Ahmad zahid pharmacy احمد زاهد درملتون

Ahmad zahid pharmacy احمد زاهد درملتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ahmad zahid pharmacy احمد زاهد درملتون, Medical and health, Saleem karwan, Kabul.

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږيد انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناح...
24/06/2023

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو.

- د سهار چای نه چیښل:
هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي.

- زیاته ډوډۍ خوړل:
هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.

- د سګرېټو څکول:
د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.

- د بورې څخه زیاته استفاده:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.

- ککړه هوا:
د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.

- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې سي.

- د خوب پرمهال د سرپټول:
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات کي.

- د مریضۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل:
د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.

- د هڅوونکو فکرونو نشتوالی:
انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نستوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.

– لږ خبري کول:
ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوې

⭕️ ویټامن B12 !د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟  د ويټامین  B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟د ويټامین  B12 د ...
22/06/2023

⭕️ ویټامن B12 !

د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟
د ويټامین B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟
د ويټامین B12 د کمښت نښې نښانی او درملنه يې څه ده؟
دا او دې ته ورته پوښتنو ځواب لاندنۍ لیکنه کې ځوابیږي.

ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې دندې برابروي
لکه زمونږ د بدن د ویني تولیدولو حجرات یا Red blood cell جوړوي همدارنګه زمونږ د بدنDNA ترتيبوي.

هغه خواړه کوم چې د ویټامین B12 څخه غني دي
حيواني خواړه: ټول حیواني محصولات په کافي اندازه ویټامین B12 څخه برخمن دی مستی، شيدې،هګۍ،غوښه،ماهي دا هغه خواړه دی کوم چی ویټامین B12 ورپکې شته.

د ویټامین B12 د کمښت
د متحده ایالاتو وګړي په کافي اندازه ویټامین B12 اخلي مګر که تاسې چرته شکمن ياست چې ویټامین B12 اندازه مو کمه ده یا چیک کړي نو يو ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو د ویني ټیسټ وکړي او اندازه یې درته معلومه کړي د عمر په زیاتوالي سره دا ستونزمنه کیږي چې دغه ویټامین په بدن کې جذب شي او یا خاص پروسیجرونو سره هم لکه عملیاتونو یا د معدې یوې برخی لرې کولو سره او یا هم د نشیه موادو زیات استعمال سره د دغه ویټامین پر کمبود اخته کیدای شو.
ځنو ناروغیو کې هم دغه ویټامین کمښت رامنځته کیږي لکه کرون ،سيلیاک،ګاسټرايټس په نومنو ناروغیو کې هم رامنځته کیږي.

ویټامین B12 د کمښت نښې نښانې.
د کمزورۍ احساس کول
د ستړیا احساس کول
تنفس او زړه ضربان زیاتېدل
د پوستکي.خړ پړ کېدل
د ژبې همواریدل
د اشتها کمزوري کېدل
قبضیت یا اسهالات پيښيدل
په غوږنو کې بنګهاری اوازونه او پر پوستکي باندې ستنو چوخیدل،څړیکو وهل.
د سترګو د دید خړ پړ کیدل.
د حرکاتو ستونزه .
د يادښت کمزوري.
عصبي پريشاني.

ویټامین B12 د کمښت درملنه

کله کې د ویټامین B12 د کمښت تشخيص وشو نو درملنه يې د خولی دلارې ویټامین B12 درمل استعمال.یا هک د غوښي فيشکاریو پواسطه ویټامین B12 درملنه کیدل.

ویټامین B12 د کمښت مخنوي

د حیواني.محصولاتو زیاته استفاده لکه هګۍ، ماهي،شيدې، غوښه،کولای د دغه خوړو په استعمال سره د ویټامین B12 د کمښت مخنوي وکړو.

