02/04/2026
ګینګرین (Gangrene)
ګینګرین یا د شکرې ناروغ پښي سوځيدنه څه ده؟
ګینګرین هغه حالت دی چې پکې د بدن نسجونه (tissues) د وینې د نه رسېدو له امله مړه کېږي. دا حالت د ناروغیو، ټپونو یا انتانونو له کبله رامنځته کېږي.
دا یوه خطرناکه ناروغي ده چې کولی شي د ګوتو، پښو، لاسونو یا حتی نورو غړو د پرې کېدو (amputation) سبب شي. په سختو حالاتو کې دا ناروغي ژوند ته هم خطر پېښوي.
د ګینګرین ډولونه:
وچ ګینګرین (Dry gangrene)
لوند ګینګرین (Wet gangrene)
داخلي ګینګرین (Internal gangrene)
ګازي ګینګرین (Gas gangrene)
فورنییر ګینګرین (Fournier’s gangrene)
میلېني ګینګرین (Meleney’s gangrene)
دا ټول حالتونه عاجلې طبي پاملرنې ته اړتیا لري.
د وچ ګینګرین ځانګړتیاوې
پوستکی وچ او راټولېدلی وي (اکثر په لاسونو او پښو کې)
رنګ یې له نسواري نه تر شین، ارغواني او تور پورې وي
ورو ورو پرمختګ کوي
کله ناکله مړه نسجونه له بدنه جلا کېږي
که انتان شي، نو په لوند ګینګرین بدلېږي
عام لاملونه:
شکر (Diabetes)
د رګونو ناروغۍ
د معافیت سیستم ستونزې
د لوند ګینګرین ځانګړتیاوې
د بکتریايي انتان له امله رامنځته کېږي
اکثره د شکرې ناروغانو کې د کوچنیو ټپونو وروسته پېښېږي
د سوځېدو، یخ وهلو یا سخت ټپ وروسته هم راځي
نښې:
پړسوب
دانې (blisters)
لنده بڼه (pus یا چرک)
ډېر ژر خپرېږي
⚠️ دا حالت ډېر خطرناک دی او ژر درملنې ته اړتیا لري، ځکه چې د بدن نورو برخو ته خپرېدلی شي.
نښې (Symptoms)
د ګینګرین عامې نښې دا دي:
د پوستکي رنګ بدلېدل (سپین، شین، ارغواني، تور، سور یا ژیړ)
پړسوب
دانې (blisters)
ناڅاپي درد چې وروسته بېحسي راځي
له زخم څخه بد بوی لرونکی مایع
نری او ځلېدونکی پوستکی یا بې وېښتو پوستکی
سړه یا یخه پوستکي ته لمس
لږ تبه (په ځانګړي ډول د ګازي او داخلي ګینګرین په حالت کې)
د درملنې موخې (Objectives)
د زخم بشپړه رغونه
د لاس یا پښې ژغورل
د وینې د شکر کچه کمول
د درد کمول
د بدن بیا تنظیم (د ځانګړي غذایي رژیم له لارې)
درملنه (Treatment)
غیر جراحي (Non-invasive) طریقې کارول کېږي
د HBOT (Hyperbaric Oxygen Therapy) په څېر درملنه هم کارول کېږي
مهمه یادونه ⚠️
که د ګینګرین کومه نښه ولرئ، سمدستي ډاکټر ته مراجعه وکړئ. دا ناروغي که په وخت درملنه ونه شي، ډېر خطرناک کېدای شي.