Ezatullah f saadat

Ezatullah f saadat Education

28/11/2018
انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل انسان د شکر په ناروغۍ اخته کويکه چیرې انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل زیات کاروئ نو د دې پ...
12/10/2018

انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي

که چیرې انټي بایوټیک (Antibiotic) درمل زیات کاروئ نو د دې پیاوړی امکان شتون لري چې تاسې د شکر په څیر خطرناکې ناروغۍ ښکار شئ.
د کلینیکل اینډرکرینولوجي اینډ میتابولزم مجلې کې خپره شوې یوې نوې څیړنې کې ویل شوی چې داسې شواهد موندل شوي چې د شکر د ناروغۍ او د ډاکټرانو لخوا ورکړل شوي درملو کې پیاوړی اړیکه شتون لري.
څیړنې کې ویل شوي چې تیرو پنځو کلونو کې پنځه ځلي د انټي بایوټیک درمل استعمالولو سره ۵۳ سلنه د دوهم ډول شکر د ناروغۍ خطر زیاتیږي.
په څیړنې کې همداراز ویل شوي چې هغه انټي بایوټیک درمل چې د باکتریا او ویروسونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي هم د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.
یو څیړونکی ډاکټر کرسټین مککلسن په وینا دغې څیړنې کې ثابته شوې چې تیرو پنځلسو کلونو کې په زیاته اندازه د انټي بایوټیک درملو استعمالوونکي په زیات شمیر د شکر په خطرناکې او مهلکې ناروغۍ اخته شوي.
دغه ډنمارکي څیړوونکی زیاته کړه چې په دې اړه نورو څیړنو ته هم اړتیا ده ځکه چې تر دې دمه مونږ په پوره باور سره نشو ویلی چې دغه درمل د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.
هیره دې نه وي چې له تیرو شپیتو کلونو څخه د انټي بایوټیک درملو مختلف ډولونه د مختلفو ناروغیو څخه مخنیو لپاره کارول کیږي. خو په دې وروستیو کې مختلفو څیړنو ثابته کړې چې دغه درمل د شکر د دوهم ډول د ناروغۍ خطر ۵۳ سلنه زیاتوي.

د حمل پر مهال د غاښ ویستلTooth Extraction During Pregnancyوَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚاو ...
13/09/2018

د حمل پر مهال د غاښ ویستل
Tooth Extraction During Pregnancy
وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ
او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي وګڼه لكه چي هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه."

د حمل پر مهال د غاښونو ګیرچاپیره میکروبی پلک تجمع کوی او د پیریوډانټل یا د وری د امراضو سبب کیږی.
د وری امراض اکثره وخت د وری د پړسوب او د وری د التهاب سره یوځای لیدل کیږی.
د حمل پرمهال د هورمونونو د تغیر له وجی د عقلی غاښ او وریو التهابی حالت نسبت نورو وختونو ته زیات لیدل کیږی.
داچې مونږ په دې پوهیږو چې حمل د یوۍ امیدواری مور په ژوند کې یو خاص حالت دی نو ځکه یوه خاصه توجه هم باید په دغه حالت کې وکړی شی بلخصوص هغه مهال چې د غاښ ویستلو ضرورت وی.
مهمترینه نقطه د حمل پرمهال داده چې جنین یا فیټس fetus ته نقصان پیښ نه شی.

د غاښونو ډاکټران او د خولی جراحان یا oral surgens اکثره وخت ددغاښونو ویستلو څخه د حمل پر مهال ممانعت کوی خو دغه خبره هم سمه نه ده، ځکه د غاښ درد هغه نارحته کونکی حالت دی که تداوی نه شی نو یوه حامله مور به د سټریس او درد له وجې کیدای شی خپل حمل دلاسه ورکړی یعنی سقط یا abortion واقع شی..
که چرته یوه مور د حمل پرمهال د غاښ مسلسل او جاری درد لرونکی وی، نو د غاښ ویستل یو اړین او ضروری عمل دی.
هغه وخت چې یوه حامله مور د غاښ د درد په ثابت حالت کې قرار ولری، نو نیسائ ډاکټران یا ګینیکالوجسټgynecologist هم د غاښ ویستل لازمی بولی او باید د ګیناکالړجیسټ سره پری مشوره وشی.

