
09/09/2022
د وينې فشار
تعريف: د ويني په واسطه پر رګونو(شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه ياديږي.
يا: دا هغه فشار دی چې د ويني په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې وارديږي.
★:د وینې فشار په دوه ډوله دی:
(①)- لوړ فشار【systolic blood pressure】:
※:سيستوليک د وينې فشار: هغه فشار دی چې د هغه په واسطه وينه رګونو ته شړي، يعني کله چې زړه رګونو ته وينه پمپ کوي په دې وخت کې چې د رګونو په ديوال کوم فشار منځته راځي د systolic blood pressure په نوم ياديږي __چې نورماله کچه يې【 100__140 mm Hg】ده.
*__د ويني لوړفشار هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د وينې دپرېشر اندازه 【 100__140 mm Hg】 ته ورسېږي ځکه خو د لوړ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.
※:لوړ فشار د زړه د انقباض (تنګيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارد شوی فشار د وينې لوړ فشار په نوم ياديږي.
_يا: لوړ فشار هغه فشار دی چې په رګونو باندې د زړه د راټولېدو له امله رامنځ ته کېږي.
※: يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د تنګيدو په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_همدارنګه که فشار چې تر خپل نورمالې کچې لوړ شي د لوړ فشار په نوم ياديږي.
__ځينې وختونه د راز راز روغتيايې لاملونو له کبله د وينې فشار له منځني کچې څخه لوړېږي د ې حالت ته په طبې اصطلاح کې د وينې لوړ فشار (هايفرټينشن) وايې.
که د ويني لوړ فشار ژر کنترول نشي او درملنه يې په خپل وخت کې ترسره نه شي،نو د زړه ناروغیو او عصبي رګونو له منځه تللو سبب ګرځي کوم چې انسان د مرګ لامل هم کیدی شي.
(②)- ټيټ فشار【Diastolic blood pressure】:
※:ديا ستوليک د وينې فشار: ګله چې زړه وينه په يوه پمپ سره پمپ کړي د دې نه پس يوه کمه شيبه ارام کوي، د زړه دا د استراحت د حالت فشار د Diastolic blood pressure په نوم ياديږي.
__چې نورماله کچه يې 【60__90 mmHg】 ده.
*__د وينې ټيټ فشار هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د وينې د ډپرېشن اندازه د【60__90 mmHg】ته ورسيږي
ځکه خو د ټيټ فشار نوم هم ورکړل شوی دی.
ټيټ فشار د زړه د انبساط (پراخيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي.
_يا: دا هغه فشار دی چې د زړه د خلاصېدو په وخت کې په رګونو باندې راځي يا وارديږي.
_يا: دا د وينې هغه فشار دی چې د زړه د پراخيدو په وخت کې په رګونو باندې وارديږي.