01/04/2026
د خصوصی انستیتیوتونو خپلمنځي مشورتی ناسته ترسره شوه.
۱۲/حمل/۱۴۰۵ ه ش
یاده ناسته چی لوی ننګرهار د روغتیایی علومو انستیتیوت کې پلان شوی وه پکې د مختلفو انستیتیوتونو مسؤلینو د خپلو تجربو، ستونزو، او پرمختګونو په اړه خپلې نظرې شریکې کړې. هدف یې د همکارۍ پراختیا او د ګډو ستونزو حل لارې موندل وو.
په دې ناسته کې د انستیتیوتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د زده کړو معیار لوړولو، او د تدریسي وسایلو او منابعو د ښه استعمال په اړه خبرې وشوې. همدارنګه، د ایګزیټ ازموینې ځنډ، په دولتي روغتونو نو کې د زده کوونکو ستاژ هم د بحث موضوع ګانې وی.چی د مسئولینو له لوری د بحث لاندې ونیول شوی،
د ګډونوالو په وینا، دا ډول ناستې د انستیتیوتونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ فضا رامنځته کوي او د روغتیایی انستیتیوتونو د کیفیت په برخه کې پرمختګ ته لاره پرانیزي.
په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایت د کرکټ بورډ ولایتي مسئول احمدالله نجم هم ګډون درلود ،د کرکټ بورډ د ولایتي پالیسي او د کرکټ د سالیو ترسراوي په تړاو یی د خصوصي روغتیایی علومو انستیتیوتونو له مسئولینو سره لازمی مشوری شریکې کړئ
درنښت