28/07/2021
شکر ناروغي: تاریخچه :
له ۱۱۵۰ کلونه تر میلاد دمخه دلومړي ځل له پاره په یوه مصري پاپیروس باندې هغه ناروغي چې وروسته بیا د شکر یا (ډیابېټ) په نامه نومول شوې؛ ثبت شوې ده.
اوسمهالد روغتیا نړیوال سازمان په ټوله نړۍ کې د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر (۴۲۲) مېلیونه اټکلوي چې ښايي دغه شمېره په راتلونکو (۲۰) کلونو کې دوه برابره شي. ویل کیږي چې په شکر ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر به تر (۲۰۳۵) کال پورې (۵۹۲) مېلیونو ته ورسیږي.
په (۱۹۱۰) کال کې د «سړ ایډوارډ البرټ» او «شارپلي شافر» په نامه اروا پوهانو د پانقراس په واسطه ترشح کېدونکې یوه داسې ماده کشف کړه، چې بدن ته یې ددې وړتیا ورکوله چې ګُلوکوز په انرژۍ تبدیل کړي. دغه ماده وروسته بیا د «انسولین» په نامه ونومول شوه چې له لاتیني کلمې «انسولا یا آیلېنډ» څخه اخیستل شوې ده (Ziegler et al., 1991, Standl et al., 1981). لس کال وروسته په (۱۹۲۱) زیږدیز کال کې (فریدریک او بانټینګ) او د هغوي زدهکوونکو دغه ماده (انسولین) د لومړي ځل لپاره د سپي له (پانقراس) څخه وایسته. (انسولین) هغه هورمون دی چې د پانقراس په حجره کې تولیدیږي، چې د معدې شاته داټکل له مخې ً (۶۰ -۱۰۰) ګرامه کڅوړه ده. په عادي حالت کې د وخت په تېرېدو سره، ګُلوکوز په وینه کې جریان کوي؛ په پایله کې، په وینه کې د ګُلوکوزو کچه پورته کیږي. د شکر ناروغي هغه وخت رامنځته کیږي چې کله د انسان بدن کافي اندازه انسولین یا تولید نه شي کړاى او یا یې ونه شي کارولی. انسولین د هورمون په توګه په پانقراس کې تولیدیږي؛ انسولین د ویني له جریان څخه د بدن حجرو ته د ګُلوکوزو د لیږد لپاره اړین دي، چېرته چې د انرژۍ په توګه کارول کیږي.
د شکر ناروغۍ په وینه کې د ګُلوکوزو د زیاتي اندازې څخه تشخیص کیږي.
نور بیا .....