المبارک د مالداری، زراعتی خدمتونه او مصنوعی القاح مرکز

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • المبارک د مالداری، زراعتی خدمتونه او مصنوعی القاح مرکز

المبارک د مالداری، زراعتی خدمتونه او مصنوعی القاح مرکز زمونږ موخه دکرنې او مالداري مسلكي پياوړتيا ده زمونږ موخه د کرهڼی او مالداری مسلکی پیاوړتیا ده

د پام وړ!که هر کور د حویلی په انګړ یا شنه ساحه کې د 1 مترو قطر او 6 مترو ژوروالی سره یو څاه کیندل او د باران اوبه او د ژ...
03/09/2023

د پام وړ!
که هر کور د حویلی په انګړ یا شنه ساحه کې د 1 مترو قطر او 6 مترو ژوروالی سره یو څاه کیندل او د باران اوبه او د ژمي واوره په هغې کې واچوي، انشاالله زموږ د ځمکې لاندې اوبو سرچینې به ډکې شي. زموږ د ځمکې لاندې د اوبو کچه به بیا ډکه شي
په دې کمپاین کې ګډون وکړئ
یادونه :دی څاه سر باید پر یوسه شی باندی پټ کړو چی کوچنیان حیوانات پکی ونه لوژی
شیر کول یی زروری دی

ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ مخنيوي په موخه عامه پوهاوی پيل شوی.د ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د لوی يا قربا...
15/06/2023

ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ مخنيوي په موخه عامه پوهاوی پيل شوی.
د ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د لوی يا قربانۍ اختر رارسېدو له امله د کانګو ناروغۍ مخنيو په موخه عامه پوهاوی پيل شوی.

د کایناتو د څښتن په نامهد عامه پوهاوي په پار !ولې سپیان د یوځای کېدو یا جنسې عمل په پایله کې بندک کیږي (بند پاتې کیږي) ؟...
23/03/2023

د کایناتو د څښتن په نامه
د عامه پوهاوي په پار !
ولې سپیان د یوځای کېدو یا جنسې عمل په پایله کې بندک کیږي (بند پاتې کیږي) ؟!
موږ تاسې ډېر ځلې د داسې صحنو شاهدان پاتې شوي یو ، او ممکن ځینې زموږ او تاسو څخه د حیواناتو د جنسي اړیکو د لیدلو سره کومه لیوالتیا ونه لري ، خو چې کله هم څوک سپیان په بند حالت کې په لارو او کوڅو کې وویني په لغتو او لرګي او نورو شیانو په واسطه یې وهي ،،،،
راځﺉ پوه شو چې د حیواناتو (S*x) تر ډېره د انسانو هغه په څېر دی او له داسې یوه سیسټم سره ټوکې کول چې نسل منځ ته راوړي یو نا مناسب کار دی هغه که د هر ډول ژوي وي .
ښه نو ولې دوي بند پاتې کیږي ؟!
د سپیانو جنسي عمل معمولاً دوه یا درې مراحل لري ، دویمه مرحله یې چې د د جنسي آلاتو د بند پاتې کېدو مرحله ده نو کله چې په دې مرحله کې د د نارینه سپي له الې څخه مني (s***m) خارجیږي د تناسلي برخې (Bulbus glandis ) یې کلکیږي او په ورته وخت کې د ښځینه سپۍ د تناسلي الې عضلات راټولېږي نو نارینه سپی خپله تناسلې اله نشي خارجولاي تر څو چې د دواړو آلاتو عضلات او حالات عادي شوي نه وي او د نرمښت حالت ته راګرځېدلي نه وي ، په داسې حالت کې د نارینه سپي د آلې څخه مایع خارجیږي او دا مایع د مني یا سپرم د حرکت حالت ته تېزوالی او جریان ورکوي دا موده ممکن د ٥ څخه نیولې تر ٤٥ دقیقو وخت ونیسي تر څو سپرم خپل ځای ته ورسيږي او دسپي د بلبس ګلانډیس برخه نرمه او ورسره د ښځینه سپۍ د تناسلي عضلاتو نرمښت صورت ونیسي .
نو کله چې تاسو دوي د بندک په حالت کې وهﺉ څه پېښيږي ؟!
ستاسو په دغه عمل سره کله کله د دوي تناسلي عضلات خپل عادي او د نرمښت حالت ته راځي خو په ډيری مواردو کې عضلات شکیږي او په ځینو مواردو کې ښځینه سپۍ خپله جنسي وړتیا له لاسه ورکوي او ځينې وخت ډېرې نورې ستونزې دوي ته پېښېږي د بېلګې په ډول په نارینه سپیو کې د ګردو (پښتورګو ) فعالیت له لاسه ورکول او نور ....
نو تاسې حق نه لرﺉ چې دوي ته زیان ورسوﺉ !!
مګر که تاسې دوي ونه وهﺉ او ویې نه ځوروﺉ نو دوی له هېڅ ستونزې سره نه مخ کیږي او عادي حالت ته راګرځي نو مهرباني وکړﺉ او په حیواناتو مهربان واوسﺉ !!
نوټ : که څه هم د نارینه سپي د تناسلي آلې په سر کې هډوکی وجود لري چې Oss P***s ورته وایي خو دا هډوکی د د بندېدو یا بندک په عملیه کې کوم رول نه لري .

