Siddiqi Pharmacy

Siddiqi Pharmacy A complete health service in Jalalabad, Afghanistan. Doctor , Laboratory and Pharmacy.
(1)

10/06/2023

• Remember again: Varicose veins

10/06/2023
خواږی خبری
02/04/2023

خواږی خبری

د X-ray نارمل  سلایت
02/04/2023

د X-ray نارمل سلایت

29/07/2022

Thank you 100K followers 🙏❤🥰

29/07/2022

د پر مهال دغه نښې نظر کې ونیسئ!

د غاښونو کریمونو پر ډبي باندې یو ډوله رنګ نښه شوي وي چې د رنګ کوډ ورته وایي، او دا ځانګړی مطلب لري. ددې نښو په اړه ولولئ:

#توره نښه

په کوم ډبي چې توره نښه وي، دا څرګندوي چې دغه کریم یوازې له کیمیاوي موادو جوړ شوی دی.

#سره نښه

د سرې نښې کوډ څخه څرکندیږي چې دغه کریم له طبیعي او کیمیاوي موادو څخه ګډ جوړ شوی دی.

#بانجاني شین

د شین کوډ نښه داده چې دغه کریم له طبیعي موادو او درملو څخه ګډ جوړ شوی، دغه کریم په غاښونو کې د ناروغۍ درلودلو کسان استعمالولی شي.

توت پاڼی شین

د توت پاڼي شین نښه داده چې دغه کریم له پاکو طبیعي موادو څخه جوړ شوی، د ډاکټرانو په وینا دغه کریم د مسواک ښه بدیل بلل کیږي.

د غاښونو متخصصین وایي هر کله چې د غاښونو کریم اخیستلو اراده لرئ باید دغه رنګونه په نظر کې ونیسئ، ځکه چې په دې کې د ماشومانو لپاره له کیمیاوي موادو څخه ډک (تور نښی کریم) زیانمن ثابتیږي.

همدا ډول هغه کسان چې د غاښونو ناروغي لري باید بانجاني ډوله شین او یا توت پاڼی نښې لرونکی کریم استعمال کړي.
#𝓒𝓸𝓹𝓲𝓮𝓭

06/07/2022
06/07/2022

دا چی د لوی اختر ورځي رارواني دي دغه ناروغي ځان او ستاسو لپاره مهمه بولم................

کانګو وایروس
( CCHF)
Crimean congo hemorrhagic fever
یوه وایروسی، ساری، تبی لرونکی، وینه بهیدونکی او وژونکی ناروغۍ ده، دا وایروس د کنې په شکل له حیواناتو څخه انسانانو او نورو خلکو ته انتقالیږی

کانګو په غواګانو،پسونو، اوزو او نورو حیواناتو کې د خفیفی تبې په شکل موجود وی . د متاثر شوي حیوان په وجود چې کوم کنه ticks وي - د هغې د چيچلو نه يا د حلالې پۀ وخت د وينې سره د تماس نه هم دا وايرس وجود ته داخلېدلۍ شي .

خطر کې خلک : قصابان، ډاکټران او روغتیایی کارکوونکی

اعراض او علایم: لوړه درجه تبه ، عضلاتی دردونه ، سر ګرځیدل ، سردردی، د ګیډی دردونه، اسهالات، عصبانیت، بی خوبی نارامی د کوچنیو رګونو نه وينه راتلل او پۀ وجود کې شنه داغونه جوړېدل شامل دي، په وروستۍ مرحلو کې په ډکو متیازو او استراق کی د وینی مو جودیت.
د متاثره کنې د چيچلو نه د 1 نه د 9 ورځو په مينځ کښې او د حلالې پۀ وخت د وينې لګېدو د وجې د 5 نه د 14 ورځو په مينځ کښې اعراض ښکاره کېدلۍ شي .

د دې وايرس له پاره د ځناورو کوم خاص واکسين نشته !
ځکه حفاطتي اقدامات ضروري دي - کله چې مېلې ته څاروي اخستو لپاره ځۍ - نو پکار ده چې ټول وجود مو پټ وي .ګرمي ده خو کۀ بند پېزار او جرابې ورسره پۀ پښو کولۍ شئ نو هم ښۀ ده - د ستنیدو وروسته د جامو بدلول او لامبل ضروري دي .