زیړي یو قسم Hepatitis A داچي زیړي ډیرقسمونه لري او یو یيHEPATITIS Aدي1 دا د ويروسي hepatitis ډېر معمول ډول دی، زیاتخپرېد...
20/06/2023

زیړي یو قسم Hepatitis A



داچي زیړي ډیرقسمونه لري او یو یيHEPATITIS Aدي

1 دا د ويروسي hepatitis ډېر معمول ډول دی، زیات
خپرېدونکی دی چې د Hepatitis A virus په وسیله
را منځ ته کېږي دا ناروغۍ په زیاته اندازه ماشومان
او ځوانان اخته کوي
2دانتان خپرېدنه په اساسي ډول د oro-fecal لارې را منځ ته کېږي او د ککړو اوبو یا خوړو له کبله ناروغۍ رامنځ ته کېږي لکه (شيدې) ګڼه ګوڼه او ناپاکې د انتان خپرېدو ته لاره همواروي منتن شخص په غایطه موادو کې تر کلنیکې څرګندونو دوه اونۍ مخکي او اوه ورځي وروسته ویروس باسي.
3 د زېړي تر رامنځ ته کېدو د مخه Hepatitis A په زياته اندازه خپرېدونکی وي. وينه او غایطه مواد د تفريخ د دورې (۶-۲ اونيو پوري) او د ناروغيو په لمړیو کې انتان خپرونکی وي.
4کلنیکې ناروغۍ په لويانو کې د ماشومانو په پرتله ډېره شديده وي.
Carrierstate5
نه لري، په بشپړه توګه روغوالی پکې را منځ ته کېږي او ځنډنی hepatitis نه را منځ ته کوي.
6د تلفاتو کچه يې کمه ده او د fulminant hepatitis را منځ ته کېدل نادر دي البته پرته لدې چې hepatitis A د ځنډني C hepatitis په ناروغانو کې رامنځ ته شي.
7د تفريخ دوره يې ۶-۲ اونۍ ده.

# #كلينيكي منظره # #

# Pre-icteric or prodromal phase

د اساسي اعراضو دغه مرحله د زېړي تر رامنځ ته کېدو ۲-۱ اونۍ مخکې رامنځ ته کېږي. شروع يې کېدای شي ناڅاپي او يا هم تدريجي وي.
# په لمړي سر کې ذو كام ډوله ناروغۍ رامنځ ته کېږي لکه کسالت ستریا، سردردي، د بندو دردونه، د عضلاتو دردونه او د تنفسي سیستم د پورتنیو برخو اعراض لکه د پزې بهېدنه، ټوخی او Pharyngitis‏.
# بي اشتهايي چې د ناروغۍ له درجې سره ورته والی نه لري.
#زړه بدي او خوا ګرځي زياتره را منځ ته کېږي نس ناستی یا قبضیت کېدای شي را منځ ته شي.
#خفيفه تبه (F-100-102 ) له لړزې سره همیشه موجوده
وي.
# د ګېډې درد خفیف او ثابت درد په ښی پورتنی څلورمه یا epigastrium کې د لوی شوې کبد د کپسول د کښېکښلو له کبله رامنځ ته کېږي.
#تیره رنگه متیازی (bilirubinuria له کبله) کېدای شی د کلينيکي زېړي تر پيل كېدا ۵-۱ ورځې مخکې را منځ ته شي.


زیړي مرحلهIcteric phase

#تر ۲-۱ اونیو وروسته په ناروغ کې زېړی را منځ ته کېږي چي دغه مرحله د icteric phase په نامه يادېږي د زېري په پیل کېدا سره په prodromal symptoms کې ښه والی راځي. د دې مرحلې لوحه په لاندي ډول ده.

#زېړی په %85-70 کاهلو ناروغانو کي چي د HAV حاد انتان ولري رامنځ ته کېږي. په ماشومانو کې زېړی په کمه اندازه لیدل کېږي او په شيدې خوړونکو ماشومانو کی نادر وي د عمر په زياتېدوسره د icterus درجه هم زياتېږي. . #كبد لوېېږي او حساسوالی پیداکوي او په ښي hypochondrium کي د کبدي کپسول د کښې کښلوله کبله درد را منځ ته کېږي.

# #10-20% cervical lymphadenopathy Splenomegaly ناروغانو کې په ځانګړي توګه په ماشومانو کې را منځ ته کېږي.

#تیره رنګه متيازې او کم رنګه غایطه مواد 3 intrahepatic cholestasis له کبله رامنځ ته کېږي.

#دروغوالي يا نقاحت مرحله(Convalescent phase) #

د روغوالي دغه مرحله د ناروغۍ په ۶-۳ اونیو کې رامنځ ته کېږي چې پدې مرحله کې د ښه والی احساس، د اشتها راګرځېدنه، او د زېړي، د ګېډې د درد او حساسيت له منځه تګ را منځ ته کېږي.

