بوستان عصري طبي لابراتوار - Bostan Asri Medical Lab

بوستان عصري طبي لابراتوار - Bostan Asri Medical Lab Standard lab in Afghanistan

04/07/2021

تورفنګس یا میوکور مایکوسز څه ډول ناروغي ده؟

دوکتور مجاهد الله جبران
متخصص جراحی گوش، گلو و بینی
شف دیپارتمنت گوش، گلو و بینی

میو کور مایکوزس (Mucormycosis) یا د تور فنګس ناروغي د لمړی ځل لپاره په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې وپیژندل شوه او په ۱۸۸۵ زیږدیز کال کې ورباندې د مایکوسز یا موکورینیا نوم کیښودل شو چې بیا وروسته د میوکورمایکوسز په نوم مشهوره شوه او کله کله ورته زایګو مایکوسز هم وایې.

دا ناروغي جدي فنګسي ستونزه ده چې په هغه کسانو کې چې بدن یې نه شي کولای چې د انتاناتو پر وړاندې په سمه توګه وجنګیږي زیاته مینځ ته راځي.

زیاتره وخت خوله، پوزه او د پوزې په ساینسونو حمله کوي خو دماغ، سږي، مرۍ، معده، کولمې او پوستکی هم اخته کولای شی.

کله بیا داسې وي چې پورته یادې برخې یې ټولې نیولي وي او په دې برخو کې د موجودیت له امله په پنځو ډولونونو باندې ویشل شوی ده چې نښې او اعراض یې هم اخته شوی برخې ته فرق کوی.

زیاتره د خولې او پوزې نه شروع کیږي او دماغو ته د سترګو دلارې ننوځي چې سردردی د مخ یو طرفه پړسوب په مخ کې دې درد، بې حسۍ، تبې او د بویولو حس د خرابوالي اعراض ورکوي.

د ناروغ پوزه به بنده وي اویا به زیاته بهیږي، زر وروسته خوله او پوزه کې توررنګه غبن پیداکیږي چې د ناروغ مخ پړسیدلی اوسترګه یی نسبتا بیرون ته راوتلی وي چې دسترګې نظر په کې هم متاثر او خیره وي.

که سږي ونیسي نو تبه، ټوخی د سینې درد په ساه ایستلو کې ستونزه او په ټوخي کې د وینې غورزول ورسره مله وي.
په معده کې بیا ناروغ د معدې درد، زړه بدوالی، قي او په قي کې له وینې نه شکایت کوي.

د وینې د رګونو د اخته کیدو په صورت کې د ناروغ د وینې د لخته کیدو خطر په څو وارې زیاتیږی.

هغه ناروغان چې سرته ته یې نوموړی فنګس ختلی وي په اوله کې ګنکس وي، رواني حالت یې خرابیږي او بالاخره کوما ته ځي.

دا ناروغي د ملوثو خاورو خځلو د پاکوالی نه مراعت کیدو له امله مینځ ته راځي او دیوه انسان نه بل ته د تنفس، د ناروغ زخم کې لاس وهلو او دناروغ د دسمال یا نورو شیانو سره د تماس له امله مینځ ته راځي.

ناروغي په هغه کسانو کې چې شکر یا کنسر یا نورې ځپونکي ناروغۍ ولري یا یې د معافیتي سیستم ځپونکي دوا ګانې اخستي وي په غذابونکي وي.

د کرونا په ناروغانو کې یې علت د ناروغ ضعیف حالت او د سترایډو په نوم د دواګانو زیات استعمال ښودل شوی دی.

د کرونا ناروغانو کې د ناروغۍ د تیریدو نه وروسته ۱۰ نه تر ۱۴ ورځو شپو پورې داستونزه مینځ ته راځي.

قطعي تشیخیص یې د زخم نه د بیوپسي (یوې ټوټې) د اخستلو او کلچر (سواب کرلو) په واسطه کیږی.

که چیرې هم تاسو یا بل هر چاته د کرونا ناروغۍ د ښه کیدو نه وروسته د پوزې وچیدل، وینې کیدل یا د خولې خوړین والی پیدا کیده نو بابیزه یې مه ګڼئ او خامخا روغتون ته مراجعه وکړئ ځکه چې د بې پروایی په صورت کې یې عواقب خطر ناک او ځورونکي دي.

پر پوزه اخته ناروغان یې نیمایې دسږو د اخته کیدو په صورت کې دریمه برخه او د پوستکي تور فنګس پنځه لس فیصده ناروغان د مرګ سره مخامخ کیږي.

که ناروغی دبدن ډیرې برخې اخته کړی وي انسان په لا زیاته کچه له مینځه وړی شي. د سترګو ړوندوالی، د وینې لخته کیدل او دماغي معیوبیت یې مهم اختلاطات دي.

د بچ پاتې کیدلو لپاره د ځان، ناروغ، د ناروغ د خوراک او ځای دپاک ساتلو فرهنګ مراعت کول غوره لاره ده.

ټولې هغې سپارښتنې چې دکرونا دناروغۍ په اړه یې ډاکټران بار بار توصیه کوي مراعت کړي.
ماسک اچول، لاسونه مینځل، ټولنیزه فاصله ساتل د وخت مهم ضرورت دی.