چې کله څاروی راولۍ نو پکار ده چې د کنې سپرې پرې ولګوۍ دا احتياط پۀ دې وجه هم ضروري دی- چې متاثر شوی څاروی بالکل روغ ښکاري . د حلالې پۀ وخت د مخصوص جامو، چپن ، مخوص بوټان، دستکشو، ماسک او عینکې باید استعمال کړۍ
هغه چاړه او لوښی چی د حیوان په وینه ککړ وی باید احتیاط ورسره وشی د ذبحی څخه وروسته سمدستی حمام باید وشی لاس او مخ په صابون ووینځل شی
غوښه باید صحی پخه شي نیمه خامه غوښه هم د انتقال سبب کیدلۍ شی.
د اعراضو د شروع سره سم باید ډاکټر ته مراجعه وشی تر څو تداوی په خپل وخت صورت ونیسی، او دا ناروغی په بشپړ د رغیدو وړ ده.
#𝓒𝓸𝓹𝓲𝓮𝓭
Follow me ☺️👇
https://www.facebook.com/islamudin.sial

03/07/2022
03/07/2022
تولو افغانانو اوًدنړی مسلمانانو ته اختر مبارک وی
03/05/2022

تولو افغانانو اوًدنړی مسلمانانو ته اختر مبارک وی

27/04/2022
08/04/2022
08/04/2022

دپښتورګو (ګردو) مریضی

دانسان پښتورگي دوه داني دي چه دملا دتير (ستون فقرات) په دواړه خواو کي دلوبيا په شکل سره موقيعت لري چه اوږدوالي يي 10 سانتي متره او وزن يي تقريبآ 120-200 ګرامه په شاوخواکي دي دي .په پښتورګو پوري مربوطه هره مريضي دپښتورګو دمريضي په نامه ياديږي .

پښتورګي (ګردوکي) دحجم له نګاه ډير کوچني دي مګر وظيفي يي دانسان لپاره ډير غټي او مهمي دي مثلا دانسان پښتورګي (گردوکي) په يوه ورځ کي يوسلو اتيا 180 ليتره وينه تصفيه او فليټر کوي پدي معني چه دانسان دبدن وينه ټوله وينه په اوسط ډول پنځه ليټره ده چه داټوله دبدن وينه په ورځ کي شپږديرش 36 واری دپښتورګو له خوا تصفيه او فليټر کيږي او دويني څخه اوبه او کچره مواد راجلا او دمتيازو په شکل مثاني ته انتقالوي او دهغه ځاي څخه دمتيازو په شکل خارجيږي .

یوسلواتیا 180 ليټره تصفيه اوفليټر کوي چه تقريبآ دانسان دوزن دوه برابره دي پښتورګي يي په یوه ورځ کی سرته رسوي د میاشتو اوکلونوحساب که ورته وکو خو بیخی پسی زیاتیژی نوپدی باید پوه شو چه پښتورګي دانسان لپاره دیر مهم اوحياتي غړي دی.

دپښتورګي څونوري وظيفي په لاندي ډول دي

- دتغذيه موادو داستعمال په نتجه کي کچره او زهري مواد له وجود څخه خارج کوي
-په وجودکي مثبت او منفي چارچ توازن برابروي او دمايعاتودحجم کنټرول کوي
-دالقلي او تيزابي مواد توازن برابروي
- دويني دفشار کنټرول

دپورته وظيفوسربيره ډيري نوري مهمي دندي هم لري چه دا يي يوڅو مثالونه دي نوله دي خاطره پښتورګي(بډودي) دحجم له نګاه ډيرکوچني دي خو دوظيفي له نکاه ډيري غټي وظيفي اجراکوي. . کله چه پښتورګی خپل دنده او وظيفه دلاسه ورکړ ی دانسان ژوند دمرګ سره مخامخ کوي .