# #سیر (COURS) # #

حاده ناروغی په ۳-۲ اونیو کې له منځه ځي، بشپړ کلينيکي او لابراتواري ښه والی په ۹ اونیو کې رامنځ ته کېږي. تر ۱% په کمو پېښو کې حاد fulminant hepatic failure را منځ ته کېږي. په hepatitis A کې کېدای شي relaps را منځ ته شي اما د نهايي روغتیا رامنځ ته کېدل حتمي دي.

Liver function tests (LFTs)معاينات



تر 2.5mg/dl زیات بیلروبین د زېړي په بڼه را منځ ته

#د سيروم بيلروبين لوړېږي دواړې برخې(direct و indirect د hemolysis له کبله چې په HAV انتان کې رامنځ ته کېږيلوړېږي).

#د بيلروبين سويه د bilirubinuria تر پیل کېدا سمدستي وروسته لوړېږي چې تر هغه وروسته د ALT او AST په سويې کې زیاتوالی راځي چې دغه اندازه کېدای شي په زياته اندازه لوړه شي او د څو مياشتو لپاره لوړه پاته شي. تر دريو مياشتو زيات دوام کول cholestatic HAV انتان ښيي.

#د زړو کسانو د بيلروبين سويه لوړه وي .

مرحله کې بيلروبين زياتره د 5-20mg/dl په حدودو کې وي.

/d د بيلروبین لوړه سویه به شدیده ناروغی دلالت کوي.
دسيروم بیلروبین کېدای شي د سيروم د aminotransferase د سويې د ټيټېدا سره سره لوړه پاته
شي.
# #درملنه # #

#د بستر استراحت د بستر استراحت ترهغه مهاله توصيه کېږي ترڅو د حادي ناروغۍ کلنیکي او لابراتواري شواهد له منځه ولاړ شي. که چېري کوم ځانګړي استطباب نه وي ناروغ بايد په کور کې تر درملنې لاندي ونيول شي.
#په روغتون کې د بستر کېدلو استطبابات .
# دوامداره خواگرخی .
#د شخصیت او خوب په behavior کې تغيرات د پرمختګ
# نا ټاکل شوی تشخیص

#خواره دې ناروغانو ته باید زیات کاربوهایدریت لرونکی زیات پروتين لرونکې، او کم شحم لرونکې خواړه چې کافي کالوري (kcal 2000-3000) را منځ ته کوي ورکړل شي. په لمړي سر کې اشتها نه لرونکو ناروغانو ته باید د ميوې جوس گلوکوز، او د ګني جوس ورکړل شي.

# #درمل # #

په شدید hepatitis کې باید د درملو له ورکړې څخه ډډه وشي ځکه چې په کبد کی metabolized کېږي په ځانګړي توګهsedative او hypnotics درمل paracetamol کېدای شي په ډېر احتیاط سره ورکړل شي اما په کاهلانو کی باید په اعظمي ډول تر 34g/d پوري محدود شي.
# د خوا ګرځي لپاره Antiemeticsدرمل ورکړل شی.
Vit Bويټامينونه د مولتي ويټامين تهيه کونکې لکه # complex و Vit k که چېري بي اشتهايي زياته وي
ورکول کېدای شي.

feeding: که چېري شديده بي اشتهايي او خوا ګرځی موجود وي %۰ گلوکوزد اهسته drip ۱۰% لارې په ۲۴ ساعتو کې ا2000-2500m د ډيهايډریشن د مخنيوي په موخه ورکول کېږي.

په cholestatic jaundice کې د خارښت لپاره Calamine lotion أو cholestyramine4mg د ورځې دری ځلې ورکول کېږي.

د کبد transplantation: ته کېدای شي د hepatic failureپر مهال اړتيا پيداشي.

د وېښتانو توېدل:د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه ...
19/06/2023

د وېښتانو توېدل:

د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت له منځه ولاړ شي د وېښتانو توېدل دريږي او وېښتان بېرته راشنه کيږي.

- د وجود د سختې ناروغۍ په صورت کې

- ذهنې فشار، اندېښنه او تشويش

- د سرطان د درملني په وخت کې

- د وزن د لاسه ورکولو په وخت کې

- په بدن کې د اوسپنې د کمبود په صورت کې

ډيری وخت د وېښتانو توېدل درملني ته اړتيا نلري ځکه اکثره يې يا خو د زړيدلو د پروسې نورمال برخه وي اويا موقتي وي او پخپله ښه کيږي.

