Pashto medical dictionary

Pashto medical dictionary Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pashto medical dictionary, Medical and health, Jalalabad.

17/11/2025
04/11/2025

Big shout out to my newest top fans! Gul Fariz Khan Hairan, ابو طلحه طلحه

ښه خبر اوس کولای شی د اتوما پی (مومو) له لاری د ټولو شبکو شمیرو ته کریدیت واستوئ😍
04/11/2025

ښه خبر
اوس کولای شی د اتوما پی (مومو) له لاری د ټولو شبکو شمیرو ته کریدیت واستوئ
😍

> *هغه ډاکټران چي پيسي نه غواړي.*اول. ورزش دوهم. اوبه څښلدريم. لمر ته کښيناستل څلورم. خوب کول پنځم. کرار خورک کولشپږم. ځ...
04/11/2025

> *هغه ډاکټران چي پيسي نه غواړي.*
اول. ورزش
دوهم. اوبه څښل
دريم. لمر ته کښيناستل
څلورم. خوب کول
پنځم. کرار خورک کول
شپږم. ځان خوشاله ساتل
اوم. زهن مصروف ساتل يعنې مطالعه کول
> راسره موافق یاست ؟ هو ❤ نه 👍
> *⋆⁺₊☾⋆⁺₊⋆*

24/10/2025

د انسان د مغز حجرې تر ټولو زیاته انرژي مصرفوي. د طبي متونو په بنسټ زموږ مغز زموږ د ټول وزن دوه سلنه وزن لري، خو د ټولې پ...
05/10/2025

د انسان د مغز حجرې تر ټولو زیاته انرژي مصرفوي. د طبي متونو په بنسټ زموږ مغز زموږ د ټول وزن دوه سلنه وزن لري، خو د ټولې پمپ شوې وينې ٪15، د ټول تنفس شوي اکسيجن ٪20 او د ټول خوړل شوي گلوکوز شاوخوا ٪25 مصرفوي. که د مغز کار زيات شي، مصرف يې لا پسې ډېرېږي، ځکه خو تر ذهني او فکري کار وروسته ځان بې شېمې احساسوو. مغز هوښيار غړی دی، خو دا نه شي تشخيصولای چې حجرې يې په يوه ډېر مهم فکري پروسس بوختې دي او که هسې پخواني چورتونه او مبمهې سوداوې غړي‌. ځکه خو په تشويش، اضطراب او رواني ناروغيو اخته کسان بې انرژي وي.

ددې لپاره چې دوه سلنه مغز مو د بدن د انرژۍ ډېره برخه کش نه کړي، ښه به دا وي چې کار يې تر ممکنه حده راکم کړو. مطلب مې دا نه دی چې فکر کول پرېږدو. موخه دا ده چې په بېځايه چورتونو او تشويشونو ولې له يوې خوا د مغز د حجرو کار ډېروو او له بلې خوا ولې د بدن د نورو حجرو حق په خورو؟

یوه مهمه لاره چې مغز پکې دمه کوي ورزش ده. د ورزش په مرسته مغزي حجرې له غيرضروري پروسسونو آرامېږي او د‌ بدن نورو حجرو ته زياته انرژي رسېږي‌. تر منظم ورزش وروسته چې ځان خوښ او باانرژي احساسوو، يو دليل يې دا دی چې ورزش مو په مغز کې سيروټونين هورمون زياتوي او دوهم دا چې د مغز د حجرو مصرف کمېږي. د ډيپريشن ضد زياتره دواگانې هم سيروټونين زياتوي‌، البته گڼ جانبي عوارض هم لري. نو ولې بې ضرره لاره و نۀ نېسو؟

يو نيم وخت بنده میاشتې مياشتې په دې هم چورتونه وهي، چې کله، څنگه او کوم ورزش پيل کړي؟ دومره ډېرو پړو غړلو ته يې مه پرېږدئ، بس پاڅئ او له څو سوه قدمونو يې پيل کړئ.

