Habibi Physical Therapy

Habibi   Physical Therapy فزیکی جسمانی بیا رغونه Wisdom Physical Therapy
Home

د زړه حملې پر مهال خپل ژوند څنګه په لسو ثانیو کې وژغورو؟که تاسو د زړه د حملې ښکار شئ او شاوخوا هیڅوک هم حاضر نه وي، نو پ...
12/12/2024

د زړه حملې پر مهال خپل ژوند څنګه په لسو ثانیو کې وژغورو؟

که تاسو د زړه د حملې ښکار شئ او شاوخوا هیڅوک هم حاضر نه وي، نو په لسو ثانیو کې د خپل ژوند ژغورلو لپاره څه کولی شئ؟ تصور وکړئ چې ماښام ۷:۲۵ دي، تاسو یوازې کور ته روان یاست، چې ناڅاپه ستاسو په سینه کې شدید درد پېښېږي. دا درد ستاسو لاسونو ته غځېږي او بیا ستاسو تر زنې پورې رسېږي.

تاسو د خپل کور څخه پنځه میله لیرې یاست او نږدې روغتون ته ځان رسولو توان نه لرئ. تاسو کېدای شي د سی پي آر (CPR: Cardio Pulmonary Resuscitation) په تخنیک روزل شوي یاست، خو دا نه ده درښوول شوې چې دا پر ځان څنګه وکاروئ. په داسې حالت کې، د زړه د حملې څخه ځان ژغورلو لپاره لاندې ګامونه تعقیب کړئ:

د ژغورنې طریقه:

زیاتره کسان د زړه د حملې پر مهال یوازې وي، د ساه اخیستلو ستونزه لري او بې هوښه کېدل پېلیږي. په دې حالت کې یوازې لس ثانیې وخت وي چې د ځان ژغورلو هڅه وکړي.

په داسې وخت کې باید ژر ژر او په زوره ټوخئ. مخکې له هر ټوخي باید ژوره سا واخلئ، او ټوخی دومره زورور وي چې له سینه څخه فشار حس کړئ.

دا عمل باید هر دوه ثانیې تکرار کړئ ترڅو چې مرسته ورسېږي.

ژوره سا اخیستل سږو ته اکسیجن رسوي، او زورور ټوخی زړه ته سکون ورکوي او د وینې جریان منظم ساتي.

پیغام خپور کړئ:

د زړه یو ډاکټر ویلي چې که هر څوک دا پیغام نورو ته ورسوي، نو یوه ژوند ژغورل کېدی شي. نو هیله ده چې د بې ګټې پیغامونو پر ځای دا ګټور پیغام له خپلو ملګرو او کورنۍ سره شریکه کړئ، ترڅو د نورو ژوند وژغورل شي.

( بریګډیر ریټایرډ ډاکټر لیاقت علي خان)

09/11/2024
زمونږ استاد ډاکټر يعقوب شينواري ليکي. دا ماشومه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالی ده چه د شکسته بند په واسطه یی پښه کلکه تړل ش...
14/08/2024

زمونږ استاد ډاکټر يعقوب شينواري ليکي.

دا ماشومه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالی ده چه د شکسته بند په واسطه یی پښه کلکه تړل شوی وه
او کور کی یی څو ورځی ساتلی وه او بالاخره د کلک تړلو له امله یی د تړل شوی برخه ښکته د وینی جریان د منځه تللی وه او پښه یی توره (ګانکرین) شوی وه او کله یی چی روغتون ته راوسته دیر بد حالت کی وه مونږ د ناروغ د ژوند د ژغورنی لپاره د ناروغ پښه قطع کړه او فعلا یی حالت ښه دی خو ماشومه د تل لپاره معلوله شوه
اکثره خلک شکسته بند ته مراجعه کوی او د دوی د غلط تړلو له امله داسی حالت رامنځ ته کیږی

هیله ده چی دا پوسټ دثواب په نیت شیر کړی ترڅو خلک نورشکسته بندانو ته مراجعه ونکړی

دا يو منل شوی حقيقت دي چې په اسلام کې چې څومره عبادتونه فرض شوي ، هر يو يې طبعي ګټې له ځان سره لري:۱- سجده د زړه وېنه ښه...
07/07/2024

دا يو منل شوی حقيقت دي چې په اسلام کې چې څومره عبادتونه فرض شوي ، هر يو يې طبعي ګټې له ځان سره لري:

۱- سجده د زړه وېنه ښه پمپ کوي، چې د وېنې جريان ډېر او په زړه بوج کمېږي.

۲- په سجده کې سر د ځمکې سره د تماس له امله د بدن مضرې څپې دفعه کېږي، چې د نورو ناروغيو ترڅنګ د دماغي سرطان مخنيوی کوي.

۳ـ د سجدې په وخت کې غوږونو ته وېنه ښه ورځي، چې په اورېدلو کې چټکتيا راځي.

۴- په سجده کې مغزو ته وېنه ډېره رسېږي، چې د دماغي حجرو د تغذيې سره ذهني قوه زياتېږي.

۵ـ سجده سترګو ته د وېنې په ورتګ کې چټکتيا راولي، چې له دې سره د سترګو ځير قوي کېږي.

۶ـ سجده د زکام، پزې بندښت مخنيوی کوي او د بوی حس قوي کوي.

۷ـ سجده سږو ته د وېنې په رسولو کې مرسته کوې چې، ورسره د سېنې ناروغيو مخنيوی کېږي.

۸- لمونځ ته اراده کول، د مخ د ښکلا او تازه کېدو سبب کېږي.

۹- لمونځ ته اراده کول، د رواني ناروغي د مخنيوي لپاره غوره درملنه ده.

۱۰- لمونځ د بدن عضلې غښتلي کوي.

۱۱- لمونځ د وېنې فشار نورمل ساتي.

۱۲- لمونځ دماغي حجرې فعاله ساتي.

۱۳- امېندواره ميرمنو لمونځ کول ، د مور او ماشوم په روغتيا ښه اغيزه کوي.

۱۴- لمونځ د حافظې په پياوړتيا کې مرسته کوي.

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شېر کړئ.

03/09/2023
03/09/2023
معلوليت محدوديت نيست
03/09/2023

معلوليت محدوديت نيست

Address

افعانستان
Jalalabad
24000

Telephone

+93777202550

Website

http://www.bbc.com/

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Habibi Physical Therapy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Habibi Physical Therapy:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram