Dr fauzullah kakar

Dr fauzullah kakar for medical information
د کړیدلی ولس لپاره د دوی په ژبه صحی او روغ?

06/01/2026

ډېری خلک په دې اند دي، چې انسان فکر کولو ته اړتیا لري، له فکر کولو پرته ژوند ناممکنه دی او کوم کار چې بې فکره کېږي هېڅ کله سم نه وي. خو دې ته مو پام نه دی شوی چې ځینې وخت زیات فکر کول انسان له ژونده باسي. انسان ډېر ژر د فکرونو او بې ځایه چورتونو په لومه کې را ګیر کېږي په وړو وړو ستونزو او خبرو کې زیات فکر کول د دې لامل کېږي چې حتی یو مثبت کار هم نور راته مثبت ښکاره نشي.

06/01/2026

Surah: Al-Baqara, Ayat: 42

وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ

او تاسو حق له باطل سره مه ګډوئ، او حق مه پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ٠

06/01/2026

کار وکړی پیسی پیدا کړی
هنر مسلک زده کړی
سمه ده درس ووایی اما نه دومره زیات چه کله ۳۵ کلن شی نو درسونه به مو خلاص شی
بیا به چیری په پنځه شپږ زره مامور شی نو ته به هم غریب اوسی او ماشومان دی هم
نو درس سره نور کار هم وکړی یو هنر یا مسلک حتمن زده کړی

وزګار مه کینه  وخت تر هر څه قیمتي دی.که نن له کاره ناست پاتې شې، سبا به د نورو د لاسته راوړنو تماشه کوې. ژوند هغه چا ته ...
06/01/2026

وزګار مه کینه

وخت تر هر څه قیمتي دی.
که نن له کاره ناست پاتې شې، سبا به د نورو د لاسته راوړنو تماشه کوې. ژوند هغه چا ته کامیابي ورکوي چې حرکت لري، هڅه کوي او خپل هدف ته ګام په ګام نږدې کېږي.

هره ورځ لږ کار هم لوی بدلون راولي. که زده کړه ده، مه یې ځنډوه؛ که هنر دی، پیل یې کړه؛ که هدف لرې، نن یې لومړۍ قدم واخله. وزګاري فکر کمزوری کوي، خو مصروفيت ذهن روښانه او راتلونکی قوي کوي.

د ځان لپاره یو هدف وټاکه، پلان جوړ کړه او عمل پرې شروع کړه. نن چې قدم پورته کړې، سبا به ستا د بریا کیسه وي. وزګار مه کینه ځکه وخت انتظار نه کوي

د مني او سپرم توپیرمني هغه اوبه دي چې د سپرم سلولونه په شدت سره له یوه له بدنه خارجوي او په انتقال کې یې مرسته کوي. د ان...
06/01/2026

د مني او سپرم توپیر

مني هغه اوبه دي چې د سپرم سلولونه په شدت سره له یوه له بدنه خارجوي او په انتقال کې یې مرسته کوي. د انزال په وخت کې د مني منځنۍ کچه له ۱.۵ تر ۵ میلي لیترو اټکل شوي ده. څېړنو په ډاګه کړي چې په ۱ ملي لیتر کې له ۲۰ تر ۱۵۰ میلیونه سپرم انتقالېږي.
لکه وړاندې چې وویل شول، سپرم او مني توپیر لري. سپرم د ویټامین B12, C لري. پر دې سربېره سپرم له کلسیم، سیټریک اسید، فروکټوز، لاکټیک اسید، منیزیم، روي، پتاشیم، سډیم، غوړو او نورو سلګونو پروټینونو برخم دي.

06/01/2026

#کله چې ناڅاپه له ناستې ودرېږو، ولې سترګو ته تیاره راځي؟
ځینې وختونه داسې کېږي چې کله له ناستې ناڅاپه ودرېږو، سترګو ته مو تیاره شي او سر راګرځي.
دا عادي خبره ښکاري، خو که پرې پام و نه شي، خطرناکې پایلې لرلای شي — لکه فالج، د زړه حمله یا د ملا ټپ.

