Tabish Medical Laboratory

Tabish Medical Laboratory We Report what we diagnosed

ستاسو په بدن کې د پوستکي دا ډول کوچني غوټې (Skin Tags) دي؟دا ولې پیدا کېږي؟دا د یو راتلونکي مرض نښه ده. کله چې د بدن دنن...
17/05/2025

ستاسو په بدن کې د پوستکي دا ډول کوچني غوټې (Skin Tags) دي؟
دا ولې پیدا کېږي؟

دا د یو راتلونکي مرض نښه ده. کله چې د بدن دننه انسولین زیات شي، خو بدن یې کارولی نشي، نو دا حالت ته په طب کې د انسولین مزاحمت (Insulin Resistance) وايي.
کله چې دا مزاحمت زیات شي، نو بیا دا شوګر (شکر) ته لاره هواروي.
دا کوچني غوټې دا ښيي چې ستاسو بدن کې د انسولین مزاحمت پیل شوی دی.

د انسولین مزاحمت معلومولو لپاره کوم ټیسټونه دي؟

1. لس (10) ساعته له نهاره وروسته د یوې معتبرې لابراتوار نه Fasting Insulin Serum ټیسټ وکړئ. نتیجه باید د حد دننه، خو تر ټولو کمه کچه ته نژدې وي.

یا

2. لس (10) ساعته له نهاره وروسته دا دوه ټیسټونه وکړئ:

Triglycerides
HDL
که چېرې تاسو Triglycerides ÷ HDL وکړئ او نتیجه له 1.5 څخه زیاته وي، نو دا مانا لري چې انسولین مزاحمت پېل شوی دی.

اوس وخت کي هر پنځم کس شکر لري. د شکر له خطرناکو عواقبو ځان وساتئ.

جنسي معلومات او درملنه

غواړئ! چې انگلېسي نړيواله ژبه په کم وخت او معياري شکل زده کړئ؟علاقمند يئ! چې ډېر ژر په انگلېسي، لوستل، ليکل او ويل وکړئ!...
09/02/2025

غواړئ! چې انگلېسي نړيواله ژبه په کم وخت او معياري شکل زده کړئ؟
علاقمند يئ! چې ډېر ژر په انگلېسي، لوستل، ليکل او ويل وکړئ!
انتخاب غواړئ! او د يوه ښه تعليمي مرکز په لټه يئ چې هم ارزان، هم مشهور، هم مجرب او هم د اعلی او علمي تدريسي نصاب درلودونکی کورس ومومئ!
نو نړي ستاسو دعلميت ، ارمان او علاقمندي پوره کيدو ضامنه مرجع ده
او په ۲۱ ورځو کې د ژبې زده کړې بدلون ووينئ.
ستاسو لپاره، ستاسو په سويه، ستاسو د سالمې زده کړې باوري ادرس
نړۍ د انگلېسي ژبې ښوونيز مرکز
امير شهيد باغ ته مخامخ، د غازي امان الله خان د روغتيايي علومو انستيتيوټ وداني، جلال اباد ښار.
ستاسو لپاره د انگلېسي زده کړې ښکلی او زرين چانس
Whatsapp 0706814952

داکتر صیب آصف په تابش طبي لابراتوار کی د سپیشل کلاس څخه فارغ شو تابش طبي لابراتوار ورته په چارو کی بریاوی غواړی
02/02/2025

داکتر صیب آصف په تابش طبي لابراتوار کی د سپیشل کلاس څخه فارغ شو
تابش طبي لابراتوار ورته په چارو کی بریاوی غواړی

د شکر ناروغي مهمې نښې.1 - ډېره تنده او زياتې تشې متيازې کول.2 - شديده لوږه.3 - ناڅاپي وزن زياتېدل.4 - غېر معمول وزن کميد...
26/01/2025

د شکر ناروغي مهمې نښې.

1 - ډېره تنده او زياتې تشې متيازې کول.
2 - شديده لوږه.
3 - ناڅاپي وزن زياتېدل.
4 - غېر معمول وزن کميدل.
5 - ستړيا زياتېدل.
6 - د ليد (نظر) کمزوري.
8 - جنسي ستونزې.
9 - په پښو او لاسونو کې بېخودي او سوزش.

په بدن کي د کلسيم د کمښت نښې څه دي؟؟د کلسيم د کمښت علتونه څه دي؟؟د کلسيم د کمښت درملنه څه ډول ده؟؟په بدن کي له 1.2 څخه ت...
05/01/2025

په بدن کي د کلسيم د کمښت نښې څه دي؟؟
د کلسيم د کمښت علتونه څه دي؟؟
د کلسيم د کمښت درملنه څه ډول ده؟؟

په بدن کي له 1.2 څخه تر 2.5 پاونډه پوري کلسيم موجود ده چي 99 فيصده د هډوکو په جوړښت کي برخه اخلي او پاتي يو فيصد يي په ټول بدن کي ويشل شوي چي مهمي دندي پر غاړه لري په دي بايد خبر يو چي کلسيم يوازي د هډوکو او غاښونو په جوړښت کي د برخي اخيستو پرته نوري مهمي دندي هم لري لکه د ويني جريان منظم ساتي د عضلو په فعاليت کي برخه اخلي او د عصبي حجرو تر منځ په ارتباط کي برخه لري چي د کموالی له امله يي د هډوکو د مشکلاتو پرته نور مشکلات هم رامنځته کوي

#په بدن کي د کلسيم د کموالي نښې #

1) د بدن دردونه

2)په بدن کي د سستي رامنځته کيدل

3) اشتها خرابوالۍ

4) د نوکانو ماتيدل

5) د خوراک په تيرولو کي مشکل

6) بې هوشه کېدل

7)د ذهن ګډوډي

8)په خپګان او اضطراب اخته کيدل

9) د غاښونو رژيدل

10) دهډوکو کمزورتيا او په اساني سره د هډوکو ماتيدل

11) په ماشومانو کې د ودې او انکشاف ځنډيدل

12) د زړه مشکلات لکه د وینې فشار او د زړه د نظم خرابوالی

13)د حس کولو د وړتيا خرابوالی

# د کلسيم د کمښت علتونه #

* د کلسيم لږ مصرف خصوصا په ماشومانو کي

* ځيني درمل چي خوړل يي د کولمو څخه د کلسيم د جذب مخه نيسي

* د هغه خوړو نه تحمل چي په لوړه کچه کلسيم لري

* په ښځو کي هورموني تغيرات

* ارثي فکتورونه

* سوتغذيه

* د خوړو په جذب کيدو کي مشکل

* د ويټامين ډي کموالی

* ځينې ناروغۍ

# د کلسيم د کمښت درملنه #

د کلسیم د کمښت درملنه اسانه ده. چي په غذايي رژیم کې د کلسیم په اضافه کولو سره هم د کلسيم کمښت په بدن کي پوره کيږي
په خپل سر د کلسيم درمل مخ خورئ ځکه چي له اندازي زيات کلسيم خوړل د پښتورګو د تيږو د رامنځته کيدو خطر لوړوي

په عام ډول کلسيم په لاندي نومونو په درملتونو کي د ګولۍاو شربت په شکل پيدا کيږي

+ کلسیم کاربونیټ، جي قيمت يي ارزانه ده

+ کلسیم سیټریټ، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي

+ کلسیم فاسفیت، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي او هم د قبضیت لامل نه کیږي.

سپیشل کلاس څخه فارغ محصل Mosa Jan
04/01/2025

سپیشل کلاس څخه فارغ محصل
Mosa Jan

که والدین دمور اوپلار (Rh-factor) مثبت وي، نو احتمالاً ماشوم هم Rh-positive وي. Rh-factor د یوې ځانګړې پروټین (Rh د پروټ...
04/01/2025

که والدین دمور اوپلار (Rh-factor) مثبت وي، نو احتمالاً ماشوم هم Rh-positive وي. Rh-factor د یوې ځانګړې پروټین (Rh د پروټین) په اړه وي چې د سرخ خوني حجرو په سطحه شتون لري. که والدین او ماشوم دواړه Rh-positive وي، نو د ماشوم لپاره هیڅ کومه خطره نشته. که والدین Rh-negative وي او ماشوم Rh-positive وي، نو ممکن د Rh incompatibility مسله پېښه شي، چې کولی شي د ماشوم صحت ته ګواښ ولري، خو دا حالت یوازې د ځانګړو طبي تدابیر سره کنټرول کیږي.