په چورتونو او بېځايه سوداوو بوخت مغز داسې دی، لکه يوه کارخانه چې شپه ورځ چالانه وي خو هيڅ شی نه توليدوي. د بې توليده کارخانې درول لږترلږه دا گټه لرلای شي چې د بريښنا او د پرزو د استهلاک مصارف درته بچت پاتې شي.

#مغز
داکتر درمل.

*👶ماشوم په شپه کې بستر لوندوي (التبول اللاإرادي)**دا یوه ډېره عامه ستونزه ده او ډېری ماشومان ورسره مخ کېږي. دا د ماشوم ګ...
01/10/2025

*👶ماشوم په شپه کې بستر لوندوي (التبول اللاإرادي)*
*دا یوه ډېره عامه ستونزه ده او ډېری ماشومان ورسره مخ کېږي. دا د ماشوم ګناه نه ده، بلکې یوه طبي حالت دی چې درملنه لري.*

*✨ التبول اللاإرادي څه شی دی؟*
ماشوم چې ۵ کاله یا زیات عمر ولري او لا هم په شپه کې بې‌اختیاره ادرار کوي.
دا یوه شایعه او بې‌قصده ستونزه ده.

*📌 ډولونه یې*
*1. لومړنی (Primary):* ماشوم هېڅکله اوږده موده په شپه کې وچ نه دی پاتې شوی.

*2. ثانوي (Secondary):* ماشوم مخکې وچ پاتې کېده، خو لږ تر لږه د ۶ میاشتو وروسته بېرته لوندول پیل کړي (اکثر د فشار یا ناروغۍ له امله).

*🧐 احتمالي لاملونه*
د مثانې ناوخته وده (Bladder Maturation Delay)
د شپې د زیات ادرار جوړېدل (Nocturnal Polyuria)
ډېر ژور خوب (Sleep Arousal Dysfunction)
ارثي لاملونه (Genetic Predisposition)
رواني فشارونه (Stress) لکه د نوي ورور/خور پیدا کېدل یا د ښوونځي ستونزې

*نادر فزیکي ناروغۍ*: د ادراري لارې انتان (UTI)، قبضیت (Constipation)

*💡 څنګه چلند وکړو؟*
1. د ماشوم ډاډ ورکول: هېڅکله یې مه ملامتوئ، طمئینه ورکړئ چې ښه کېږي.

*2. چلندیز ګامونه:*
د خوب نه مخکې د اوبو کم څښل.
د خوب نه مخکې تشناب ته تلل.
د شپې یو ځل ویښول او تشناب ته بیول.
د ورځې د مثانې تمرین او د وچو شپو لپاره انعام ورکول.

*3. ځانګړې درملنې (له ډاکټر سره):*
د الارم وسیله (Enuresis Alarm)
درمل لکه Desmopressin د شپې د ادرار کمولو لپاره

*🚩 کله ډاکټر ته مراجعه وکړو؟*
که ستونزه د ۷ کلنۍ وروسته هم دوام وکړي.

*که ورسره نورې نښې وي:*
د ادرار پر مهال درد یا سوځښت
د ورځې هم بې‌اختیاره ادرار
ډېر تندې کېدل
د خوب پر مهال غاړېدل/خرخری

📌 لنډه نتیجه
دا ستونزه د ماشوم خطا نه ده.
ډېری ماشومان په عمر سره پخپله ښه کېږي.
مور او پلار باید ډاډ، ملاتړ او صبر وکړي.
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/FxT0fGar144CJJYAXzgPXG?mode=ac_t
#

د کونړ ولایت څخه یو انځور؛ خلک د زلزلې له امله تر شنه اسمان لاندې اوده کیږي. #الله ته خپل رحم پر مونږ وکړه
06/09/2025

د کونړ ولایت څخه یو انځور؛ خلک د زلزلې له امله تر شنه اسمان لاندې اوده کیږي.
#الله ته خپل رحم پر مونږ وکړه

06/09/2025


د څه لپاره استعماليږي
27/07/2025

د څه لپاره استعماليږي

 .داچی فسبوک کی زیات شمیر ملگری د دیکسامیتاسون په هکله پوستونه کوی او زموژ بعضی ملگری خو زنگونه وهی او یاد درمل له ویری ...
27/07/2025

.
داچی فسبوک کی زیات شمیر ملگری د دیکسامیتاسون په هکله پوستونه کوی او زموژ بعضی ملگری خو زنگونه وهی او یاد درمل له ویری په غیر معقوله توگه استعمالوی خپل مسولیت یی بولم او ستاسی ۲دقیقی مصرفوم دالیکنه درته پوست کوم هیله ده ویی لولی.