د توېدلو د مخنېوي يوه درملنه هم سل په سل کې مؤثره نه ده خو دغه دوه لاندې درمل تر يو حده ډير کاريږي.

نارېنه: Finasteride, Minoxidil

ښځېنه: Minoxidil (ښځې بايد له Finasteride څخه استفاده و نکړي).



که د سر له پخې او خارښ کړيږئ تاسو کولای شئ چې له هغو شامپو ګانو استفاده وکړئ چې يو لدغو لاندې اجزاوو څخه ولري. په ډيری هيوادونو کې د دغه شامپوګانو د اخېستلو لپاره تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتيا نه لرئ.



زېنک پېرتيون zinc pyrithione

سالېسليک اسيډ Salicylic acid

سلِنيم سلفايډ Selenium sulphide

کِټوکونازول Ketoconazole

کول ټار Coal tar



هغه شامپو ګاني چې يو له پورته اجزاوو څخه ولري بايد يوه مياشت استعمال شي. که يوې کار ور نکړ بله و ازمويئ تر څو هغه شامپو پيداکړئ چې ستاسو د سر پخه ور سره ورکه شي. که له پورته شامپوګانو سره مو د سر پخه او خارښ ښه نه شو نو بيا خپل کورته نېږدې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

کاپی: ډاکټر امان (شمس)



که چیرته مو معلومات خوښ شوي وي نو هیله ده چې خپل ملګري مو دی چینل ته را دعوت کړئ او یا يي په نورو ګروپونو کې له نورو ملګرو سره شریک کړئ.

په درنښت،

ټابليټ K د ژوند  #دښمن ټابليټ   يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا...
18/06/2023

ټابليټ K د ژوند #دښمن

ټابليټ يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي.

دغه نشه ئي مواد چې د يو ډول کيمياوي مواد څخه جوړ شوي چې د اوس لپاره د غربي او نورو ممالکو څخه افغانستان ته وارديږي، په ډير تاسف سره چې اوسني ځوانان په مجلسونو او محفلونو کې ورڅخه استفاده کوي.

هغه کسان چې د ټابليټ K څخه استفاده کوي، د بدن د حرارت درجه ئې فوق العاده لوړيږي؛ په همدې اساس اقليم ورته يخيږي او بدن ئې ډير ګرموالي ته اړتيا پيدا کوي چې ډيرى خلک ئې د بخارۍ په چالانولو سره ځان ګرموي، همدارنګه د تندې زيات احساس کوي.

ټابليټ k د ميتابوليزم سرعت پورته کوي، هر کله چې د ميتابوليزم سرعت په بدن کې زيات شي، د بدن اعتدال له منځه ځي او بدن ډير حرارت توليدوي، کله چې د بدن حرارت زيات شو، طبيعي خبره ده چې د بدن مايعات مصرفيږي نو اوبو او چاى ته زياته اړتيا پيدا کيږي.

ټابليټ K دومره خطرناک مواد دي چې د نورو نشه ئي موادو په خلاف د انسان په ميتابوليزم کې جدي تغييرات راوړي، چې د هغې په لمړنيو اثراتو کې د قوت او نشاط احساس توليدوي، دروغجنه مينه په انسان کې پيدا کوي چې په مرور د زمان سره د معتاد کيدو لامل ګرځي او د انسان بدن د خطرناکو او صعب العلاج ناروغيو سره مخامخ کوي.

دا چې ولې؟
د ټابليټ k د يو قرص قيمت په لمړيو کې تر 50 امريکايي ډالرو پورې ٶ، او د اوس لپاره ئې د هر قرص قيمت د 200 څخه تر 1000 افغانيو پورې نزول کړى؟ ددې لپاره چې ټولو ته ارزان او لاس رسى ورته وشي!

د ټابليټ K په ترکيب کې کرستال، هيروئين، کوکايين او نور خطرناک نشه ئي مواد شامل دي.

ټابليټk ته نه اووائې!
په خپل ځان او خپلو کورنيو رحم وکړئ!