دپښتورګي دمريضي سببونه :

- لوړ دويني فشار
- دشکري مريضي
- چاغوالي
- دعمر زوړوالي يعني سن سال چه 60 ته ورسيږي
- شگريت څکول
-ارثي
- دوجوددفاعي سيستم کمزورتيا
-دپيدايښت دوخت څخه دپښتورګي خرابوالي (مورزادي)
-دپښتورګي ډبره (تيږه)
-دپښتورګي دانه (سرطان)
- ميکروبونه
- دبعضودواګانو ډير استعمال(د درد دواګاني)
- بعضي نوري مريضي شته چه دپښتورګي دخرابوالي سبب ګرځي

دپښتورګي دمريضي نښي نښاني :

- دزياتو متيازو وتل
- دلږ متيازو وتل
- دمتيازو کولو په وخت کي درد او سوزشت
_ دپښتورګو درد دملادتیر(ستون فقرات ) په برخه کی
-دمتيازو دوتلو په وخت کي دمتيازو تيز بوي
- کله کله مړه تبه ورسره وي
- بعضي وختونه په متيازو کي وينه ورسره وي يعني دمتيازو سور رنګ
- په ماشومانو کي دشپي دخوا په ځاکي دمتيازو تيښته يا ځاي لمبدول
-دسترګو داطرافو پړسوب په خاص ډول دخوب څخه دراپاڅيدو په وخت کي
- دپښو پړسوب
- دمتيازو ترنورماحالت زيا ت خاکي کيدل
- دمريضي دشدت والي په وخت کي خستګي,تبه,لړزه,دشپي دخوا دوجود خوله,سرچرخي اوخوګرځي ورسره ملګري وي.

دپورته نښو نښانو څخه کيداي شي ټولي موجودي نه وي او يا څوداني موجو وي خو دصحيح اوپوره تشخيص لپاره ځني معاينات هم مهم دي لکه دويني معاينات او تلويزوني (الټراسانډ) .

دپښتورګي دمريضي دمخنيوي لپاره

- په زيا مقدار بايد اوبه وڅښل شي چه پښتورګو لپاره ډيري ضروري دي.دځوان نارينه لپاره په ورځ کي لږترلږه 3 دري ليټره اودښځينه لپاره 2.5 دوه نيم ليټره اوبه ضرورت دي.
-دزياتي مالګي داستعمال څخه بايد ځان وساتي .
-دترکاريانو(سبزی جات) ,ميوه جاتو او حبوباتو استعمال گټور دي
- منظم سپورت کول ډيره ګټه لري
- دوجود وزن په نورمال حالت کي ساتل ګټوردي .
- دسگريتو او الکولو څخه ځان ساتل
- دويني دفشار کنټرول
- دغوړ لږ استعمال
- دکلسيم او پروتيني مواد (هګي اوشيدي) لږ استعمال .

يادونه بايد وشي چه هغه خلګ چه اوږد وخت لپاره يعني کلونه کلونه دپښتورګي له مريضي څخه ځوريږي بايد ډير احتياط وکي.داسي مريضي ته کرونيک مريضي(cronic renal failure) وايي اودوخت په تيريدوسره پښتورګي خپلي وظيفي او دندي دلاسه ورکوي او ورځ تربلي مخ په خراپيدو روان وي چه ورستي يا اخيري مراحلی ته ځان رسوی ( End_stage renal failure ).

اخيري مرحله دپښتورګي هغه مرحله ده په وجودکي کيراتينين (creatinine) مقدار تر اته 8 پورته سي او په وينه کي تول کچره مواد ور ګډ وي او پښتورګي ددي توان نلري چه دويني څخه کچره مواد جلا او دجود څخه يي خارج کي نو پدي وخت کي مريض مجبوره دي چه په شفاخانه کي بستر او دفليټر ماشين یا په اصطلاح دويني دتصفیه ماشین چه په لاتین (hemodialysis ) هيمو ډياليز ورته وایی ورته بسته کړي

کله چه پښتورګي دهيمو ډياليز مرحلي ته ورسيږي نو یواځنی دحل لاره يي يا به د بل انسا ن څخه پښتورګي نقل کوي يا به هيمشه دهيموډياليز ماشين ورته پروت وي ترڅو وينه په دوامداره شکل تصفيه کړي.

