01/12/2025
د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو فارغانو د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ دویم دور ازموینې اخیستل!
ازموینو ملي اداره د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځيو فارغانو ته خبر ورکوي، چې د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ دویم دور ازموینې لپاره به د نوم لیکنې پروسه په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.
پلان کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ دویم دور ازموینه د روان کال تر پایه واخیستل شي.
یادونه: د نوم لیکنې پیل په اړه به بشپړه خبرتیا د ازموینو ملي ادارې پر ټولنیزو پاڼو نشر شي!