ستاسي ـــــ د روغتيا په ـــــ هيله ـــــ کاپی

د ګیډې د درد لاملونه او درملنهد ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون نا...
17/06/2023

د ګیډې د درد لاملونه او درملنه
د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي، پڅ یا نا ښکاره درد وي، متناوب درد یا پر له پسې وقفې پېښېدونکی درد او یا تېره درد وي. د ګېډې درد ته انګریزۍ کې دوه اصطلاح ګانې (abdominal pain or stomachache) کاریږي. سیمه ایز درد د ګېډې په یوه برخه کې محدود وي. دا ډول درد هغه مهال پېښیږي کله چې د ګېډې په یوه ځانګړي غړي کې ستونزه وي. د سیمه ایز درد تر ټولو لوی لامل په معده کې ټپ وي. د عضلو شاخک ته ورته درد ممکن له نس ناستي (اسهال)، قبضیت او یا د ګېډې په باد له پړسېدنې سره تړاو ولري. په ښځو کې دا ډول درد ممکن له مودې وړاندې زېږون، د مثل تولید سیستم په غړو کې روغتیایي ستونزې او میاشتینۍ ناروغۍ سره تړاو ولري. دا ډول درد ښه کیږي او له لنډې وقفې وروسته بېرته پیدا کیږي او ممکن له درملنې پرته په خپله ښه شي. ویروسي، باکتریایي او پرازیتي عفونیت هم په ګیډه کې د درد لامل کیږي.
د ګېدې د درد ډولونه
په ګېډه کې ټولو دردونه یو ډول نه وي. د بېلګې په توګه که چېرې د یو کس په ګېډه کې لنډمهاله درد وي ممکن درد یې تر یوې اوونۍ یا تر دې کم دوام وکړي. که چېرې درد اوږد مهاله وي نو تر درې میاشتو او یا تر دې زیات وي. د ډاکټر لپاره د ګېډې د درد لامل پیدا کول ستونزمنه چاره وي ځکه چې ګیډې کې زیات شمېر روغتیایي حالتونه د درد لامل کیږي. دوامداره درد هغه درد ته وایي چې د وخت له تېرېدو سره زیاتیږي او کله چې درد ادامه پیدا کړي نو نور علایم هم ورسره پیدا کیږي. دوامداره درد د جدي ستونزې ښودونه کوي. په مرۍ، وینه او کلمو کې عفونیت د دې لامل کیږي چې باکتریا د هاضمې سیستم ته داخلې شي. علایم یې ممکن درد، قبضیت، نس ناستی او داسې نور وي.
په ګیډه کې د درد لاملونه
• عفوني کېدنه
• غیرې نورمال وده
• پړسوب
• بندیدنه یا انسداد
• د کلمو بې نظمي
• قبضیت
• نس ناستی
• ګاسټرواینټرای ټېس یا هم د معدې انفلوېنزا –ږ
• د معدې اسیدو ګرزول –ږ
• کانګې
• سټرس
• که چېرې ګیډه کې کوم غړی یا برخه ټپي شي
• په پښتورګو کې تیږه
• په صفرا کڅوړه یا کیسه کې تیږه
• د پښتورګو عفوني کېدنه
• اپنډکس
• د کرون ناروغي
• د ادارارو عفوني کېدنه
• د کلمو بندیدنه یا انسداد
• داسې اومیندواري چې له رحم بهر وي
• د هګیو سیسټ
• فایبرویډ
• اېنډو میټریو سېس
• د خاصره لګن د پړسوب ناروغي
• د زړه حمله
• زیړی
• سرطان
• غټ شوی سپلین
• هېرنیا
له ډاکټر سره کوم وخت کې اړیکه نیول اړین دي؟
کم او نرم درد ممکن له درملنې پرته خپله ښه شي د بېلګې په توګه که تاسې کې د ګېډې د درد لامل د باد له امله درد وي ممکن یوازې خپلې دورې پوره کولو ته اړتیا ولري او درد ښه شي. خو ځینې وخت کې مو درد تر ډاکټر پورې رسولی شي. که چېرې تاسې کې لاندې علایم او د ګېډې درد وي نو سملاسي له ډاکټر سره اړیکه کې شئ:
- په بولو کې وینه
ـ زیاته تبه
- هېماتې میسېس یا په کانګو کې وینه