د حمل پرمهال د غاښ ویستلو بهترین وخت دویم.ټرائیمیسټر second trimester دی او که امکان وی چې په اول او دویم ټرائیمیسټر کې د غاښونو ویستنه وځنډیږی او بله عوضی تداوی په کار یوړل شی نو غوره به وی، چې عوضی تداوی په لمړی قدم کې کیموتراپی او په دویم قدم کې د غاښ د کانالونو د عصب تداوی یعنی RCT ده.
Trimesters in pregnancy د حمل د دوری ټرائیمیسټرونه
د حمل دوره په دری ټرائیمسټرونو ویشل شوی ده.
۱: لمړی ټرائیمیسټر یا first trimester
په لمړی ټرائیمیسټر کې د جنین اورګانونه جوړیږی یعنی organogenesis of fetus مرحله ده..

۲: دویم ټرائیمیسټر
د حمل په دویم ټرائیمیسټر کې جنین یوازی نمو کوی، چې د حمل دویم ټرائیمیسټر یو محفوظه دوره ده چې د غاښونو ټول پروسیجرونه په کې اجراء کیدای شی.

۳: دریم ټرائیمیسټر
د حمل په دریم ټرائیمیسټر کې د وینی حجم زیاتیږی چې په دریم ټرائیمیسټر کې د یوی حاملی مور د ډیر وخت دپاره د غاښونو پرچوکی پاتیکیدنه د حاملی مور د ناراحتی سبب کیږی.
که چرته ناروغ په دریم ټرائیمیسټر کې د غاښ له درد څخه نارحته وی او د غاښ ویستل د ناروغ دپاره ضروری وی نو باید د دریم ټرائیمیسټر په لمړی میاشت وویستل شی.

Medication during pregnancy د حمل پرمهال د دوایانو استعمال
د درد ضد دوا Pain killers
د حمل پرمهال د درد ضد محفوظه دوا چې د حمل له پیل څخه تر پایه استطباب لری paracetamol یعنیacetaminophen ده، ایبوپروفین Ibuprofen د حمل له شروع څخه تر دوه دیرشتمی انی till 32 weeks پوری استعمالیدای شی.
که چرته درد سویر/severe حالت کې وی نو د نرکاټیکس له جملی څخه codeine محفوظترینه د درد ضد دوا ده.

Atibiotic used during pragnancyد مائیکروب ضد دوا د حمل پرمهال
د حمل پر مهال penicillin او cephalosporin توصیه کیږی مګر په دې شرط چې د پورته ذکرشو دوایانو سره ناروغ حساس نه وی،

Using anesthesia during pregnancy د حمل پرمهال د انستیزیا استعمال
لیډوکائین عموماً د موضعی انستیټیک ایجنټ په صفت استعمال لری، مګر هغه ناروغان چې د لیډوکین سره حساس وی له یو سلنه د زرق وړ ډایفین هیډرامین injectable %1 diphenhydramine څخه استفاده کوی شی چې ډاافین هیډرامین په A کټګری کې مګر د امریکا په متحده ایالاتو کې د B کټګری لاندی کلاسفیکیشن شوی دی یعنی په حمل کې محفوظه دواده او په جنین کوم ټیراټوجنیک تاثر نه لری.

د ایکس شعاوی د حمل پر مهالX-rays during pregnancy

که چرته د غاښ ویستلو پرمهال ایکسری ته ضرورت وی، باید د مریض د بدن علوی برخه د lead apron shield په مرسته کَوَر شی.
مګر د غاښونو پورټیبل ایکسری چې 2MAقوت لری نو د شعاع ډوز ئ محغوظ دی او په امبریو یا embryo او جنین یا fetus د نمو په پروسه کې کوم ټیراټوجنیک تغیرات نه راولی مګر باید له احتیاطی تدابیرو څخه کار واخیستل شی.

د بورې زیات استعمال اعصاب زیانمنوي: په دې وروستیو کې یو شمیر روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې د بورې او نورو خوږو موادو زیات ...
29/08/2018