Milk chain from collection to storage..Filtration/clarification:This is done in order to remove the visible foreign matt...
13/08/2020

Milk chain from collection to storage..

Filtration/clarification:
This is done in order to remove the visible foreign matter at a temperature of 35-40ºC, and then cooled.

Standardization:
Standardization of the raw milk is carried outin 3 stages,
- For desired fat/SNF ratio, (usually 1:2.44, donein raw milk)
- Desired ratio of added sugar to the total milksolids (done prior to condensing)
- To adjust the concentration of the finished product to the required total solids content (after finishing the batch, i.e.,prior to homogenization).

Forewarming/Pre-heating:
- Which is done for making the finished product free from microorganisms and enzymes,to ensure uninterrupted boiling in pan and to control age thickening in the finished product. The time temperature combination varies over 82-93ºC for 5-15 minutes or 115 –118ºC for no hold. Tubular
heat-exchangers are commonly used.

Pilot sterilization test:
- Purpose to determine the amount of chemical stabilizers (trisodium citrate or disodiumphosphate) to
be added to any given batch of evaporated milk for the most satisfactory heat stability

07/06/2020
استاد محترم الله دی په علم کی برکت واچوه کړنی دی دستایلو دی الله دی قلم تاند لره
17/05/2020

استاد محترم الله دی په علم کی برکت واچوه کړنی دی دستایلو دی الله دی قلم تاند لره

ته خادم د هر یو کور یې وترنره
ته د غم پسې سمسور یې وترنره

د خدمت سیمه ـ سرحد دې معلوم نه دی
ګرځېدلی لور په لور یې وترنره

د وطن د پرمختګ برخې شهکاره
د غریب د سترګو تور یې وترنره

لبنیات مو ستا د لاسو پیداوار دي
وقار وایي ته غمخور یې وترنره

بادرنګ 🥒🥒🥒۱. بادرنګ ۹۶% اوبه لري او د تندي په مخنيوي کي مرسته کوي.۲. د بدن د داخلي او خارجي تودوخي مخنيوی کوي.۳. د زړه د...
17/05/2020

