Momin Medical Institute

Momin Medical Institute مؤمن د روغتیایی علومو انستیتوت:
د عامی روغتیا وزارت سره په 145 ګڼه ثبت او راجستر طبي انستیتوت دی

د مومن د طبي علومو انستیتوت تدریسي بهیر په خورا منظم، علمي او پرمختللي ډول روان دی، چې موخه یې د وړ، مسلکي او بااحساسه ط...
28/03/2026

د مومن د طبي علومو انستیتوت تدریسي بهیر په خورا منظم، علمي او پرمختللي ډول روان دی، چې موخه یې د وړ، مسلکي او بااحساسه طبي کادرونو روزنه ده. په دې انستیتوت کې د تدریس چارې د تجربه‌لرونکو او مسلکي استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې محصلینو ته هم نظري او هم عملي زده‌کړې په معیاري ډول وړاندې کوي.

مومن د طبي علومو انستیتوت تل هڅه کوي چې د زده‌کړو کیفیت لوړ وساتي او محصلینو ته داسې چاپېریال برابر کړي چې د زده‌کړو ترڅنګ د اخلاقي او مسلکي ودې فرصتونه هم ولري. د همدې هڅو په پایله کې، یاد انستیتوت د هېواد په کچه د باور وړ تعلیمي مرکز په توګه پېژندل شوی دی.

په ټوله کې، د دې انستیتوت تدریسي بهیر نه یوازې د علمي پرمختګ لامل ګرځي، بلکې ټولنې ته داسې طبي کدرونه وړاندې کوي چې د خلکو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لوبولی شي.

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

21/03/2026

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

کوچنی اختر د مینې، ورورولۍ، یووالي او بښنې پیغام راوړي. راځئ چې په دې مبارکو شېبو کې یو د بل زړونه خوشحاله کړو، خپلمنځي اړیکې لا پیاوړې کړو او د یو سوله‌ییز، اباد او پرمختللي افغانستان لپاره په ګډه هڅې وکړو.

د مومن طبي علومو انستیتوت اداره تل هڅه کوي چې د علم، پوهې او خدمت له لارې خپلو هېوادوالو ته ګټور او مسلکي کدرونه وړاندې کړي، څو زموږ ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګامونه واخلي.

یو ځل بیا، د کوچني اختر مبارکي ومنئ! اختر مو مبارک شه.

مومن د طبي علومو انستیتوت د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیر ډاکټر شاهدالله شاهین اختریز پیغام.

مومن د نوښتونو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

18/03/2026

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په ویاړ، د مومن طبي علومو انستیتوت د رئیس، قدرمن دوکتور مومن صمدزي له لوري ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کېږي.

هیله ده چې دا مبارکې ورځې ستاسو د ژوند په هر ډګر کې د خوښۍ، سولې، سوکالۍ او بریاوو پیلامه وګرځي. الله تعالی دې زموږ روژې، عبادتونه، دعاګانې او نېک اعمال په خپل دربار کې قبول کړي او موږ ټولو ته دې د لا زیاتو نېکو کارونو توفیق راپه برخه کړي.

کوچنی اختر د مینې، ورورولۍ، یووالي او بښنې پیغام راوړي. راځئ چې په دې مبارکو شېبو کې یو د بل زړونه خوشحاله کړو، خپلمنځي اړیکې لا پیاوړې کړو او د یو سوله‌ییز، اباد او پرمختللي افغانستان لپاره په ګډه هڅې وکړو.

د مومن طبي علومو انستیتوت اداره تل هڅه کوي چې د علم، پوهې او خدمت له لارې خپلو هېوادوالو ته ګټور او مسلکي کدرونه وړاندې کړي، څو زموږ ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګامونه واخلي.