کاميابه طريقه يي دا ده چه دبل انسان څخه پښتورګي نقل کړي خو پيداکول يي لژ مشکل کاردي اما کله کله خپل خپلوان يي بيا يو بل ته سره بخشش کوي . اکثره ډير مي داسي ليدلي دي چه مور وخپل زوي يالورته او ښځي وخپل خاوند (ميړه) ته یو پښتورګي(گردوکي) بخشش کړدي اودهغه ژوند يي ژغورلي دي.

دپښتورګي په نقل کولوسره په هم هغه لحظه او دعلمياتو په جريان کي پښتورګي خپل نورمال فعاليت اودويني تصفيه شروع کوي.

دپښتورګي سره بايد ډير احتياط وشي کله چه دپښتورګي د مشکل سره مخا مخ شوی پروخت ديو ماهير ډاکټره سره ووینی مشور تري وغواړي اوچاره یی ولټوي , مريضي يي بايد زيات سره ډيرمنه نشي .
#𝓒𝓸𝓹𝓲𝓮𝓭

08/04/2022

#سلګۍ يا #هټکۍ (hiccup) څه شى دى، ولې پيدا کيږي، او څنګه يې تداوي کولاى شو؟!
سلګۍ(هټکۍ) د حجاب حاجز (ډيافراګم) هغه غير ارادي تقلصات يا حرکات دي چې کېداى شي په يوه دقيقه کې څو ځله تکرار شي.
سلګۍ (هټکۍ) د يوه ريفلکس په base کې منځ ته راځي، چې نوموړى ريفلکس arc نوميږي، کله چې دغه ريفلکس تنبه شي، نو د حجاب حاجز د يو قوي تقلص سبب ګرځي، چې په تعقيب 0.25 ثانيې وروسته صوتي حبول(vocal cords) بنديږي، او د سلګۍ کلاسيک آواز hic (هک) يې په نتيجه کې منځته راځي.
د سلګۍ (هټکۍ) منځته راتګ لاملونه ډير زيات دي او څه د پاسه سل علتونه لري، خو مهم لاملونه يې عبارت دي له؛
* ټوخى (cough)
* د هوا تېرول (swallowing air)
* خولې ته تروې اوبه راتلل(GERD)
* دمعدې چوره (hiatal hernia)
* تېز يا په بېړه خوراک کول (rapid eating)
* وېره (fear)
* انزايټي (anxiety)
* کاربونيت لرونکي مشروبات لکه پيپسي، ډيو، انرژي وغيره
* الکولي مشروبات
* وچه ډوډۍ خوړل (dry breads)
* مصالحه لرونکي خوراکونه (spicy foods)
* آپين يا هغه درمل استعمالول چې په خپل ترکيب کې آپين لري لکه مورفين وغيره
* خندا کول(laughing)
* پښتورګو ناروغۍ
* دماغي حمله (stroke)
* دماغي پردو يا سحاياو التهاب (meningitis)
* اعصابو تخريب کيدل په خاص ډول لسم عصب(vagus)
اوداسې نور... چې دغه ټولو لاملونو په اساس phrenic عصب چې حجاب حاجز يې تعصيب کړى، تخريش کيږي او سلګۍ پيدا کيږي.
تداوي؛ اکثره سلګۍ له لږ څه انتظار څخه وروسته په خپله ښه کيږي. مختلفې فلکلوريکې(رواجي) طريقې هم د سلګۍ په بندولو کې کارول کيږي لکه ناروغ ته داسې خبرې کول چې هيجانه يې کړي، او داسې نورې خو لا تر اوسه کوم ثبوتي شواهد دسلګۍ په بندولو کې نه لري.
د سبب درملنه او تداوي يې ډيره مهمه ده.
په طبابت کې يوازې د هغه سلګۍ درملنه ترسره کيږي، چې دومداره، متکرره،معنده(persistent)، او شديده وي.
دواګانې يې عبارت دي له؛
baclofen, chlorpromazine, metoclopramide,
gabapentin, various type of PPI, Haloperidol
همدارنګه کولاى شو چې په ډيرو شديدو پيښو کې phrenic عصب د 0.5 فيصده پروکاين پواسطه بلاک کړو.
ځينې خپله تطبيق کيدونکي ميتودونه او کورنۍ طريقې؛
@ لکه په سر ودريدل (headstanding)
@ يو ګيلاس اوبه په ملاستې يو اړخ باندې کږيدو په صورت کې څښل
@ د يو کس پواسطه د سلګۍ لرونکي کس ويرول
@ د ژبې لاندې د بورې (Sugar) نيول
@ د اوږد وخت لپاره ساه نيول، او بيا د لاس په موټي کې خوشې کول
@ زنګون تر سېنې لاندې کول او مخکې طرف ته ورباندې ځان ځوړند کول.