بادرنګ 🥒🥒🥒

۱. بادرنګ ۹۶% اوبه لري او د تندي په مخنيوي کي مرسته کوي.
۲. د بدن د داخلي او خارجي تودوخي مخنيوی کوي.
۳. د زړه د اشناب يا Heartburn مخنيوی کوي.
۴. که چيري پوست لمر سوځلي وي د درملني لپاره ئي د بادرنګ څخه ګټه واخلی.
۵. که چيري پښي ګرموالی کوي بادرنګ ورباندي کښيږدی حتماً به ئي تداوي کيږي.
۶. د بادرنګ اوبه د بدن څخه زهري مواد يا Toxins ټولوي او خارجوي.
۷. بادرنګ د A, B, C ويټامينونه لري چي د معافيت په تقويه کي رول لري.
۸. د پوست د اړتيا وړ منرالونه لکه Magnesium, Potasium, Silicon لري چي د پوست په ښايست کي رول لري.
۹. د وزن په کمښت کي رول لري او د وزن په کمولو کي مرسته کوي.
۱۰. که چي د بادرنګ ټوټي پر سترګو کښيښودل سي نو د ليدلو د حس په تقويه کي مرسته کوي.
۱۱. د ويني فشار ثابت ساتي او منظموي.
۱۲. د خولې خوند سموي او د وريو د ځينو ناروغيو مخنيوی کوي.
۱۳. وريښتان او نوکان پستوي ځکه چي Silicon عنصر په کښي سته.
۱۴. ټول هغه ويټامينونه او منرالونه چي په بادرنګ کي وجود لري د بندونو او عضلاتو د دردونو مخنيوی کوي.
۱۵. په بدن کي د Uric Acid اندازه کموي او پښورګي سالم او هوسا ساتي.
۱۶. په بادرنګ کي د پانکراس د حجراتو تنبه کونکی هورمون وجود لري چي د Insulin په افراز کي مرسته کوي او د شکري د ناروغۍ مخنيوی کوي.
۱۷. په بادرنګ کي د Sterols په نامه ماده وجود لري چي دا ماده د بدن د Cholestrol په کمولو او کنټرول کي مرسته کوي.

دا چي اوس د بادرنګو موسم هم دی نو د صحت لپاره ګټه تري واخلی.

د الله تعالى رب العزت تخليق:سترګه د اوبو یوه کڅوړه ده چې، شا طرف ته یې سل زره (۱۰۰۰۰۰) تارونه تېر شوي دي. په یوه ثانیه ک...
14/05/2020

د الله تعالى رب العزت تخليق:

سترګه د اوبو یوه کڅوړه ده چې، شا طرف ته یې سل زره (۱۰۰۰۰۰) تارونه تېر شوي دي. په یوه ثانیه کې دیارلس سوه زره (۱۳۰۰۰۰۰) یعنې دیارلس لکه عکسونه اخلي، نه یې رنګ ختمېږي او نه یې کمره خرابیږي. کله چې عکس واخلي او دماغ ته یې وسپاري؛ نو شل یا دیرش کاله وروسته چې له هغه شي سره مخامخ شې، په څو ثانیو کې یې عکس راوباسي.

ای مسلمانه وروره او خورې!
خبردار اوسه! اللهﷻ د قیامت په ورځ د خپل هر نعمت پوښتنه کوي.
اللهﷻ به ددې پوښتنه هم وکړي چې، تاته مې سترګې درکړې وې، څنکه دې استعمال کړې؟

لکه څنګه چې اللهﷻ د قرآن کریم د (سُوۡرَةُ التكاثُر) په اتم (۸) نمبر آیت کې فرمایلي دي:

(ثُمَّ لَتُسْـَٔلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ)

ژباړه: بيا به هرو مرو په هغه ورځ تاسې څخه د دې نعمتونو په باب پوښتنې وشي.👇

شفتالو د پاڼو تاویدنه :  (Peach Leaf Curl)دغه مرض اکثره دشفتالو په ونو او پاڼو کی پیداکیږی چه د افغانستان په بعضو ولایتو...
14/05/2020