د سر درد لاملونه سر دردی یو عامه ستونزه ده چی مختلف لاملونه لري دلته د سر دردی ممکنه لاملونه وړاندي کیږی دفشار زیاتووالی...
26/12/2024

د سر درد لاملونه

سر دردی یو عامه ستونزه ده چی مختلف لاملونه لري دلته د سر دردی ممکنه لاملونه وړاندي کیږی

دفشار زیاتووالی دوینی فشارلوړیدل کولی شي د سردرد لامل شي

2 د خولي دناروغیو د خولي د ناروغیولکه د غاښونو درد یا د خولي التهاب هم سر درد رامنځته کولی شي
3 د سترګوفشار د اوږدي مودي لپاره د کمپیوټر یا ټلویزیون مخی ته کښیناستل د سترګو
فشار او د سر درد رامنځته کوی
4 د خوب کموالی کافی خوب نه کول یا خوب د کیفیت خرابیدل د سر درد لامل کیږی

5 د تغذیی کمښت د غذا کمښت
یا د ځینو خاصو موادو لکه کافین یا شکر زیات مصرف هم سر درد رامنځته کوي
6 د هورمونونو بدلون
دښځو لپاره د هورمونونو بدلونونه لکه د حیض په وخت کي سر درد رامنځته کوي

7 ذهنی فشار ذهنی فشار اضطراب اوخپګان هم د سر درد لامل کیدی شي

8 د هوا بدلون د هوا دفشار بدلون یا د موسم بدلون هم د سر درد لامل کیږی

9 د درملو اړ خیزي اغیزي ځینی درمل ممکن د سردرد لامل شي

10 سینوس ناروغۍ د سینوس التهاب یا عفونت هم د سر درد لامل کیږي

هګۍ پنځه حیرانوونکې ګټيپه نړۍ کی به ډیر کم داسي غذاګاني وی چي د هګۍ هومره ګټي دی ولريهسی هم د هګیو بی شمیره ګټی دی خو له...
25/11/2024

هګۍ پنځه حیرانوونکې ګټي

په نړۍ کی به ډیر کم داسي غذاګاني وی چي د هګۍ هومره ګټي دی ولري

هسی هم د هګیو بی شمیره ګټی دی خو له دی څخه پنځه مهمی ګټي یی په لاندي ډول دي چي له همدې کبله ورته سوپر فوډ وایي

۱: د سترګو لپاره تر ټولو ګټور مواد په هګۍ کې شته چی د Lutein او رکیستین کیراټیناید نومیږی دا دواړه اجزاوی د بل هر غذا څخه زیات په هګۍ کې په آسانۍ سره موندل کیږی نو په دی خاطر ویلي شو هغه کسان چی په ورځنی ژوند کې روزانه هګۍ خوری د سترګو د کترکت په ناروغۍ نه اخته کیږي

۲: ګټور کولیسترول: په یوه هګۍ کې تقریباً ۲۱۲ ملی ګرامه کولیسترول موجود وي خو له نیکمرغه دغه کولسترول یو ډول ګټور کولیسترول دی او په وینه کې مضر کولیسترول زیاتیدو ته نه پریدی

۳: د زړه د ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره هګۍ ګټور دی

په هګۍ کې شته کولیسترو د HDL له نوعی څخه دی کوم چي د صحت لپاره زیانمن ندی پدی وجه د زړه او نورو ناروغیو خطره کموي

۴: هګۍ د پروټین زیرمه ده

په یوه هګۍ کې تقریباً ۶ ګرامه د لوړي کچي پروټین شته او د انسان د ضرورت وړ ټول ۹ واړه امینو اسیدونه هم پکې شته پروټین د انسان په وده کې له اړینو عناصرو څخه شمیرل کیږي چي په ځانګړي ډول د ودی په حال کې ماشومانو ته ډیر ګټور دی

۵ د کولین بهترینه زیرمه په هګۍ کې ده

د یوی هګۍ ژیړ تقریباً ۳۰۰ مایکروګرامه Choline لری دغه کولین د دماغ، عصبی سیستم او د ویني دوران په غوره ساتنه کې مهم رول لري

د هګۍ پورتنی ګټی په یو وخت په نورو غذاګانو کې په ډیره مشکله سره پیدا کیږي نو پدی خاطر ویلي شو د هګۍ ورځني استعمال د ښه صحت ضمانت کوي

د تمرین کولو ګټیتمرین یعنی منډه کول سایکل چلول لرګی ماتول په   پټی کی کار کول په غره ختل لو کول ټوپونه وهل ...1۔ دموډ یا...
24/11/2024

د تمرین کولو ګټی

تمرین یعنی منډه کول سایکل چلول لرګی ماتول په پټی کی کار کول په غره ختل لو کول ټوپونه وهل ...