د بورې زیات استعمال اعصاب زیانمنوي
: په دې وروستیو کې یو شمیر روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې د بورې او نورو خوږو موادو زیات استعمال د اعصاب لپاره تباه کوونکی ثابت کیدی شي.
د کلیفورنیا د پوهنتون په یوې څیړنې کې ویل شوی چې په بورې کې شته فرکتوز (Fructose) نومې مواد د اعصابو حجرات زیانمنولو سره د مختلفو ناروغیو لکه شکر، د زړه ناروغۍ او الزایمر لامل ګرځي.
د دغې څیړنې ترسره کولو لپاره د شپږو اونیو لپاره موږکانو ته فرکتوز لروونکی اوبه ورکول کیده ( د انسانانو لپاره یو لیټر ساړه مشروب په اندازه) او له پایلو څخه څرګنده شوه چې د اعصابو په حجراتو يي منفي اغیز کړی.
په دغې څیړنې کې یوه مثبته پایله هم ترلاسه شوه. د اومیګا-۳ فټي اسید ډي ایچ اې (Omega-3 Fatty Acid DHA) له بورې څخه اعصابو ته رسیدوونکي زیان اغیز له منځه وړي.
دغه پایله د موږکانو یوې ډلې ته له فرکتوز (Fructose) سره د اومیګا-۳ فټي اسید (Omega-3 Fatty Acid) ورکولو څخه ترلاسه شوه. یعني که چیرې انسان د بورې له استعمال سره اومیګا-۳ زیات استعمال کړي نو یوه اندازه د بورې د زیانونو مخه نیولی شي.
د اومیګا-۳ فټي اسید (Omega-3 Fatty Acid) په کبانو او د سبزیجاتو په ځینو ځانګړو ډولونو کې پیدا کیږي.

21/08/2018

لوي اختر مو مبارک شه
الله ﷻ دي وکړي چي دسولي او امن نه ډک اختر ولرو.

د غاښونو کريم يوازې د غاښونو نه ديحتماً به مو کله پياز يا هوږه ټوټه کړي او لاسونو به مو بد بوی ځنې اخيستی وي، دا چې له د...
30/07/2018

د غاښونو کريم يوازې د غاښونو نه دي

حتماً به مو کله پياز يا هوږه ټوټه کړي او لاسونو به مو بد بوی ځنې اخيستی وي، دا چې له دې ستونزې مو بېخي غوږونه ارام شي، پر لاسونو مو د غاښونو کريم وموښئ، وروسته يې په تړمو اوبو پرېمنځئ، له دې سره به د پياز يا هوږې بې‌خونده بوی درڅخه ورک شي.

ځينې نور شيان هم شته چې بوی يې تر ډېره پر لاسونو پاتېږي، د دې لپاره چې هغه بوی مو له لاسونو ورک شي، لاسونه مو د غاښونو په کريمو ولړئ او بيا يې پرېمنځئ.

د غاښونو کريم نه يوازې دا چې د بوی د ورکولو لپاره ګټور دي، بلکې پر جامو، فرشونو، پردو او د کور په نورو تکه‌يي څيزونو د لګېدلو داغونو او لکو په له منځه وړلو کې هم پوره پوره مرسته درسره کولای شي.

مېرمنې له دې ستونزې سره هر وخت مخ کېږي چې جامې او يا هم د کور نور تکه‌يي شيان يې داغ شي او يا يې په بوټونو داغونه جوړ شي، دوی د دې شيانو پاکوالي ته زړه خوري، خو چې له دې ستونزې بې‌غمه شئ، اسانه او ساده لاره د غاښونو کريم دي، تاسې کولای شئ داغ او خاپونه خورا ښه پرې پاک کړئ.

لږ اندازه د غاښونو کريم په داغ شوي يا لکه شوي ځای ووهئ او و يې سولوئ، وروسته اوبه ورباندې تېرې کړئ، له دې سره به داغ يا لکه پاکه شي.

که مو پر دېوالونو باندې خط شوی وي، هغه هم د غاښونو د کريمو په مرسته پاکولای شئ. د غاښونو کريم په خط شوي ځای ووهئ، لږ يې پرې وسولوئ، له دې سره به داغ په بشپړ ډول پاک شي.

که مو موبل او فرنيچر داغ شوي وي، هغه هم له دې ډول لارې چارې په ګټې اخيستو سره پاکولای شئ.

هغه لوښي په تېره بيا د ماشومانو چوشک چې د شيدو بوی يې اخيستی وي، د غاښونو په کريمو کې پرېمينځئ، بوی يې بېخي له سره ختمېږي. که کوم لوښی د هګۍ بوی اخيستی وي، کولای شئ د غاښونو په کريمو يې پرېمنځئ او بد بوی يې ور ورک کړئ.

د غاښونو کريم د ريګمال کار هم ورکولای شي، که کوم اوسپنيز شی زنګ وهلی وي، د غاښونو په کريمو يې زنګ له منځه يوسئ.