شفتالو د پاڼو تاویدنه : (Peach Leaf Curl)
دغه مرض اکثره دشفتالو په ونو او پاڼو کی پیداکیږی چه د افغانستان په بعضو ولایتونو کی لیدل شویدی او همدارنګه د راپورونوپه بنسټ د انګلستان ، امریکا، چین ، جاپان، استرالیا، فیوزیلنډ ، افریقا جنوبی او هندوستان د یو عالم له خوا معلومات ورکړشویدی .
دمرض علایم : (Symptoms)
دغه مرض علایم په اوایلو دپسرلی کی د نویو پاڼو د پیداکیدو سره د پاڼو لاندنی برخی پړسوپ او نوموړی غیر منظم شکل غوره کوی . په مرض اخته پاڼی معمولا کم رنګه شکل رنګ لری چه وروسته دڅه مودی دغه رنګ په ګلابی رنګ بدلیږی . دونو پاڼو سره په وصاحت لیدل کیږی . مګر نباتی سپږی (Aphids) پواسطه چی کومی پاڼی اخته کیږی هغه دپاڼی او رنګ پواسطه معلومیږی چی دغه مرض کی پاڼی پلن کیږی او ګلابی رنګ غوره کوی چی په دغه مرض اخته پاڼی پلن او پړسیدلی او غوښین وی . چی یو موده وروسته دغه دپاڼي کلابی رنګ په یو سپین رنګ قشر پواسطه پوښل ګیږی ، چی بعضی وخت غوټی او میوه ته هم زیان رسوی .
علایم دمرض : (Casual organism)
دغه مرض عامل یو حشره ده چه مرض اسکومایستیز صنف سره تعلق لری او علمی نوم یی Taphrina defarmens تافرینوډیفارمنس دی او Axe aseus defomans اګزاسکس دیفارمنس هم یادیږی اما اول مرض عبارت دی اسکوسپور چه جوړښت یی د یو حلقی پشان دی چه ژمی وړو منډانو او پنډکونو او پاڼو او نورو شاخچو باندی تیروی چه پسرلی په اوایلو د سپورونه یا تخم د خلطی داخل نه بهر راوځی او په فعالیت شروع کوی
کنترول : (Control)
1. باید باغ د هرزه ګیاو څخه پاک شی او کوشش وشی هغه پاڼی او شاخچی چه په مرض اخته وی د باغ څخه ټولی شی چه په ونو کی پاڼی او شاخچی په امراض الوده وی لری کړای شی ټولی شوی پاڼی او شاخچی باید یو مناسب ځای کی وسوځول شی
2. دا چه عامل مرض ژمی شاخچی او نورو پاڼو کی تیروی نو لازمه ده چه لایم سلفر ادویه استعمال شی البته د نبات د استراحت په وخت کی وی
3. همدرانګه کولای شو چی د ژمنی تیل (Winter oil) هم د استراحت په مرحله کی استعمال کړو چی اندازه یی په یو لیتر اوبو کی (۷) الی (۸) سی سی پوری استعمالیږی
4. دا چه استعمال د کیمیاوی ادویه جاتو ډیره ضرره رسوی چاپیریال او محیط ته لازمه پورته ترکیبی ادویه څخه استفاده وشی او که چیری بیا هم ضرورت پیدا شو نو بیا د ضرورت به اندازه باید کیمیاوی ادویه استعمال شی چه دغه ادویه جاتو څخه کوپراویت بلو چه د پاڼو ایستلو څخه مخکی استعمال شی یو لیتر اوبو کی (۵) ګرامه ادویه استعمال شی. چه وروسته د ګل د پیدا کیدو څخه یو لیتر اوبو کی (۴) ګرامه باید استعمال شی چه دغه عملیه (۷) ورځی بیا هم تکرار یدای شی.
5. همدرانګه کولای شو د نباتی سپږی د مخنیوی لپاره یوریا سپری استعمال ګړو تر څو Aphids د منځه یوسی. چه Aphids یا نباتی سپږی دغه مرض یو د عامل څخه ده
د یوریا سپری د استعمال طریقه په (۱۰) لیتر اوبو کی (۵۰۰) ګرامه یوریا باید محلول شی او د نبات په شاخچو او لاندی په ځمکو غورځیدلی پاڼی یو اندازه په ونه کی پاڼی باندی استعمال شی تر څو حشراتو مخنیوی او همدارنګه د نبات لپاره د غذا
یو منبع جوړ شی.

04/05/2020

*MEDICAL FITNESS GUIDELINES*

This is a very important innformmation to know and a must.
*BloodPressure*
——-----------
120/80 -- Normal
130/85 --Normal (Control)
140/90 -- High
150/95 -- V.High
----------------------------
*LOW BP*
---------
120/80 -- Normal
110/75 -- Normal (Control)
100/70 -- Low
90//65 -- Dangerous

*HAEMOGLOBIN*
-------------------
Male -- 13 --- 17
Female -- 12--- 15
----------------------------
*PULSE*
--------
72 per minute (standard)
60 --- 80 p.m. (Normal)
81-- 180 p.m.(abnormal)
----------------------------
*TEMPERATURE*
-----------------
37.0 Cel(Normal)
37.5 Cel Above (Fever)

Please help your Relatives, Friends by sharing this information....

