19/08/2025
پوستکي ناروغیو معلومات او تداوي همدرنګه لیزري پروسجرونو لپاره له دوي سره یو ځاي شې.
پته:کابل چهارراهي پل سرخ ملي مارکيټ دوهم منزل 36نمبر.
اړیکو شماري.0792613572☎/0772758832📱
👍 📩ㅤ ⎙ㅤ ⌲
ˡᶦᵏᵉ ᶜᵒᵐᵐᵉⁿᵗ ᶠᵒˡˡᵒʷ ˢʰᵃʳᵉ
یو د بشپړې مودې ماشوم(Full term neonate) د خپلې مور لخوا کلینیک ته د هغه په بدن باندې د ژړ رنګه، د اوبو چخه ډکو ګڼو دانو د راختو له امله راوړل شو، مور او پلار يې د هغه په اړه ژوره اندېښنه لرله. د معاینې پر مهال ماشوم فعال وه، تبه يې نه لرله او شیدې ىې په ښه ډول رودلى شوې. د پوستکي دانې ىې سطحى وې، ځینې یې د اوبو ډکې (vesicles) او ځینې د پړسیدلو دانو (pustules) په بڼه وې چې لا له وړاندې یې ځینې چاودلې وې او شین ـ نسواري رنګه داغونه یې پرېښي وو. دا بڼه د Neonatal pustular melanosis لپاره ځانګړې نښه ګڼل کېږيNeonatal pustular melanosis
یوه بې ضرره په خپله ښه کېدونکې د پوستکي ناروغي ده چې زیاتره په بشپړ مودې او روغو ماشومانو کې لیدل کېږي. دا ناروغي معمولاً د زیږون پر وخت یا لږ وروسته څرګندېږي، د جراثیمو څخه پاکې پړسیدلې دانې یا د اوبو ډکې دانې لري چې ژر چاودېږي او د رنګینو داغونو سبب کېږي، دا داغونه ممکن څو اوونۍ پاتې شي. دا حالت په تیاره پوست لرونکو ماشومانو کې زیات لیدل کېږي خو د هر قوم او رنګ ماشوم کې پېښېدای شي. تر ټولو مهمه دا ده چې ماشوم په ظاهري ډول روغ وي، تبه نه لري او د ناروغۍ نورې نښې نه څرګندوي. په عادي مواردو کې نه کومه لابراتواري معاینه او نه هم درملنې ته اړتیا وي.
په دې پېښه کې د ناروغۍ هېڅ سیسټمیکه (عمومي) نښه نه وه او د ماشوم عمومي حالت بشپړ نورمال و. د ځانګړو کلینیکي نښو او د خطرناکو علامو د نشتوالي پر بنسټ، د Neonatal pustular melanosis تشخیص شو. د ماشوم مور ته د دې حالت د بې ضرره او په خپله ښه کېدونکي طبیعت په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول. هغې ته ډاډ ورکړل شو چې درملو ته اړتیا نشته او د پوستکي رنګین داغونه به ورو ورو له منځه ولاړ شي.
c