08/04/2022

غير عرضي (Asymptomatic) ایچ پايلوري نه درملنې دلايل!
په لاندې څلور دلايلو هغه اشخاصو کې چې ايچ پايلوري معايناتو کې مثبت ده خو معدې زخم نښې نښانې نلري، درملنه مه ترسره کوی!

۱- د انتي بيوتيکو جانبي عوارض.
د انتی بيوتيکو استعمال سره د هغوي جانبی عوارض معمول دي او يو شخص ته د مختلفو ستونزو سبب ګرځيږي.
۲- د انتي بيوتيکو پر وړاندې د ایچ پايلوري او نورو مکروبونو مقاومت لوړوالی.
۳- خپله د درملو استعمال د يو شخص تشوش ، ويری (Anxiety) او روحي نارامۍ سبب ګرځي خصوصاً هغه وخت چې درملنه د مريض په فکر جواب نه وايي.
۴- د درملنې استعمال وروسته شايد مريضانو ته GERD نښې نښانې پيدا شي.
دې کې مريض ته معدې نه مری ته او خولی ترخی اوبه راځي. شخص خوله ترخيدل ، معده سوزيدل او ټوخی ورته نورې نښې نښانې پيدا کيږي.

08/04/2022

بريښنايي شاك
(Electric Shock)
كلينكي لوحه يې د برق نيونې د شدت پورې اړه لري.
امكان لـري نـاروغ پـه اطرافـو كـې sensation tingling
او numbnessولري.
قوى برقې شاك امكان لري چې د يوڅـه وخـت لپـاره حيسـيت
له منځه يوسي.
وروسته د بياروغنې څخه امكان لري ناروغ د يو څو سـاعتو
لپاره ماوفه اندامونو فلج ولري.
د غضلاتو شخوالى او درد د يو څو ورځو لپاره موجود وي.
د برقى شاك شديد ډول امكان لري چې بطينى بې نظمي (
fibrillation, Tachycardia ( او مړينه رامنځ ته كړي.
نـاروغ امكـان لـري د برقـې كرنــټ پـه سـاحه كـې د ســوځيدو
نښې ولري.
اداره Management :
د ناروغ سم دلاسه بيارغونه پيل كيږي، تـنفس، نـبض، وينـې
فشاراو د زړه ابنارملټۍ كتل كيږي.
د قلبې بې نظمـۍ لپـاره ECG اخيسـتل كيـږي، كـه چېرتـه بـې
نظمي موجوده وه په مناسـب ډول سـره تـداوى كيـږي
كه شـاك موجـود پـه مناسـب ډول تـداوي كيـږي ( تشـريح يـې د
شاك په چپټر كې ذكر شوي ) .
كــه اســيډوزس موجــود وي پــه NaHCO3د وريــد د لارې پــه
وركولو سره تداوي كيږي .
كه چيري زخم موجود و انتى بيوتيك توصيه كيږي.
د قلبې ارتميا د كتنې لپاره ناروغ د 12-6ساعتو لپاره د
مشاهدې لاندې ساتل كيږي.
#𝓒𝓸𝓹𝓲𝓮𝓭
زاهدالله زاهد

10/03/2022

*1-‏(یا حافظ)*
🤲بارالها تو فرزندانم را بدون اینڪه من قدرت و توانایی داشته باشم به من عطا فرمودی، پس آنها را در پناه خودت بدون توان من حفظ بفرما، ڪه من قدرت محافظت از آنان را در تمامی لحظات ندارم.
💙
*2-‏(یا ڪافی )*
🤲بار الها آنها را از هر بدی و شر، و چشم زخم، و ضرر حفظ بفرما.

