Dr said rahat haidary

Dr said rahat haidary Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr said rahat haidary, Doctor, Jalalabad.

17/09/2025
25/08/2025
21/08/2025
18/08/2025
22/07/2025

updates from AGC ( American College of Gastroenterology )

Vonoprazan High-dose Dual, Vonoprazan Triple and Rabeprazole Reverse Hybrid Therapies for First-line Treatment of H. pylori Infection: A Multicenter Randomized Trial
Hsu, et al.

doi.org/10.14309/ajg.0000000000003607

RESULTS:
Between December 2021 and April 2024, 906 patients were recruited. The eradication rates were 83.8% (253/302) for vonoprazan high-dose dual therapy, 90.1% (272/302) for vonoprazan triple therapy, and 89.1% (271/302) for rabeprazole reverse hybrid therapy in intention-to-treat analysis. Vonoprazan high-dose dual therapy was inferior to both vonoprazan triple (95% confidence interval: -11.5% to -1.1%; p=0.022) and rabeprazole reverse hybrid therapies (95% confidence interval: -10.7% to 0.1%; p=0.031). There were no significant differences in the overall proportions of patients experiencing adverse events among vonoprazan high-dose dual, vonoprazan triple, and rabeprazole reverse hybrid groups (10.3%, 15.2%, and 15.6%, respectively). Body weight ≥60 kg, clarithromycin resistance, and poor drug adherence were independent risk factors predicting eradication failure for the three corresponding therapies, with odds ratios of 3.2 (1.3-7.5), 4.8 (1.2-18.9), and 14.8 (2.8-78).,respectively.

CONCLUSION:
Vonoprazan triple therapy and rabeprazole reverse hybrid therapy are preferable to vonoprazan dual therapy for first-line treatment of H. pylori infection

15/07/2025
10/07/2025

کپسول اندسکوپي (Capsule Endoscopy) ډېر ژر
د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې
په حیدري د عمومي داخله، هاضمي داخله او اندسکوپي تخصصي کلینیک کې پیل شي

دغه اندسکوپي د دودیز پایپ (سکوپ) پر ځای د یوه(نښلونکې) وایرلیس کامرې (چی د یو کپسول په اندازه ده) له لارې معاینه ترسره کوی ،دا کامره د یوه خاص سېستم سره انلاین وصل شوې ده، دا کمره کولای شي د ټول هاضمي سېستم (مرۍ، معدې او کولمو) څخه په زرګونو عکسونه واخلي، چې دا عکسونه د نادرو ناروغیو په تشخیص کی غوره، مسلکي او تخصصي مرسته کوی.

دا سېستم په ځانګړو تخصصي مواردو کې کارېږي، په خاصه توګه د کوچنیو کولمو د ناروغیو د تشخیص لپاره، ځکه چې د معیاري اندسکوپي له لارې د کوچنیو کولمو وروستۍ برخې نه لیدل کېږي.

د هاضمی سیستم یاده معاینه نسبت دودیزي اندسکوپی ته اسانه ، بغیر له تکلیفه ، بغیر له اختلاطه او غیر مداخلوی ده
نوټ : په روټین شکل ناروغانو ته نه توصیه کیږی بلکه په خاصو تخصصی حالاتو کی استعمالیږی
غوره تشخیص او ډاډمنه تخصصي درملنه په حیدری کتنځي کې!

په درنښت

10/07/2025

دیوه نوي راپور په اساس چې د انګلستان له مشهور ژورنال څخه خپور شوی داسې معلومه شوې چې د ایچ پایلوري انتان ښه او پر وخت درملنه کولای شي دمعدې سرطان پېښې ۷۶ سلنه راکمې کړي او مخه یی ونیسی .
Updates from Aga(American gastroenterological association)
Reference:
Wu, Z., Tang, Y., Tang, M., Wu, Z., & Xu, Y. (2025). The relationship between the eradication of Helicobacter pylori and the occurrence of stomach cancer: an updated meta-analysis and systemic review. BMC gastroenterology, 25(1), 278.