03/06/2021
دمسافرینو د پام وړ! بهر ته تلونکي مسافر کولی شي چې په بوستان عصری طبي لابراتوار کې د کرونا (Covid-19) یا PCR معاینات په ...
17/05/2021

دمسافرینو د پام وړ!
بهر ته تلونکي مسافر کولی شي چې په بوستان عصری طبي لابراتوار کې د کرونا (Covid-19) یا PCR معاینات په پوره باور او بشپړ اطمینان د عامې روغتیا دمعیارونو مطابق او هوایی چلند ادارې په تائید سره په لنډه موده کې خپله نتیجه ترلاسه کړي.
پته :دارالمان سرک سه راهي علاوالدین استقلال روغتون ته مخامخ کابل افغانستان
د اړیکې شمیرې : 0787444483 & 0773133133

19/04/2021

بوستان عصری طبی لابراتوار اولین و استندرد ترین لابراتوار در افغانستان.
با داشتن مجهزترین و مدرن ترین ماشین آلات تشخصیه ، که تست PCR یا کرونا را در کمترین زمان با نتیجه دقیق در دسترس شما هموطنان و مسافرین گرامی قرار می دهد، و از لغوه شدن پرواز های شما عزیزان در میدان هوایی جلوگیری می نماید.
بوستان عصری طبی لابراتوار با داشتن داکتران ورزیده که تحصیلات خویش را خارج از افغانستان به پایان رسانیده در بخش ها داخله عمومی ، داخله اطفال ،آلتراساوند ، نسائی ولادی ، و دواخانه 24 ساعته در خدمت شما هموطنان عزیز قرار دارد.
: بوستان عصری طبی لابراتوار ، یعنی سهولت برای هموطنان

: آدرس سه راهی علاوالدین مقابل شفاخانه استقلال، کابل افغانستان
شماره های تماس : 0787444483& 0773133133

15/04/2021

بوستان عصری طبی لابراتوار اولین و استندرد ترین لابراتوار در افغانستان.
با داشتن مجهزترین و مدرن ترین ماشین آلات تشخصیه ، که تست PCR یا کرونا را در کمترین زمان با نتیجه دقیق در دسترس شما هموطنان و مسافرین گرامی قرار می دهد، و از لغوه شدن پرواز های شما عزیزان در میدان هوایی جلوگیری می نماید.
بوستان عصری طبی لابراتوار با داشتن داکتران ورزیده که تحصیلات خویش را خارج از افغانستان به پایان رسانیده در بخش ها داخله عمومی ، داخله اطفال ،آلتراساوند ، نسائی ولادی ، و دواخانه 24 ساعته در خدمت شما هموطنان عزیز قرار دارد.
شعار : بوستان عصری طبی لابراتوار ، یعنی سهولت برای هموطنان

: آدرس سه راهی علاوالدین مقابل شفاخانه استقلال، کابل افغانستان
شماره های تماس : 0787444483& 0773133133

بوستان عصری طبی لابراتوار اولین و استندرد ترین لابراتوار در افغانستان :با داشتن مجهزترین و پیشرفته ترین ماشین آلات جهان ...
29/03/2021

بوستان عصری طبی لابراتوار اولین و استندرد ترین لابراتوار در افغانستان :
با داشتن مجهزترین و پیشرفته ترین ماشین آلات جهان که هر نوع معاینات شما عزیزان را به طور 24 ساعته پذیرا میباشد .
بوستان . یعنی سهولت برای هموطنان 👍
آدرس. سه راهی علاوالدین مقابل شفاخانه استقلال کابل افغانستان.
شماره های تماس . 0773133133 . 0787444483

سلام عزیزان امید لباس صحت بر تن داشته و زیری سایه خوشبختی قرار داشته باشید .سفر ها خارجی تان را با ما تضمین کنید تیست ها...
29/03/2021

سلام عزیزان امید لباس صحت بر تن داشته و زیری سایه خوشبختی قرار داشته باشید .
سفر ها خارجی تان را با ما تضمین کنید تیست ها کرونا تان را با ما سپرده و از سفر و پروازهای سر وقت تان مطمئن شوید و از وقت ضایع کردن در میدان هوایی و از کنسل کردن پرواز تان با ما جلوگیری نمایید.
بوستان . یعنی سهولت برای هموطنان 👍
آدرس: سه راهی علاوالدین مقابل شفاخانه استقلال کابل افغانستان.
شماره تماس: 0773133133&
0787444483

اوس تاسو کولی شی د کرونا تست  په بین المللی معیار او په کمه موده کې له بوستان لابراتوار څخه تر لاسه کړی پته :دارالمان  س...
02/02/2021

اوس تاسو کولی شی د کرونا تست په بین المللی معیار او په کمه موده کې له بوستان لابراتوار څخه تر لاسه کړی
پته :دارالمان سرک استقلال روغتون ته مخامخ .

Address

دارلمان سرک سه راهی علاوالدین استقلال شفاخانې ته مخامخ کابل افغانستان
Kabul

Telephone

+93787444483

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بوستان عصري طبي لابراتوار - Bostan Asri Medical Lab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category