Dr.Hamed Shir Shinwari

Dr.Hamed Shir Shinwari Neurosurgeon عصبي او ستون فقرات جراح

ډاکتر حامد شير شينواري د حاجي شیر شینوراي زوي د ننګرهار ولايت د هسکه ميني ولسوالي د لالا قلعه اصلی اوسيدونکي دي چي د نوموړي ولايت په مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کي په 1367 هجري شمسی کال د دلوي په 12 نيټي د الحاج ګلبرخان په يوي دینداره او علمي کورني کي نړي ته سترګي پرانستلي، نوموړي خپلي لمړي زده کړي په 1374 هجري شمسی کال کي د نصرت متوسطه ښوونځي کی پيل کړي تر ابتدايه دوري پوري همدي ښوونځي کي

پاتي شو ، متوسطه دوره يي د شهید محمد عارف ليسی بشپړه کړه او په 1385 هجری شمسی کال کي د ننګرهار عالي ليسی څخه په عالی درجه فارغ شو.
ډاکتر شیرشینواري په 1386 کانکور کلنی ازمويني له لاري د خوست شیخ زاهد پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو چي په دي پوهنتون کي د یوکال محصلی دوري تیرولو وروسته د قانوني پړاونو طي کولو وروسته د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته يي تبديلي وکړه او په 1393 هجري شمسی کال د لیسانس په سويه د نوموړي پوهنځي څخه فارغ شو.
د فراغت وروسته يي د هيواد لیری پرتو سیمو کی د روغتیايي په برخه کي د معالج ډاکتر په صفت دنده ترسره کړه او په 1394 هجری شمسی کال يي د ننګرهارولایت په روښان لوړوزده کړو مؤسسه کي د کادری غړي په ډول د فزیولوژي ډيپارتمنت کي تدریس شروع کړو. په 1395 کال کي د اکمال تخصص ازمويني له لاري د کابل جمهوریت تخصصی روغتون عصبي جراحی څانګي ته بریالی او 1399 کال یی د تخصص دوره بشپړه شوه، همدا رنګه د ترینګ پرمهال د لاښه خدمت او ظرفیت لوړولو په منظور د همسایه او سیمو هیوادونو کی د عصبی جراحی لندمهاله ترینګونه هم اخستی چی دیری پروسیجرونه یی په افغانستان کی لومړی ځل لپاره ترسره کړی دی. داکتر صیب شینواری د عصبی جراحی نړیوال ټولنی کلنی کنفرانس کی په لومړی ځل د افغانستان استازیتوب ویاړ او خپلی ترسره شوی څیړنی د نړیوالو سره شریکولو ویاړ هم د ځان سره لری. چی اوسمهال د ننګرهار ولایت په داودزی معالجوی روغتون کی د عصبی جراحی متخصص په صفت د هیوادوالو په خدمت کی دی.
د یادونی وړ ده چی داکترحامد شیر شینواری د عصبی جراحی ټرینیګ دوری کی د اته سوو څخه زیاتو عملیاتونه ترسره کړی چی د الله ج په فضل او کرم زیات شمیر یی بریالی او ناروغان بیرته خپل عادی ژوند ته راګرځیدلی.
د‌ ډاکتر حامد شیر شینواری ليکل شوی طبي اثار:
د تنفسی سیستم اناتومی او فزیولوژي
د زړه او رګونو اناتومی او فزیولوژي (ناچاپ)
اسلام او زړه او زړه او رګونو سیستم (ژباړه) (ناچاپ)
شینواري عصبی جراحی کتاب
ګرین برګ عصبی جراحی کتاب (ژباړه)

13/07/2025
28/01/2025
28/01/2025
13/01/2025



ملا اندوسکوپیک (چی زمونږ هیوادوال یی لیزری بولی) عملیاتونه څه شی دی؟
څنګه ترسره کیږی؟
ملا اندوسکوپیک عملیاتونو ګټی څه شی دی؟
دا ټول په دی ویدیو کی.‎

#ادرس📍: حاجی ګل پلاز پښتونستان واټ جلال اباد ښار‎ ☎️: 0700601282(واتساپ)0781702111 0795699549 0764581371
‎ ‎ ‎ ‎ #ملادرد‎ #نیوروسرجن ‎

18/11/2024
16/09/2024

ایا شپی له خوا د پښو درد څخه په عذاب یاستی؟ ایا د شپی له خوا موپښو ناراحتی خوب ته نه پریږدی؟ ایا شپی له خوا مو پښی سوځي او بډی کیږی؟ ددی موضوع مو خپل معلومات درسره پدی ویدیو کی شریک کړی. .‎ #ادرس📍: حاجی ګل پلاز پښتونستان واټ جلال اباد ښار‎ ☎️: 0700601282(واتساپ)078170211107956995490764581371 ‎ ‎ ‎ ‎ #ملادرد‎ #نیوروسرجن ‎

25/08/2024

شکر الحمدالله
د الله ج څخه دیر شکرګذار یم چی د خپلو هیوادوالو خدمت جوګه یی ګرځولی یم

16/08/2024
01/06/2022

Address

Jalalabad
24000

Telephone

+93784510893

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Hamed Shir Shinwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Hamed Shir Shinwari:

Share

Category