د یادونې وړ ده چې د ایچ پایلوري میکروب د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د یوه سرطان راوړونکی باکتریا په توګه منل شوې.

دا یادونه بابد هم وکم چې دایچ پایلوري د درملنې معلوم استطبابات او د درملنې بېلا بېل رژیمونه دي.

د طبابت لارویان د یاد میکروب د درملنې په اړه زما علمي څېړل شوې څېړنېزه مقاله دلته لوستلای شي. ( https://www.japsr.in/index.php/journal/article/view/232)

په درنښت
حیدري د عمومي داخله ، معدې ناروغیو , اندسکوپي او کولونوسکوپی تخصصي کتنځی.
دوکتور‎ سید راحت الله حیدري
‏‎د عمومي داخله ناروغیو , معدې ناروغیو او د هاضمي جهاز د اندسکوپي، کولونوسکوپی کانسولتانت متخصص.
‏‎د طب پوهنځي استاد.
په طبی او هاضمي برخه کې څېړونکی.
‏‎د امريکا د هاضمي سیستم د انډوسکوپي د نړیوالې ټولنې غړی .
‏‎د امریکا د هاضمي جهاز (معده، ځيګر، کولمو، پانقراص او کیسه صفرا) داکټرانو د ټولنې غړی.
د امریکا هاضمي پوهنتون غړی.

ادرس : ‎ننګرهار ولایت،جلال اباد ښار، درمسال ته څېرمه ، طلایي پلازه دوهم پوړ.
واټسپ :0782629664
مبایل نمبر : 0702645941

09/07/2025

الحمدلله!
د ستر رب هزار بار شکر!
د هیپاټایټس B (چې په عامه اصطلاح تور زیړی بلل کېږي) د درملنې په اړه زما علمي څېړنیزه مقاله په یوه نړیوال معتبر اروپایي ژورنال کې خپره شوه.

د مقالې د خپرېدو لېنک : ( http://www.ej-med.org/index.php/ejmed/article/view/2280 ).

په ګران هېواد کې دتور زیړي( هیپاټایټس B ناروغي) ورځ تر بلې زیاتېږي، نو لازمه مې وبلله چې د دغې ناروغۍ ځانګړې ډول د درملنې تر عنوان لاندې یی څېړنیزه مقاله ولیکم.

دا د شکر ځای دی چې مقاله مې ( Current and Emerging Therapeutic Strategies for Chronic Hepatitis B Virus Infection) تر عنوان لاندې په یو معتبر نړیوال ژورنال (European Journal of Medical & Health Sciences) کې خپره شوه. دغه اروپایي ژورنال، چې مرکز یې په لندن کې دی، له تېرو څو کلونو راهیسې د طب په برخه کې فعاله دی او د ګوګل سکالر په ګډون، په نورو مهمو علمي بنسټونو کې هم اندېکس شوی دی.

په یاده مقاله کې له 53 معتبر، نوې او تازه علمي ریفرنسونو ( څېړنو) څخه استفاده شوي ده. د تور زیړي (هیپاټایټس بی ) د درملنې لپاره ټول موجود درمل یو له بله سره پرتله او تحلیلي ارزونه یی شوې، او همدا راز یې درملنه په ځانګړو حالاتو لکه د حاملګۍ، د ځیګر سیروزس، او نورو پیچلو شرایطو کې هم تفصیلًا روښانه شوې ده.

د تور زیړي (هیپاټایټس B )وایروس، په ګران هېواد کې د ځیګر د خرابېدو او سیروزس یو له مهمو لاملونو څخه دی.