*Heart Attacks And Drinking Warm Water:*

This is a very good article. Not only about the warm water after your meal, but about Heart Attack's . The Chinese and Japanese drink hot tea with their meals, not cold water, maybe it is time we adopt their drinking habit while eating. For those who like to drink cold water, this article is applicable to you. It is very Harmful to have Cold Drink/Water during a meal. Because, the cold water will solidify the oily stuff that you have just consumed. It will slow down the digestion. Once this 'sludge' reacts with the acid, it will break down and be absorbed by the intestine faster than the solid food. It will line the intestine. Very soon, this will turn into fats and lead to cancer . It is best to drink hot soup or warm water after a meal.

*Fresh chips and Burgers* are the biggest enemy of heart health. A coke after that gives more power to this demon. Avoid them for your Heart's & Health.

Drink one glass of warm water just when you are about to go to bed to avoid clotting of the blood at night to avoid heart attacks or strokes.

A cardiologist says if everyone who reads this message sends it to 10 people, you can be sure that we'll save at least one life. ...

So, please be a true friend and send this article to people you care about.

Thank you

ولې اسمانڅکالی د کورونا او نورو وژونکو ناروغیو لامل دی؟کله چې موږ ماشومان وو، مشرانو به ویل: له اسمانڅکالي څخه ځان ساتئ،...
02/05/2020

ولې اسمانڅکالی د کورونا او نورو وژونکو ناروغیو لامل دی؟

کله چې موږ ماشومان وو، مشرانو به ویل: له اسمانڅکالي څخه ځان ساتئ، ورته مه نږدې کیږئ ځکه د ډیرو ناروغیو د انتقال سبب کېږي، زموږ په ټولنه کې له نیکه مرغه ډیری خلک له اسمانڅکالي څخه ځان ساتي، له بلې خوا اوسنی پرمختللې ساینس ثابتوي چې له دې ژوي څخه ځان وساتو او باید د انسانانو ټولنیز ژوند ته داخل نشي!

اسمانڅکالی د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو وژونکو ناروغیو د رامنځته راتګ لامل ګڼل کیږي، نه یوازې د کورونا ویروس اصلي لامل دی بلکې تر دې وړاندې د نورو وژونکو ناروغیو لکه ایبولا، سارس، لیوني سپي، سیپا، هینیپا او نورو مرګونو ناروغیو لامل شوې وو .

هر هغه ژوندی موجود چې د ژوند ډول یې د انسانانو ټولنیز ژوند سیسټم سره توپیر ولري، باید نوموړي حیوانات د انسانانو ایکو سیسټم ته داخل نشي ځکه کولی شي چې د ټول بشریت ژوند له ګواښ سره مخ کړي، د انسانانو د نابودۍ لپاره لوی ګواښ او د خطر زنګ وي .

له بده مرغه ځینې هیوادونه وحشي حیوانات خپل ټولنیز ژوند ته داخل کړي چې د بشر له ایکو سیسټم سره کاملا په ټکر کې دي او د ډیرو ناروغیو لامل شوي دي ښه بیلګه یې د سارس یا کورونا ویروسونو منځته راتګ د اسمانڅکالي په وسیله یادولی شو؛ چې د ځینو انسانانو په وسیله په مستقیم ډول ځینې وحشي ځناوران د انسانانو ایکو سیسټم ته داخل شوي وو او دهغوی له غوښو څخه ان تر نن ورځې پورې دورځنیو خوړو په توګه کار اخلي !