یو ځل بیا، د کوچني اختر مبارکي ومنئ! اختر مو مبارک، ژوند مو ښاد او راتلونکی مو روښانه شه!
په درنښت

دوکتور مومن صمدزی
رئیس – مومن طبي علومو انستیتوت

پرون ورځ د مومن د طبي علومو انستیتوت په انګړ کې د ځانګړو زده‌کړیزو برنامو د فراغت یوه علمي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه ...
17/03/2026

پرون ورځ د مومن د طبي علومو انستیتوت په انګړ کې د ځانګړو زده‌کړیزو برنامو د فراغت یوه علمي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لومړنیو مرستو او Cardiopulmonary Resuscitation (CPR) له برنامو څخه یو شمېر محصلین له نظري او عملي زده‌کړو وروسته په بریالیتوب سره فارغ شول او د ټولنې د روغتیایي خدمتونو لپاره چمتو اعلان شول.

غونډه د سپېڅلي قرآن کریم د تلاوت په مبارکو آیتونو پیل شوه چې د غونډې فضا یې نوره هم روحاني او باوقاره کړه. ورپسې د مومن د طبي علومو انستیتوت رئیس، دوکتور مومن صمدزی د ښه راغلاست وینا وړاندې کړه. نوموړي په خپله وینا کې د علم او زده‌کړې پر ارزښت، د روغتیایي کدرونو پر روزنې او د ټولنې د خدمت پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې. همدارنګه یې فارغو محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې زده‌کړې د انسانانو د ژوند د ژغورنې او د ټولنې د روغتیا د ښه والي لپاره په عملي ډګر کې په صداقت او مسؤلیت سره وکاروي.

وروسته لدې په رسمي ډول د فارغو محصلینو ته د تصدیق‌لیکونو د وېش لړۍ پیل شوه او محصلینو ته د دوی د زده‌کړو د بریالۍ پای ته رسېدو اسناد وسپارل شول. ګډونوالو دا پروګرام د روغتیايي پوهاوي او عملي مهارتونو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام وباله.
په پای کې غونډه د مازدیګر په مهال د اختتامي دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

مومن د نوښتونو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

16/03/2026

روژه د اسلام له مهمو عبادتونو څخه ده چې انسان ته د صبر، تقوا او ځان کنټرول درس ورکوي. د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان نه یوازي له خوړو او څښاک څخه ډډه کوي، بلکې هڅه کوي چې خپل اخلاق هم اصلاح کړي او د الله تعالی عبادت ته زیات وخت ورکړي. روژه انسان ته دا پیغام ورکوي چې د نورو د حال احساس وکړي او د بېوزلو او اړمنو سره مرسته وکړي.

نو راځئ چې د دې مبارکې میاشتې قدر وکړو، د نیکو اعمالو هڅه وکړو او خپل ژوند د خیر او نېکۍ په لاره کې برابر کړو. 🌙

مومن د نوښتونو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

11/03/2026

مومن د طبي علومو انستیتوت د درېیم سمستر محصل، عرفان الله د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو او ارزښتونو په اړه یو لنډ او ګټور کلیپ چمتو کړی دی.

په دې پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې روحاني اهمیت، د صبر، عبادت او نیکو عملونو ارزښت په ښکلي ډول بیان شوی دی.

مومن د نوښتو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

09/03/2026

مومن د روغتیایې علومو انستیتوت د اتمي دورې فراغت غونډې لنډ ویډیوي کلیپ.

مومن د نوښتونو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

نن ورځ، شنبه د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حوت ۱۷مه، د مومن د طبي علومو انستیتوت په ریاست مقام کې د ادارې یوه مهمه اداري ناسته ترسره...
08/03/2026

نن ورځ، شنبه د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حوت ۱۷مه، د مومن د طبي علومو انستیتوت په ریاست مقام کې د ادارې یوه مهمه اداري ناسته ترسره شوه. دا ناسته د انستیتوت د مؤسس او رئیس ډاکټر مومن صمدزی په مشري ترسره شوه، چې موخه یې د ادارې د چارو لا ښه تنظیم، د علمي او اداري فعالیتونو پیاوړتیا او د انستیتوت د پرمختګ لپاره د اغېزمنو لارو چارو ارزونه وه.

په دې ناسته کې د انستیتوت علمي او تدریسي معاون انجینر لعل اغا سهاک، د مالي چارو امر انجینر طارق سعادات، د محصلانو چارو مدیر ډاکټر فرهاد صافي، د نشراتو او ځانګړو برنامو ډاکټر مدیر شاهدالله شاهین او د سوانحو او معلوماتو څانګې مدیر ډاکټر امید تلور ګډون کړی و.

غونډه د انستیتوت د مؤسس او رئیس ډاکټر مومن صمدزی په وینا پیل شوه. نوموړي د ادارې ټولو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګډ کار، همغږۍ او مسؤلیت د لا پیاوړتیا سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې د یوې علمي مؤسسې د پرمختګ لپاره منظم اداري فعالیتونه، د تدریسي کیفیت لوړول او د محصلینو چارو ته ځانګړې پاملرنه خورا اړینه ده.

ورپسې د انستیتوت علمي او تدریسي معاون انجینر لعل اغا سهاک د علمي او تدریسي چارو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د علمي معیارونو ساتنه، د استادانو او محصلینو ترمنځ د سالمې علمي فضا رامنځته کول او د تدریسي پروګرامونو منظم تطبیق د انستیتوت د پرمختګ مهم بنسټونه دي.

همدارنګه د مالي چارو امر انجینر طارق سعادات د مالي چارو د شفافیت، حساب ورکونې او منظم مدیریت په اړه خپل نظریات وړاندې کړل. د محصلانو چارو مدیر ډاکټر فرهاد صافي د محصلینو د چارو د لا ښه تنظیم، د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو او د محصلینو د خدمتونو د پیاوړتیا په اړه مهم وړاندیزونه شریک کړل.

په همدې لړ کې د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیر شاهدالله شاهین د انستیتوت د علمي، ټولنیزو او روزنیزو فعالیتونو د ښه انعکاس او د عامه پوهاوي د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې، او د سوانحو او معلوماتو څانګې مدیر ډاکټر امید تلور د اداري اسنادو د منظم ساتلو او معلوماتي سیستم د لا پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

په پای کې د ناستې ګډونوالو د ادارې د لا ښه پرمختګ لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او پرېکړه وشوه چې ټول اداري او علمي فعالیتونه به د لا زیات نظم، همغږۍ او مسؤلیت له مخې پر مخ وړل کېږي، تر څو مومن د طبي علومو انستیتوت وکولای شي ټولنې ته مسلکي، باکیفیته او ژمن طبي کدرونه وروزي.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او ځانګړو برنامو مدیریت

په دنیا کې بهترین کور چې انسان ته سکون ورکوي د الله تعالی کور دی.❤😘☝
07/03/2026

په دنیا کې بهترین کور چې انسان ته سکون ورکوي د الله تعالی کور دی.❤😘☝

د ځانګړو برنامو د فراغت غونډې دویم انځوریز البم.مومن د نوښتونو کور #د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
07/03/2026

د ځانګړو برنامو د فراغت غونډې دویم انځوریز البم.

مومن د نوښتونو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

پرون ورځ د مومن د طبي علومو انستیتوت په انګړ کې د ځانګړو زده‌کړیزو برنامو د فراغت یوه علمي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه ...
06/03/2026

پرون ورځ د مومن د طبي علومو انستیتوت په انګړ کې د ځانګړو زده‌کړیزو برنامو د فراغت یوه علمي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د لومړنیو مرستو، Cardiopulmonary Resuscitation (CPR) او لابراتوار له برنامو څخه یو شمېر محصلین له نظري او عملي زده‌کړو وروسته په بریالیتوب سره فارغ شول او د ټولنې د روغتیایي خدمتونو لپاره چمتو شول.

غونډه د سپېڅلي قرآن کریم د تلاوت په مبارکو آیتونو پیل شوه چې د غونډې فضا یې نوره هم او باوقاره کړه. ورپسې مومن د طبي علومو انستیتوت رئیس دوکتور مومن صمدزی د ښه راغلاست وینا وړاندې کړه. نوموړي په خپله وینا کې د علم او زده‌کړې پر ارزښت، د روغتیایي کدرونو پر روزنې او د ټولنې د خدمت پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او فارغو محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې زده‌کړې د ټولنې د روغتیا د ښه والي لپاره په عملي ډګر کې وکاروي.

وروسته د همدې برنامو درنو استادانو ته د هغوی د علمي هڅو، تدریسي خدمتونو او نه ستړې کېدونکو کوښښونو په موخه د مومن د طبي علومو انستیتوت ادارې له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

له هغې وروسته په رسمي ډول د فارغو محصلینو ته د تصدیق‌لیکونو د وېش لړۍ پیل شوه او محصلینو ته د دوی د زده‌کړو د بریالۍ پای ته رسېدو اسناد وسپارل شول.

په پای کې غونډه د مازدیګر په مهال د اختتامي دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

مومن د نوښتونو کور

#د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت

د کارموندنې خبرتیامومن روغتیایي علومو انستیتوت د لوړو علمي معیارونو د تأمین، د تدریسي بهیر د لا پیاوړتیا او د ادارې د مؤ...
04/03/2026

د کارموندنې خبرتیا

مومن روغتیایي علومو انستیتوت د لوړو علمي معیارونو د تأمین، د تدریسي بهیر د لا پیاوړتیا او د ادارې د مؤثر مدیریت په موخه، د علمي او تدریسي معاوین بست لپاره د وړ، مجرب، ژمن او مسلکي اشخاصو څخه غوښتنلیکونه مني.
انستیتوت هڅه کوي چې د عصري تعلیمي میتودونو، منظم اکاډمیک سیستم او باکیفیته نظري او عملي زده کړو له لارې ټولنې ته مسلکي طبي کدرونه وروزي؛ له همدې امله د علمي معاوین بست ته یو باصلاحیته او مسؤل شخصیت ته اړتیا لیدل کېږي.

🔹 د بست معلومات:
د بست عنوان: علمي او تدریسي معاوین
د بست شمېر: (۱) تن
اړونده څانګه: اداره
د دندې نوعیت: دایمي
د اعلان د پیل نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۱۳
د اعلان د پای نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۲۳

🔹 دندې او مسؤلیتونه:
د انستیتوت د ټولو علمي چارو تنظیم، رهبري او دوامداره څارنه.
د درسي نصاب د تطبیق، انکشاف او معیاري کولو لپاره عملي اقدامات.
د استادانو د تدریسي فعالیتونو همغږي، ارزونه او ملاتړ.
د کیفیت تضمین سیستم پلي کول او د اکاډمیک معیارونو مراعت یقیني کول.
د علمي تقویم، کلني پلان او پرمختیايي پروګرامونو ترتیب او تطبیق.
د محصلینو د تعلیمي بهیر ښه والي، انضباط او علمي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه.
له ادارې، استادانو او محصلینو سره منظمې همغږۍ غونډې ترسره کول.
🔹 شرایط او وړتیاوې:
لږ تر لږه لیسانس په اړونده څانګه کې (ماسټري لومړیتوب لري).
په علمي او اداري مدیریت کې ثابتې تجربې لرل.
په رسمي مکاتباتو، راپور لیکلو او علمي اسنادو برابرولو کې مهارت.
د کمپیوټر اړینو پروګرامونو (Word, Excel, PowerPoint) سره بلدتیا.
لږ تر لږه (3) کاله کاري تجربه.
د رهبرۍ قوي مهارتونه، امانتداري، تعهد او د ټیم کار روحیه.

📌 د غوښتنلیک طریقه:
ټول شرایط پوره کوونکي کاندیدان کولای شي خپل غوښتنلیک، مفصل CV او تحصیلي اسناد د اعلان تر ټاکلې نېټې پورې د انستیتوت ادارې ته وسپاري.
📞 د لا زیاتو معلوماتو لپاره:

+93-782626190
+93-786070063
📧 mmi.jbd@gmail.com
📍 پته: کدم سنګي کوڅه، ننګرهار عالي لیسه ترڅنګ، جلال‌آباد

ادرس:څلورمه ناحیه،ګدام سنګي کوڅه ننګرهار عالي لېسې ترڅنګ جلال اباد ښار

Address

Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Momin Medical Institute posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Momin Medical Institute:

Share