که مو د سپينو زرو ګاڼه توره شوې او پيکه شوې وي؛ نو د غاښونو په کريمو کې يې پرېمنځئ، له دې سره به مو ګاڼه ځلا او ښکلا پيدا کړي.

د دې تر څنګ د غاښونو د کريمو په مرسته خپلو نوکانو ته ځلا او ښکلا ورکړئ، د غاښونو کريم نوکان تازه کوي، کټ مټ لکه غاښونه داسې يې رڼه وباسي.

که حشرې چيچلي ياست، يا مو د بدن کومه برخه سوځېدلې وي؛ نو د سوخت، بخار او درد د کمولو له‌پاره د غاښونو له کريمو کار واخلئ، په چيچل شوي او يا سوځېدلي ځای لږ اندازه وموښئ، سوخت او درد به يې تر يوه بريده په ارام شي.

سرخط

Exodntia                     د غاښونو د ويستلو علم ته واييExodntist              د غاښونو داکتر ته واييد غاښونو ويستلو پ...
17/07/2018

Exodntia د غاښونو د ويستلو علم ته وايي
Exodntist د غاښونو داکتر ته وايي
د غاښونو ويستلو په وخت کى د لاندى عمليو استفاده وشى
1History of the pationt د ناروغ تاريخچه
2 Anesthesia بى حسى ورکول 3 syndesomotomy د ورى جدا کول د غاښ څخه
4Elevation پورته کشکول د غاښ
5 Extraction د غاښ ويستل په مشخص فورسيف سره
6 sutuar د ورى کندل وروسته د غاښ ويستلو څخه
7 prescription د نسخى ورکول وروسته د غاښ ويستلو څخه

خپل ماشومانو ته مو د دغاښونو دبرس کولو طریقه وښایاست ترڅو سر له اوسه نه عادت شي. به اطفال تان طریقه ای برس کردن دندانهای...
17/07/2018

خپل ماشومانو ته مو د دغاښونو دبرس کولو طریقه وښایاست ترڅو سر له اوسه نه عادت شي.

به اطفال تان طریقه ای برس کردن دندانهای خویش را یاد بدهید تا از همین حالا عادت بگیرند.

مــــؤلــــــف: استاد محمد قاسم حسنيلیک او ترتیب: شینواری ډاکټـــــــــــــردغوښي ستنه بايد په کومه ساحه کي ولګول شي؟په ...
16/07/2018

مــــؤلــــــف: استاد محمد قاسم حسني
لیک او ترتیب: شینواری ډاکټـــــــــــــر

دغوښي ستنه بايد په کومه ساحه کي ولګول شي؟
په خارج کي دستني لګول دمسلکي نرسانو لخوا لګول کيږي خو په افغانستا ن کي په خاص ډول ولسوالي او اطرفو کي دصحت کارکونکي ډيرکم دي اوخلګ مجبوره وي خپله خپل ماشومانو ته يا خپل ناروغانوته دغوښي ستنه خپله ولګوي.
هغه خلګ چه خپل ماشومانو ته يا خپل ناروغانو ته دغوښي دستني په لګولو مجبوره وي بايد دلاندي طريقي څخه کار واخلي .
اول بايد ساحه په څلور برخو تقسيم کړي دهغوي څخه يو برخه (لوړه او باندنۍ برخه) د خطره خلاصه ساحه ده چه په ډاډه زړه ستنه ورلګولاسي چه په رسامي شکل کي مي واضح کړي همدارنګه ستنه بايد مستقما په عمود ډول په نوي درجي داخل شي او د سنتي د دري برخو څخه دوي برخي بايد داخل شي ورسته کله چه ستنه داخل شي اول بايد بيچکاري شاته کش شي ددي لپاره چه ستنه په رگ کی نه وي که چيري وينه په ستنه کي راشی پدي معني ده ستنه په رګ تللي ده اوکه وينه نه راغله ستنه په غوښه کي ده
په غلطه ساحه کي دستني لګولو خطرات يي دادي چه ددغه ساحي څخه يوه ډيره مهمه عصبي رشته (شیاټیک نرو) تيريږي چه ټوله پښه کنترولوي که چيري ستنه پر ولګيږي عصبي رشته التهاب کوي او تخريب کيږي د شخص د ګوډ اوشل کيدو سبب يي ګرځي.
له لیـــــــدو مــــــــو نــړۍ مننــــــــه.

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ezatullah f saadat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram