Dr Riaz Ahmad

Dr Riaz Ahmad The first wealth is health

د وطن خویندې د وطنوالو خدمت کې!♥♥
04/09/2025

د وطن خویندې د وطنوالو خدمت کې!
♥♥

د ننګرهار حوزوي روغتون ته د انتقال شوو ټپیانو تازه ارقام ۳۴۵ ته لوړ شول.یاد ارقام لا هم وروستي ندي
01/09/2025

د ننګرهار حوزوي روغتون ته د انتقال شوو ټپیانو تازه ارقام ۳۴۵ ته لوړ شول.
یاد ارقام لا هم وروستي ندي

په اوړي موسم کې غوسه ډېرېږي!څېړونکی وايي د هوا په ګرمېدا (اوړي موسم) په راتللو سره په انسانانو کې د‌غوسې کولو، لېوني کېد...
30/06/2025

په اوړي موسم کې غوسه ډېرېږي!

څېړونکی وايي د هوا په ګرمېدا (اوړي موسم) په راتللو سره په انسانانو کې د‌غوسې کولو، لېوني کېدلو او خپل منځي لاس و ګرېوان کېدلو پېښې بيخي ډېرېږي او همدارنګه انسانانو ته په اوړي کې د ژمي او سړې هوا په پرتله ژر غوسه ورځي او سوک ژر له کټوې باسي، او ان په اوړي کې د بل هر موسم په پرتله د‌جنګونو او جرمونو کچه ډېرېږي او خلک ډېر قتلونو، وژنو او نورو جنايتونو ته مخه کوي.
نو که د ذهني ټېنشن او نورو عصبي ناروغيو درمل خورئ د هوا تر نارمل کېدا د‌ ډاکټر په مشوره لا هم دوام ورکړئ ، که مو کمې يا پرېښودلې کېدای شي هغه ناروغي مو بيرته راوګرځي.
د سړک غاړې د سوک څپېړې جنګونو کې د هوا پر ګرمېدا سربېره زما په نظر نور عوامل : لوږه، بې کاري، ناسمه کورنۍ روزنه، له غورنېکونو او ټر نېکونو په جينونو کې راغلي توند عادتونه، دماشومتوب او شخصيت جوړونې په مرحله کې کورنی ارزښت نه درلودل، سر اېله چاپېريال، کمزوری اقتصاد، بې علمي، د جغرافيې په لحاظ وچ او سوزنده اقليم درلودل، د نفوسو په لحاظ سترو کورنيو کې اوسېدل، بد ملګري درلودل، په کورنۍ کې خپلمنځي جنګونه، هېواد کې جنګونه او وژنې او همدارنګه جنيټيکي ناروغي رول لري.

تاسو هم چورتونه وهئ؟هغه افکار چې د شپې له لوري ستاسو د ارامه خوب د خرابېدو لامل کېږي یوه نښه نښانه یې ساینس پوهانو اضطرا...
29/06/2025

تاسو هم چورتونه وهئ؟

هغه افکار چې د شپې له لوري ستاسو د ارامه خوب د خرابېدو لامل کېږي یوه نښه نښانه یې ساینس پوهانو اضطراب یا فشار یاد کړی دی. ساینس پوهان وایي کوم اضطراب یا فشار چې د شپې له لوري پیښېږي هغه ډېر شدید او اغېزناک فشار دی.
چې انسان نه پرېږدي تر څو ارامه اوسي او یا هم ارامه فکر وکړي. ډیری خلک شته دی چې د شپې له لوري خوب نه کوي او دوی د نه ویده کېدو لامل اضطراب یا فشار بولي خو د دې ستونزې حل هم شته دی. چې د رغون دې ځانکړې مقاله کې یې پر حل باندې غږېږو.
هغه خلک چې د شپې له لوري په فشار باندې اخته دي دوی اکثرآ قهرجن او غوسه وي. د دې لپاره چې له دغه فشار او منفې فکرونو څخه وژغورل شئ، نو اړینه ده چې په ذهن او مغز کې مو له منفې اړخونو او زاویو څخه ډډه وکړئ بلکې هر څېز ته له مثبت اړخ څخه وګورئ او له مثبت اړخ څخه یې وڅیړئ.
کله هم چې پر فشار باندې اخته کېدئ او یا پر دې پوهېږئ چې دا څېز مو مغز او بدن نا ارامه کوي نو په اړه یې فکر مه کوئ او بلکې د یو مثبت چاپیریال رامینځته کېدو هڅه وکړئ.
په دوېم قدم کې بستر ته له ورتلو وړاندې مو عادتونه تغیر کړئ مخکې مو چې کوم عادتونه ترسره کول اوس هغه عادتونه پرېږدئ او نوې لارې چارې ومومئ.
له ورځینو ستونزو سره مبارزه زده کړئ او د شپې یې پر وړاندې مقابله وکړئ. له فشار سره د مبارزې لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې د هغو ستونزو په اړه فکر مه کوئ کومې ستونزې چې نشئ کولی د خوب پر مهال حل کړئ نو غوره دا ده چې لاړ شئ او بیغمه ویده شئ.
له فشار او اضطراب سره د مبارزې لپاره تر ټولو غوره او کلیدي چاره لمونځ او عبادت هم دی. کله هم چې له فشار او اضطراب سره مخامخ کېږئ نو د قرانکریم تلاوت او دوه رقعته لمونځ ادا کوئ او د زړه له تله له ستر رب څخه د یادو ستونزو پر وړاندې د حل دوعا غوښتنه وکړئ. او په پای کې یوه اوږده ساه واخلئ چې دا چاره به مو ذهن او مغز ارامه کړي.
#ناروغ #ډاکتر World Health Organization (WHO)

د غوښې نه خوړل د مغزي سکتې خطر زياتوييوه نوې څيړنه ښيي هغه کسان چې د غوښې له خوړلو پرهيز کوي کيداي شي د يو ډول مغزي سکتې...
19/06/2025

د غوښې نه خوړل د مغزي سکتې خطر زياتوي

يوه نوې څيړنه ښيي هغه کسان چې د غوښې له خوړلو پرهيز کوي کيداي شي د يو ډول مغزي سکتې له ګواښ سره مخ شي. هغه افراد چې د غوښې پرته د نباتي خوراکونو يا د سابو رژيمونه لري، ۲۰ سلنه ډیر د مغزي سکتې له خطر سره مخ کيږي.په داسې حال کې چې يوازې د نباتي خوړو د استعمال او د غوښې پرته غذايي رژيمونو د ګټې په هکله ډېر علمي تحقيقات خپاره شوي، خو په بريتانيا کې يوې نوې علمي څيړنې اوس ښودلې چې سبزيجات يا سابه او دغه ډول غذايي رژيمونه، کولای شي په افرادو کې د مغزي سکتې خطر زيات کړي.
د تغذيې د علم څيړونکي تقريبا ټول په دې نظر دي چې نباتي غذايي رژيمونه د زړه د ناروغۍ خطر کموي، خو يوه نوې څيړنه چې د غوښې او حيواني محصولاتو له خوړولو څخه د پرهيز په اړه ترسره شوې، ښيي چې هغه افراد چې دغه ډول رژيمونه تعقيبوي د مغزي سکتې له ډير خطر سره مخ وي.
دغه څيړنه چې بريتانيا کې په بي. ام. جي ژورنال (BMJ) کې خپره شوې، په هغې کې د اتلس کلونو څخه پورته عمر درلودونکي هغه افراد چې غوښه، کبان او سبزيجات خوري شامل دي.
د دغې څيړنيزې ډلې مشر، تامي تانګ د هيئلت لاين (Healthline) ويب پاڼې ته وويل: «د سبزيجاتو هغه غذايي رژيمونه چې غوښه نه لري، په وروستيو کلونو کې یې مينه وال ډير زيات شوي دي. د دې يو څه دلايل روغتيايي ملاحظاتو پورې او يو څه نور يې بيا د چاپيريال ساتنې او د حيوانات د حقونو پورې تړاو لري.»
د داکتر تانګ د څيړنيزې ډلې پايلې ښيي، هغه کسان چې کبان او سابه خوري په ترتيب د هغو افرادو په پرتله چې غوښه خوري، ۱۳ سلنه او ۲۲ سلنه لږ د زړه په ناروغۍ د اخته کيدو له خطر سره مخ دي.
هغه افراد چې د سبزيجاتو مصرف کوي، هغوی د هموراژيک په نوم يو ډول ځانګړې مغزې سکته ګواښي.
هموراژيک(hemorrhagic stroke) سکته هغه وخت رامنځ ته کيږي چې د ويني شيريانونه وشکيږي او وينه د هغې شاوخوا حجرو ته ورداخله شي.
د طب داکتران په دې باور دي چې مغزي حجرو ته د وينې داخليدل د زهرو په څير عمل کوي چې کولی شي د مغزي حجرو د مړينې سبب واقع شي.
د تکزاس يوې څيړنيزې موسسې څخه عصب پيژندونکی، داکتر ايشوارا سنکاررا په دې باور دی چې هموراژیک سکته له انسدادي سکتې په پرتله کوم چې په مغزو کې د وينې د لخته کيدو له امله رامنځته کيږي، په کراتو زيان رسونکې او وژونکې ده.
#ډاکتر #ناروغ

که یو څوک د معدې H. pylori (Helicobacter pylori) ناروغي ولري، نو ځینې خوراکي شیان ورته ضرر رسوي او ځینې ګټه لري. دلته یې...
16/04/2025

که یو څوک د معدې H. pylori (Helicobacter pylori) ناروغي ولري، نو ځینې خوراکي شیان ورته ضرر رسوي او ځینې ګټه لري. دلته یې خلاصه درکوم:

هغه شیان چې زیان لري (نه باید وخوړل شي):

مرچ او مصالحه‌دار خواړه – لکه تور مرچ، سره مرچ، او مصالحه‌داره کاري.

تیل‌دار او ژور غوړ کې پخې شوې خواړه – لکه ساموسې، پکوړې، چپس.

سودا او کاربونیټ څښاک – لکه کوک، پیپسي، او نورو ګاز لرونکي مشروبات.

قهوه، چای (په خاصه توګه تور چای) – معدې ته تحرک ورکوي.

الکولي مشروبات – معدې ته شدید ضرر رسوي.

ترش او تېز خواړه – لکه لیمو، سرکه، او ګوړې مېوې.

سګریټ څکول – د H. pylori زخمونه نور خرابوي.

هغه شیان چې ګټه لري (خوړل یې ښه دي):

شیدې او مستې – معدې ته آرام ورکوي، خو باید ساده وي.

شات (عسل) – طبیعي انتي‌بیوتیک خاصیت لري.

سیر (ثوم) – که معده‌یې زغملی شي، ضد بکتریا خاصیت لري.

سبزيجات – لکه شنه پاڼې، ګازر، کچالو (په اوبو پخې شوې).

میوې – لکه موزه، مڼې، خټکی، انګور.

اوړه‌دار خوراکونه – لکه وریجې، وچه ډوډۍ، ساده بسکټ.

پروبیوتیک خواړه – لکه یوګرت (بې شکره)، کوم چې ښه بکتریاوې زیاتوي.!

پر شکرې ناروغۍ اخته کسان مېوه وخوري؟له خلکو سره داسې یو تصور دی چې پر شکرې ناروغۍ اخته کسان باید مېوې ونه خوري، ځکه داسې...
15/04/2025

پر شکرې ناروغۍ اخته کسان مېوه وخوري؟

له خلکو سره داسې یو تصور دی چې پر شکرې ناروغۍ اخته کسان باید مېوې ونه خوري، ځکه داسې ویل کیږي چې د مېوو شکر یا ګلوکوز په بدن کې د تصفیه شوي شکر په څېر عمل کوي، نو ځکه باید ونه خوړل شي. خو د تغذیې د برخې متخصصین داسې اشخاصو ته د میوو خوړل ګټور بولي. دا سمه ده چې ټول هغه کاربوهایډریټ چې د خوراکي موادو له لارې تر لاسه کېږي، بالاخره د وینې په ګلوکوز بدلېږي چی په دې کې د مېوو کاربوهایډریټ هم شامل دي. څېړنې وایي چې مېوې د وینې پر شکر ډېر لږ اغېز کوي؛ ځکه میوې هم د سبزیو په څېر په عمده ډول د ویټامینونو، معدني موادو او انټي اکسیدان پرته له اوبو او فایبر جوړې شوې دي او فایبر په وینه کې د شکر د ډېرېدو پروسه ورو کوي. بل مهم ټکی د میوو په استعمال کې دی. هغه مېوې چې په یوه واحد کې یې د کلسیمو کچه له ۵۵ ښکته وي، پر شکرې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره مضرې نه دي.

دلته هغه میوې وړاندې کوو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کیږي.
امرود:
امرود کې زیاته کچه فایبر موندل کیږي، دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پریږدي، امرود د هاضمې سیستم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې لري.
شفتالو:
شفتالو په سلاد کې هم استعمالیږي، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي فکر کولو څخه وخوري.
کیوي:
کیوي په میوو کې ځانګړی خوند لري، په دې کې ویټامن ای او سي دواړه شتون لري، کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي.
مڼه:
هره ورځ سهار په نهاره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري، په شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري، په دې کې فایبر موجود دي، همدا ډول د هاضمې سیستم غوره کولو کې هم مرسته کوي.
مالټه:
مالټې د شکر ناروغ لپاره غوره میوه ښودل شوې ده، په دې کې فایبر، ویټامن سي او پوټاشیم زیاته کچه موندل کیږي، چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.
Dr Riaz Ahmad

Oxcym DR Cap      یی تجارتي نوم دی، او Duloxetine یې جنریک نوم دی. دا درمل معمولا د ژور خپګان (Depression) عمومي اضطراب ...
14/04/2025

Oxcym DR Cap
یی تجارتي نوم دی، او Duloxetine یې جنریک نوم دی. دا درمل معمولا د ژور خپګان (Depression) عمومي اضطراب (Generalized Anxiety Disorder) د درد ځینې ډولونه (لکه diabetic neuropathy، *fibromyalgi ، او chronic musculoskeletal pain) او د خپګان سره تړلي دردونه لپاره کارول کېږي.

---

✅ د Duloxetine (Oxcym DR Cap) د خوراک وخت:

- *معمولا یو ځل یا دوه ځله په ورځ کې اخیستل کیږي*، د ډاکټر له مشورې سره سم.
- *د خواړو سره یا پرته دواړه اخیستل کېدی شي*، خو که د معدې ستونزه پیدا کړي، د خوراک سره اخیستل غوره وي.
- *سهار یا ماښام* اخیستل کیدی شي، خو اکثره ډاکټران *د ورځې په یو ثابت وخت* کې اخیستل توصیه کوي، د دې لپاره چې د درملو اغېز ثبات ومومي.

- دا درمل باید هره ورځ په ټاکلي وخت کې واخیستل شي
- که درمل مو هیر کړي، ژر تر ژره یې واخلئ، مګر که د بل خوراک وخت نږدې وي، نو هیر شوی خوراک مه اخلی.
- *یودم بندول یې خطرناک دي*، او د پرېښودلو لپاره باید د ډاکټر له مشورې سره سم ورو ورو کم شي.
Dr Riaz Ahmad

*Ciprofloxacin*سپروفلوکساسین د منفي گرام او مثبت گرام د مایکروارگانیزمونو پرضد فعالیت لري. سيپروفلوکساسین سربېره پر دې ل...
13/04/2025

*Ciprofloxacin*

سپروفلوکساسین د منفي گرام او مثبت گرام د مایکروارگانیزمونو پرضد فعالیت لري.
سيپروفلوکساسین سربېره پر دې له نورو انتي بيوټيکونو سره د مقاومو باکتریاوو پرضد هم اغیزناک دی ، د مختلطو انتاناتو په پېښو کې يې له امینو ګلوکوسايډ يا بيتالكتام انتي بيوتيکونو سره یوځای تجویز ولای شو ، ځکه چې د هغو تر منځ متقاطع مقاومت خپور نه دی .

*درمليز شکل ۱۰۰ او ۲۰۰ ملي ګرامه په ۱۰۰ ملي ليتره زرقي انفیوژن کې*.
۱۲۵ او ۲۵۰ ملي ګرامه سسپنشن
۲۵۰ ، ۱۰۰ ، ۵۰۰ ، ۷۵۰ و ۱۰۰۰ ملي ګرامه ټابلېټ ، کپسول لری.

د *پوستکي موضعي ملهم ، د سترګو ملهم او څاڅکي هم لری.*

*استطباب*
: كاستروانتریت لکه کولرا ، شکيلوزس ، د تنفسي سیستم سفلي انتانات د خېتې او بطن ، انتان د سفر په مهال نس ناستي، سفليس ، صفراوي انتانات، د بولي لارو انتانات ، سوزاک ، سینوزیت ، وسطي غوږ مزمن انتانات، د سترګو انتانات ، د پوستکي عفونتونه ، پښتورګو او مثانې عفونتونه ،په ښځو کې د کیست عفرین ،مفصلونو او هډوکو انتانات ،د تورتیپ درملنه او وقايه، عفوني ناستي ،او او د ټايفوئيد تبې یا د محرقې د تبې درملنه او د سلمونيلا ټایفی منشا لپاره ورکول کیږی.

*استطباب مضاد*
: حساسیت ، حاملګی او تي ورکوونکې ښځې.

*جانبي عوارض:*
زړه بدوالی ،نس ناستی ،حساسيتونه، ناکراري، او بې ميلي ، كم اشتهايي، د خېتى باد، او هوا ، لرزه ، د وينې د کلسترول زیاتوالی ، اندفاعات ، کمزوري تخيلات ، ځورېدنه ،خوبولتيا، بېخوبي ، د مخ سوروالی ، اوښتل، خولې راتلل، او د زرق د ځای حساسیت.

*دوز*
لویانو ته د خوراک لپاره ۲۵۰ تر ۷۵۰ ملي ګرامو پورې هر ۱۲ ساعته کی.
په سختو انتاني پېښو کې ۲۰۰ ملي ګرامه هر ۱۲ ساعته.
د متيازو د مجرا په انتاناتو کې ۱۰۰ ملي ګرامه هر ۱۲ ساعته.
د *ماشومانو ډوز*
باید محاسبه شی ماشومانو ته تجویز نه شي یاد دۍ ښه دا ده ، چې له له ١ کال څخه کم عمر ماشومانو ته دی د معالج ډاکتر د لارښوونې مطابق ورکړل شی که ډیر ضرورت ورته وو.

*د درملو متقابلې اغېزې:*
د وینې د علقي پرضد خوراکي درمل، التهاب ضد درمل، غيراستروئيدي درمل ،سكر الفيت ، المونیم، مگنیزیم ،کلسیم او و سپنه ، کورتيکواستروئیدونه او تاریاک.

ډروټاويرين ايچ سي ايل (Drotaverine HCI)تاریخچه او کشف:ډروټاويرين HCI یو انټي اسپاسمډیک (د عضلاتو د شدید انقباض کمولو) در...
13/04/2025

ډروټاويرين ايچ سي ايل (Drotaverine HCI)

تاریخچه او کشف:

ډروټاويرين HCI یو انټي اسپاسمډیک (د عضلاتو د شدید انقباض کمولو) درمل دی چې په لومړي ځل د درمل جوړونې د یو مشهور شرکت لخوا کشف او بازار ته وړاندې شو. دا درمل د عضلاتو د نرمولو لپاره ځانګړی دی او په ځانګړي ډول د بېلابېلو عضلي دردونو او د هاضمې ستونزو د درملنې لپاره کارول کېږي.

هغه ناروغۍ چې یاد درمل پرې اغېزمن دي:

1. د هاضمې ناروغۍ:

معدې یا کولمو شدید درد (Spasmodic abdominal pain)

د کولمو د ستونزو سره تړلی درد

2. د ښځینه ناروغۍ:

د حیض پر مهال دردونه (Dysmenorrhea)

3. د پښتورګو ناروغۍ:

د پښتورګو یا مثانې د تیږو له امله رامنځته شوی درد

4. د صفرايي سیستم ستونزې:

د صفرايي تیږو له امله درد (Biliary colic)

5. نور:

د عضلاتو انقباض کمول او د شدید دردونو کنټرول.

کیمیاوي فرمول:

د ډروټاويرين کیمیاوي فورمول C24H31NO4 دی.

جانبي عوارض:

ډروټاويرين ممکن ځینې جانبي عوارض ولري:

1. د زړه درزا زیاتېدل (Tachycardia)

2. سر دردي یا د سر چرخېدل

3. د معدې خرابېدل

4. د وینې فشار کمېدل (Hypotension)

5. د حساسیت نښې لکه خارښت یا د پوستکي سورښت

هغه دواګانې چی د ټــــــوخــــی لپاره استعماليږی ټوخی د عضويت مدافعوی عکس العمل دی ټوحی په دوو ګروپونو تقسيم شوی 1 وچ ټو...
12/04/2025

هغه دواګانې چی د ټــــــوخــــی لپاره استعماليږی

ټوخی د عضويت مدافعوی عکس العمل دی ټوحی په دوو ګروپونو تقسيم شوی

1 وچ ټوخی : چی محتوی نلری اوڅه شی د قصباتو څخه خارجولی نه شی .
2 بغلم لرونکی ټوخی : ددی ټوحی پواسطه افرازات او اجنبی مواد د قصباتو څخه خارجيږی .

پدی ډول لوند ټوخی ته اجازه ورکړ شی ترڅو ادامه پيدا کړی ځکه د عضويت په ګټه ده مګر په هغه صورت کی خطرناک وی لکه د سترګو عملياتو کی بايد توقف ورکړشی مګر وچ ټوخی ته بايد توقف ورکړی شی مګر په هغه صورت کی چی وچ ټوخی افرازات حجم او قوام يی سخت وی چی پدی صورت کی تر امکان حده کوشش وشی ترڅو نوموړی افرازات نرم شی .
د انتاناتو په موجديت کی د انتان تداوی صورت ونيسی اوپه نور حالاتو کی پرهيز توصيه کيږی لکه لوګی او تنباکوو همدارنګه بعضی دواګانې امله Catopril د وچ ټوخی لامل کيږی .
نو ټوحی ضد درمل په دوو ګروپونو ويشل شوی

1 ___ Anti _ Tussives وچ ټوخی
2 ___ Expectorant بلغم لرونکی ټوخی

هغه درمل چی په بلغم لرونکی ټوخی کی کارول کيږی په لاندی ډول دی

1 ___ Hydryllin
2 ___ Pulmonal
3 ___ Ventolie Expectorant
4 ___ Siroline
5 ___ Benadryl
6 ___ Triaminic Chest Congestion
7 ___ Truaminic E
8 ___ Priton Expectorant
8 ___ Cosom E

هغه درمل چی په وچ ټوخی استعماليږی
1 __ Zodec
2 __ Triaminic ــ DM
3 __ Tixylix
4 __ Hydryline ــ DM
5 __ Codine
6 __ Dextro Methrophan
7 __ Pholcodine
8 __ Cosom
9 __ Broxal ــ DM
10 _ Histomol ــ D
11 _ Actifed ــ DM
12 _ Corix ــ D

دا خواړه ستاسو جنسی ځواک زیاتوي ، طبی او ساینسي ثبوت لري 1 - 🥚 هګۍ ( Eggs ) : د پروټین غنی منبع ده ، چې د هورموني توازن ...
12/04/2025

دا خواړه ستاسو جنسی ځواک زیاتوي ، طبی او ساینسي ثبوت لري

1 - 🥚 هګۍ ( Eggs ) : د پروټین غنی منبع ده ، چې د هورموني توازن او انرژي لپاره مهمه ده . د ټسټاسټرون هورمون زیاتوي چې جنسي خواهش پیاوړی کوي .
2 - 🥜 بادام او اخروټ ( Almonds & Walnuts ) : د "ارجینین" اسید لري چې د وینې جریان ته وده ورکوي . د سپرماتو کیفیت او شمېر ته مثبت بدلون ورکوي .
3 - 🍯 شات ( Honey ) : طبیعي انرژي ورکوونکی دی ، د جنسي کمزورۍ ضد دی . د اعصابو د پیاوړتیا لپاره خورا مفید دی.
4 - 🍌 کیله ( Banana ) : د بروملین انزایم لري ، چې جنسي فعالیت ته وده ورکوي . د بدن طاقت زیاتوي ، او هارموني فعالیت تقویه کوي .
5 - 🥩 سره غوښه ( Red Meat ) : د زنک او اوسپنې ښه منبع ده ، چې د ټسټاسټرون سطحه لوړوي . د عضلاتو جوړښت ته وده ورکوي .
6 - 🧄
هوږه ( Garlic ) : د وینې جریان ښه کوي او جنسي قوت زیاتوي . طبیعي انټي‌بیوټیک خاصیت لري چې بدن تقویه کوي .
7 - 🦪
سمندري خواړه ، خاصتاً صدف ( Oysters ) : د زِنک یو له غوره منابعو څخه دي . د جنسي غوښتنې ( Libido ) زیاتولو لپاره مؤثر دي .

8 - 🥭 ام ( Mango ) : د ویټامین A ، C او E لرونکی دی ، چې د تولیدي سیسټم سره مرسته کوي . طبیعي شکر لري چې د جنسي انرژي لپاره مهم دی .

ديني نظر : په اسلام کې هم قوت پیدا کول ، ځان ساتل ، او د حلالې لذت لپاره هڅې کول روا او حتی ثواب لري ، په شرط ددې چې له حرامو ځان وساتل شي . رسول الله ﷺ فرمایلي:
"وَفِي بُضْعِ أَحَدِكُمْ صَدَقَةٌ"
ژباړه: "او د یو چا د شهوت پوره کول هم صدقه ده." (صحیح مسلم) .

Address

Jalalabad

Telephone

+93787783133

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Riaz Ahmad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Riaz Ahmad:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category