1۔ دموډ یا مزاج په ښه کولو کی مرسته کوی
2۔ دخوب کیفیت ښه کوی
3۔ روحی فشار کموی
4۔ د وینی په لوړ فشار په ټیټولو کی مرسته کوی
5۔ هډوکی او عضلات قوی کوی
6۔ دوزن کمولو لامل کیږی
7۔د ماغ قوی کوی
8۔ ژور خپګان په ښه کولو کی مرسته کوی
9۔ زړه مو سالم ساتی
10۔ په سرطان د اخته کیدوخطر کموی
11۔ د د ماغی سقطی خطر کموي
12۔ شکر کنترول ساتي
13۔ بدن پر انرژی ساتي
14۔ دوینی غوړ کمولو کی مرسته کوی ***

په شین چای کې د لونګ درې عدد استعمال لاندې ګټې لري. ۱- حافظه قوي کوي. ۲- وینه پاکوي. ۳- د معدې ناروغۍ سموي. ۴- د کولمو ن...
22/11/2024

په شین چای کې د لونګ درې عدد استعمال لاندې ګټې لري.
۱- حافظه قوي کوي.
۲- وینه پاکوي.
۳- د معدې ناروغۍ سموي.
۴- د کولمو ناروغۍ سموي.
۵- د ستوني درد سموي.
۶- د سترګو دید پیاوړی کوي.
۷- د وزن کمولو کې رول لري.
۸- د سر درد اراموي.
۹- غاښونه قوي کوي.
۱۰- د بدن شګر ګنټرول ساتي.
۱۱- د بندونو دردونه اراموي.

د ځيګر سرطان (Liver Cancer) مختلف اسباب لري چې په لاندې ډول دي:1. هیپاټایټس B او C ویروسونه: دا ویروسونه د ځيګر التهاب س...
20/11/2024

د ځيګر سرطان (Liver Cancer) مختلف اسباب لري چې په لاندې ډول دي:

1. هیپاټایټس B او C ویروسونه: دا ویروسونه د ځيګر التهاب سبب کیږي چې کولی شي د ځيګر سرطان لامل شي.

2. د الکولو زیات استعمال: اوږدمهاله او زیات الکول څښل کولی شي د ځيګر د سیروسس (د ځيګر سختیدل) لامل شي، چې وروسته یې د ځيګر سرطان ته وده ورکوي.

3. چاغي (چاغوالی): چاغوالی او د کیلې سکنډ (د شکر) ناروغي د ځيګر د چربی زیاتوالي لامل کیږي چې په ځينې مواردو کې د ځيګر سرطان ته لار پرانیزي.

4. د ځيګر سیروسس: دا یوه حالت ده چې په کې ځيګر خپل طبيعي فعالیتونه له لاسه ورکوي، او دا هم د ځيګر سرطان خطر زیاتوي.

5. کیمیاوي مواد او سمندري توکي: ځینې کیمیاوي توکي لکه aflatoxins (چې د ځینو انواعو خړوبونکیو څخه راځي) هم د ځيګر سرطان لامل کیدی شي.

6. جنتیک عوامل: د ځینو خلکو د کورنۍ تاریخ او جنتیکي ځانګړتیاوې هم د دې سرطان خطر زیاتوي.

7. د ځيګر ناروغۍ پخوانی تاریخ: که یو کس مخکې له دې ځيګر مشکلاتو لکه هیپاټایټس یا سیروسس سره مخ شوی وي، د ځيګر سرطان خطر یې لوړ دی.

دغه اسباب کولی شي په ګډه یا جلا جلا د ځيګر سرطان لامل شي.

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:00 - 19:00
Tuesday 07:00 - 19:00
Wednesday 07:00 - 19:00
Thursday 07:00 - 19:00
Saturday 07:00 - 19:00
Sunday 07:00 - 19:00

Telephone

+93789668019

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tabish Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Tabish Medical Laboratory:

Share

Category