اسمانڅکالی یوازینی تیوال (پستاندار) ژوی دی چې الوځي، خوراک یې حشرې او ځینې ډولونه یې ان د لویو حیواناتو وینه څښي، کله چې کوم نوي ویروس د دوی د بدن جنټیکي جوړښت (ډي ان ای) ته راشي نو بدن یې د الفا انټرفرون په نوم ځانګړي ساتونکي سیسټم لري او له هغه څخه یې په امن کوي مګر له بده مرغه ویروسونه ددوی په بدن کې د ډیر وخت لپاره پاتې کیږي او نورو حیواناتو ته یې انتقالوي.

که څه هم یو څه مودې وړاندې چینایي ساینسپوهانو اسمانڅکالی د سارس ناروغۍ (هغه ناروغۍ چې له اسمانڅکالی څخه اوښ او بیا انسانانو ته انتقال شوې وو او د منځنۍ ختیځ د تنفسي ناروغۍ په نوم مشهور دی) اصلي لامل ګڼلي وو، دوی وړاندوینه کړې وو چې نږدې وختونو کې به نړۍ د کورونا ویروس له یوې نوي ډول ناورین سره مخ شي چې له بده مرغه همداسې وشو!

د کورونا ویروس د جنټیکې جوړښت له مخې د (ار ان ای) یو ریښه يي جوړښت او ۲۶-۳۲ کیلو بایسه وزن لري چې د اسمانڅکالۍ په وسیله میږي خوړونکې او بیا انسانانو ته انتقال شوې وو.

د یوسي بیرکلي پوهنتون څیړنې ښیې چې د اسمانڅکالۍ د بدن ځانګړې معافیتي سیسټم داسې جوړ شوې چې د ډیرو ناروغیو دمنځته راتګ سبب ګرځي، دوی اسمانڅکالۍ او شامپازا (هغه بیزو چې جوړښت یې انسانانو ته نږدیوالۍ لري) ته د وینه لرونکې تبې ویروس انتقال کړ، دغه ویروس د بیزو په بدن کې په ډیر سرعت سره زیاتیده او د هغه معافیتي سیسټم یې کمزوري کاوه مګر په اسمانڅکالۍ یې هیڅ اغیزه نه درلوده، اسمانڅکالۍ د کورونا ویروس ته پخپل ځان کې نوده ورکوي او تکثیروي یې.

اوس پوښتنه دا رامنځته کیږې چې ایا انسانان له ټولو حیواناتو څخه ځان وساتي؟

نه، د ځینو حیواناتو شتون د انسانانو لپاره زیانمن نه دي یا کم څه کم بشر له ډیر وخت راهیسې ورسره په اړیکه کې دی لکه غوا، پسه، سپی، پیشو او نور.

د ځینې اهلي حیواناتو غوښې هم ځینې حیواني ناروغۍ رامنځته کوي چې له نیکه مرغه په اسانۍ د درملنې وړ دي چې د هغوی له جملې څخه بروسیلوزس (هغه ناروغۍ چې له لبنیاتو څخه انسانانو ته انتقالیږي) ، دچرګانو انفلوانزا، د کدودانۍ چینجنۍ، د پیشو ناروغۍ (ټوکسوپلازموسس) …نور.

د نړۍ مشهور فزیکپوه سټیفن هاوکنګ څخه پوښتل شوې وو چې څه شی به د نړۍ د نابودۍ لامل شي ؟ هغه ویلې وو: تر ټولو مهم او خطرناک عامل یې هغه نوي ویروسونه دي چې مخنیوي یې دانسانانو په وسه کې نه وي او بشر به له نوي ناورین سره مخ کوي.

نړیوال باید په هغو هیوادونو باندې فشار وارد کړي چې دوحشي حیواناتو ښکار پکې قانوني دي او خلک یې د وحشي ځناورانو غوښې خوري؛ تر څو د وحشي حیواناتو ښکار او خوراک څخه منع شي ! ځکه ځینې هیوادونه اوس دنړۍ پرمخ دبشر ژوند تهدیدوي، دوی دمارانو سوپ، د لړمانو خوراکونه، د اسمانڅکالۍ خواړه او ان اوس په دې لګیاه دي چې مصنوعۍ هګۍ ، وریجي او نور برابر کړي چې له بده مرغه په مستقیم ډول د بشر ژوند په لوی لاس له ستر ګواښ سره مخ کوي او که یې مخه ونه نیول شي د کرونا په څیر د ورته ناورینونه د بیا ځلې تکرار شاهدان به یو!

