18/01/2026
(Constipation) قبض
🩺قبض یا قبضیت هغه حالت ته ویل کېږي چې انسان په منظم ډول حاجت ته نه شي تللی او یا یې حاجت سخت ، دردناک او کم وي . دا ستونزه ډېری وخت د کم فایبر لرونکي خوړو ، د اوبو کم څښلو ، نا فعاله ژوند ، او د حاجت د اړتیا ځنډولو له امله رامنځته کېږي . که قبض په وخت درملنه ونه شي ، نو کولی شي جدي روغتیایي ستونزې پیدا کړي .
🩺د اوږدې مودې قبض له امله بواسیر ( Hemorrhoids ) او د مقعد چاودنه ( A**l fissure ) رامنځته کېدای شي . دا حالتونه د سخت حاجت له کبله د مقعد رګونو ته زیان رسوي چې پایله یې درد ، وینه بهېدنه او ځینې وخت جراحي ته اړتیا وي . دا ستونزې د ناروغ ورځنی ژوند ډېر اغېزمنوي .
🩺 قبض همدارنګه د کولمو بندښت ( Bowel obstruction ) سبب کېدای شي ، چې یو خطرناک حالت دی . په دې کې حاجت په کولمو کې بند پاتې کېږي او شدید درد ، پړسوب او کانګې رامنځته کوي . په داسې حالتونو کې اکثره جراحي ضروري وي ترڅو د ناروغ ژوند وژغورل شي .
🩺څېړنې ښيي چې اوږدمهاله قبض د کولمو او مقعد د سرطان ( Colon & Re**al cancer ) د خطر کچه هم لوړه کوي . کله چې زهري مواد د اوږدې مودې لپاره په بدن کې پاتې شي ، نو د حجرو د خرابېدو امکان زیاتېږي . همدارنګه قبض کولی شي پر دماغ هم منفي اغېز وکړي او ځینې عصبي ستونزې رامنځته کړي .
🩺د قبض د مخنیوي لپاره باید فایبر لرونکي خواړه وخوړل شي ، کافي اوبه وڅښل شي ، منظم فزیکي فعالیت وشي او د حاجت اړتیا هېڅکله و نه ځنډول شي . که قبض اوږده شي یا له درد او وینې سره مل وي ، نو باید ژر تر ژره له ډاکټر سره مشوره وشي ، ځکه وختي تشخیص د جدي عوارضو مخه نیسي .
کاپی: د ډاکټر حنيف له نشراتو