#ولې دا حالت پېښېږي؟
کله چې ناڅاپه ودرېږو، د ځمکې د جاذبې له امله وینه د بدن ښکته برخو ته ځي.
په دې وخت کې زړه ته کمه وینه رسېږي، او بیا دماغ ته هم وینه لږه ورسېږي.
نو ځکه سترګو ته تیاره راځي او سر ګرځي.
کله چه انسان وږی وي او یا د روژې میاشت کې دا حالت زیات وي، ځکه بدن کې اوبه او مایعات کم وي.
دغه حالت زیات په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې کمخوني لري (وینه یې کمه وي)،کافي اوبه نه څښي،یا د فشار ضد درمل خوري.
زړې ښځې او سړي (د ۵۰ کالو نه پورته عمر لرونکي) هم زیات د دې ستونزې سره مخ کېږي،او که غورځېږي، د هډوکو ماتېدنه یا فالج پیدا کېدای شي.

#د مخنیوي لارې
1. د وینې کمښت (کمخوني) درملنه وکړئ.
2. هره ورځ ښه اندازه اوبه وڅښئ.
3. له ناستې یا ملاستې ناڅاپه مه پورته کېږئ — ورو ورو ودرېږئ.
4. کله چې پورته کېږئ، د پښو په ګوتو لږ وخت ودرېږئ.
#درملنه
‏• Folic acid ګولۍ
‏• Vitamin B12 ګولۍ
‏• Theragran-M (ویټامینونه)
دا درمل باید د ډاکټر په سلا واخیستل ش

😴 ولې یو انسان په خوب کې خُرېږي (یعنی خَرهاری کوي)کله چې یو څوک ویده سي، د ستوني شاوخوا عضلات نرمېږي. د هوا د تېرېدو لار...
06/01/2026

😴 ولې یو انسان په خوب کې خُرېږي (یعنی خَرهاری کوي)

کله چې یو څوک ویده سي، د ستوني شاوخوا عضلات نرمېږي. د هوا د تېرېدو لاره لږه تنګیږی، نو کله هوا (ساه) تېریږي، د ستوني د نرم نسجونو سره ټکر خوري او د “خراري” غږ پیدا کېږي.

🧠 اصلي عوامل یې دا دي:

1. د وزن زیاتوالی – د غاړې شاوخوا غوړ د هوا لاره تنګه کوي.

2. د خوب حالت – د ملا په شا ویده کېدل (پر شا) خرارۍ زیاتوي.

3. د پوزې بندېدل – د زکام، الرجۍ یا سینوس له امله.

4. الکول یا درمل عضلات لا نور هم نرموي.

5. عمر زیاتوالی – د ستوني عضلات کمزورېږي.

⚠️ ددی علاج کول شونی دی ؟

که د خرارۍ سره دیوچا ساه د څو ثانیو لپاره بندېږي، نو دا د "خوب د بندېدو ناروغي" ده (Sleep Apnea) — چی خطرناکه ده او باید ډاکټر ته ورسي.

د سينې هر درد د زړه له امله نه وي او د ګېډې يا سينې هر درد د معدې له امله نه وي!ځيني خلک چې روغتيايي کتنځايونو يا روغتون...
06/01/2026

د سينې هر درد د زړه له امله نه وي او د ګېډې يا سينې هر درد د معدې له امله نه وي!
ځيني خلک چې روغتيايي کتنځايونو يا روغتونونو ته د سینې درد له امله مراجعه کوي؛ ښکاره د زړه ستونزه به لري خو ټينګار به يې همدا وي چې نه، زه د زړه ناروغي نه لرم او د معدې ناروغي لرم خو دوی به له جدي خطر سره مخ وي يا د ناروغ په مرګ پای مومي. له بل اړخه نور ډېر ناروغان به د زړه بېلا بېلو روغتونونو باندې ګرځي چې فکر کوي د سيني درد يې د زړه ناروغيو له امله دی، حتی د زړه بېلابېل درمل هم خوري مګر د زړه ناروغي به نه لري. په همدې بنسټ د سينې حاد يا ناڅاپي درد بايد په دقت او چټکۍ سره و ارزول شي خو په عامه توګه د سينې د درد د لامل په توګه يې دېره برخه د هضمي سيستم (معده، کولمې، پانکراس، ځيګر، تريخی او نور) جوړوي.
د يادونې وړ ده؛ که ناروغان د ويني فشار، زيات عمر، شکر، ويني غوړ، کورنۍ تاريخچه، چاغوالی او نور د خطر فکتورونه ولري بهتره ده چې لومړی د زړه اړوند معاينات ترسره کړي.