اخذلیکونه:

Three zoonotic coronaviruses have been identified as the cause of large-scale disease outbreaks–Severe Acute Respiratory Syndrome (SARS) by CAS Key Laboratory of Special Pathogens and Biosafety (Bat coronaviruses in china), Wuhan Institute of Virology, Chinese Academy of Sciences, Wuhan 430071, and China
“Chinese market at center of coronavirus outbreak sold bats to eat”. The New Zealand Herald. 24 January 2020. Retrieved 24 January 2020
3. Adaptive evolution of bat dipeptidyl peptidase 4 (dpp4): implications for the origin and emergence of Middle East respiratory syndrome coronavirus

د انارو آفات او ناروغۍانار د ګرمو او نیمه ګرمو سیمو ونه ده چی په مرطوبو سیمو کی  د تل شنۍ ونی او په وچو سیمو او سخت ژمی ...
18/04/2020

د انارو آفات او ناروغۍ
انار د ګرمو او نیمه ګرمو سیمو ونه ده چی په مرطوبو سیمو کی د تل شنۍ ونی او په وچو سیمو او سخت ژمی لرونکو سیمو کی د پاڼه ریژی ونی په قطار کی شمیرل کیږی. په مالګه لرونکو ځمکي چی کرم او وچ دوبي، اوبه او خاوره یی مالکین ولری د انارو د کښت اصلی او اقتصادی ځای تشکیلوی. ددی نبات د ارزښتناکو خاصو ځانګړتیاوو څخه د هر ډول خاوری سره توافق ښیی او د لږو اوبو سره د خاوری او اوبو مالګین توب زغملای شی.
۱. د انارو شوته(شته) Pomegranate aphids
د انارو د عامو ناروغیو څخه شمیرل کیږی چی په ټولو د انارو کرونکو ملکو کی لیدل کیږی.
۱-۱ د کنټرول طریقه
څیړنو ښودلی ده چی د شوتی د هکی زیات تعداد د شاخونو په سر او نویو راشنه شویو سکرونو باندی اچوی. ددی نتیجی څخه په ګټه اخیستنه ددی برخی څخه یوه اساسی او تخنیکی استفاده وکړو. چی د انار د ونی لاندی سکرونه یا نوی نودی د هکی اچونی او جفتګیری تر وخت پوری پریږدو او وروسته تر هغه چی هکی اجونه تر سره شی لیری کړو چی دا وخت زموږ قوس د میاشتی اخره شمیرل کیږی. چی ددی کړنی په ترسره کولو سره وکولای شو د سږ کال په نسبت راتلونکی کال ته د شوی د شمیر را کم کړو. د لاندینیو نودو لمنځه وړل مخکی د شوتی د تخم اچونی څخه ددی سبب کیږی چی شوته Aphids د ونی د شاخونو او د ونی د تاج په برخه کی هکی واچوی چی په راتلونکی کال کی زیات شمیر ناوړه زیانونه رامنځ ته کوی.
۱-۲. د طبیعی دښمنانو د د بیولوژیکی تعادل د ساتلو لپاره باید د انارو په باغونو کی د هر ډول کیمیاوی حشره وژونکو څخه باید په کلک ډول مخنیوی وشی. او همدارنګه د انارو ونی د هر ډول زهرو سره حساسیت ښییو او په ونو کی د پاڼو د توئیدلو سبب کیږی.
۱-۳. د انارو په باغونو او یا هغه ته نږدی د باد وړونکو زهرو څخه په جدی ډول مخنیوی وشی.
۱-۴. د متناوبه او حساسو بوټو د أفت لکه(بامیه، پنبه) په باغ او د هغه نږدی ځایونو کی د کرلو څخه مخنیوی وشی.
۱-۵. د شوتی د طبیعی دښمنانو د ساتلو لپاره باید د انارو په باغ کی ځینی ګل لرونکی نباتات په باغ او د باغ په شاوخوا کی وروزل شی.
۱-۶. د شوتی ځینی طبیعی دښمنانو تکثیر کول.