Steroidal Drugs:
Short Acting=Hydro cortisone
Inter mediat Acting= pridnisolon & prednisone, trimcenolone
Long Acting= Betamethasone& Dexamethasone
د ګلوکو کورتیکو ستیراید درملو دتاثیرمکانیزم:
ټول په شحم کې منحل سټیراید د حجروی غشا څخه تیریږي، د سایتوپلازم د اخذو سره نښلی بیافعال شوی ریسیپتو ر هستی ته داخل او هلته د (GRDEs) سره یوځای کیږي او ځانګړی RNA جوړوي، جوړ شوی (MRNA) دهستی څخه بیرون راوځی او ځانګړی پروتین جوړوي چې هر یو یی جلاجلا دندی لری لکه دګلوکوز جوړیدلو پاتوی، دشحمو پارچه کیدل زیاتوی، عضلی پروتین کتابولیزم، دکوچنیانو وده دخنډ سره مخامخ کوی.
دسترس په مقابل مقاومت زیاتوی، معافیتی سیستم کمزوری کوی دالتهاب ضد اغیزی لری لکه:
دلیکوسیت دنده او ویش اغیزمن کوی.
نیوتروفیل زیاتوی مګر فعالیت ئی کموي.
لمفوسیت، مونوسیت، بازوفیل، ایزوفیل کموي.
مست حجری دماتیدو مخنیوی کوی.
فاسفلایپیز ای 2 نهی کوی‌
دوینی فشار زیاتوي.
د هډوکی دمغذ بدی اغیزی
په هدوکو کی د منرالونو تغیرات
د انسولین کموالی او د نیو ګلوکوز زیاتیدل
شکر او ستونزی
د شحمیاتو او پروتینو متابولیزم کی تغیر

د ستیرایډ درملو فارمکو کنیتیک:
ستیراید درمل ددی لپاره چه جذب شی او مناسب تاثیر رامینځته کړی نظر د ناروغۍ په ډول او موقیعت سره د مختلفو لارو څخه کارول کیږی لکه :
د خولی له لاری، د عضلی او ورید له لاری، دانشاق او سپری په ډول، د مقعد له لاری، په موضوعی ډو ل د څاڅکو په ډول د ملهم په ډول ، د مفصل په داخل کی لنډه داچه په تولو ممکنه لارو باندی یاد درمل ورکولی شو.
هرکله چه ناروغ ته یاد درمل ورکړل شی نو تر نوی فیصده یی د پلازما پروتین سره بانډ جوړوی او په مختلفو اندازو سره په بدن کی پاتی کیږی کله چه تاثیر وکړی نو ځیګر ته راځي د مایکرو زومل انزایمو په واسطه په دوهم سټیج کی په کانجوګیټيډ شکل له تشو متیازو سره خارجیږی.
په حامله ښځو کی د پریدنیسون کارول یو څه اندازه محفوظ دی.
دا درمل ډیر زیات استعمال لري یعني په اکثروامراضو کي ورکول کیږي چه یو څو د استعمال ځایونه

دغه کس دډيرو هڅو نه بعد دراشد خان سره په تصوير اخستلو بريالی شو♥️🇦🇫🏏
26/07/2025

دغه کس دډيرو هڅو نه بعد دراشد خان سره په تصوير اخستلو بريالی شو♥️🇦🇫🏏

Address

Jalalabad

Telephone

+93708886855

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto medical dictionary posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Pashto medical dictionary:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram