ډاکټر عمیر عمر

ډاکټر عمیر عمر 🎯 ستاسو روغتیا، زمونږ مسؤلیت

د روغتیا نړۍ ته هرکلی — پوهه، وقایه، او پاملرنه، ټول دلته!

ستاسو روغتیا لپاره غوره لارښوني
27/07/2025

ستاسو روغتیا لپاره غوره لارښوني

🫄ماشوم نر دی که ښځه؟ د نس موقعیت حقیقت لري؟ډېری خلک وايي:"که ماشوم د نس په ښکته برخه کې وي، نر به وي!""که پورته وي، نو خ...
23/04/2025

🫄ماشوم نر دی که ښځه؟ د نس موقعیت حقیقت لري؟

ډېری خلک وايي:
"که ماشوم د نس په ښکته برخه کې وي، نر به وي!"
"که پورته وي، نو خامخا به نجلۍ وي!"
خو ایا دا خبره ریښتیا ده؟

نه! دا صرف ولسي اټکلونه دي، نه علمي حقیقتونه.

د ماشوم جنس معلومولو علمي طریقې:

الټراساؤنډ (Ultrasound):
تر ټولو عامه، خوندي او باوري طریقه ده.
معمولا د حمل په ۱۸-۲۲ هفتو کې د ماشوم جنس ښکاره کېږي.
جنتیکي ټیسټونه (Amniocentesis یا CVS):
چې د مخصوصو طبي لاملونو لپاره کیږي، خو جنس هم پکې ښکاره کېږي.
یاد ولرئ:
د ماشوم موقعیت (پورته، ښکته، ښی یا چپ خوا) د جنس سره هیڅ تړاو نه لري.
دا مفکوره یوازې د پخوانیو وختونو د حدس او گمان برخه ده.

ستاسو ډاکټر - ډاکټر عمیر عمر

"که تاسو هم دا خبره اورېدلې وي، نو کمنټ کې ولیکئ!"

13/02/2025

‎حَدِيثُ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: "لَمْ يَكُنْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَصُومُ نِصْفَ شَعْبَانَ". (رواه أبو داود)

Hadith of Abu Hurairah (may Allah be pleased with him): "The Messenger of Allah (peace be upon him) did not fast the middle of Sha'ban." (Narrated by Abu Dawud)

16/05/2024

⭕️ پـــلار څـــوک دی !

1 : وجود یی رحمت دی .
2 : ژوند یی نعمت دی .
3 : خبر یی حڪمت دی .
4 : غُصه یی نصیحت دی .
5 : غږ یی اُلفت دی .
6 : ڪتل یی برڪت دی .
7 : په ڪور کی دننه وحدت دی .
8 : له ڪوره بهر عزت دی .
9 : ورسره تلل شرافت دی .
10 :خدمت یی عبادت .

که يو انسان همېشه د خپلې قواري او قيافې په تشويش کې وي او خپل ځان او شکل بد ورته ښکاريږي خو نورو خلګو ته سم ښکاريږي دغه ...
02/05/2024

که يو انسان همېشه د خپلې قواري او قيافې په تشويش کې وي او خپل ځان او شکل بد ورته ښکاريږي خو نورو خلګو ته سم ښکاريږي دغه يو رواني حالت ده چې نر او ښځې دواړه ورباندې اخته کېدی شي. دې حالت ته په طب کې Body dysmorphia وايي. که شديد شي او د انسان روزمره ژوند ورسره تريخ وي نو له تشخيص وروسته د روانشناس پواسطه د خبرو له لاري او يا د ډاکټر پواسطه د درملو له لاري تداوي کېدی شي.

- ډاکټر عمیر عمر

نن یوویشتم مارچ د ډاون سنډروم نړیواله ورځ ده 👧🏼ډاون سنډروم(Down Syndrome)ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځین...
20/03/2024

نن یوویشتم مارچ د ډاون سنډروم نړیواله ورځ ده 👧🏼

ډاون سنډروم(Down Syndrome)

ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غواړي چې ماشوم راوړي نو ډېره شونتيا داده چې ماشوم به يې ډاون سنډروم لرونکی وي.. دغه اټکل په لاندې ډول ده…
�د مور عمر 20-24 کاله 1/5000 (يانې ددغه منګ مورګانو په پنځه زره ماشومانو کې کيدای شي يو ماشوم ډاون سنډروم ولري)
�د مور عمر 25-32 کاله 1/1200
�د مور عمر 33-35 کاله 1/350
�د مور عمر 40-36 کاله 1/100
�د مور عمر 45-41 کاله 1/30
�په ټوله نړۍ کې اوسمهال شته د ډاون سنډروم ماشومانو 90% سلنه له هغو مورګانو زېږېدلي چې عمر يې له 33 کلنو پورته وو. زما خپل شخصي ژوند تجربو پر بنسټ د 100% ډاون سنډروم ماشومانو د مورګانو عمر د تولد پرمهال عمر 35 څخه لوړ وو.
�لاندې انځورونو ته ورته ماشومان به هرومرو تاسو خپل کور کلي کې ليدلي وي. ددوي تناسب په امريکا کې هر 700 نوي زیږیدلو کې يو ماشوم دی خو نوره نړۍ کې بيا هرو زرو نه تر يولس سوه نوي زیږیدلو ماشومانو کې يو ماشوم دی**. ددوي بڼه مغولو/منګوليا خلکو ته ورته دی نو ځکه ورته منګولیايي ماشومان يا ګرد مخې ماشومان هم ويل کېږي….
�هسې خو ټول ماشومان خواږه وي خو دغه غونډ‌مونډ ګرد مخې ماشومان ځانګړی معصوميت لري، ښوونځي نه غير هم که لار کې دغه ماشومان وګورم حتمن ورسره يو شېبه تم کېږم، مينه ورکوم او هڅه کوم که مور او پلار يې د راتلونکې او يا زده کړو په اړه نه پوهيږي چې معلومات ورکړم.

ډاکټر عمیر عمر

20/03/2024

شلم مارچ د نړۍ خوشحالئ ورځ ده 😄

👈ځینی کوشش کوی چی تا همیشه لپاره offکړی
خو وجنګیږه او هیڅکله مه تسلمیږه دا ژوند دی
شاید یو ورځ به ډیر ناهیلی وی او یو ورځ به بی حده خوشحاله وی
👈په خوشحالی کی د رب شکر ادا کړه ډیر څه به لاسته راوړی

ډاکټر عمیر عمر

11/03/2024
11/03/2024

د روغتيا له نظره ښه روژه مات:
- اوبه، شيدې او د ميوې تازه جوس
- خرما
- تازه مېوه
- سوپ يا د ترکاريو شوروا

11/03/2024

د روژې بخـــتورې میــاشت ته شڪر چې پخیر ورسیدو او الله ج یوځل بیا زمونږ نصیب پدې مبارڪه میاشت ڪې وڪړ.

الله ج دې د نیڪو اعمالو، نفلونو، عبادتونو. صدقاتو او ښیگڼو توفیق راڪړی.
روژه مو مبارک

ډاکټر عمیر عمر

08/03/2024

بهانې داسې مدیریت کړئ:
۱- ستړی یم، وخته ویده شه.
۲- وزن مې ډېر دی، تمرین ډېر کړه.
۳- وخت نه لرم، تلویزیون ته کېنستل او ډېر وخت سوشل میدیا اسعمال پرېږده.
۴- پیسې نه لرم، بې ځایه مصارف ودروه.
۵- ډېر سخت دی، لۀ کمو پیل وکړه خو هڅه مۀ دروه.
۶- پوهه او مهارت نه لرم، ولوله او زده یې کړه.

- ډاکټر عمیر عمر

06/03/2024

د انسان ښکلا په ظاهري بڼه نه بلکې په خبرو کې ده. که یې خبره بدرنګه شي، ښه سړی هم بد ښکاري.

ډاکټر عمیر عمر

Address

Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر عمیر عمر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکټر عمیر عمر:

Share