۲. د انارو د ریښي سپین چینجی
د ریښی چینجی د نورو آفتونو په رقم زیات شمیر طبیعی دښمنان لری دی دوی د خپل د ژوند په مختلفو دورو کی تر برید حملی لاندی راولی. الوتونکی، میږیان، یو شمیر د خاوری مایکروارګانیزمونه، غلبوزی(غمبسی) او ځینی کنی ددغه چینجی د طبیعی دښمنانو څخه شمیرل کیږی چی دا لازمیږی چی د پاملرنی وړ وګرځی او د هغوی حمایت وشی. د کاملی حشری راټول د سهار په وخت کی د ونو او درخچو په ښورولو سره او همدارنګه د شپی لخوا د دوس د استراحت په وخت راټولول، د کاملی حشری راټول د څراغ د روښنایی پواسطه، د حشری د لاروا راټولول د قلبی یا بیل وهلو په وخت کی، په خاص ډول د دوبی او یا د مني په فصل کی د یادی حشری په کمښت کی زیات موثر تمامیږی.
۳. د انارو سپین مچ
لکه څنګه چی مخکی ذکر شویدی، په اوس وخت کی د انارو سپین مچ، د انارو د اقتصادی ناروغیو څخه نه شمیرل کیږی، ځکه نوموړی آفت د خپلو طبیعی دښمنانو پواسطه تر کنټرول لاندی دی او په اوس وخت کی کنټرول ته اړتیا نلری.
۴. د انارو د میوی د ورستیدنه او ترشیدل(تریوالي)
یو شمیر فنګسونه، بکټریاوی، تخمر کوونکی او ځینی نیماتودونه چی د انارو د میوی داخل ته لاره پیدا کړی. په میوه کی د ورستیدنی په پراخ ډول او یا په کراره د میوی د لمنځه تللو سبب کیږی. د ورستیدنی او تریوالی د تاوانو (ضایع کیدل، لمنځه تللو) د راکمولو لپاره څیړنی تر سره شوی دی چی په لنډ ډول به ورته اشاره وشی.
۴-۱. د ۱۰۰ کیلو واټه ګاما د وړانګو استعمال د انارو د تاج د چینجی په وژلو کی او همدارنګه د فنګسونو په مخنیوی کی په امبارو کی استعمالیږی.
۴-۲. د میتایل بروماید د ګازو څخه استعفاده د انارو د تاج د چینجی د فعالیت په مخنیوی کی ګټور تمامیږی.
۴-۳. د شکول شویو انارو ضد عفونی کول ۲په زرو کی د تیابندازول (تکتو) او د دوا پاشی مخکی د حاصل ټولولو څخه د فنګسونو د فعالیت څخه او همدارنګه د زخمی کیدلو د مخنیوی لپاره.
۴-۴. او همدارنګه د حرارت د معلومولو د آلی څخه استفاده کول.
۵. د انارو د چاودیدلو لاملونه او نښی
د انارو د میوی چاودیدل، یوه د مهمو فیزیالوژیکی او زیان رسونکی ناروغی څخه ده په ټولو هغه هیوادونو کی انار پکښی کرل کیږی. چی په زیات اندازه خسارات رسوی باغوانانو ته د تاج د چینجی څخه. د اوبو لږ والي، د اوبو ورکولو د وخت نا منظم والي، د حساسی ورايټی شتون، د تودوخی د درجی کی تفادت د شپی او ورځی تر منځ او همدارنګه د مني د یخ ژر راسیدل او همدارنګه د باران مخکی اوریدل په مني کی، په ترتیب سره په زیاته اندازه د انارو د میوی په چاودیدنی کی زیات رول لری. او همدارنګه د چاودیدنی اندازه په مالګینو خاورو کی زیات دی.

Address

Shinwari District Sherghar Bazaar
Jalalabad

Telephone

+93786717214

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when المبارک د مالداری، زراعتی خدمتونه او مصنوعی القاح مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to المبارک د مالداری، زراعتی خدمتونه او مصنوعی القاح مرکز:

Share

Category