Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون

Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون HCH is a leading private healthcare facility in Eastern Afghanistan, specializing in Gynecology and Obs and pediatrics.

We provide comprehensive care, including emergency services, to mothers, children, and newborns, serving Jalalabad and nearby provinces

حسنزی معالجوی روغتون – د ماشومانو د تخصصي درملنې مخکښ مرکز په ختیځ زون کې! الحمدلله!نن د ماشومانو د جراحي په برخه کې یو ...
27/10/2025

حسنزی معالجوی روغتون – د ماشومانو د تخصصي درملنې مخکښ مرکز په ختیځ زون کې!

الحمدلله!
نن د ماشومانو د جراحي په برخه کې یو له هغو نادرو او حساسو عملیاتو څخه مو په بریالیتوب سره ترسره کړ، چې د ترسره کوونکو شمېر یې د ګوتو په شمار دی.

ناروغ ماشوم د Recto Vesical Fistula (ARM) په ناروغۍ اخته و. د جراحي له نظره، د هغه عمر او وزن د عملیاتو لپاره مناسب و.
د ماشومانو د عمومي جراحي او سوختګی متخصص دوکتور ایازالرحمن حبیب‌زی لخوا ورته Pull-through پروسیجر په بریالیتوب سره ترسره شو.

الحمدلله، د ناروغ روغتیا حالت د ډاډ وړ دی.

د ختیځ زون د خلکو باور زموږ ویاړ دی.
حسنزی معالجوی روغتون د ماشومانو لپاره یو عصري او مجهز مرکز دی، چې پکې د درملنې، څارنې او تخصصي پاملرنې ټول امکانات موجود دي.

ستاسو روغتیا زمونږ هیله

ادرس :څلورمه ناحیه ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ جلال اباد ښار
‎اړیکو شمیری :
📞+93 (0)700602350.
📞+93 (0)700248877.

حسنزي معالجوی روغتون زموږ د ماشومانو جراحي تخصصي ټيم هره ورځ ستاسو په خدمت کې دى!يو ناروغ چې 9 مياشتې عمر درلود او له زي...
25/10/2025

حسنزي معالجوی روغتون

زموږ د ماشومانو جراحي تخصصي ټيم هره ورځ ستاسو په خدمت کې دى!
يو ناروغ چې 9 مياشتې عمر درلود او له زيږون تر دې دمه ناروغ Imperfurated A**s( Recto vaginal fistula ) درلوده.
د ماشومانو عمومي جراحي او سوختګۍ متخصص دوکتور اياز الرحمن حبيب زي لخوا ورته High sigmoid Devided Colostomy تر سره شوه، ناروغ صحت کاملا ښه او کور ته رخصت شو.

ستاسو روغتیا زمونږ هیله

ادرس :څلورمه ناحیه ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ جلال اباد ښار
‎اړیکو شمیری :
📞+93 (0)700602350.
📞+93 (0)700248877.

20/10/2025
د کنړ ولایت د وروستۍ زلزلې د زیانمنو ناروغانو لپاره، د حسنزي معالجوي روغتون د ریس هدایت په اساس او د امید حسنزي مرستیال ...
02/09/2025

د کنړ ولایت د وروستۍ زلزلې د زیانمنو ناروغانو لپاره، د حسنزي معالجوي روغتون د ریس هدایت په اساس او د امید حسنزي مرستیال په لاسونو ۴۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته نن شپه ۱۰ بجې ترسره شوه.

دا مرسته د ټپیانو د عاجلې اړتیاوو پوره کولو، د درملنې په اسانتیا، او د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره شوې ده. که څه هم دا مرسته د ستر زیانونو جبران نه شي کولای، خو هیله ده د زیانمنو کورنیو لپاره د امید او ملاتړ یوه نښه وي.

الله تعالی دې ټولو شهیدانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته عاجله شفا ورکړي

نشراتو مدیریت

د حسنزی معالجوي روغتون د خواخوږۍ پیغامد کنړ د زلزله‌ځپلو شهیدانو او ټپیانو لپاره زموږ ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوو. ...
01/09/2025

د حسنزی معالجوي روغتون د خواخوږۍ پیغام

د کنړ د زلزله‌ځپلو شهیدانو او ټپیانو لپاره زموږ ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوو. الله پاک شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله او کامله روغتیا ورکړي. امین.

🏥 د حسنزی معالجوي روغتون ټیم د ټولو ټپیانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د وړیا درملنې، داخله، او جراحي خدماتو لپاره بشپړ چمتو دی. زموږ جراحي ټیم او ټول پرسونل د ګرانو هېوادوالو خدمت ته په هر وخت چمتو دي.

📢 د نشراتو مدیریت

د حسنزي معالجوي روغتون لخوا د لوی اختر مبارکي!درنو هېوادوالو!د لوی اختر په دې مبارکه او رحمت ډکه ورځ کې، د حسنزي معالجوي...
06/06/2025

د حسنزي معالجوي روغتون لخوا د لوی اختر مبارکي!

درنو هېوادوالو!
د لوی اختر په دې مبارکه او رحمت ډکه ورځ کې، د حسنزي معالجوي روغتون ټول کارکوونکي تاسو ته د زړه له کومي د اختر مبارکي وایي.

دا اختر دې ستاسو لپاره د خوشحالۍ، روغتیا، سولې، او یووالي سبب وګرځي. الله تعالی دې ستاسو قربانۍ، دعاګانې، او نیک عملونه قبول کړي، او کورنۍ مو تل له خوشالۍ، برکت او نېکمرغۍ ډکه وي.

اختر مو مبارک،
د حسنزي معالجوي روغتون اداره

د حسنزي معالجوي روغتون د اختر مبارکي پیغامګرانو هیوادوالو،د حسنزي معالجوي روغتون مشرتابه او کارکوونکي تاسو ته د کوچني اخ...
29/03/2025

د حسنزي معالجوي روغتون د اختر مبارکي پیغام

ګرانو هیوادوالو،

د حسنزي معالجوي روغتون مشرتابه او کارکوونکي تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وايي. هیله لرو چې دا مبارک اختر مو له خوښیو، روغتیا او سوکالي ډک وي.

زموږ طبي پرسونل به د اختر په ورځو کې ۲۴ ساعته ستاسو په خدمت کې وي.

اختر مو مبارک!
د حسنزي معالجوي روغتون اداره

بسم الله الرحمن الرحیمد حسنزي معالجوي روغتون له خوا ټولو قدرمنو هیوادوالو ته د روژې مبارکې میاشتې مبارکي وایو. روژه د صب...
02/03/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

د حسنزي معالجوي روغتون له خوا ټولو قدرمنو هیوادوالو ته د روژې مبارکې میاشتې مبارکي وایو. روژه د صبر، عبادت، او مهربانۍ میاشت ده. هیله لرو چې دا سپیڅلې میاشت مو روغتیا، خوښۍ، او برکتونه درباندې واوروي. الله تعالی دې ستاسې روژې، عبادات، او دعاوې قبولې کړي.

رمضان مبارک!

روغتيايي پيغام!
23/01/2025

روغتيايي پيغام!

د روغتیایي خدماتو د کیفیت پرلا زیات ښه والي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.١/١١/١٤٠٣حسنزي معالجوي روغتون رئیس رنځورمل ډ...
20/01/2025

د روغتیایي خدماتو د کیفیت پرلا زیات ښه والي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
١/١١/١٤٠٣
حسنزي معالجوي روغتون رئیس رنځورمل ډاکټرایمل حسنزي په مشرۍ د وارډونو او څانګو له مسوولینو سره د همغږۍ ځانګړې ناسته ترسره شوه چې پرمهال یې د روغتون مرستیال امیدالله حسنزی ، دروغتون سرطبیب متخصص ډاکټر اسماعیل مالکزي، شیفانو او د بېلا بېلو څانګو مسوولینو برخه اخېستې وه.
په پیل کې د کلام الله مبارکو ایاتونو له تلاوت وروسته ښاغلي رنځورمل ډاکټر ایمل حسنزي د روغتیایي او اداري چارو د لا زیاتې پیاوړتیا، اوناروغانو ته په منظم شکل د رسېدنې او په ټولو چارو کې د لا بشپړې همغږۍ په شتون تاکېد وکړ.
نوموړي د ټولو روغتیايي او اداري کارونو د پیاوړتیا لپاره پرمشترکې لا زیاتې همغږۍ د ټېنګار سربېره کارکوونکي وهڅول چې د ناروغانو لپاره د خدماتو د رسېدو په چارو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
دغه راز د اداري مجلس په دې ناسته کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت پرلا زیات ښه والي او ناروغانو ته په ښه شکل رسېدو کې د ګډونوالو نظریات هم واوریدل شول.
د نشراتو اَمریت

Address

ګودام سنګی او سباوون مارکیټ ته مخامخ
Jalalabad

Telephone

+93789602350

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Hassanzai Curative Hospital - حسنزی معالجوی روغتون:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category