د سینی درد چه د غاړی چپ لاس معدی او شا خواته انتشار مومی.
- د تمرین یا ګرځیدو په وخت کی د لینګیو دردونه، چه د وینی د رګونو د تنګوالی له وجی مینځ ته راځی.
- په وینه کی د لختی یا غوټی مینځ ته راتلل چه کیدای شی د وینی د رګونو د بندیدو سبب وګرځی، او همدارنګه د وینی د رګونو پری کیدل یا سوری کیدل.
- د بدن د پوستکی خصوصآ د سترګو په شاوخوا پنډی زیړ رنګه لکو را مینځ ته کیدل.
سور مرچ او د کولیسټرول مخنیوی..
د لاتیني او اسیايي پخلنځيو یوه خآنګړنه داده،چې په خپلو خوړو کې یو شمېر مزه دارې مسالې کاروي،چې یوه یې سور مرچهم دی که څه هم دا مرچ ډېر تریخ وي ، خو یو شمېر غذايي ګټې لري .سور مرچ له هغو ترخو مسالو څخه دی ،چې 80% دخوړو په هضم کې رول لوبوي او په پایله کې یې انسان په تدریجي توګه خپل زیات وزن له لاسه ورکوي ددې ترڅنګ کوم کسان ،چې سور مرچ کاروي دوی په ورته وخت کې کمه ډوډۍ خوري .اوس نوو څېړنو ثابته کړې ده،چې ترخه خواړه دزړه حمله ، دماغي سکتې په مخنیوي کې دپام وړ رول لري او لامل یې دادی ،چې سور مرچ په بدن کې زیان رسونکي کولیسټرول راکموي .ددې ترڅنګ سور مرچ په دسرطان مخنیوی کولای شي ځکه سور مرچ سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي او یا یېله منځه وړي .دا هم د یادونې ده ،چې سور مرچ رواني اغیزهم لري ، سور مرچ او نورې ترخې مسالې په بدن کې اندروین ، سیروتونیین کچه زیاتوي او دا هورمونونه دسړی مزاج ښه کوي او درد راکموي .دلته باید دا له یاده ونه ویستل شي ،چې ډاکترانو دمرچو په خوړو کې داعتدال سپارښتنه کړې ده ، دمرچ ډېره کارونه پر معده اغیز پریباسي .

د وینی د لوړ کولیسترول اسباب:-------------
- غذایی رژیم : هغه غذایی مواد چه په لوړه اندازه کولیسترول لری لکه: هګی، پښتورګی، بحری غذایی مواد، لبنیات، حیوانی غوړی لکه کوچ، د مال غوړی، وازګی سپینی غوښی .
- د فزیکی کار او تمرین کموالی یا نه کول، ځای په ځای کښیناستل او پریوتل د کولیسترولو خصوصآ د بدو کولیسترولو د لوړیدو سبب ګرځی.
- د وزن زیاتوالی.
- د مخدره موادو خصوصآ سګریټو زیات استعمال د بدو کولیسترولو يا LDL د زیاتیدو سبب کیږی.
- د الکولی مشروباتو استعمال.
•خطرناک فکتورنه کوم چه د تداوی او وقایی وړ هم ندی:
- کورنی تاریخچه ، هغه کسان چه د زړه د ناروغانو او لوړ کولیسترول درلودونکی مخکنی واقعی ولری مثلآ که د چا پلار ورور مور او داسی نور. د لوړ کولیسترول تاریخچه درلودله نو تاسی هم په خطر کی یاست کیدای شی ورباندی اخته شی.
- د کولیسترول لوړه اندازه په نارینه وو کښی نسبت ښځو ته زیاته ده یعنی نارینه نسبت ښځو ته زیات په د ناروغی اخته کیږی.
- هغه ښځی چه تر وخت مخکی شنډیږی یعنی میاشنی عادت یی بندیږی نسبت هغه ښځو ته چه ناوخته شنډیږی د کولیسترول د لوړیدو په ناروغی ډیری اخته کیږی.
تشخیص:----------
- د کولیسترول اندازه د لابراتواری معایناتو په وسیله کیدای شی، د کولیسترول د اندازی لپاره مریض باید د معایناتو څخه ۱۲ ساعته مخکی هیڅ شی باید ونه خوری ، او ورسته بیا د وینی نمونه د مسول کس له خوا اخیستل کیږی ، په وینه کی باید د LDL, HDL او Triglycerides دری واړو اندازه معلومه شی.
تداوی:---------------
1. د ژوند څرنګوالی : خصوصآ هغه کسان چه کورنی تاریچه ولری او یا هغه ښځی چه د وخت نه مخکی شنډی شویوی لاندی ټکی په نظر کی ولری:
- زیات فزیکی فعالیت باید وکړی ، کارد وکړی و د ګرځی حد اقل ۳۰۰۰ متره او یا تر د زیات باید روزانه په پښو وګرځی
- په خپل ورځنی خوراکی رژیم کی د له میوی، سبزی، حبوبات ( لوبیا، نخود، دال ماش او داسی نور) د وربشی ډوډی او ښه غوړی خصوصآ هغه غوړی چه مایع وی او کولیسترول و نه لری استفاده وکړی.
- هغه خواړه چه په حیوانی غوړو کی تیار شوی وی، خپله حیوانی غوړی لکه زیړ غوړی، وازده، کوچ، سپینه غوښه، همدارنګه ځینی نور خواړه لکه ینه، هګی، پښتورګی، لبنیاتو څخه باید کمه استفاده وکړی او یا یی هیڅ و نه خوری.
- د شپی له خوا حد اقل باید ۸ ساعته خوب وکړی.

سلامونہ خوگو ملگرو اللہ دی اوکڑی چہ ٹول روغ او جوڑ او د صحت پہ جامو پٹ یاست دوستانو روغ صحت یو لوے نعمت دی او دا پتہ ھلہ...
28/04/2018

سلامونہ خوگو ملگرو
اللہ دی اوکڑی چہ ٹول روغ او جوڑ او د صحت پہ جامو پٹ یاست
دوستانو روغ صحت یو لوے نعمت دی او دا پتہ ھلہ لگی کلہ چہ سڑی مریض شی۔
لکہ سنگہ چہ ٹولو تہ معلومہ دہ چہ زمونگ او ستاسو پہ ٹولنہ کی داسی خطرناکی بیمار یانی شتہ چہ مونگ او تاسو ورتہ نن او سبا کوو او پہ دی کی خپل صحت پہ مرگ بدل کڑو ۔
دغہ بیماریانی پہ لاندی ڈول دی
۔۔تور زیڑی
۔۔شوگر
۔۔دمعدے مختلفی بیماریانی
۔۔د زڑہ بیماری
۔۔د ینی(LIVER)مرضونہ
۔۔جنسی کمزورتیا او داسی نورے خطرناکی بیماریانی
د کومو علاج لپارہ آن مونگ تر خارجہ پورے زو
خو تاسو تہ دخارج،پاکستان او یا ھم جلال آباد تہ د تگ ضرورت ناشتہ
اوس د دغو امراضو علاج ھمدلتہ پہ غنی خیلو کی کیگی
چہ ھغہ یو نوے باتجربہ متخصص ڈاکٹر اکمل شمس لخوا پہ تسلی سرہ کیگی ۔
خصوصا د معدے ھغہ مریضان چہ ڈیر گرزیدلی وی مونگ تہ دی مراجعہ وکڑی۔
ازمائل شرط دی
پتہ یادہ لرئ
دمارکو غنی خیلو عمومی سڑک د غنی خیلو شفاخانے تر سنگ میا اتحاد کاکا خیل مارکیٹ وحدت شینواری درملتون
د کار وخت

د سھار 6:00 تر 00 PM بجو پورے

د تلفون شمارہ0788741621
0703279984

Address

GHANI KHEL District
Jalalabad
0026

Telephone

+93777170405

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shams Heart Care Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram