
25/05/2022
#کولرا ،Cholera
واقعات یي ورځ په ورځ د زیاتیدو په حال کې دي،د مخنیوي لپاره یي لاندي لیکنه په پوره ډول کافی ده.
کولرا دبيړني نس ناستي داسي ناروغي ده چی په ساعتونو کي دژور ډيهايدرشن او مرګ لامل کيږي ۰
اما دنيکه مرغه دپوره مايعاتو او نورو تقويوي درملني سره دمړيني څخه مخنيوي کيداي شي۰
سببي لامل:
ددي ناروغۍ سببې لاملVibrio cholariدي چي دا يو ګرام منفي بسيل دي۰
په طبيعي ډول مايکروب په مالګينو اوبو کي اوسیږي ۰
انسان په ناڅاپي ډول منتن کوي نو همدا انسان نور انسانان ککړوي زياتره ناروغۍ له ککړو شويو اوبو څخه چي دانسان دډکو متياژو سره په تماس راغلي ليږديږي۰
کلينکي نښی نښانی ۰
دناروغي دتفريخ دوره 24-48ساعته ده په بيړني ډول سره ناروغۍ په اوبلن بي درده نس ناستي سره پيليږي.
په چټکي سره يي اندازه زياتيداي شي چي دير ژر نس ناستي دکانګو په واسطه تعقيبيږي.په هروار ډکو متياژو سره ممکن يو ليتر اوبه ضايع شې.که چيری اوبه او الکترولايتونه پوره نشی نوهايپو واليميک شاک او آن مړينه رامنځته شي.
که د5-8 فيصده وزن ضايع شوي يي نو دفشار وضيعتي ښکته والي.سستي.دزړه دحرکاتو زياتوالي اوپوستکي دTugorکموالي څرګندیږي اوکه دلس نه زيات حجم ضايع شوي وي نو اوليګويوريا.نبض ضعيف ياورک.ننوتي سترګي.که ماشوم وي ننوتيFontanell غونج پوستکي.خوبجن حالات او بالاخره کوما رامنځته کيږي.
اخطلاطات:
د پښتورګو عدم کيفايه.شديد ميتابوليک اسيدوزس.دښږو اذیما رامنځته کيږي.
لابراتواري لاسته راوړيني:
دPacked Blood Cell حجم.دسیروم ځانګړي کثافت اودپروټين لوړوالی موجود وي.
تشخيص:
که چېرې د کلينيک له نظره په رنځور دکولرا شک وی نو ژر دي ډکي متيازې واخستل شي اوDark Fieldمايکروسکوپي دی وشې.
درملنه:
په اسانۍ سره درملنه ترسره کيږي ډیر ژر بايد مایع او الکترولايتونه داړتیا په بنسټ اعاده شي.دو ړ درملني سره سره دمړيني خطر ديو فيصد څخه لږدي.
دمايعاتو اعاده په دوه پړا وو کي بشپړيږي يعني د ريهايدرېش پړاو او Maintenance پړاو
مخنيوي:
دپاکو اوبو استعمال.په روغتيايي ډول دډکو متياژو ځای په ځای کول او وروسته له هغی لاس مینځل اړین مسایل دی باید ترسره شی .ښه تغذيه.دکولرا پيښی د کمیدو لپاره مهم دی
باید د ORS له محلول نه ډیر استفاده او پیوسته سیرومونه تطبیق شی
Dr. Qudratullah sahil