*3-‏(یاشافی)*
خداوندا آنها را از مرض ها محافظت بفرما، و اگر بیمارند شفا عنایت بفرما.
💜
*4-‏(یارحیم)*
🤲خداوندا آزمایش، و امتحان من را در آنها قرار مده، ڪه شانه هایم تحمل چنین باری را ندارند.
💕
*5-‏(یا رحمان)*
بارالها آنها را در آزمایشات پنهانی و آشڪار مأجور بفرما.
💛
*6-‏ (یاڪریم)*
🤲خداوندا آنها را از بندگان صالح خودت و حافظان ڪتابت قرار بده، و آنها را از نظر دین و عبادت و اخلاق و دانش، سرآمد و بهترین مردم، و در زندگی خوشبخت ترین مردم و دارای بهترین زندگی قرار بده.
💓
*‏7-(یا صمد )*
🤲بارخدایا فرزندانم را با حلالت از حرامت بی نیاز بگردان، و با فضل و بخشش خود از احتیاج به غیر خودت بی نیازشان بگردان.
🖤
*8-‏(یاقادر)*
🤲خداوندا همانطور ڪه ڪتابت را تا قیامت حفاظت می ڪنی، فرزندان من را هم از بدی محفوظ بدار.
💚
*9-(یا جبار)*
🤲بارالها دوستی با بهترین افراد، و خصلت های پاڪ و توڪل بر خودت را نصیبشان بفرما.
💖
*10-‏(یا منان)*
💙
🤲بارالها تمامی مرضهای قلبی و بدنی را از آنها دور بفرما، و با قدرت و توان خودت مرا به نهایت آرزویم درباره آنها نائل بگردان.

*11-‏ (یا رقیب )*
🤲بارالها مرا از احسان و نیڪی آنها در حیاتم برخوردار بفرما، و با دعایشان بعد از مرگم مرا خوشحال بگردان.
💜
*12-(یا مجیب)‏*
🤲بارالها فرزندانم را، ڪه همانا پاره ی قلب ودل من هستند، به تو سپرده ام، در مڪانی ڪه از دیدگان من پنهان هستند اما از حضورت پنهان نیستند. پس آنها را با حفاظتی ڪه لایق عظمتت می باشد حفظ بفرما.
💕
*13-(یا منان)‏*
🤲پروردگارا ، همّ و غم آن ڪسی ڪه این پیام را برای من فرستاده است را برطرف بفرما، فرزندان ونوه ها و آینده گان او را از هر بدی وسختی محافظت بفرما و هر آنچه را ڪه آرزو دارد حاجت روا بفرما.
💛
*14-(یا دیان)*
🤲خداوندا، هر ڪس این دعاهای قرآنی را دریافت ڪرد، و به دوستان عزیزخودش هدیه ڪرد برایش صدقه جاریه قبول بگردان.

Poly cystic kidney Diseases
10/03/2022

Poly cystic kidney Diseases

سلام دوستها به امید صحتمند شما
30/06/2020

سلام دوستها به امید صحتمند شما

د 1398کال تصویر  د سوکاله کال په هیله
03/04/2019

د 1398کال تصویر د سوکاله کال په هیله

سلامونه دوستانو الله مو د صحت په جامو کی پت لره
03/04/2019

سلامونه دوستانو الله مو د صحت په جامو کی پت لره

دا علایم د پریکلاپسیا ده
03/04/2019

دا علایم د پریکلاپسیا ده

Dx
27/03/2018

Dx

سلام دوستان
16/09/2017

سلام دوستان

دا چه د وری موسم دی او په دوخت کی گرمی زیات شی نور شه مناسب د ماشی او موچانو دتکثراو نمو لپاره دی .نو ستاسی گران دوستانو...
23/05/2017

دا چه د وری موسم دی او په دوخت کی گرمی زیات شی نور شه مناسب د ماشی او موچانو دتکثراو نمو لپاره دی .نو ستاسی گران دوستانو نه هیله کوم چه مشبوع شوی پشه خانی استعمال کری

Address

Surkhroad
Jalalabad
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Siddiqi Pharmacy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Nearby clinics