Atal Clinic اتل کلينيک

Atal Clinic اتل کلينيک Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Atal Clinic اتل کلينيک, Medical Center, Kabul Comp, Shahidano Mena, Gasikhilo 1Blak, behind Mansoor Oil station, Jalalabad.

27/11/2018

شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختموي

زیاتره خلک وخت ناوخت د معدې د تیزابیت له ستونزې څخه زوریږي. د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دي، خو له حد نه زیات خوړل، بې وخته خوراک او د غذا ډول یې له اساسي لاملونو څخه شمیرل کیږي.

په دې لنډه لیکنه کې درسره د هغو خوړو لیست شریکوو، چې د معدې تیزابیت په کمولو او ختمولو کې مرسته کوي.

۱. شومړې: شومړې چې د لسي او تروو په نومونو هم یادیږي، کولای شي د معدې تیزابیت ختم کړي. له ډوډۍ خوړلو وروسته یو ګیلاس شومړې وڅښئ او په دې ډول د معدې د تیزابیت مخه ونیسئ.

۲. زیره: که چیرې د معدې له تیزابیت څخه ناراحته وئ، نو زیره استعمال کړئ. زیره د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي او د غذا په هضمولو کې هم پوره مرسته کوي.

۳. د نعناع پاڼې: د نعنا (ویلني) پاڼې هم د خوراک په هضمولو کې مرسته کوي او ورسره د معدې تیزابیت ختموي. له خوراک څخه وروسته د نعنا یو یا دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.

۴. ادرک: ادرک کولای شي،د معدې تیزابیت کم او ختم کړي. همدارنګه د هاضمې سیسټم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

۵. لاچي یا هیل: که چیرې د معدې له تیزابیت څخه ناراحته وئ، نو لږه لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا یې وڅښئ. لاچي هم د خولې بوی ښه کوي او هم د معدې تیزابیت له منځه وړي.

۶. د مڼې جوس: د مڼې طبیعي جوس هم کولای شي، د معدې تیزابیت له منځه یوسي. ځینې نور خواړه هم شته، چې کولای شي د معدې تیزابیت ختم کړي. خو پورته ذکر شوي خواړه تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

یادونه: که غواړئ د معدې له تیزابیت څخه په امن کې اوسئ، نو د خوراک اندازه، وخت او د خوړو ډول یا غذایي رژیم مو منظم کړئ.

 1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی 2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی3: هغه شی چی زیات وزن لری د جگولو څخه ډډه وکړی4: دراند...
03/11/2018



1: د ورزی لس ساعته باید استراحت وکړی
2: له جارو وهلو څخه ډډه وکړی
3: هغه شی چی زیات وزن لری د جگولو څخه ډډه وکړی
4: درانده خواړه ډیر ټینگ خواړه لکه لوبیا هگی پالک کم وخوری
5: هر سهار یو گیلاس شیدی دوه دانی خرما وخوری ځکه چی شیدی کلسیم لری او خرما مو تغذیه کوی
6: سهارنی هیڅکله مه پریږدی ځکه چی ستاسو بدن زیاتی انرژی ته اړتیا لری
7: د ورزی په اوږدو کی پنځه وخته خوراک کوی خو کمه کمه خوری تر څو ستاسو صحت ورسره ښه یی
8: اوبه ډیری څکی چی گردی مو چرک یا ډبری پیدا نکړی د ورزی له پنځه ویشتو تر دیرش گیلاسو اوبه وڅکی
9: هره ورز لږ ورزش کوی گرځی راگرځی ځکه ورزش ستاسو صحت ته گټه لری
10: د سخت درد خوب پخپل سر درملو له خوراک څخه ډډه وکړی د اړتیا په وخت کی نیږدی صحی کلینیک ته لاړ شی
11: د خپل ځان پاک ساتلو خیال وساتی هفته کی دری ځله حمام وکړی ډیری گرمی اوبه یاهم له ډیرو یخو اوبو سخه ډډه وکړی همیشه په تړمو اوبو لامبی
12: هره شپه پنځه دانی بادام وخوری تر څو ستاسو مغز نورماله وی
13: په هفته کی دوه ځله ینه ځیگر وخوری تر څو ستاسو د وینی کمبود پوره شی دوینی له کمښت سره مخامخ نشی
14: دشپی لخوا همیشه له وریجو څخه استفاده کوی وریجی ښی نرمی پخوی او بیا یی وروسته خوری
15: د تازه میوو څخه زیاته استفاده کوی
16: زیاته غوسه مه کوی نرماله اوسی چی راتلونکی ماشوم مو سالمه وی
17: د اړتیا په وخت کی ښځینه ډاکټر ته مراجعه وکړی هیڅکله پخپل سر دارو مه استعمالوی
18: د میوو جوسو له څکلو زیاته استفاده کوی تر څو بدن مو مقاومت ولری
19: د خاوری له خوړلو ډډه وکړی زیاتره میندی په دغه حالت کی خاوره خوری چی صحت ته مو زیان رسوی هغه خویندی چی دا خاوره خوری د هغوی په بدن کی کلسیم کم وی چی دا کمښت مونږ د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شوه
20: د ماشوم له پیدا کیدلو څخه دری ساعته مخکی روغتون ته مراجعه وکړی تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږی

 ګرانو هيوادوالو!څرنګه چې زموږ هدف د الله تعالی رضا او د خپل درديدلي ولس خدمت کول دي نو په همدې خاطر موږ په پام کې لرو چ...
12/07/2018


ګرانو هيوادوالو!
څرنګه چې زموږ هدف د الله تعالی رضا او د خپل درديدلي ولس خدمت کول دي نو په همدې خاطر موږ په پام کې لرو چې د هرې شنبې په ورځ د خپلو ښځينه مريضانو معاينات په #وړيا توګه ترسره کړو,هيوادوال دې خبر وي
.

Address

Kabul Comp, Shahidano Mena, Gasikhilo 1Blak, Behind Mansoor Oil Station
Jalalabad

Telephone

+93789959575

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Atal Clinic اتل کلينيک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category