- دوامداره زړه بدوالی یا کانګې
- زیړ رنګ یا سترګو کې زېړوالی
- د ګېډې بې کچې پړسوب
- په ساه اخیستنه کې ستونزه
- له ۲۴ ساعتو زیات د ګېډې درد
- اوږدمهاله قبضیت
- د خالي ادرارو پر وخت د سوزي احساس
- د ګېډې درد او بې اشتیایي
- بې وجې د وزن کمېدل
- اومیندواره ښځه او په ګېډه کې درد
- هغه مور چې ماشوم ته تی ورکوي او ګېډه کې درد ولري
د ګېډې د درد تشخیص
تشخیص یې په لمړي کې ستاسې له خبرو کیږي، دوېم ګام کې ډاکټر فزیکي ازموینه کوي، درېم ګام کې ممکن ډاکټر د طب ازموینو سپارښتنه وکړي لکه الټراسونډ، د ادرارو یا بولو ازموینه، د وینې ازموینه.
ډاکټر ممکن له تاسې لاندې لس پوښتنې وکړي :
- د ګېډې کوم ځای مو درد کوي ؟
- درد مو په همدې یوه ځای کې دی او که د درد ځای بدلون پیدا کړی ؟
- درد کم دی که ډېر ؟
- درد دوامداره دی او که د څپو په څېر تګ راتګ کوي؟
- درد مو د ورځنيو چارو مخه نیسي ؟
- څه مو کول چې درد پیل شو ؟
- د ورځې په کوم ځانګړي وخت کې درد زیاتیږي ؟
- ګېډه کې مو د بولو تګ راتګ او غږ کیږي ؟
- په ګېده کې مو په وروستي ځل د بولو تګ او غږ کله شوی ؟
- په خالي ادرارو کې مو کوم بدلون احساس کړی ؟
- د خوړو په رژیم کې مو کوم لوی بدلون راوستی ؟
کومې نجونې چې بلوغ ته رسېدلې وي ممکن ډاکټر یې د وروستۍ جنسي اړیکې او وروستي ځل د میاشتینۍ ناروغي په اړه هم پوښتنې وکړي. دا ټول مالومات له ډاکټر د سمې طبي ازموینې سپارښتنه کې مرسته کوي. د بدن د غړو دلیدنې لپاره ایم ار ای سکن، ایکس رې او د الټراسونډ ازموینې کاریږي. یادې ازموینې پړسوب، تومور، پرې کېدنه یا ماتېدنه موندلی شي. له دې پرته ممکن ډاکټر کولونسکوپي ازموینه وکړي - په کولونسکوپي ازموینه کې ډاکټر په غټه کلمه کې بې نظمي او غیرعادیتوب ګوري، د کتنې لپاره مقعد کې داسې د قاتېدو وړ پیپ داخلوي چې سر کې ګروپ او کامره لري. ممکن د اینډوسکوپي ازموینه وکړي،په دې ډول ازموینه کې هم کامره او ګروپ لرونکی پایپ مرۍ او معده کې ستونزه لټوي. ممکن د اپر جي ای په نامه ځانګړې د ایکس انځور سپارښتنه وکړي، په دې ازموینه کې په ګېډه کې د ودې، ټپ، پړسوب، انسداد یا بلې بې نظمۍ کتنه کیږي. .د باکتریایي، ویروسي او پرازیتي عفونیت لپاره د بولو او د وینې د نمونې ازموینه کیږي.
درملنه
کوم پړسوب چې د ټپ له امله پیدا شوی وي ممکن په درملو یې درملنه وشي. خو که ځینې ستونزې لکه په پښتورګو کې تیږه تر دې ممکن زیات څه ته اړتیا ولري لکه لیتوریپسي ته یا هم صفرا کیسه کې پړسوب کوم چې عملیات ته اړتیا لري.
د ګېډې د درد مخنیوی
• سالم خواړه
• زیاتې اوبه څکل
• دوامداره سپورت
• په یوه وخت کې له ډېروخوړو ډډه کول -
• له خوړو پس سملاسي نه څملاستل ځکه چې د اسیدو ریفلکس پیدا کوي

17/06/2023

Address

Saleem Karwan
Kabul
1053

Telephone

+93771984300

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmad zahid pharmacy احمد زاهد درملتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Ahmad zahid pharmacy احمد زاهد درملتون:

Share



You may also like