هغه څېړنه چې ما تېر کال ترسره کړې وه، او پکې مو د پنځو کلونو د ځیګر سیروزس ناروغانو حالت تحلیل کړی و، پایلې یې په یو Scopus-indexed ژورنال کې خپرې شوې چی پایلی یی په (https://malque.pub/ojs/index.php/msj/article/view/2161 ) لنک کی کتلی شی معلومه شوی وه چې هیپاټایټس B او C وایروسونه په هېواد کې د ځيګر د سیروزس د شاوخوا (95) سلنه پېښو لامل دی.
پر همدې اساس، اړینه ده چې د هېواد د طب برخې همکاران د دې ناروغۍ د معاصرې او تازه درملنې لپاره نوې تګلارې غوره کړي. زموږ په دې علمي مقاله کې، د هیپاټایټس B د درملنې لپاره ټولې مؤثرې، نوې او اپډېټ شوې طریقې راټولې شوې دي، څو درانه همکاران ترې استفاده وکړي.
درنښت

دوکتور‎ سید راحت الله حیدري
‏‎د عمومي داخله ناروغیو , معدې ناروغیو او د هاضمي جهاز د اندسکوپي، کولونوسکوپی کانسولتانت متخصص.
‏‎د طب پوهنځي استاد.
په طبی او هاضمي برخه کې څېړونکی.
‏‎د امريکا د هاضمي سیستم د انډوسکوپي د نړیوالې ټولنې غړی .
‏‎د امریکا د هاضمي جهاز (معده، ځيګر، کولمو، پانقراص او کیسه صفرا) داکټرانو د ټولنې غړی.
د امریکا هاضمي پوهنتون غړی.

09/07/2025
07/07/2025
04/07/2025

د خوښی ځای دی، چې روښان د لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځي استاد متخصص دوکتور سید راحت الله حیدري د امریکا متحده ایالاتو د هاضمي پوهنتون رسمي غړی شو.
‏American College of Gastroenterology (ACG)
د متحده ایالاتو دا نړیوال پوهنتون، چې د معدې او هاضمي سیستم په برخه کې مخکښ دی. نوې څېړنې، د دقیقو او پر وخت کره معلوماتو د موندنو سربېره بېلا بېلې برنامې د روغتیا نړیوال سازمان سره په بشپړې همغږۍ ترسره کوي.
یاد پوهنتون په 1932م کال کې ایجاد شوی، چې پکې د نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو څخه د هاضمي ناروغیو او اندسکوپي متخصصین ، استادان او پروفیسران ګډون لري.
د هاضمي سېستم خصوصاً د معدې د درملنې په برخه کې دا سازمان تازه موندنې ، د متحده ایالاتو بهر د ټولنې د غړو بشپړ علمي ملاتړ او د یو شمېر لویو هېوادونو سره راجسترېشن هغه څه دي، چې له امتیازاتو څخه یې غړي برخمن کېږي.
همدا راز هر کال د ډسمبر په میاشت کې د دې کالج غړي د برازیل، مرکزي امریکا، هندوستان ، ایټالیا،جاپان، مکسیکو،پاکستان،پرتګال او ویسټنډیز له استازو سره په حضوري شکل د نړیوالو کنفرانسونو غړیتوب هم لري.
یاد پوهنتون په هاضمي برخه کې مختلف او په نړیواله کچه منل شوي ژورنالونه لري لکه :
The American Journal of Gastroenterology
Clinical and Translational Gastroenterology
ACG Case Reports Journal
Evidence-Based GI
ACG Magazine
لري. دا نوې لاسته راوړنه استاد حیدري ته دا فرصت ورکوي، چې د نړۍ له مخکښو متخصصینو سره د Gastroenterology یا د هاضمي سېستم د طب په برخه کې د علم، تحقیق، او غوره کلینیکي تجربو تبادله وکړي او راتلونکي کې ناروغانو ته لا غوره، معیاري او نوې پراخه خدمتونه وړاندې کړي.

محترم استاد لدې وړاندې هم د مختلفو خارجي او داخلي طبي ټولنو ، پوهنتونونو او شفاخانو سره د غړیتوب ویاړ لري، او په هاضمي او عمومي داخله برخه کې ګڼ شمېر تحقیقونه او څېړنیزې مقالې هم لري.
د استاد د تحقیق، تدریس ، تشخیص او معالجې په برخه کې هڅی د ستایلو دي.

Address

Jalalabad

Telephone

0093782629664

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr said rahat haidary posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category