خطرناک عادت: د شپې په لوږه ویده کېدلډېری خلک فکر کوي چې په لوږه ویده کېدل وزن کموي، خو برعکس دا عادت بدن ته زیان رسوي.ول...
06/01/2026

خطرناک عادت: د شپې په لوږه ویده کېدل

ډېری خلک فکر کوي چې په لوږه ویده کېدل وزن کموي، خو برعکس دا عادت بدن ته زیان رسوي.

ولې خطرناک دی؟
بدن د فاسټینګ سټریس حالت ته داخلېږي.
د وینې شکر ټیټوي، زړه ګډوډوي، معده تیزابوي، او خوب خرابوي.
سبا ورځ سستی، دروندوالی او کم انرژي رامنځته کېږي.

اصلي زیانونه:
1. معده تیزاب کېږي او سهار جلن او دروندوالی وي.

2. په زړه فشار زیاتېږي ځکه شکر ټیټېږي.

3. دماغ کمزوری کېږي — حافظه او تمرکز کمېږي.

4. وزن نه کمېږي، بلکې زیاتېږي ځکه بدن د چربي زېرمه کولو حالت ته ځي.

5. خوب خرابېږي او بې‌قراري پیدا کوي.
حل
د ویده کېدو نه ۱ ساعت مخکې یوه سپکه، لږه غذا وخورئ:
نیم ګیلاس شیدې،

یا یوه کیله،

یا ۵ بادام.
یاد ولرئ:
په لوږه ویده کېدل ډایټ نه دی، بلکې د بدن د ټولو سیستمونو لپاره زیانمن عادت دی.

06/01/2026

ځینې وختونه انسان په خپله خوښه د ځان څخه ښکته کسانو ته د زړه ځای ورکوي، وخت ورکوي او هره لحظه یې د قدر وړ ګڼي.
خو بدبخته دا چې همدا مهرباني د مقابل لوري په ذهن کې غلطه معنا پیدا کوي.
هغه فکر کوي چې ګواکي دا احترام د اړتيا له مخې دی، نه د ارزښت له مخې.
بیا ورو ورو د ناسمو خبرو، سړې لهجې او سپکو حرکتونو له لارې خپله اصلي څېره ښيي.

پوه شه!
مینه، احترام او وخت ورکول د کمزورۍ نښه نه ده—بلکې د انسانیت نښه ده.
خو کله چې څوک ستا انسانیت درناوی نه کوي، نو خاموش پاتې کېدل هم یو سم درس ورکوي.

06/01/2026

*کله چې یو کس غېږه ورکوي یا یې اخلي، جسم کې هغه کیمیاوي مواد خوشې کېږي چې د فشار کمولو سبب ګرځي.دا چاره د اوکسټوسین په نامه یو هورمون په بدن کې خوشې کوي، چې د ارامښت احساس رامنځته کوي.دا هورمون د خوښۍ او اطمینان سره تړاو لري او د کورنۍ او دوستانو ترمنځ د غېږ ورکولو پر مهال زیاتېږي🫂

06/01/2026

د سیکالوژی علماء وایی
هغه کسان چه کوم خه یا بد عادتونه لری په نورو هم همداسې ګمان کوی چه دا کار به هر یو کوی
نو ځکه ډیری نیک او صالح خلک هیڅکله په نورو بد یا خراب ګمان نکوی
همدا لامل دی چه د‌ انسان په پیژندلو کی بیا داسی خلک له مشکلاتو سره مخامخ کیږی
نو په هر چا د خپل ځان غوندی ګمان مکوی ځکه هر یو کس ستاسی غوندی ندی

Address

Afghanistan/ningharhar
Jalalabad

Telephone

+93780007869

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr fauzullah kakar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr fauzullah kakar:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category